خبري شننې

ننوتل

کتر (قطر) د نیواک د پیشؤ پنجه

له ۲یمې نړئوالې جګړې راوروسته پاکستان، ایسرایل د اسیا کښي هغه ټؤل کارونه ترسره کول کوم چي لوېدیځ پخپله نه شول کولای.

وروسته له ۶۰ کلونؤ، په تېره بیا د سړې جګړې پسته، نؤر د دغؤ دوؤ هیوادونؤ رؤل هغومره اغېزمن نه دی پاته. نؤ ځکه دا رؤل اوس کتر ته رسېدلی دی. مانا دا چي کتر په یو ځل هم د پاکستان رول لؤبوي او هم د ایسرایل.په بله مانا کتر هم موسلمان دی او هم یهودي. یا په لنډه توګه موږ یې ایسلامي ایسرایل بللای شو. دې ایسلامي ایسرایل لس کاله پخوا الجزیره ټیلیویژن جؤړ کؤ.

الجزیره هم اوس د بي بي سي او سي این این پرځای د لوېدیځ لپاره هغه کار ترسره کوي لکه کتر چي یې د پاکستان او ایسرایل پرځای ترسره کوي. ځکه چي ساده موسلمانان ورته د یوې ایسلامي شبکې په سترګه ګؤري، مګر الجزیره په ریښتیا د لوېدیځ د نیواک خیزمت کوي لګیا ده.

کتر د الجزیرې په زؤر په اربي نړئ کښې یو داسي ښؤرماښؤر ګډ کړی دی چي ټؤل جهان یې په تماشه دی. د دې ښؤرماښؤر په پایله کښې د سیکولر سیاست کمبله له ټؤلؤ اربي هیوادونؤ ټؤلیږي. هلته هره ورځ اخوانیان، الکایده ټؤلټاکنې ګټي. ډېر ژر به په ټؤله اربي نړئ کښې د وهابي او اخواني سیاست واکمني جؤړه شي. له دې سره یو ځای به پر ایران باندي یرغل پیل شي. د دې یرغل لپاره د افغانستان خاوره او وینه هم زروري ده. د دې لپاره پساتیان ملایان او تالیبان لالمخه سترګې په لار ولاړ دي. څکه خو کتر د تالیبانؤ لپاره د افغان سرکار له سلا پرته دفتر پرانیستی دی. افغان سرکار ته پکار ده چي د دې بدماشئ مخه ونیسي. 

 

Comments (1)

2500 characters remaining

Cancel or

  • pandora charm
    کتر (قطر) د نیواک د پیشؤ پنجه - افغان جرګه pandora charm http://www.sd-cf.co.uk/

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube