خبري شننې

ننوتل

د خپلواکۍ لمر څرک (اوویشتمه برخه)

کندهار له دپردوله  ناروا وجودو څخه پاک او خلاص شونو ملي قايد د پښتنو ټول مشران او غټان داوبلل او په اوسنی اصطلاح لويه جرګه يې تشکيل کړه. پدې وخت ملي زعيم ولاړ سو او دا وينا يې په فصيحه لهجه ايراد کړه:

ګرانو وطنوالو خوږو ورڼو! يقين ومنئ چې زما مطلب يواځې او يواځې ستاسو ازادي او خپلواکي وه. ازادي هغه بې بها نعمت دی چې د هغه د لاس ته راوړلو دپاره دا ټول چلونه او جنګونه روا دي. ګرګين له مينځه ووت. کندهار د پښتنو دپاره چې تل يې له طاقتور مغول سره اوږه ورکړې او مقابله يې کړېده د هغو عسکرو له تښتولو چې د اصفهان له هيجړاګانو څخه تشکيل شوی دی څه ګران کار نه ښکاري. عزيزانو! که له ماسره لاس يو کړئ، متحد شئ او

زما ملا وتړئ زه به انشاالله ستاسې له غاړې د ذلت او مرئيتوب ځينځر لرې کړم، د ازادۍ او عزت جنډه به مو په هر ګوټ او ټول جهان کې ورپوله شې. د پارس د شعيه ګانو د سلطې ږغ به موله اوږو لرې شي پر خدای توکل وکړئ زړونه مو خوشاله لرئ، پداسې حال کې چې زموږ او ستاسي نيتونه پاک او خالص دي د لوی خدای په فضل او کومک کولای شو غښتليو روا فضو باندې بری و مومو. د پارس دولت د نا اهلانو په لاس کښېوتی دی، له ډېرې مودې راهسې د نړيدلو وخوا ته درومي. زه چې په اصفهان کې وم په ټولو حالاتو يې خبر وم.د دولت مشران پر دوو لارو روان دي. په تدبير او رايو کې يود بل ضد کارکوي، يو د بل د پښو خاورې سره کاږی او هر فرد يې د خپل ځان تابع او پيرو دی. د ټولو مشغوله هميشه عيش و عشرت ده. دولت اوملت يې هېر کړي دي. هيڅ سترګور سړی په دوئ کې نه ؤ چې د مملکت د نظام لپاره يې خوله ښورولې وای. د خدای لخوا هم بلاوې پر نازلېدې چې يوه بلا يې خارجي ايلچې او سفير ؤ چې د شېروان او اذربائيجان ارمنيان يې پاڅون ته هڅول. چې په اخر کې ګرجستان هم د روس تابع شو، بادشاه يې د دښمنانو له هجومه ډېر متزلزل ؤ، نو ايا چې لازم تدارکات ونيول شې او موږ سره متحد يو د دوئ په مقابله کې بې انشا الله حتما فتح او بری زموږ وي. خو که موږ په قرباني او ځان نثارۍ سره زيار وباسو دا ملک اومال چې مو نيولی دی يايې نيسو دا ټول زموږ دی. نو ايا لازمه ده چې ټولې شتمنی چې مو لاس ته راوستې دی بېرته پخپل لاس له لاسه ورکړو. عزيزانو! له پښتني لوړ همت څخه کار واخلئ. څلور طلاوې يو قبه چې به هره ورځ پارس ته تله او هغه ثروت چې به زموږ له ملک څخه د پردو جيت ته لوېدی راوسپموو او لا نوره شتمنی لاس ته راوړو څو ځان بډاي، ملک اباد، خپل اولس خوشاله او خپلې اړتياوې پرې پوره کړو. د دې بې غيرتې او ګمراهې ډلې ورکول د ټولو مسلمانانو وظيفه ده او له دوی سره جګړه يوه في سبيل الله غزا ده.

ملي قايد خپله وينا په داسې الفاظو پای ته ورسوله چې د وطن د يو رښتيني مشر له خولې و ازادو زلمو ته وړ وي، ده داسې وويل:

هغه څه چې د غيرت او د شريعت مقتضا وه هغه مې تاسو ته وويل اوس که ستاسي په مينځ کې داسې څوک وي چې بيا ليا هم د مرئيتوب ذلت د ازادۍ پر غيرت غوره ګڼي او د ازادۍ دا نعمت يې چې  پاک خدای پخپل فضل درپه برخه کړی نه وي خوښ د پردو ظالمانو او ګمراه خلګو غلامي يې د خپلو پښتنو وروڼو تر متابعت خوښه وي په ډکه خوله دي ووايې، هيڅ څوک به غرض نه په وکړي، هو دومره خبره ده چې داسې څوک دي نور نو له موږ سره د هستوګنې هيله نه کوي او زموږ د ازادې خاورې او قومي رياست تر پولې دي هاخوا ته ووزي او د کوم نوي ظالم بادشاه تر سيوري لاندې دې ژوند وکړي.

نوربيا

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube