خبري شننې

ننوتل

ژمی واورې، پسرلی سېلابونه او دؤبی وچکالي

 افغان وتن د ځمکې پر مخ یوه داسي ټؤټه ده چي خدای هرڅه ورکړي دي.

خو دلته جندون (فطرت) په خپله لاره روان دی، د دې ځای اوسېدونکي نه ورڅخه ګټه اخلي او نه د جندون د لارې لؤدن بدلولؤ هڅه کوي.

نن سبا په ګران هیواد کښې خورا ښه واوره وریږي، او زموږ خلک ورته ډېر خوښال دي چي پسرلی به ډېر  اباد وي.مګر موږ په دې نه پوهیږو چي څه ناڅه واورې خو دلته هرکال کیږي.

نو بیا موږ ولي دومره خوشال یو؟ دا ځکه چي په لږو واورو زموږ ګوزاره نه شو کولای. بلکې دا واوره کله هم لږ نه وي. ستونزه دا ده چي موږ ورڅخه پوره ګټه نه شو اخیستلای. د خپل کړزتؤب له لاسه هر کال ژمی مو واورې وژني، پسرلی مو سېلابونه او اؤړی بیا وچکالي. د دې درې واړؤ چاره یوازي او یوازي په بندونؤ باندي کېدلای شي.

زموږ هیواد غرنی دی. دلته پوره واره او باران کیږي. بیا دا غرونه او غونډﺉ بندونو ته جوړ دي. یوازي دومره پکار ده چي موږ یې خولې وتړو نو دا هیواد به ټؤل بندونه بندونه شي.کله چي بندونه جؤړ شي نؤ زاړه کاریزونه به بیا زېمدي شي. کارېزونه څه، چي هر کاڼی به فواره شي او هره شېله به روانه چینه شي.

دا کار نه ډېرې پیسې غواړي او نه ډېره اینجینري. دا زموږ سرکار پخپله هم کولای شي. ان دا چي ډېر داسي ځایونه شته چي د کلي او سیمې خلک یې په بېل او کولنګ تړلای شي.راځﺉ چي نؤر بهرنیانؤ ته په تمه کښې نه نو.راځﺉ چي له خپل سرکاره د بندونؤ تړلو غوښتنه وکوو. که دا نه وي، راځﺉ چي پخپله ملا وتړو او اشر وکوو او دا هیواد سمسور کو.

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube