Saturday, 25 November 2017

هغه قانون د کوم له مخې چې به د ۹/۱۱ پیښې متاثرینو ته انصاف ورکول کېږي او هغه خلک او هېوادونه چې په دغه پیښه کې ښکېل ول هغه به د امریکائي حکومت لخوا امریکائي محکمې ته راکش کول کېږي د اوباما لخوا تېره اوونۍ ونه منل شو، او دغه ډول یو اقدام يي‌ په نړۍ کې امریکايي ګټو ته لوي خطر وباله، خو له بلې خوا تېره ورځ بیا د امریکا کانګریس او سنا مجلس دغه بیل په لوي اکثریت سره منظور کړو کوم به چې د اوباما توشیح ته هیڅ ضرورت ونه لري بلکه دا په امریکائي اساسي قانون کې یوه ماده شوله او مقننه قوه اوس مجبوره ده چې دغه قانون عملي کړي.

په داسې حال کې چې نن په بروکسل کې د افغانستان په اړه د نړېوالوې ټولنې غونډه داېریږي نو په ورته وخت کې کندوز ولایت او د هلمند د ناوې ولسوالي د سقوط سره مخ کېږي. مونږ پوهېږو چې د کندوز سقوط او د هلمند ولایت روانه نامني کوم تصادفي کار نه دی بلکه امریکا په هلمند کې د خپل پوځي ماموریت د بېرته شروع کېدو لپاره پلمه لټوي او تر ټولو مهمه دا چې دوي د افغان ملي امنیتي ځواکونه او ملي یووالي حکومت تر شک لاندې راوستل غواړي‌ چې ګواکې دوي نه دې توانېدلي چې روانې نامنۍ او ستونزو هواري ته سم ځواب ووايي. د کندوز د تېرې ورځې جګړه او د ناوې ولسوالۍ سقوط د امریکا او نړېوالې ټولنې لپاره هغه د فشار نقطه ده چې دوي به په ولسمشر اشرپ غني او ډاکټر اودلا باندې خپلې نارواوې مني او همدا د فشار نقطه ده چې ولسمشر اشرپ غني به يي په بروکسل غونډې په ترڅ کې ځواب ونه لري.

هره ورځ مو هېواد د تروریستانو لخوا د ناوړه پېښو شاهد دی مګر تر ټولو ډېر دردناکه پیښې بیا هغه دي‌ چې له افغانستان سره له یوې خوا د دوستۍ ټټر وهي او له بلې خوا بیا په رڼا ورځ مو بې ګناه هېوادوال راوژني. لنګرګوټيان اوس دومره سپین سترګي‌ شوې دي چې پخوا به يي‌ د پيښې سپیناوې کولو، خواشیني به يي څرګندوله، د پیښې د پلټنې دعوې به یي کولې، بیا د یو داسې ناوړه پیښې د تکراریدو وعدې به يي کولې مګر اوس په سرو سترګو هره ورځ کله په ملي اردو بمونه غورځوي‌ او کله په کلیو، بانډو حجرو کې د غم ښادۍ لپاره په راټولو شوو عام ولسي وګړو باندې بمونه غورځوي، خو نه څوک د‌ پوښتنې شته او نه هم څوک د غږ پورته کولو، هغه ځکه چې د ملي یووالي حکومت دغه اجازه پخپله ورکړې ده او د تروریزم پرضد جګړه کې دوي اوس غواړي‌ چې هېواد په زوره نور هم د بحران خواته بوځي.

له هغه را وروستو چې نړېوالو له پاکستان څخه مخ واړولو او پاکستان په دې وروستېو کې د یواځېتوب احساس کوي، له بلې خوا بیا د هند او افغانستان اړیکې د تاریخ په اوږدو کې یو بل نوي پړاو ته ننوتلې دي، اوس پاکستان کوښښ کوي‌ چې د هند او په محکومه پښتونخوا کې مېشت پښتانه د هند سره په دښمنۍ واړوي تر څو د هند او افغانستان ترمینځ د دوستۍ دغه خوږې اړیکې د پښتو او د پاکستان لخوا د محکومې پښتونخوا د روزل شوو پښتنو تروریستانو له لارې په هر ډول چې وي خنډونه رامینځته کړي.

مونږ په ځلونو ځلونو دا خبره کړې ده او بیا يي‌ هم کوو چې مونږ له امریکا او له ناټو سره اړیکې غواړو مګر دغه اړیکې باید د ځېنې اصولو او قواعدو پر اساس وي نه هم لکه د غلام او بادار څېر اړیکې غواړو. امریکا او لویدیځ لنګرګوټيان کوښښ‌ کوي چې د دوي‌ څه خوښه وي او څرنګه يي زړه شي نو افغان حکومت دې هماغه ډول خپل پلانونه او کړنلارې ترتیب کړي.

د فلیپین ولسمشر روډریګو ډیوټرټ وویل چې امریکايي ځانګړي پوځي قطعه کومه چې په فلیپین د مینادینو په سیمه کې ځای پرځای شوې ده. دغه ځانګړي ځواکونه په کال ۲۰۰۲ کې د القاعده او تروریزم پرضد جګړې له امله فلیپین ته لېږل شوي ول تر څو هلته د القاعده ګروپ د ابوسیاف ډلې پرضد عملیات وکړي. ویل کېږي چې په دغه ځانګړو ځواکونو شمېر تقریباً ۶۰۰ ته رسېږي. د فلیپین ولسمشر تېره ورځ په داسې حال کې چې له رسنېو سره خبرې اترې کولې وویل: امریکايي پوځيان پرځای ددې چې دلته مثبت رول ولوبوي، هغه مونږ ته په لوي‌ تاوان تمامېږي. د دوي دلته شتون سره نه یواځې دا چې تروریزم ختم نه شو بلکه تروریزم لاپسې زیات شو. د فلیپین ولسمشر چې ورسره اسناد هم ول رسنېو ته ښکاره کړل او ويي ویل: د امریکايي‌ ځانګړو ځواکونو دلته د ډېرو مسلمانانو قتل وکړو. زه غواړم چې دوي دې پر وخت له دې ځایه ووځي. زه له امریکا سره ښې او دوستانه اړیکې غواړم مګر د دوي د ځانګړو ځواکونو دغه ډلګۍ نوره دلته نشم زغملې. که چېرې د دوي شتون لاپسې دلته وغځېږي نو د فلیپین امنیت ته به لا جدي خطر پېښ شي. 

تېره ورځ د چین او افغانستان د ریل پټلې له لارې د نښلولو په مرحله کې د ایوو ښار‌ څخه هم لومړني ریل ګاډي د افغانستان په لور حرکت وکړو. دا پنځم بار وړونکې ټرین دی چې د ایوو ښار له اروپايي او اسیايي‌ هېوادونو سره وصل کوي.

د چین دولت او په چین کې د افغانستان مېشت سفیر ښاغلي موسی زي لخوا نن رسما د افغانستان او چین ترمینځ د کارګو لومړنې ریل ګاډي د تګ راتګ افتاح وشوه. دغه لومړني ریل ګاډي د شرقي چین د نانتونګ ښار څخه د شینجیانګ د الاتاو په لار د منځنې اسیا د قزاقستان او ازبکستان څخه تېرېږي او د افغانستان د حېرتانو ته به ځان رسوي. دغه ریل ګاډی به هره میاشت کې دوه ځل تګ راتګ کوي.

د هېواد نامني، اقتصادي ځوړتیا او په عموم کې هرڅه په ځوړ روان دي او هېواد د لا نورو بدترینو حالاتو پرمخ روان دی. له یوې خوا که د امریکا په زوره تپل شوې ملي یووالي حکومت د ولس غوښتنو ته ځواب نشي ویلاې نو له بلې خوا تېر دوه کاله يي یواځې په خپل منځي کشمکش،‌ لانجو او د چوکۍ په سر په جنجالونو تېر شول او د اشرپ غني او اودلا لانجې اوس ور‌ځ تر بلې پسې لا هم ژورې کېږي. له بلې خوا لنګرګوټيانو یو ځل بیا په پوره سپین سترګتوب سره په ټولو داخلي چارو کې مداخله کوي. لنګرګوټيان له یوې خوا د لوي جرګې د رابللو مخه نیسي نو له بلې خوا د امنیتې هوکړې څخه سرغړونه کوي او دوي اوس د افغانانو په کورونو باندې یو ځل بیا بمونه غورځوي او همدارنګه يي یو ځل بیا تابیا نېولې ده چې خپلسري عملیات او یو ځل بیا په پوځي عملیاتو لاس پورې کړي.

مونږ هره ورځ په هېواد کې د عامو افغانانو د وژنو او قتلونو شاهدان یو. افغانان که له یوې خوا د طالب، القاعده او د داعش لخوا وژل کېږي نو له بلې خوا د نړېوالو لنګرګوټیانو لخوا يي په کورونو بمونه غورځول کېږي، وژل کېږي او کورونه يي‌ نړول کېږي.

زمونږ غوښتنه دا ده چې نړېوال لنګرګوټيان اخر دا کارونه ولې کوي؟ ایا دوي فکر کوي چې  په دې کار سره به دوي د تروریزم پرضد روانه جګړه وګټي؟ او که نه د دوي هدف د افغانانو نسل وژنه او جینوسایډ دی؟

نن د پښتنو د کربلا پوره اته شپیته کاله وشول، خو په لراوبر افغان خاوره لا هماغسې اور بل دی. هره ورځ دغه ورځ په محکومه او ازاده پښتونخوا کې تکرارېږي. د دغې کربلا را وروستو په ازاده خاوره کې د بابړې غمیزې مسولینو په میلونونو شهیدان کړل او دغه لوبه اوس هم ښه په زور کې جاري ده.  د بابړې غمیزه د لراوبر د پښتون خاورې یواځینې غمیزه نه ده بلکه هره ورځ په ازده او محکومه پښتونخوا کې دې ته ورته غمیزې پېښېږي او مخه يي‌ نه نیول کېږي. ددې مطلب دا دی چې مونږ د بابړې کربلا غمیزې نه درس وانخیستلو نو ځکه خو هره ورځ د لراوبر افغان په خاوره باندې کربلا ده.

د ۲۰۱۴ کال د اشرپ غني او اودلا د ټاکنیزو لانجو وروستو د امریکا په منځګړیتوب د ملي یووالي‌ حکومت رامنځته شو چې ولسمشر اشرپ غني ولسمشر او اودلا يي‌ اجرایه رئیس وټاکل شو. د ملي یووالي حکومت د هوکړې پروخت داسې فیصله شوې وه چې د ملي یووالی حکومت د دوه کالو په تېرېدو سره به لویه جرګه دائېرېږي او د اجرایه ریاست د رسمي کولو او لغوه کولو فېصله به کوي او همدارنګه به د راتلونکي نوي حکومت او ټولټاکنو نېټه مالوموي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ترکیې له یو تلویزیون سره تېره اوونۍ یوه مفصله مرکه کړې ده چې پکې خورا ډېرو موضوعاتو یی بحث کړی دی. پخواني ولسمشر د افغانستان اوسنی حالت په اړه وویل چې امریکایانو افغانستان له راتګ څخه بیا تر نن ورځ پورې تېروتنې کوي ځکه چې په سیمه او په ځانګړې توګه د افغانستان نامنۍ علت او تروریزم ریښې د افغانستان د پولو د باندې دي او پرځای ددې چې د افغانانو په کلو باندې بمونه وغورځول شي، امریکا او نړېوالې ټولنې ته په کار دي چې هغه چېرته ولاړ شي چېرته چې د تروریزم او د تروریستانو اډې دي. هغه زیاته کړه،  امریکا هیڅ نشي کولاې چې دغه جګړه وګټي تر هغه چې دوي جنګ په افغانانو ورتپي.

په افغانستان کې د نړېوالو قواوو عمومي قوماندان نیکولسن دوه ورځې د مخې وویل چې په افغانستان کې جنګېدونکي د داعش ډله ټول د پاکستان د طالبانو د تحریک غړي دی چې د پاکستان د عملیاتو په نتیجه کې افغانستان ته را اوښتې دي او اوس د داعش په نوم په افغانستان کې عملیات کوي. هغه وړاندې وايي‌ چې دغې ډلې روابط مستقیم د عراق او سوریه د داعش سرګروپ سره دي.

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes