Tuesday, 17 October 2017

د ولسمشر حامد کرزي وروستې مرکه

Written by  Published in خبري شننې Thursday, 19 June 2014 09:22
Rate this item
(0 votes)

            بي بي سي پښتو څانګې له ولسمشر حامد کرزي سره مرکه وکړه او په مختلفو برخو کې ئې خپل نظر څرګند کړو. د ولسمشر حامدکرزي یو تر

ټولو په زړه پورې او معقول نظر چې د عراق په وروستي حالاتو ئې څرګند کړو، هغه څه ول چې ولسمشر حامدکرزي په لس ګونه ځله خپل ولس ته وئېلي دي مګر ولس هېڅکله هم دې خبرو ته کوم اهمیت ندې ورکړې. ولسمشر د یوې پوښتنې په ترڅ کې څه داسې ووئېل:

په عراق کې بحراني حالت د خارجي قواوو له وتلو وروسته منځته ندې راغلې بلکه په عراق کې دا حالات خارجي قواو راوستې دی. د خارجي قواوو حملو دا حالت راوستې دی. په عراق کې یو ناست او منظم حکومت ئې راچپه کړو، د عراق اردو ئې منحله او د منځه یوړله، میوزیمونه ئې لوټ کړل، ټولنه ئې وپاشله، جنګ ئې پکې جوړ کړو او نتیجه ئې دا روان حالت دی. پدې کې عراق او د عراق ولس ندې ملامت بلکه ملامت نړېوال قوتونه دي چې عراق ته ولاړل او عراق ئې د پښو لاندې کړو.

 

Read 7384 times

Leave a comment

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes