خبري شننې

ننوتل

د خپلواکۍ لمر څرک (څلورويشتمه برخه)

 په ناصرو او په هوتکو کې هم عام خلګ په دې نه ؤ خبر چې موږ به د خپلواکۍ جنګيالي يو، فقط د حاجې مير خان نيکه به احترام حاضر شوي ؤ چې په دې لښکر کښي کې ګډون وکړي. دناصرو لښکر په ډېره بېړه راټول او د سېدال خان، سدوخان او ميرعلم خان په مشری د کندهار پر خوا را روان شو، دا يوه ناره ده چې وايې:

که له تانه د سدو پرتوګ له تانه    

چې له کښې په ګومل راغی          سدو بله لنګه نه ويني بې ځانه

 د ناصرو لښکر سيوري ته را ورسېدی. ملي قايد ګرګين ته حال ولېږه چې زموږ لښکر تياردی، ستا امر څه دی. موږ او ته به چېري سره يوځای کېږو. ګرګين ورته وليکل د ذيعقده الحرام پر ۲۹ ځان د ارغسان و

ده شېخ ته راورسوه! دلته د سيوري د سره غره په شنه کوتل کې د ايغر په غبرګه کې يوه لويه درخته ولاړه وه تر دې درختې لاندې د هوتکو اوناصرو مشرانو د ملي قايد تر مشرۍ لاندې پنځمه جرګه جوړه کړه. دا درخته د پنځو په ونه مشهوره شوه او برخلافه د نورو ځايو له دې ځاي څخه خلګو زيارت ګاه جوړه کړه چې اوس ليا هم خلګ عقيده ورته لري. هو څوک له تعامل سره سم د خاورو کوټې جوړې کړي او هم هلته د ډبرو يو لوی تاک دی چې د بکری په تاک مشهور دی، وائي چې ميرويس نيکه ګفت ورکړی دی چې پر قبله ځې لګېږي دې چې پر لمر خاته ځې ندې لګېږي، دا عقيده د دې سيمې له زاړه واړه سره موجوده ده. دا درخته د پنځو په ونه مشهوره وه، حتی يو لرګی چا نه ځينې اخيست، بيا وچه سوه. هم دغسې لرګی پرله پراته ؤ چا نه ښورول. دالته په يوه کلی کې لوی ښور نوميږي د طالبانو يو درس ؤ طالبانو دا لرګې راوړی او سوځلي يې ؤ، د خالق تعالی په قدرت په طالبانو تبه و لګېده يو هم نسو پاته. 

 په هر صورت د پنځو تر ونه لاندې جرګه جوړه او داسې فيصله وشوه چې درې زره لښکر به د ترنګ له لارې ځان ګندهار ته رسوي او وائي به چې موږ د حاجي ميرخان لښکر يو د حکومت ملاتړ ته ځو. بله ټولۍ چې عبارت له اووه سوه کسو وتليو پهلوانانو څخه وه د حاجي ميرخان نيکه د قوماندې لاندې به په ارغسان کې د ده شيخ و کلي ته ځان رسوي چې ګرګين هم دا ځای ټاګلی ؤ. جرګې فيصله وکړه دلته نو په عالم احساساتو کې دپښتونخوا ځلمو د سرتېري لوړې وکړې. د پښتونخوا ميندو خپل بچې تر وطن جارولو ډګر ته وړاندې کړل، د خپلواکۍ بېرغونه پورته  شول، علماؤ او روحانيانو دوعاوې وکړې. د افغانستان د بېرته اعمار خښته کښېښوده شوه او د ازادۍ پر وثيقه آخري مهر ثبت شو. پښتنو ځلمو تورې له تېکيو وکښې زياته نو دشک او تر دېد ځای پاته نشو. يوه ناره ده وائي:

که بخته د ښالم د کور له بخته         مير خان باسي ګرګين خان له خپل پای تخته

د کندهار خواته لښکرې د بابو جان بابي، ميرعالم خان ناصر، سدوخان ناصر او يوسف خان هوتک ترمشری لاندې روانې شوې. د ارغسان خواته لښکر د ملي قايد او سېدال خان ناصر تر مشري لاندې روان شو. د جرګې ځای ته تقريبا پر اته لس کلوميټري باندې د ګرجي عسکرو يو چوڼۍ وه چې هغه ځای اوس يو کلی ودان شوی دی او دګرجي په نامه يادېږې، ملي قايد لومړۍ حمله پر دغو عسکرو وکړه چې په ډېر لږ وخت کې يې تارو مار کړل. له دې ورستو نو خپل هدف ته روان شو. چې دا قصه به د عبدالغفار هوتک له هغه قلمي دېوان څخه درته وکړم چې د تېمورشاه د بادشاهۍ په دور کې ليکل سوی دی او اوس له ماسره پروت دی، وايې:

 

د پښتنو د لښکر دشپې ده شيخ ته ورسېدی. له سيوري تر ارغسانه يوه ښه منزل لاره ده. داسې وايې چې حاجي ميرخان نيکه شپه په لاره تېره کړه، او د ورځې يې هم ځان ټال کړ، ده شيخ ته په شپه ورسېدی. له رسېدو سره يې سم مهيم ځانونه ونيول او سم د لاسه پر دښمن لکه تندر راپرېوتل. په ډېر لږ وخت کې د ګرګين زر کسېز فوځ تس نس شو، څوک ژوندې ګرفتاره شوه، څوک مړه شوه. ګرګين ژوندی ګرفتار شو. ډېرې خړې پړې يې وکړې خو د پښتنو قايد داسې څوک نه ؤ چې د چا په داسې زاريو، چټي وعدو غولېدلی وای او يا يې د پښتنو وينې هېرې کړې وای چې د دې خونخواره له لاسه توی شوې وې. له لنډې محاکمې ورستو يې مراد خان ته امر وکړ چې وهه يې !

مراد خان هم په يو يوه ګزار د ده مردار وجود سره جلا کړ. ګرګين مړ کړای شو، د ده زر کسېزه رساله هم پښتنو يو يو حلال کړل، پښتنو کوشش کاو چې له دوئ څخه جامې ثابته او له وينو پاکې و کاږي څو د استعمال په وخت کې په وينو لړلي نه وي. له ګرګين څخه هم د کار امدۍ جامې د وژلو په وخت کې لرې کړای شوې. پښتانه چې د ګرجيانو له وژلو خلاص شول نو په ډېره آرامۍ او نظم سره يې د دوئ ساز او سامان او وسلې سره راټولې کړې. هغه کارامده او بهتره وسلې پر لښکر وويشل شوې، د دوئ هغه شاهې باربينه سره وتړله شوه، پښتانه ټول پر آسو سپاره هر يوه ته ټوپک اوتوره ور ورسېده، نور نو هر يو له خوشالۍ په جامو کې نه ځائېدی.

نوربيا

 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube