Thursday, 23 November 2017

د داعش او طالبانو په اړه ګډوډ راپورونه به تاسې هم هره ورځ په میډیا او رسنیو کې وینې، خو په دې ټول مسله کې د ملي یووالې حکومت مشران د مخې ټول غلي او خاموشه دي. د هېواد امنیتي حالات ورځ تر بلې بد تر کېږي، د کندوز له سقوط وروستو اوس دا دی د هلمند د سنګین ولسوالي طالبانو ونیوله او همدارنګه د هېواد ختیځ خو مو هره ورځ د بدو پېښو شاهد دی.

د هېواد په ختیځ کې د روانو حالاتو په اړه مونږ د روان کال په شروع کې د داعشي ناورین په اړه شننې کړې وې چې د هېواد په ختیځ کې د لنګرګوټيانو او د هغوي لاسپوڅي پاکستان لخوا کومه لوبه په لاره اچول شوې ده او په لنډه کې به کومې پېښې رامنځته شي.

په داسې حال کې چې د هېواد په ختیځ کې هره ورځ د داعش د فعالیتونو خبرونه په میډیا نشر کېږي، او همدا ډول د اچین او سپین غر ولسوالۍ کې مېشت ټولو خلکو خپل کورونه د داعش د وېرې امله پریښي او ټول ولس په خوشی ډاګونو کې اړولې دي، په دې پلمه چې ګوندې د ملي یووالي حکومت او یا هم لنګرګوټيان به د داعش پرضد عملیات وکړي او سیمه کې به بېرته امن راشي، خو اصل خبره داده چې هم د ملي یووالي حکومت په دې هرڅه سترګې پټې کړې دي او هم لنګرګوټیان په خلکو کې وېره خپروي چې ګواکې د هېواد ختیځ به د داعشیانو سیمه ایز مرکز جوړ شي.

په افغانستان کې د لنګرګوټيانو قوماندان جنرال کیمبل د اسوشیټیډ پریس سره په یوه تازه مرکه کې د داعش په اړه په وضاحت سره ویلې دي چې داعشیان غواړي  جلال اباد د دوي سیمه ایز مرکز جوړ شي. جنرال کیمبل چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو قواو قومانداني کوي، په داسې څرګندونو سره  د امریکا او لنګرګوټيانو په سیمه کې د نوې لوبې څخه پرده پورته کوي او دا په ګوته کوي چې داعشیان نه بلکه امریکایان او امریکايي ټلواله غواړي چې داعش دې هېواد په ختيځو سیمو کنټرول ترلاسه کړي.

له هغه وروستو چې د ټاپي د ګازو نل لیکې پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او د هندوستان هېوادونو د مشرانو لخوا امضا شوه، نو په رسنیو کې د دې نل لیکې د امنیت د خوندي کېدو لپاره بحثونه شروع شول.  ډېرې خلک په دې اند دي چې دغه نل لیکه چې ډېره برخه يي د افغانستان له خاورې تېرېږي، په هېواد کې د امنیت د نه شتون له امله به څرنګه دغه پروژه کامیابه شي، خو له بلې خوا بیا ډېر خلک په دې اند هم دي چې دغه د ګاز نل لیکه به هېواد ته امن او سولې پيغام هم له ځان سره راوړي.

تېره اونۍ چې کله په اسلام اباد کې د اسیا زړه کانفرانس روان ؤ ولسمشر غني او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په کانفرانس کې خبرې کولې نو ولسمشر غني د ډیورنډ هاغه خوا د وزيرستان څخه را کډه شوي وزیر د پاکستاني مهاجرو په نوم یاد کړل.

تېره اونۍ د کوزې پښتونخوا پښتون ملت پاله مشرانو هر یو اسفندیارولي خان، محمود خان اڅکزي او افتاب شیرپاو کابل ته سفر درلود چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره بندې دروازې بېرته خلاصې کړي.

د امریکا د فارن پالیسې مجلې یو ځل بیا د نړۍ د متفکرینو نوملړ خپور کړېدی چې زمونږ د هېواد څخه یې پکې د پارلمان غړې شکریه بارکزۍ او یوه سندرغاړې د سونیتا علي زاده په نوم د نړۍ  سلو متفکرینو په نوملړ کې راوستلې دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د محصلینو د نړيوالې ورځې په مناسبت په یوه جوړه شوې غونډه کې خبرې وکړې او د هېواد په وروستيو حالاتو په اړه يي خپل نظر څرګند کړو.

د فرانس پرونې پېښې واقعي چې ټوله دنیا ودردوله او ټولې دنیا د ترهګرۍ ضد غږ اوچت کړو. دا چې مونږ افغانان تر هرچا زیات ددوي په درد پوهېږو ځکه چې مونږ یواځېنې هغه ملت یو چې هره ورځ له دغه ډول پېښو سره لاس وګریوان یو. د فرانسی پېښه چې د ټولې نړۍ خلکو په کلکو ټکو وغندل، همدارنګه د نړیوالو سیاست مدارانو هم پرې خپل نظرونه ورکړل. پدې ټولو کې د ولسمشر اوباما او د ډیوډ کامرون د فرانس ملت سره د خواخوږې پیغامونه زیات د توجه وړ دي.

د ملي یووالي حکومت له هغې ورځې چې رامنځته شوېدئ نه یې د سر پته لګېږي او نه هم د اخر. ددې حکومت ټول کړه وړه او ددوي د هرې ورځې خبرې په هیڅ ډول  له یو بل سره اړخ نه لګوي. ولسمشر یو څه وائي، اجرائیه رئیس یې بل څه وایی، ځانګړي سلاکاران یی بیا پخپل سر نورې بابولالې

د افغانستان او د چین ترمنځ د اړیکو په پراخولو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ترټولو رغنده رول لوبولې دی. د پخواني ولسمشر د هڅو او کوښښونو په نتیجه کې اوس هغه دی د چین مرستیال ولسمشر د کابل سفر وکړو او څو پرېکړه لیکونه یې هم لاسلیک کړل.

 پدې وروستېو کې د پاکستان پخواني پوځي واکمن ولسمشر پرویز مشرف یوه مرکه کړېده او ځنې حقائېق ئې په هغه مرکه کې منلې دي. پرویز مشرف

وروسته لدې چې امریکا اعلان وکړو او په افغانستان کې ئې د دوه زره شپاړسم کال وروسته هم د خپلو ځواکونو د خضور په اړه څرګندونې وکړئ، نو په

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes