خبري شننې

د تالیبانو دفتر باید یوازې په کابل کې پرانستل شي

 د ولسمشر له څرګندولو او د رسنیو له څرګندولو داسې ښکاري چې په یو هیواد کې دوه حکومتونه جوړوي او دا د افغان اولس لپاره هیڅکله د منلو نه دي او نه به وي.

تالیبان ولی خپل دریځ نه روښانه کوي چې څه غواړي؟ اوس خو ملا عمر هم د اختر په پیغام کې دا خبره وکړه چې واک نه غواړي او بهرني ځواکونه دې له افغاانستان ووزي نو بیا دې د

افغانستان حکومت او خلکو سره په ګډه دا خبره وکړي او بې ګناه افغانان دې مه وژني. او افغانان دې بهرنیان له خپل هیواده په ګډه وباسي. 

د رسنیو دا خبره د هیواد په ډیر زیان ده چې تالیبان به په داسې ځاې کې دفتر پرانیزي چې د تالیبانو د واک لاندې سیمه وي. دا داسې خبره ده لکه د یو چت لاندې دوه هواګانې. 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube