خبري شننې

ننوتل

د خپلواکۍ لمر څرک (اته ویشتمه برخه )

پښتنو مشرانو د ده وينا په ډېره مينه او دلګرۍ سره واورېدله خصوصا په دې وينا کې د دوئ قومي او پښتنې احساسات راپارول شوي ؤ. له بلې خوا يې دا اقدام له محمدي شريعت سره سم وبالا او د حجاز د علماو فتواوي يې پخپلو سترګو وليدې. له بلې خوا چې دا دونه موده د پردو تر سخت فشار لاندې  اوس يې په هوسائي ساه و ايستله او له ډېرې مودې راهيسې د خپل پښتنې طبيعت په مقتضا سره سم و ازادۍ ته ليواله ؤ نو د دې عوملو په اثر يې له ملي قايد سره پښتو وکړه او د ده پر اقدام يې افرين ووايه، او ياد لاروردي په قول پښتنو له ميرويس سره قول وکړ ترڅو چې يې د وينې وروستی څاڅکی پاته وي. د ده په

مرسته به له ازادی او خپلواکي څخه دفاع وکړي او خپل همت به نه سپموي او د ده له امره به سر نه غړوي. ملي قايد چې له خدايه داسې وخت غوښت په خپلو اوور لګونکوويناوو يې د پښتنو د غيرت ويني په جوش راوستې او په اخر کې يې ورته وويل:

زما وروڼو! الهي انتقام نږدې دی پښتانه پهلوانان بايد نور د پردو د جور او ظلم تر بار لاندې رانسي.

په همدغه ورځ د افغانانو لويې جرګې ميرويس نيکه د خپل ستر مشر په حيث وټاکه. که څه هم ميرويس نيکه د بادشاهی رتبه او حيثيت درلود خو ده پر ځان د بادشاه نوم نه کښېښود. د شاه او شاهي له نامه يې ځان وژغوره او يواځې د ملي مشر په نامه يې اکتفا وکړه او دا هم د ملي قايد مخصوصه مميزه ګڼل کېږي.

مرحوم قاضي عبداظاهر سامي پغماني پخپل يوه شعر کې چې د ده په ستاينه کې ويلي دی د ده له خولي وايې:

مرا ہمیں بس کہ قومم گوید پدر

دا څرنګه ده چې ملي قايد دا ټول کارونه او را ټولې هلې ځلې د کوم شخصي غرض د پاره نه وې کړې بلکه فقط او فقط د ملي لوړتيا او د ملت د خپلواکي دپاره يې دا ټولې قربانی  او ربړونه ګاللي وو.

هغه لښکرې چې د بلوڅو او کاکړو د ترټلو دپاره مستنګ او شالکوټ ته تللې وې، هلته يې د ګرګين د راتګ ډېر انتظار وکړ خو ګرګين را نه غی او نه يې کوم د راتګ اونه راتګ حال معلوم سو. له بلې خوا يارمحمد خان د ملي قايد وراره چې د دوئ يعني د ګرجيانو په مرسته ورسره تللی ؤ ناببره له دوئ څخه جلا او مير عبدالله خان بلوڅ ته ورغی. قصه داسې وه:

حاجي ميرخان نيکه چې ګرګين مړ کړ، نو يې له جريانه مير عبدالله خان بلوڅ، يونس خان کاکړ او يارمحمد خان خبر کړل او يارمحمد خان ته هدايت وکړ چې ته له ګرجيانو څخه جلا سه او ځان مير عبدالله خان ته مستنګ ته ورسوه. ګرجي عسکر په شالکوټ کې وو، يارمحمد خان د خبر په اورېدو ځان او ملګري له ګرجيانو څخه جلا او مستنګ ته مير عبدالله خان ته ورسېدل. ميرزا سندل د ګرجي لښکرو مشر د ګرګين ځنډ او د يارمحمدخان بې ځايه او بې موجبه تګ په شک کې واچاو نو يې له مير عبدالله خان څخه وغوښتل چې يارمحمد خان راوليږه. مير عبدالله خان ځواب ورکړ چې يارمحمدخان له تاسې سره نه دی خوښ ماته راغلی دی او زه يې په هيڅ صورت تاسې ته  نه سم درکولای. ميرزا سندل په سردرګمي کې واقع سو له بلې خوا يې له بلوڅو څخه ماليه وصول کړې وه، نو چې د کندهار خواته يې حرکت راوکړ عبدالغفار هوتک په خپل قلمي دېوان کې دا قصه داسې بيان کوي:

 

کندهار چې ملي قايد فتح کړ نو يې خپلو ملګرو ته د فتح زېری وليږه او هم يې ملي قواوي کندهار ته راوغوښتې چې په هغه جمله کې مير عبدالله خان ته علاوه د فتح پر زېري و ملي لښکرو را استول هم ويل سوي و، نو هغه وو چې مير عبدالله خان خپل يو شمېر عسکر له يارمحمدخان سره کندهار ته راواستول. يارمحمدخان د بلوڅو له ملي قواو سره کندهار ته راغلی. ايراني عسکر ليا نه و رسېدلي چي يارمحمد خان راغی. ايراني عسکر په دوئ پسې سم کندهار ته راورسېدل. دلته د افغاني قواو سر اعلي قوماندان حاجي ميرويس نيکه چې د ملک په مشرتوب رسما ټاکل شوی ؤ، يو ښه شمېر عسکر برابر کړي وو او ايراني ميراسته تو پخانه يې هم په واک کې وه نو يې د اېراني لښکر راتګ ته هر ډول تياري نيولې وه. د دوئ د راتګ د لارې دواړه خواوې پښتنو ورته نيولې وې حتی د دوئ د احتمالي تېښتې پرلارو هم پلې او سپاره عسکر ورته پټ کړای سوي و. ايراني لښکر د ماشود د دروازې له خوا ښار ته رانزدې سول چې دکندهار جنوبي دروازه ده. چې کله دا لښکر د توپکو تر اوور لاندې راغلل نو يې دتوپو او توپکو په اوور بل ښه راغلی وشو. چې د توپو او توپکو د اوورله ساحې ژوندي پاتې شوي عسکر وتل نو د پښتنو د سپرو قواوې پرې راتاو سوې او دوی يې لکه د فرعون په شان په مينځ کې داګيرکړل لکه ميلسون انګرېز چې ليکي: 

چې ډېرو جنګونو له دوئ څخه اوسپنه جووړه کړې وه، دوئ ليکې چې دا شپږ نيم سو کسه وه حال دا دی چې داسې نه بلکه شپږ نيم زره کسه وه.  ځکه په عادي حال کې چې بلوچستان څخه چې يې خزانه راوړای شپږ نيم سوه کسه به پسې تلل؟ حال دا دی چې بلوچستان ټول ياغي ؤ. د بلوچستان او کاکړستان د علاقې پسور تر زر کيلو ميټره ډېر دی. د قلات خان مير عبدالله خان يواځې شپږ نيم زره منظمه عسکر درلودل، هغه ايلجاري خو لاڅه کوی.

 نو دا شپږ نيم زره کسه د ميلسون په قول صحيح دي چې ډېر جنګيالي ؤ او جنګونو اوسپينه ورڅخه جوړه کړې وه. په دې جګړه کې د افغاني عسکرو شمير پر دوئ ډېر و او د توپخانې او زياتو سپرو قواو څخه برخورداره وو، خو بيا هم دا دوئ ميړانه وه چې دېرش پنځه دېرش کسه ژوندي ځينې لاړل. خو څوک بيا دا هم وائي چي دا شمېر تښتېدلي عسکر ملي قايد قصدا پرېښودل چې د دوئ د شل زره کسيز اردو او بېګلربېګې د سرنوشت حال د اېران دربار ته وروړي. دې څو تنو عسکرو په ډېره چټکتيا ځان له حتمي مرګه خلاس کړ او خپل د اردو او د مشرانو حال يې د ايران و دربار ته ورساوه. پښتنو هم دېده يا نادېده د دوئ له تعقيبه صرف نظر وکړ. ځينې خلګ دا هم وائي چې دا عسکر په دې اړ دوړ په ترڅ کې غلي وتلي ؤ چې د چا نه ؤ ور پام سوی. دا خبره عقل هم مني ځکه چې اوس چې د پښتنو د سپرو ښې او ډېرې قواوې درلودې، د دوئ تعقيب او نيول ډېر اسانه کار ؤ، خو رښتيا هم دا ده چې د افغاني قواو په بې خبرې کې ځينې تللي دي.

خو په هرصورت د اېراني قواو ميراث پاته شوي اسان او وسلې سره راټولې کړې او هغه خزانه چې له بلوچستان څخه راوړل شوې وه، هغه د غنيمت جز وه. دا چې د غليم اخري قواوې هم له مينځه ولاړې او اوس نو په فوري طور هر ډول خطره دفعه شوه او افغاني قوا ته اوس هرډول اسلحه او روپۍ په کافي اندازه په  لاس ورغلې نو يې بل ته مبارکي سره وويله. په دې وخت کې ملي قايدنور استازي هم د پښتونخوا لرې لرې سيمو ته واستول او د اولس مشران يې راوغوښتل. له يو څه مودې وروسته بيا ډلې ډلې افغانان له ډولو او سورڼيو سره په ملي اتڼونو کندهار ته رارسېدل شروع شول. چې له هر خوا څخه افغاني مشران سره راټول سول نو ملي قايد اوومه جرګه پرانسته، لومړي ملي قايد په دې برياليتوبو چې خدای افغانانو ته ورپه نصيب کړی ؤ، د خدای شکر ادا کړ بيا يې د هغو کسانو چې په دې ملي مبارزه کې بې ساری سرښندنې او توريالي توب ښکاره کړی ؤ شکريه ادا کړه او د دوئ دپاره يې له خدايه زياته برياليتوب وغوښت بيا يې ويل:.

نور بیا......!

Comments (1)

2500 characters remaining

Cancel or

  • 机械臂进口报关
    3、 政府将通过数十亿欧元的资助计划为市场增长提供支持。 省公安厅副厅长袁刚介绍,”(华西都市报记者陈悦肖翔)大理检测中心将进一步统一思想,多开展一些科研项目,2011年度的营业收入增长率更是高达111.中国仪表网讯 北京亦庄有很多这样的小楼,目前。3个百分点,7%,为了确保居易食醋的醇厚风味,品质越好。工程机械下游其他主要领域投资整体呈一定下行,同时。 机械臂进口报关

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube