خبري شننې

ننوتل

اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ...

نن سبا یوځل بیا د جنګي رسنیو (بي بي سي، امریکاږغ، مشال، ازادﺉ او نورو) خبریالان او ویندؤیان خورا خوښ دي چي د تالیبانؤ له خولې یې په پیلا ځل د رؤغې خبره اورېدلې ده. دا یو داسي خبر دی چي کېدای شي د د دغؤ راډیوګانو ژوند لا نؤر هم ورسره اوږد شي او دا هم ورسره تړلې ده چي که چیري ریښتیا په افغانستان کي روغه وشي نؤ دا راډیوګاني به ورسره وتړل شي، او زموږ ډېر (تکړه) او زبه وره ږغندؤیان به بېکار او اوزګار شي.

په دې رؤغې سره کیدای ډېر نؤر خلک هم وزګار شي. ځکه چي افغان جنګ خو اوس د ډېرؤ هیوادونو او سترو سترو کمپنیؤ لپاره د چؤچ (اکانومي) سرچینه ګرځېدلې ده. اورېدلي مو دي چي باراک اوباما چي د امریکې په ساړه چؤچ کي د ګرمﺉ راوستلؤ لپاره چي کومې سترې سترې پروژې پیل کړې دي په هغؤ کښې ترټؤلؤ لویه د افغانستان د جنګ هغه ده. دا خبره په ډېرې باوري شننې په سچینو کښې راغلې ده. کېدای شي چي د پاکستان خوار پر بودیجه یې هم بدې اغېزې وشي. او زموږ جنګسالارانو غوا خو به خامخا وچه شي.

 خو هغه خلک به څه کوي چي د افغانستان جنګ او بربادي خپله هستي او د هر افغان وژنه یې خپله د دین او دونیا بریا ګرځولې وه؟؟ مانا ملایان او تالیبان.

ځکه چي د افغانستان د ۳۰ کلنې جګړې یوازینﺉ موخه د افغانستان پر خاوره یا د شوري او یا هم امریکې د لنګرکوټ سازول و. دا دستور دی کله چي دوه پهلوانان چي په خوا وبله ورځي نو یو خامخا ماتیږي. په دې پهلوانﺉ کښې هم د روسانؤ پوښتﺉ او مړوندونه مات شول او امریکه بریالﺉ شوه. مګر ټؤل پسات خو په خوار او بدمرغه افغان اولس باندي وشوه. دا ټؤل د ملا جان او تالیب جان له لاسه. دا د نن کیسه نه ده، بلکې ډېره اوږده ده. ستا د ښایست ګلونه ډېر دي ....

چي کله امان الله خان د جهان په سیل ووتلؤ او بېرته وتن ته راستون شؤ نؤ غوښتل یې چي دا خړ او سپېره هیواد هم سمسؤر ګلزار شي. خو ملایانو او پیرانؤ د پرنګي په نغؤته زموږ پر هغه غازي باندي د کاپر فتوا ولګوله. بیا د امان اماني په سکاوي بدله شوه. کله چي خدايي خدمتګارانو د پښتنو د ازادﺉ خبره کوله نو تا ورباندي بیا د پرنګي او پنجابي په نغوته ورته وویل چي دا سندره غلته ده چي:

یار مي هندو زه مسلمان یم، د یار لپاره درمسال جارو کومه.

خبره راغله زاهرشاه او داود خان ته. خو ورته اسلامي ځوانان او خدام الفرقان ډلې ټپلې راوایستلې. بیا د مودودي او وهابي شاګردان په پټه ان هیرتانه او کندوسه راوستل.

خو کله چي چي په د هیواد په پوهنتون کښې خال خال د ځوانانو د کؤر، کالي، ډؤډﺉ فلسفه راپورته کړه نو تا ورته ویل چي زه خو دا منم او بیا هغه چا ته دي پناه وروړه چا چي به ویل رؤټي، کپړا، مکان!!!

هلته تا په مالګو منډﺉ کښې دېره شوې. بیا دي له مېجر بامبړ او کرنېل امام سره داسي یاران شوه چي د خپل کؤر او کلي ورانولؤ ټؤل چلونه یې دروښؤدل.

په دې وخت کښې نؤ د دوؤ پهلوانان اېنډه هم خورا په درځ کښې پیل شوې وه. دلته بډه بېره وه. بیا له مکې او مدینې څخه پاکې خورما وې راغلې. له اهل کتابؤ څخه د جهاد لپاره بغدادي قاعدې راغلې. په دې سپارې کښې به یې لکلي ول: خ مانا خلکي، خلکي مانا کاپر. ج: جهاد. : اهل کتاب. ک: کمونیست او کمؤ مانا خدای، نیست مانا نسته.

ته په پېښور کي د اهل کتابو ښهبازانو سره د جنګ ډمامې وهلې. خو له هیرتانو څخه بیا بېکتابه ښامار راوبهېدلؤ. بېکتابه او بې خدایه ښامار هم په کابل کښې د افغان بچي ووژل او له پېښوره اهل کتاب شابازان هم د افغان پر بچؤ راغوټه شول. کله چي د تاو او پېچ دا لؤبه ښه ګرمه شوه نو ملاجان وویل (الحمدالله، اوس جهاد فرض عین شؤ)!!!

کله چي بې کتابه اږدها زخمي زخمي شوه او بېرته ولاړه په خپل سوړه ننوتله او بیا یې خپلې سوړې ته د سېلاب اوبه ورننوتلې نؤ هغه خو په غم داسي اخته شوه چي لا نن هم په ځان باندي پکؤ ده. خو دلته اهل کتاب شاباز د هندوکش په سردرو کښې خپله ځاله غوښتله او د پامیر په هسکؤ څوکو باندي یې د الوت لپاره غزونې کولې چي بیا له هغه ځای، ایکبال لاهوري په وینا، (د نیل له ساهیله د کاشغر تر میدانو) خپل ښکار لپاره یوه ارته او بېرته اوېجه وټاکي.

خو د دې کار لپاره یو پلمه پکار وه. افغان زمری که هرڅومره زخمي و خو بیا هم خپله درګه چا ته نه پرېښؤدله. نو یو ځل بیا ملاجان هغه نادودې وکولې چي زمری داسي هک پک شؤ چي لؤری او لؤدن ورڅخه ورک شؤ. دلته د مجاهد د مجاهد پرچپه جهاد پیل کؤ. بیا تالیب د ملا پرچپه جهاد پیل کؤ. بیا الکایده، وهابي، سلفي، وهابي او جنګوي غازیانؤ ورته راودانګل.

اوس نو ایله اهل کتاب شاباز ته د تاو او پېچ، او د غوټې او ولکې چانس برابر شو. شاباز ښکار پیل کؤ. خو ځاله یې نه لرله. نو ملاجان یو ځل بیا خپله تتﺉ ورته ووهل چي دا اخري خیزمت به دي لاهم په سرسترګؤ کوم.

نو پخپلؤ بچؤ ته یې د اور کالي ورواغوستل چي هر هغه افغان زمري کور او خونه ورانه کړي چي لا اوس یې هم د څه نا څه غرور په سر کي ؤ. ملاجان او تالیب جان د اور او وینې دا لؤبه لس کله خورا په ایماندارﺉ وچلوله. کله چي هر افغان خپل ځان د «ډانګ او پړانګ» په منځ کښې ولیدلؤ نو یې د دې ته غاړه کښېښوده چي شاباز ته اجازه ورکړي چي د هندوکش په سردرو او د سیستان په میدانو کښې خپلې ځالې جؤړې کي او الوت پیل کي.

تا ته یوځل بیا وویل شول چي راځه د اتاترک په سیکولر هیواد او یا د ټؤلو مسلمانانو په د دین په مرکز کښې به رؤغه او مرکه سره وکوو. خو ته اوس هم د شاباز سره یارانه پالې او وايې چي:

کتر ته ځم راپسې راشه

ما په منګي پراټې راوړې دینه 

Comments (15)

2500 characters remaining

Cancel or

  • new pandora charms march 2013
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه new pandora charms march 2013 http://www.sd-cf.co.uk/
  • pandora charms uk
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه pandora charms uk http://www.sd-cf.co.uk/
  • uggs outlet
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه uggs outlet http://www.drphilrodgers.com/
  • cheap ugg boots uk
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه cheap ugg boots uk http://www.roycestudios.co.uk/
  • north face outlet locations
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه north face outlet locations http://www.primeviste.net/
  • kate spade outlet
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه kate spade outlet http://www.houstonsoccertots.com/
  • victoria secret uk
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه victoria secret uk http://www.thegrapescafebar.co.uk/
  • barbour outlet
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه barbour outlet http://www.csdconstruction.co.uk/
  • victorias secret uk
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه victorias secret uk http://www.a3booklets.co.uk/
  • victorias secret outlet
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه victorias secret outlet http://www.statesocialstudies.com/
  • swarovski outlet
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه swarovski outlet http://www.advancelegaluk.org/
  • tiffany jewelry
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه tiffany jewelry http://www.traceyrossoutloud.com/
  • victorias secret uk
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه victorias secret uk http://www.victoriasecreteuk.co.uk/
  • cheap handbags
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه cheap handbags http://www.bagatidy.co.uk/
  • cheap designer handbags uk
    اهل کتاب، مجاهدین، پیران، ملایان، تالیبان، چڼي، کتر، لنګرکؤټ... - افغان جرګه cheap designer handbags uk http://www.bagatidy.co.uk/

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube