د افغانستان خپلواکي خرڅیږي او افغانان خوشاله کیږي‎

د افغانستان خپلواکي خرڅیږي او افغانان خوشاله کیږي‎

د افغانستان خپلواکي خرڅیږي او افغانان خوشاله کیږي‎ ایا افغانان د امریکا سره تړون ته د نن ورځې دامن او اقتصاد په موخه ګوري که راتلونکې ته هم ګوري یا تاریخ به ځنګه وي؟ ولی افغانستان د امریکا سره امنیتي او اقتصادي تړون لاسلیک کړي؟   ایا افغانستان یو خپلواک هیواد نه دی؟ 

د ملا عبدلغني برادر دا تسویر جنګي تالیبانو ته پیغور

د ملا عبدلغني برادر دا تسویر جنګي تالیبانو ته پیغور

 رښتیا ووایم دې تسویر راته ژړا راوستې چې د ملا برادر غوندې افغان په دې تسویر کې ګورم ماته یی د مولوي خالس د یو مقالې یاد راتازه کړو چې د هیواد یو سیاستوال په درنه غونډه کې وکړه، ویل یی چې مولوي خالس په خپله یو مقاله کې لیکلي وو چې مونږ به د

پاکستاني شريعت‏

پاکستاني شريعت‏

په ۱۹۰۶ کې د هند د لويو کورنيو (نوابان، فيوډالان) د استازو پلاوی د آغا خان (دريم) په مشری کې د هند له وائسرائے لارډ منټو سره وليدل. او بيا په رسمي توګه د شريعت غوښتنوکو ډلي د "ټول هند د مسلمانانو ټولنه" (آل انډيا مسلم ليګ) اعلان وکړۍ. د يادوني وړ دې چې دا اسماعيليان (چې آغا خان يې مشر دې) اوس په پاکستان کې کافران دي.

د ځواک په ضد بې وسه مبارزه (برټرېنډ رسل)‏

د ځواک په ضد بې وسه مبارزه (برټرېنډ رسل)‏

د تراژيدي ښائست هغه کيفيت نه څرګندوي کوم چې په لږ يا ډېر په ښکاره بڼه، په ژوند کې هر چرته شتون لري. د ژوند په ننداره کې، د هغه دړد په زغملو کې چې د زغملو نه وي، يو تقدس شته، يوه لويه ويره، د پراختيا احساس، ژورتيا، د وجود نه ختمېدونکې راز، په کوم کې چې د دړد په يوه عجيبه خړوبي کې، کړېدونکی، د غم په مزي له نړۍ سره تړل شوی وي.

الکایده د امریکې اړتیا ده

الکایده د امریکې اړتیا ده

ویل کیږي چي امریکې کابل ته ویلي دي چي "الکایده وي نو امریکه به دلته جنګ کوي". ایا د دې مانا دا نه ده چي امریکه الکایده اوس د امریکې لپاره یوه ستونزه یا   Liability نه بلکې یوښه ګټوره خزانه Asset ده؟ ګټوره خزانه څه یوه خورا ښه پلمه ده. ځکه چي امریکه په افغانیستان کې یو ستر لنګرکؤټ غواړي.

غوښتنې اوپرمختګ

غوښتنې اوپرمختګ

ټولې نظريې دغوښتنودپنځېدواود دغه غوښتنودتکميل په اثرکښې زېږدلی دي.هسې خوډېرې نظريې اوفکرونه دي چې دلږتوپېرياتشريح سره ټولې يوبل ته ورته دي.خودوه غټې نظريې يعنې نظريه تخليق اونظريه ارتقادغلط فهمۍ يا کم فهمۍ له وجې په نن دورکښې مدمدمقابل ودرولے کېږی.خوڅرنګه چې مخکښې يادشويدي چې د دې ټولوسرچينه

پاکستان او طالبان‏

پاکستان او طالبان‏

 پاکستان هم داسي نه چې ګوندي لاس په لاس، پښه په پښه اړولې ناست دې. د پاکستان پوځ د طالبانو ترهګرو په ضد عمليات کوي. دا بېله خبره چې د داسي عملياتو په پای کې پښتانه بې کوره شي او طالبان د کور مالکان شي. پښتانه کمزوري شي او طالبان زورور شي.

  • د افغانستان خپلواکي خرڅیږي او افغانان خوشاله کیږي‎

    د افغانستان خپلواکي خرڅیږي او افغانان خوشاله کیږي‎

    Monday, 14 October 2013 14:37
  • د ملا عبدلغني برادر دا تسویر جنګي تالیبانو ته پیغور

    د ملا عبدلغني برادر دا تسویر جنګي تالیبانو ته پیغور

    Sunday, 06 October 2013 02:14
  • پاکستاني شريعت‏

    پاکستاني شريعت‏

    Friday, 04 October 2013 05:21
  • د ځواک په ضد بې وسه مبارزه (برټرېنډ رسل)‏

    د ځواک په ضد بې وسه مبارزه (برټرېنډ رسل)‏

    Thursday, 03 October 2013 13:20
  • الکایده د امریکې اړتیا ده

    الکایده د امریکې اړتیا ده

    Wednesday, 02 October 2013 14:13
  • غوښتنې اوپرمختګ

    غوښتنې اوپرمختګ

    Wednesday, 02 October 2013 01:32
  • پاکستان او طالبان‏

    پاکستان او طالبان‏

    Tuesday, 01 October 2013 10:37

خبري شننې

ننوتل

کورنۍ پاڼه

طالب مړ شو، پښتون بې کوره او پنجابی جنتي شو

 


 

جنت ته هر څوک په تمه وي، خو ځیني خلک په دې خبر دي چې جنت څه شی دی او ځیني بې خبره، یو له هغو بد بخته خلکو چې د جنت په مانا خبر نه دي هغه پښتانه دي. پښتانه د جنت په مینځ کې پراته دې خو په قدر یې نه پوهیږي . ځکه چې دوی ترې نا خبره دي. د پښتانه د وطن هره دره، هر سیند، هر غر، ټول ځنگلونه، ډول ډول هوا، او ددې هیواد په سمه او غر کې پټې خزانې چې د ورستیو اټکلونو له  مخې د نړۍ د معدنونو د سترو زېرمو څخه دې او بیه یې لسگونه ټریلیونه ډالر ته رسي، د جنت هغه نومنې دې چې پنجاب یې له څو لسیزو راهیسې د خپلولو هڅې په ډیر سیسټماټیکه توگه په مخ بیايي.

 

پنجابي جاسوسي ادارو د بلیونونو ډالرو په مرسته، چې زیاتره یې له عربو او لویدیځو هیوادونو څخه په چل او ول اخیستې، په پښتنو کې داسې په لسهاو زره مذهبې جنونيان و روزل چې د هغو په مرسته یې نه یواځي پښتون ملتپانې ته ستر زیان ورساوو، او ټول افغانستان یې باندې لوټه لوټه کړ، بلکه دغو مذهبي ډلو ته داسې درس ورکړ چې جنت ته د تلو یواځینۍ لاره هم د پښتنو وژل او د خپل وطن ورانه ول او بې ثباته کول دي. وروسته له دغو مذهبي ډلو سره د جگړې په پلمه یې زرگونه پښتانه ووژل، ملیونونه یې بې کوره او نورو سیمو ته یې کډه کېدو ته اړ ایستل. د پنجابي پوځ په لاس د وژل شوو د سر په قطار کې هغه طالبان وو چې د پنجابي بادار لخوا ور په گوته شوي یوه خیالي جنت ته د تلو لپاره ترټولو لیواله وو.

په پښتانه وطن کې له دغې گډوډۍ او بې کورۍ څخه د گټي په اخیستو د پنجاب پوځ لومړی د جنوبي او شمالي وزیرستان ډېرې ستراتیژیکې سیمې و نیولې، او هلته یې شا او خوا اتیا زره پوځ واچاوو، شا او خوا یونیم ملیون وزیر او مسود یې له دغو ستراتیژیکو سیمو څخه پسې واخیستل چې دا وخت د ډیره اسماعیل خان، کراچۍ او پنجاب په سپېرو ډاگونو کې د بې کورۍ ژوند کوي.

 

په دویم پړاو کې چې کله په سوات او شا او خوا سیمې د پاکستان د پوځ او ای ایس ای په مرسته طالبان واکداران شول، نو سم دستي له طالبانو سره د  جگړې په نامه د پاکستان پوځ د سوات په کلیو او ښارونو یرغل وکړ او له زمکې او هوا یې په بې گناه خلکو داسي له وحشته ډکې بمبارۍ وکړې چې درې ملیونه پښتانه یې خپلو کورونو او کلیو پرېښدلو ته اړ ایستل. له سوات څخه د خلکو له وتلو څخه په یوه میاشت کې دننه نږدې دیرش زره پاکستاني پوځیانو د سوات په ښکلو درو کې هغه ټولې سیمې ونیولې چې له پوځي، کرهڼې، معدن او د سیل گرۍ له نظره په جهان کې ساری نه  لري. د گجرات، گجرانواله او جړانواله له سرو گرمیو څخه را ورک ټولو پوځي افسرانو خپلې کورنۍ هم دغو سیمو ته د تل لپاره را ولیږدولې او ځايي خلک یې بېرته دغو سیمو ته د ملي امنیت تر پلمې لاندې ور پرې نه ښودل. ځايي پښتانه یې د ډیرو کمو پېسو په بدل کې په داسې سیمو کې کورونو جوړه ولو ته اړ ایستل چې له هیڅ نظره د اوسېدلو نه دي. د سوات د جنت تر ټولو ښکولې سیمې ورورو د پنجابي پوځ په لاس ورغلې، او اوس په سوات کې  د پنجاب د پوځ ترټولو لویه اډه د جوړېدلو په حال کې ده. د سوات په ټولو لارو او درو د پنجاب د پوځ ولکه ده او خپلو کلیو او ښارونو ته د تلو راتلو په حال کې د سوات پښتانه باید شل ځله پنجابي پوځ ته ځان ور و پېژني.

په اسلام اباد کې د وروستي سفر په وخت له سوات څخه راغلي د هغه پنجابي پوځي افسر خبرې بیا بیا را یادیږي چې ویل یې کاشکي دغه طالبان ډېر پخوا سوات ته راغلي وای، زمونږ هډونه هسې ټول ژوند د لاهور په گرمیو وسوځېدل.

بل خوا د پنجاب پوځ بلوچستان ته د بلوڅانو په وسایلو د قبضې لپاره د گوادر بندر په نامه ستره پروژه پیل کړه او شپږ ملیونه پنجابیانو ته په ډېره کمه بیه د گوادر زمکې و وېښلې. هدف یې دا وو چې په بلوچستان کې ځايي بلوڅان او پښتانه په اقلیت بدل کړي او د بلوچستان په ودانو سیمو او وسایلو خپلې منگولې ټینگې کړي. د گوادر استعماري پوژې د بریا لپاره یې په بلو چستان کې د دریو لویو پوځي اډو جوړه ولو پلان هم پلي کړ، خو له مخه ددې چې دا پلان بشپړ شي غیرتمندو بلوڅانو په خپل هیواد کې داسې اور بل کړ چې نه یواځي یې د پنجاب استعماري پلان له ناکامۍ سره مخامخ کړ بلکه پنجاب یې په دې حیران کړ چې د بلوڅ ملتپالو د بېلتون غوښتنې اور څنگه مړ کړي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا بې کوره، له خپل جنته ورک او ویده پښتانه هم د خپل جنت د بېرته اخیستلو لپاره د بلوڅانو په ډول وړې قربانۍ ته تیاریږي، او یا بیا یې له خپل جنت څخه د تل لپاره د ورکېدلو ستره قرباني په زړه منلې ده؟

 

 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

افغان جرګې ورځنې ويډیو

دافغان جرګې ويډيو (افغانستان،سیمه او نوې سوړ جنګ


سي ائې ای+ائې ایس ائې=طالب

سي ائې ای +ائې ایس ائې = طالب

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube