
خبري شننې
ننوتل
امریکایان دي پخپله درغلي نه کوي او د ریښتیاو جنګ دي وکوي

پرون چي د امریکې اولسمشر، ښاغلي اوباما، افغانستان ته په رامبو ۳ د اتل سلوېسټرسټالون په شان افغانستان ته راغلو او په یوې ګنټې کښې یې له خپل پوځ سره هم وکتل او بیا یې زموږ له ټاکل شوي اولسمشر سره هم کتنه وکوله د هغه د راتګ په هکله واشنگټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د خپل ملک د
وسله والو ځواکونو د سرلښکر په توگه افغانستان ته د خپل لومړني یون په وخت پر اولسمشر حامد کرزي باندې زورنه واچاوله چې خپله همکاري زیاته کړي
ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په ټپه ولاړه او اداري درغلۍ ځپلې اداره کیدای شي د تالبانو د اړودوړ او یاغیتوب په چپه د امریکا د بریالیتوب تر ټولو لوی خنډ وي
واشنگټن پوسټ لیکلي دي چې د اولسمشر کرزي سره د خبرو په وخت، د اوباما لهجه جدي وه، هغه د کرزي هیڅ ستاینه ونه کوله
(که څه هم امریکايي مشرانو په دې وروستیو میاشتو کې په شوي پوځي پرمختگ ویاړي خو اوباما وویل: (موږ غواړو په ملکي برخه کې هم پرمختگ وشي
موږ د امریکې ادارې ته دومره وايو چي د اولسشر په ګډون د افغانستان سرکار او اولس ټول د زړه له کومې جدي دي چي په هیواد کښې یې جګړه پای ته ورسیږي، یاغیان یا پخلا کړ شي او مات کړ شي، تریاک ورک شي او په ملکي برخه کښې بیارغونه وشي
خو دغو موخو ته د رسېدلو لپاره ترټولو مخکې پکار ده چي پخپله امریکه په دغو لاندو کارونو باندي له زړه کار وکوي
يا دي د پاکستان د ترهګرۍ له پالنې او روزنې بند کي او یا دي یې د ترګر دولت په نامه یاد کي امریکه دي له تالیبانو سره دي د دروغو جګړه نوره بس کي او په ریښتیا دي هغوی ته ماتې ورکي. نور دي نه د افغانانو او نه د نړۍ په سترګو کښې خاورې اچوي
د امریکې پوځ او شرکتونه دي له افغاني مافیا سره نوره درغلي نه کوي. ریښتیا خبره هم دا ده چي ټوله درغلي امریکایانو جوړه کړې ده
امریکه دي د مافیا په ځای له ټاکل شوي افغان دولت سره نېغ په نېغه مرسته وکوي
د افغان میلي اوردو او پولیس روزنه دي ګړندۍ کي . او په وسله والو ځواکونو کښې دي د پښتنو شمېر زیات کي
Comments (853)