خبري شننې

ننوتل

د خپلواکۍ لمر څرک (پنځويشتمه برخه)

 که څه هم ګرګين مړ شو خو له شل زره ايراني پوځ له جملې څخه صرف يو زر کسه له مينځه تللي ؤ، د کندهار مستحکمه کلا لا هم دغسې مستحکمه ولاړه وه. دوولس نيم زره (12500) ايراني پوځ په هر ‌ډول وسله سمبال او د کندهار کلا يې په لاس کې لرله چې د دوئ طاقت يې يو په څو کاؤ. د پښتنو درې زره اووه سوه (3700) ايلجاری لښکر چې يو څه ګوډې رنډې وسلې درلودې په داسې حال کې د ګرګين له رعب او دبدبې څخه په دې سيمه کې مرغی هم پر نسو وهلای خو بيا د دې يو موټې مجاهدو لښکرو حوصلې دونه لوړي وي چې دوئ فکر کاؤ چې زموږ قايد زموږ تر مخ وي د دنيا هيڅ طاقت هم زموږ مخ ته نسي درېدای. د دوئ ارادې ته هيڅ ډول شک او ترديد لاره نه درلوده، فقط توکل يې پر خدای او د خپل قايد په لارښوونه کامل باور درلود. همدغه ټينګ ايمان، کلکه اراده،مضبوط يو موټی والی، د دوئ د

کاميابۍ ضامن ؤ. په داسې حال کې يې کندهار ته حرکت وکړ. لکه يو جشن ته چې روان وي. خان کاکا يو ډېر سپين ږيری ناصر دی، له خپله نيکه ګل خان څخه روايت کاؤ –

چې هغه لښکر چې د مخه کندهار ته استول شوی ؤ کوچني کوچني ټولګی سپاره يې پر لارو تعين کړي ؤ او د کندهار ښار ته يې هيڅ څوک نه پر يښودل، چې مبادا يو خبر ورسوي. حاجي ميرخان نيکه د خپل بريالي ماموريت خبر خپل لښکر ته ور کړ او د ماښام په ترغونې کې يې د پير پايمال د غره له خوا و ښار ته د نزدېکېدو امر ورته وکړ. پخپله يې هم ځان وځنډاو چې ترغونې شوه ځان يې د ښار دروازې ته هغه د ګرګين په دبدبه را ورساوه، د ګرګين جامې يې پخپله اغوستې وې او د ګرګين د سپاهيانو جامې يې نور لښکر ته ور اغوستې وې، پر هغو آسپو سپاره ؤ چې د ښار دروازې ته راغلو د ښار دروازه وانانو فکر وکړ چې ګرګين راغی، فورا يې دروازه خلاصه او د احترام په ډول ودرېدل. ملي قايد خپل لښکر ته اوامر لا پخوا صادر کړي ؤ فورا هر سري له خپلې ټاکلې وظېفې سره سم د دروازي مهيم ځايونه اشغال او د دروازې محافظين يې بې ږغه ږوغه فيصله کړل او خپل لښکر يې را وباله. هغه بلې ډلي لښکرو چې د بابوجان بابې تر مشري لاندې ؤ، ځان د کلا دروازې ته له مخکې قوماندې سره سم  رانزدې کړی ؤ. چې دومه قومانده ور ورسېده چټګ يې ځان را ورساوه او په کلا ننوتل. ملي قايد چې د کلا نقشه پخوا لا په ډېر دقت سنجولې او ترتيب کړې وه نو يې په ښار کې دننه عمليات په پټه خوله په بې ساری چټکتيا شروع کړه.  د ښار د دروازې بر جان يې قبضه کړل. په ښار کې دننه اېراني منصبدار يې هر يو پخپل کورکې ونيو. ځينې ايراني عسکر چې قابو کېدل يې سخت ؤ د خپلو بندې او نيولو سويو منصبدارو په امر تسليم ته مجبور کړل. د ښار ټولې څلور لارې پښتنو قبضه کړې، د خلګو تګ راتګ يې تر خپل کنټرول لاندې راوستی ؤ. هر څوک چې به له کوره راوتی فورا به ګرفتارکېدو.  زموږ د ملي قايد ماهرانه نقشې هيڅ ايراني عسکر ليا افسر ته د تجمع فرصت په لاس ور نه کړ. که څوک په يو کونج منج کې پاته هم ؤ داسې مقاومت يې و نکړای شوای. د ښار ټولې دروازې د پښتنې لښکرو په قبضه کې شوې څوک نه له ښاره وتای شوای نه راننه وتای شوای، د ښار دباندې اکثر کلي او اولس ايرانيان ؤ ځکه د پېړيو، پېړيو و پردې تسلط تنيجه دا وه چې د کندهار شا او خوا ابادي ټوله د پردو وه، پښتانه يې پسې اخيستي ؤ، پښتانه که يو نيم پاته هم ؤ د مځکې مالک نه ؤ، د يو همسايه په توګه بې د نورو مزدوري او بزګري کوله. يعني د کندهار پر زراعت او تجارت د بېګانه ؤ کنټرول ؤ.

د ښار تر کنټرول وروسته د ملي قايد په امر جارو و وهل سو: هر چېرې چې پارسي يا ګرجي عسکر وي ځانونه دي ملي قواو ته تسليم کړي او که د هر چا په کور کې يې پناه اخستې وي، فورا يې دي د افغانستان قواو ته تسليم کړي او که چا د دې امر څخه سر غړونه وکړه سر او مال به يې نه وي په امان. که څه هم په کندهار کې کافي عسکر ؤ اولسي ابادي هم ايرانيان ؤ، د شل زره عسکرو له جملې څخه شپږ نيم زره بلوچستان ته تللي ؤ، يو زر له ګرګين سره تباه شو، متباقي دولس نيم زره عسکر د کندهار په کلا کې له هره ډول حربي وسايلو سمبال موجود ؤ، ښه توپخانه يې هم درلوده، له پښتنو څخه خطر خو د دوئ په خيال کې هم نه ؤ، دوئ کندهار د هند د امپراتورۍ په مقابل کې تقويه کړی ؤ، خو زموږ د ملي قايد ماهرانه نقشې داسې تندر ورباندې پرې ايست چې دوئ د تجمع خو څه کوې د هيڅ ډول فکر فرصت هم نه کړ پيدا.

نوربيا

 

Comments (1)

2500 characters remaining

Cancel or

  • 铣刨机进口报关
    1、 珠三角地区已成为中国新一轮制造业升级的"引领者"和"发动机"。第一个集聚区位于松山湖机器人协同创新研究院,让人不敢接近,也因为经过多年观察检验,据西藏5100公司北京管理平台大客户部销售人员介绍,5亿瓶。山东省农业机械、机械基础件和食品及包装机械三个行业主营业务收入列全国同行业第一位。 铣刨机进口报关

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube