Tuesday, 17 October 2017

چینايي رسنۍ، شناندي او لیکوالان د امریکا سره په مخالفت کې تر دې حده لرې تللې دي چې هر لیکوال د افغانستان په اړه لیکنه کوي او یا نظر څرګندوي نو افغانستان د امریکا لخوا یو اشعال شوې هېواد ګڼي. همدارنګه دوي کوښښ کوي چې طالبان د افغانستان د ازادۍ غورځنګ سرلاري ګڼي.

د سوریي ولسمشر بشارالاسد په دې وروستېو کې له یاهو نیوز سره مرکه کړې ده. په مرکه کې د مهاجرینو په ناورین خبرې شوې دي. بشارالاسد د مرکې په دوران کې تائید کړه چې د مهاجرینو په قطار کې تروریستان وجود لري. هغه د تروریستانو د شمېر په اړه وویل، دا چې په نړۍ کې د ټولو تروریستانو دقیق شمېر او اعداد نه دي مالوم او نه دا خو بیخي ناشونې خبره ده چې څوک دې ووايي چې د مهاجرینو په قطار کې اروپا او نورو هېوادونو ته به څومره تروریستان منتقل شوې وي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسپانیې اي ایف اي سره په نوي ډهلي کې تازه مرکه کړې ده. ملي مشر کرزي په مرکه کې وویل: د امریکا متحده ایالات او روسیي ته په کار دي چې د افغانستان په اړه باید سره همغږي شي او د مرکزي اسیا د پرمختګ په مخ کې خنډونه لرې کړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د سي ائی ای سره ملاقات کړې دی. ولسمشر ډونالډ ټرمپ سي ائی ای ته د خبرو په دوران کې ویلې دي چې اسلامي مذهبي توندلاري او داعش باید د ځمکې له کُری څخه پاک کړل شي. هغه وویل چې له امریکا سره پرته د روان بحران ته د پای ټکې ایښودلو څخه بل هېڅ کومه لاره نشته.

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د امریکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په حیث لوړه وکړه او تېره ورځ يي‌ رسمي کاري ورځ شروع شوه. د سوګند د پورته کولو وروسته ډونالډ ټرمپ په وینا کې ډېر مهم څه ول خو هغه څه چې د سیمې او د افغانستان لپاره پکې ول هغه دا ول چې ټرمپ د اسلامي بنسټ پالنې او ترهګري ایخ وبیخ ختمول غواړي. دا هغه څه دي چې مونږ تر بل هرچا زیات يي افغانان غوښتونکي دي. د ټرمپ دغه مذهبي افراط ګرو ضد دغه تګلاره نه یواځې دا چې د امریکا د خپلو ګټو لپاره ګټوره بلکه په عموم کې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره هم د ښېرازې پیغام لري.

ملي یووالي حکومت هېواد له یو لوي لړ ننګونو سره مخ کړو او په زوره يي‌ په سیمه کې هېواد انزوا ته برابر کړو. د سیمې هېوادونو لکه چین-روس-ایران او پاکستان یو سیاسي بلاک رامنځته کړو او دوي اوس په ښکاره ډول له طالبانو سره د مرستو او د هغوي د حمایت چغې وهي. د سیمې دغه سیاسي بلاک په داسې یو حالت کې رامنځته کېږي چې د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول چین-روس-ایران د افغانستان په ملي یووالي حکومت نور هیڅ باور نشي کولای.

پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې خبرې کولې. نوموړې غونډه د ډیورنډ د کرښې او د افغانستان د اوبو په اړه وه چې له افغانستان څخه د ګاونډیانو په لور بهېږي او په هېواد کې ترې لازمه استفاده نه کېږي.

پخواني ولسمشر کرزي د ډیورنډ د کرښې په اړه وویل: هغه مهال چې د ډیورنډ کرښه د افغان په سینه راښکل شوه هغه مهال پاکستان موجود نه ؤ نو ځکه مو پاکستان په دې ګرم نه ګڼو، البته نن دا چې پاکستان د انګریز‌ ځای ناستی (جانشین) دی نو له دې امله پاکستان باید دا درک کړي‌ چې افغانان دا کرښه نه مني‌. ملي مشر همدارنګه د خبرو په دوران کې زیاته کړه: د ډیورنډ کرښه نه منل د پاکستان سره د دښمنۍ په مانا نه ده، البته دغه کرښه په افغانانو باندې په زوره د انګلیس له لوري ورتپل شوې ده او ولسونه يي یو له بل څخه جلا کړې دي. 

د هند په امریتسر ښار کې د اسیا د زړه کانفرانس څخه د مخه په هند کې مېشت د افغانستان سفیر شیدا ابدالي وویل چې افغانستان نور په وچه کې را ایسار هېواد نه دی. افغانستان اوس د سیمې سره د ځان د وصلولو له لارې په وچه کې د راګېر شوي حالت څخه راوتلې دی.

سفیر ابدالي همدارنګه زیاته کړه چې افغانستان د ایران د چابهار بندر له لارې د هند سره وصل شوې دی او د نورو سیمه ایزو پروژو له لارې د مرکزي اسیا، تورې بحیرې له لارې د نورې نړې سره ځان وصلوي.

د ویکي لیکس د وروستېو هغو محرمو اسنادو مطابق چې په یمن کې د امریکا سفارت څخه يي غلا کړې دي داسې ښايي چې امریکا د یمن په کورنۍ جګړه کې تر ټولو زیاته پانګونه، وسله او بمونه خرڅ کړې دي.

دغه محرم اسناد چې دوه سوه ایمیلونه او درې سوه د پي ډي ایف فایلونه دي چې د امریکا په سفارت کې د (OMC Military Cooperation) پورې ارتباط لري او د ۲۰۰۹ او د ۲۰۱۵ کلونو ترمینځ کې لېږل شوې دي. دغه ایمیلونه او اسناد هغه څه دي‌ چې د یمن د کورنۍ جګړې شروع کېدو څخه یو څو اوونۍ د مخه لېږل شوې دي او د یمن د جګړې اصلیت په ډاګه کوي. د جولین اسانج مطابق د یمن په کورنۍ جګړه کې تر دې دمه ۳،۱۵ میلونه خلک بې ځایه شوې دي. جولین اسانج همدارنګه زیاتوي، د یمن په جګړه کې تر ټولو زیات بمونه او وسله هم د امریکا لخوا ویشل شوې ده، په داسې حال کې چې دغې جګړې ته د لویدیځو رسنېو لخوا هیڅ توجه نه ده شوې او نه هم ددې موضوع په اړه کوم واضح راپورې وجود لري.

څلور ورځې د مخه په سوات کې د پنجابي پوځ له لوري‌ د سوات په سیمه کې د پوځي چاوڼۍ جوړولو د تهداب تېږه کېښودل شوه. په پښتني سیمو کې د پنجابي تور پوځ له لوري د پوځي چاوڼېو جوړېدل د سیمې د خلکو د امنیت په خاطر نه بلکه یو پلان شوی کار دی او غواړي‌ چې د دې له لارې د پښتنو د ازادۍ تحریکونه او د سر سړي ټول وځپل شي. له هغه را وروستو چې د بلوچانو د ازادۍ تحریک په ګرده نړۍ کې د خواخوږۍ پيغامونه ترلاسه کړل، نو اوس پاکستان په دې وېره کې شوې دی چې که د بلوچانو په څېر پښتنو ملتپالو هم د ازادۍ تحریک باندې پیل وکړو نو د پښتنو د ازادۍ د دغه سیلاب مخه نیول به ډېره ناممکنه کار وي. د پنجاب پوځ مخکې له دې چې پښتنو کوم داسې څه ته ورپام شي نو هغوي د پښتنو په سیمو کې پوځي عملیات، چاوڼۍ جوړول او نور ډول ډول کړنې ترسره کوي.  

په داسې حال کې چې امریکا په سیمه کې په لویو لوبو اخته ده، په ورته وخت کې يي ځان ته په سیمه کې د پښې د ایښېدلو ځای هم پرېنښودلو. په منځني ختيځ کې يي له ترکیی او سعودي سره جنجالونه هغه څه دي چې د امریکا ضد بلاک يي لاپسې قوي کړو او هلته امریکا ته کوم سټراټیجیک دوست هېواد نه دی ورپاتې. له بلې خوا د چین په سویلي سمندرګي کې وروستۍ ناخوالې او د چین، فلیپین، جاپان او د سیمې نورو هېوادونو ترمینځ د جنجالونو راپارولو په نتیجه کې هغه څه وشول چې امریکا ته د پښې د اېښیدلو ځای پاتې نه شو.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د جمهوري ریاست د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم په یوه لنډه مرکه کې ویسا ته وویل، چې په 2016 کې امریکا له افغانستانه نورو هېوادونو ته د تروریستانو د لېږد پر پروژې زیات کار وکړ او ژر به دغه کار عملاً شروع کړي.
نوموړي وویل، چې همدا اوس هم د افغانستان په مشرقي برخه کې داعش موجود دی، تر هر ځل عملیاتو وروسته بېرته خپلې سیمې اشغالوي او په کونړ کې یې تشکیلات ورځ تر بلې منظم کېږي، خُرم زیاته کړه، هغه څه چې په بدخشان کې تېرېږي، ډیر خطرناک دي او د کندز حوادث د دې مانع ګرځي، چې په بدخشان کې د تروریستانو د ځای پر ځای کېدو او منظم کېدو خطر ته خلک متوجه شي.

د بریکس غړو هېوادونو غونډه چې تېره ورځ‌ د هند د ګوا په ښار کې ترسره شوه، یواځینې یو داسې تړون دی چې د تولې نړۍ ورسره ډېر امیدونه تړلې دي. دغه تړون د پنځو غټو او په تېزۍ او چټکۍ سره د پرمختګ په لور رهي هېوادونه دي. د دغه تړون په رامینځته کېدو سره په نړۍ کې داسې امیدونه راټوکېدلې دي‌ چې دغه تړون به وکولاې شي چې د نړۍ یوني پولر سیستم ته به د پای ټکې کېږدي او نړېوال نظام به د مولټي پولر سیسټم باندې بدله شي. د دې ترڅنګ دغه تړون به د نړېوال بانک او ائی ایم ایف استعمار ته په نړۍ کې د پای ټکې کېږدي او دغسې به نړۍ چې تراوسه له یو جانبه قوی څخه کنټرولېږي بیا به د ټول شریک کور شي او ټول هېوادونه به نور د زورور له منګولو څخه خلاص شي.

د BRICS تړون ته چې څومره تمه وه هغسې ونه شول. دغه تړون تر ډېره له ناکامۍ سره مخ شو. فکر کېدلو چې څلور هېوادونه ( برازیل، روس، هند، چین) او په وروستېو کې جنوبي افریقا هم ور کې راګډه شوه نړۍ به له نړېوال بانک او ائی ایم ایف له استعمار څخه وساتي مګر د دغه تړون درې هېوادونه له یو لوي لړ مشکلاتو سره مخ شول او هرڅه لکه څرنګه چې اټکل کېدلو معکوس را ووتل. روس د تیلو بییو د ټیټوالي او د نړېوالو بندیزونه له امله له لوي مشکلاتو سره لاس وګرېوان دی. برازیل له کورني اخ و ډب او سیاسي مشکلاتو سره مخ دی، د جنوبي افریقا اقتصاد بېرته مخ پر ځوړ روان دی. او یواځې هند او چین دواړه په یوه لاره تللی نه شي، ځکه چې په پاکستان کې د چین جنجالي پانګونې د هند او چین لارې سره بیلې کړې دي.

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes