Thursday, 23 November 2017

پخواني ولسمشر حامد کرزي دا خبري رد کړې، چي ګوندي افغانستان د بل چا په لاس کي لوبیږي او زیاته کړې، چي افغانستان یو خپلواک هیواد دی او پاکستان یې باید درناوی وکړي.

له تېرې ورځې څخه د فلوریډا د اورلانډو د همجنسبازانو په یو کلب کې د پېښې په ترڅ کې چې په ګڼ شمېر همجنسبازان ووژل شول او یوه لوي شمېره يي زخمیان شول په رسنېو کې لوي ګنګوسي راپارولې دي او د بریدګر ځوان عمر متین ته امریکايي الاصله افغان کلیمه په بار بار تکرارېږي.

د دوست هېواد هندوستان مننه کوو چې زمونږ د ګران هېواد په بیا ودانۍ او رغاونې په بهیر کې يي تر بل هر هېواد زیاته، پراخه برخه اخیستې او د افغانستان لپاره يي په داسې پروژو پانګونه کوي چې افغانستان له ګاونډیو د شره خلاصوي او په خپل ځان يي متکي کوي. د څو ورځې د مخه د دوست هېواد هند لخوا د چابهار پروژه له ایران سره لاسلیک شوه د کومې له لارې به چې افغانستان له نړۍ سره د بحر له لارې اړیکه پیدا کړي او همدارنګه به د هند سره مخامخ سوداګري هم کوي. ویل کېږي چې د چابهار بندر یواځینې داسې بندر دی چې که د چین په جنوبي سمندرګي او هرمز تنګي کې جګړه هم وي مګر په دې بندر کې به بیا هم سوداګري او د مال لېږد رالېږد په نورمال ډول سره کېږي. د چابهار بندر پروژې

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی په هېواد کې د خشونت او کرکې د هغې څپې په اړه چې په دې وروستیو کې راپورته شوې خپل تشویش او اندېښنه څرګندوي. 
تشدد او کرکې ته د خلکو د رابللو لړۍ د روان کال د حمل د ۳۱مې نېټې د تروریستي پېښې راورسته په ډېر شدت پیل شوې ده.

د روانې میاشتې په اتلسم تاریخ د رومانیا د بهرنېو چارو وزیر د سعودي ډیپلوماټانو ته د رومانیا هېواد څخه د وتلو نوټس هغه مهال ورکړو کله چې د پولیسو له تفتیش وروستو دا پته ولګېدله چې یوه پینځه ویشت کلنه روماني انجلۍ چې د سعودي د سفیر سکرتره وه، د سفیر لخوا لومړې ورباندې جنسي تېرې او له هغه وروستو يي وژلې وه.

کابل او پېښور دواړه د ډېر پخوا راهیسې نن یو ځل بیا د ویر په ټغر ناست دي. په کابل کې هم افغانان قتل شول او په پېښور کې هم د افغانانو د وینې سیلاب راووتو. د کابل او پېښور دواړو یو دښمن په یوه ورځ په دواړو ورونو ښارونو کې بیا افغانان قصابي کړل. بیا يي خوار، ځپلې او د جنګ څخه په تنګ شوي افغانانو میندې بورې کړی.

تېره ورځ په رسنېو کې د امریکا له افغانستان سره د پوځي مرستو او د افغانستان د هوايي ځواک په پښو درولو په لړۍ کې لومړنې څلور جنګي الوتکو د خبرونو سرټکي جوړ کړي ول. دغه الوتکې د A-29 Super Tucanos په نوم یادېږي. په داسې حال کې چې امریکا په ۲۰۱۴ کې له افغانستان څخه خپلې پوځيان ویستل نو په افغانستان کې استعمال شوي الوتکې او پوځي وسایل يي ټول پاکستان ته ورکړل خو د دوهم نړېوال جنګ الوتکې بیا د خیرات په ډول افغانستان ته ورکوي.

د امریکا څارګرې له وروستېو راپورونو له مخې ویل کېږي چې په افغانستان کې به جګړه د تېر کال په پرتله لا زور واخلي او ۲۰۱۶ کال به خونړۍ کال وي. په اصل کې د امریکا وروستۍ لوبه په دې راڅرخېږي چې څرنګه جګړه له جنوب څخه شمال خوا ته وغځوي او همدا ډول دغه جګړه له شمال څخه مرکزي اسیا ته وغزېږي.

امریکا له هغه وروستو چې په مرکزي اسیا کې د نوک ځای ونه موندلو نو اوس کوښښ کوي چې له دغه لارې د سوک ځای په منځنۍ اسیا کې ومومي او افغانستان د امریکا او ټلوالې لپاره تر ټولو غوره کوریډور دی چې له دې لارې سیمې ته ترهګري خپره کړي. 

د ټاکنو کمیسون د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نهايي نتیجې اوس اعلان کړې په داسې حال کې چې د ټاکنو یو نیم کال وتلې دی او د ملي یووالي په نوم دوو کاندیدانو ترمنځ د جوړجاړي په نتیجه کې ملي یووالي یو حکومت هم یو نیم کلن شو. له تېرو دوو ورځو راهیسې په رسنېو او په تېره بیا په ټولینزو شبکو کې پرې ګرم بحثونه روان دي او د کمیسون دغه کړنه غندي. ولس ګرم نه دی چې د ټاکنو کمیسون دا رنګه کړنې غندي ځکه چې د ولس رایو باندې مامله وشوه او ولس له یو لوي ناورین سره مخ شو. خو مونږ به د موضوع دوهم اړخ ته راشو او هغه دا چې ولې یو نیم کال وروستو د ټاکنو نتایج اعلانېږي؟ دلته څو خبرې دي یو هم تر ټولو لویه خبره داده چې امریکا غواړي د عنعنوي لوي جرګې مخه نیول د کومې په ترڅ کې به چې د ملي یووالي حکومت فیصله ولس کوي او همدارنګه به د اساسي قانون له مخې د اجرایه ریاست د منځه تللو او یا هم ورته قانوني بڼې ورکولو فیصله کېږي. بله مهمه خبره هم دا ده چې د عنعنوي لوي جرګې په دائېرېدو سره به ولس له ملي یووالي حکومت څخه د امریکا او ټلوالې سره د امنیتي تړون او د اډو ورکولو تړون په اړه هم پوښتنه کوي ځکه چې د هېواد امنیت ورځ تربلې له غټو چلینجونو سره مخ دی.

د یو شمیر هیوادونو سفارتونه، اسخبارات او ټولې شوبې په افغانستان کې دي خو ویزې افغانانو ته په پاکستان کې ورکوي؟

ګټې په افغانستان کې خوندي کوي او دوستي پاکستان سره کوي.

لنګرکوټونه له افغانستانه غواړي او مرستې د پاکستان پوځ سره کوي.

د هند د وېش نه را په دې مخ د پښتنو دريمه برخه ابادي له مينځه لاړه خو دا څه اول ځل نه دے چې پښتنو سره داسې کيږي عربانو سره جنګونو کې هم د پښتنو غوټه نيمه ابادي له مينځه تللې وه۔ دغه جنګونه تهذيبي وو او افغانانو نه غوښتل چې د عربانو تهذيبي اثرات اومني او خپل اريائي تهذيب د لاسه ورکړي۔ د عربو ملي او اسلامي تاريخ کې د باختر جنګونه ډېرې مهمې پېښې دي۔ د کندهار د سيمې يو پښتون واکمن(رتبيل) د عربانو سره يو داسې خونړے جنګ اوکړو چې ټول لښکر يې ورله، له مينځه يوړلو۔ عربان دې جنګ ته "جېش الفنا" وائي۔ دا کار افغانانو د پيرنګيانو سره هم کړے او ۱۸۴۲ کې يې ورله ټول لښکر ټکوسترے کړے وو۔ دلته د فکر خبره دا ده چې نن پښتون بې قصورا او بې مزاحمته وژلے کيږي او دومره اووژلے شو چې غوټه دريمه برخه ابادي يې لولپا شوه۔ دا کار د پښتون سره پنجابے کوي او د پښتنو يو برخه خلک يې په مراعاتو او دوړه دباو د ځان ملګرے کړے دے۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ دا ملي مسله ده او ملي اپروچ ته اړتيا لري۔ پښتنو له پکار دي چې د خپل خپل پوزيشن نه خپل غږ پورته کړي او خپل ضمير سپک کړي۔

 

د افغانستان روان جنګ " پراکسي وار" دے په دې جنګ کې پورې هم پښتانه وژلې کيږي او راپورې هم۔ قاتلان هم پښتانه دي او مقتولين هم پښتانه دي البته په شا يې د دنيا جاسوسي ادارو نيټ ورکس کار کوي او خپل خپل مقاصد تر لاسه کوي۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ په تېرو ورځو کې د دير سوات ۲۲ ځوانان هلکان د کونړ علاقه کې اووژلي شول او تېره ورځ پکتيا کې د مسيدو او وزيرو ۱۸ کسان ډرون حمله کې اووژلي شول او د دغو ټولو دهشت ګردو جنازې پاکستان کې پورته شوې۔ خودکش بمبار د يو صعنت شکل خپل کړے دے او د کروړهاو ډالرو سرمايه پکې لګول کيږي تر څو چې دغه جاسوسي ادارې وي، دغه سرمايه وي او دا پښتانه وي نو دا وينخړ به دغسې روان وي۔

جنګي رسنۍ هره ورځ په دې انتظار وي چې کومه پېښه رامنځته شي او د دوي مزدوري وشي، ځکه چې  جنګونه او بد واقعات د جنګي رسنیو د خبرونو سر لیکونه جوړوي او همدا د دوي د امدن یواځېنې لاره ده. بي بي سي پښتو، امریکا غږ اشنا او په هېواد کې دننه او د باندې ټولو رسنیو تېره ورځ  د لندن د مظاهره په اړه هیڅ کوم خپور نه کړو او نه هم د مظاهرې په وخت هلته د کومې رسنۍ ژورنالیست/جورنالیست  موجود ؤ. زمونږ د ټولنې ژورنالیستان هم د شاعرانو په څېر شول، هر سړی چې ګورې ژورنالیست به وي، شاعر به وي خو چې د کار وخت راشي نو بیا به یو هم په نظر در نه شي.

د لر او بر حالاتو څخه ټول ښه خبر یو او هره ورځ په سترګو وینو چې د افغان په ازاده او محکومه خاوره هره ورځ کوم ظلمونه نه دي چې ترسره کېږي. د باچا خان بابا هغه وینا چې ګاندي ته يي د هند او پاکستان د ویش وروستو کړې وه چې تاسې خو مونږ لیوانو ته په خولې کې ورکړو د نن ورځې انځور پکې څومره پاک ښکاري. واقعي چې هند له پښتنو سره ستره جفا وکړه او هغه پښتانه چې تر هر چا زیاتې منډې، ترړې او قربانۍ يي د هند د ازادۍ له خاطره ورکړې نن د لیوانو خوراک شول. نن د هماغه لیوانو له وجې چې هند پرون ورځ پښتانه په خوله کې ورکړل هند هم ناکراره نه دې پاتې، بلکه ټوله سیمه له دې لیوانو څخه په تنګ راغلې ده.

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes