خبري شننې

ننوتل

د خپلواکۍ لمر څرک (شپږويشتمه برخه)

سهار د لومړي ځل دپاره لمر پداسې حال کې را وخوت چې د پېړيو پېړيو د غلامۍ تياره يې شاته پرې ايښي وه. افغانانو د څو پېړيو اسارات وروسته لومړی ځل د لمر څرک ننداره د ازادۍ له لمر څرک سره سمه وکړه. د پښتنونخوا زمرو بچيانو په داسې حال کې چې سترګې يې لکه مستو زمرو سرې وې، د دښمن په وينو سرې لړلې تورې يې په لاس کې وې د لمر له څرک سره يې يو بل ته د ملي اختر مبارکي ويله. دا ملي اختر، دا مقدسه ورځ دا له افتخاره ډک تاريخ د ۱۱۱۹ هه کال د ذالحجې لومړی ؤ او دموجوده افغانستان د بنسټ تاريخ ؤ چې د افغانستان غير ملي واکمنيو تر هر ډول خاورو او ايرو لاندې کړی ؤ. حتی پدا دوو پېړيو کې يو وار يو ساعت هم تجليل شوی نه ؤ. خو لکه خلګ چې وايې غمی په اېرو کې نه ورکېږي، داسې

دا مقدس تاريخ په انساني ماغزو او سينو کې محفوظ پاته دی او يو بل ته د ملي امانت په توګه سپارل کېږي.

لکه په دې لنډۍ کې چې وائي:

توتي به خدای په ګلو موړ کې      باغوانه ستا نيمګړی نيت مي ژړوينه

اوس چې  زه دا توري ليکم د يو زر درې سو اووه شپېته دورې دېرشمه ده. زړه په سينه کې و دې خوښي ته ټوپونه وهي چې هغه ګړۍ نزدې ده چې خدای پاک به د افغانستان اولس د خپلې اسلامي او اولسي واکمنۍ خاوند کړي او ټولو مصنوعي او بې اهميته افتخاراتو به د بطلان خط کش کړي او يو ځل بيا به زموږ د ازادۍ لمر لکه د پخوا په شان ځلاند شي او زموږ د ملي وياړونو په طلائي لړۍ به يوه نوې کړی ور زياته شي.

اوس به راشو اصل مطلب ته، د پردو، د تېري کونکو او غاصبو قواو له وهلو او ترټلو چې پښتانه اوزګار شول نو يې ټولي حربي زخيرې او خزانې چې له افغانانو څخه راټولې شوې وې، په ډېر نظم او ارامي تر خپل کنټرول لاندې راوستې او نور پښتانه د زياته حربي وسلو، ذخيرو او بې شمېره شتمنيو خاوندان شول، نو يې خپلو منتظرو ملګرو ته حال واستاوه چې چټک ځان راورسوئ  موږ لوی او مهربانه خدای په خپل مقصد کې کاميابه کړو. تاسو له خپلو لښکرو سره په بې غمه زړه په ډېره بېړه ځانونه راورسوئ. له هرې خوا د سر تېرو مېړو لښکرې په را رسېدلو د ډلو په غربي ؤ، زلمي به په اتڼونو ښار ته را دننه کېدو، مېلمستونونه ترتېب سوي ؤ، له اېراني اسيرانو څخه د نفر خدمتانو، اشپزانو او د نور چوپړ کارونه اخستل کېدل. د مشرانو او پښتنو سردارانو دپاره عليحده ځايونه ترتيب سوي ؤ.

پښتانه اوس د خپل ښار او ملک واکمن وو. د ګرجيانو او ايرانيانو ټولي شتمنی اوس د دوئ وې. په ښار کې ملي جشن برپاؤ. له لرې لرې ځايونو نه به مشران او کشران د تبريک او مبارکۍ دپاره راتلل او له ځانه سره يې پسونو له پښتني دود سره سم راوستل، هغه به بېرته د دوئ ميلمستيا ته حلالېدل. پښتانه زلمي به پر يو او بل غوړېدل او مبارکی يې سره ورکوله. ټوله ورځ به د ملي مشر دربار د ملک له ګوښې کوښې راغليو سپين ږيرو نه ډک ؤ. پر ټولو خزانو او حربي ذخيرو مسول کسان درول شوي ؤ. جنګياليو زلمو د توپو زده کړو تمرين کاوه، ايراني ميراث سوې رسالې پښتنو سره ويشلې او ټولو زلمو به سانګې وهلې يعني نېزه بازي بې کوله.

کندهار چې له څو پېړيو راهيسې د دوو سترو امپراتوريو يعني د هند او پارس امپراتوريو په مينځ کې د ېوې مڼې شکل غوره کړی ؤ، کله به يوه پرې غوټه کړه وابې خيسته کله بل. نن دلوی او مهربانه خدای په فضل او د ملي قايد او نورو مشرانو په تدبير او د پښتنو ځلميو د تورې په خرپ په داسې حال کې چې د خپلواکۍ لمر يې پر ګوښه ګوښه راويړ ليد کېدی، همدا حال ؤ چې پښتانه له خوښۍ په جامو کې نه ځايېدل. دلته نو چې د هيواد له ګوښې ګوښي د پليو او سپرو بهيرونه را ورسېدل نو ملي مشر شپږمه لويه جرګه جوړه کړه.

مخکې تر دې چې جرګه پرانستل شې ملي قايد خدای ته د شکر سجده وکړه او ويې ويل:

لويه او مهربانه خدايه! دا يو له هغو لويو کارو څخه ؤ چې زما مرحومې مور يې ماته وصيت کړی ؤ، او دا خدمت يې ماته سپارلی ؤ، دا خو ستا د بندګانو خدمت ؤ چې ماته ستا په فضل او کرم د انجامولو توفيق راکړشو او تر سره مې کی، نو ابدي برياليتوب او استحکام يې ستا له حضوره غواړم.

نوربيا

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube