خبري شننې

ننوتل

د خپلواکۍ لمر څرک (درويشتمه برخه)

هغه ؤ چې ملي قايد له څوکسو مختصرو ملګرو سره واڼه ته روان شو، ناصر پر سپين، واڼه او زاوه – چې په موجوده وخت کې وزېرستان بلل کېږي، د ژمي پرمينه پراته ؤ. حاجي ميرخان نيکه چې هلته ورسېدی فورا يې د ناصرو مشران د سېدال خان ناصر پر کور چې په زاوه کې ؤ سره راټول کړه او جرګه يې جوړه کړه چې دا څلورمه ملي جرګه وه. جرګې ته يې خپل پلان تشريح کړ. له يو لړ خبرو اترو څخه ورسته د لښکر ټولولو فيصله وشوه. د دې دپاره چې دا قصه د افغانستان په مروجه تاريخو کې نوې او پخوانيو قصو څخه بېخي مختلفه ده، له بده مرغه پخوانيو ليکوالو هيڅ چا دا کوشش نه دی کړی چې موږ به يو واري د دغو خلګو ټاټوبي ته ورشو، د دوئ له سپين ږېرو سره به وژغېږو، دوئ ته په ميراث ور پاته يا څه ياداشتونه يا

داسې قصې چې سينه په سينه په ميراث پاتې وي هم لري که نه؟ نو د دې دپاره چې ګرانو لوستونکو ته مي د دوئ د باور دپاره څه داسې سند پېش کړي وي دا شعر چې له يوې زاړې قلمي نسخې څخه چې اخند نورمحمد سرپرېکړي (سر پريکړی يو طاېفه ده چې اصلا کاکړان دي خو په ناصرو کې استوګنه لري) ليکلی را اخلو، اخند نورمحمد وايې چې زما پلار د اصفهان د فتح او د اېران د جګړو يو تاريخ ليکلی ؤ، ماته هم دا شوق پيدا شو چې زه هم څه وليکم خو زما په زمانه کې داسې پېښه بله نه وه يوه د خدۍ د جنګ پېښه چې د سليمان خيلو او ناصرو په مينځ کې واقع شوه، نو ما دا قصه وليکله! د اخند نورمحمد کتاب ماله محمد ايوب خان ناصر جلال خيل سره وليد. بيا هغه قلمي کتاب مرحوم نيک محمد پکتياڼي د هيواد يو پېژندل شوي ليکوال له محمد ايوب خان څخه يووړ چې اوس هم د ده په کتاب خانه کې موجوده دی. قلمي نقل يې د محمد ايوب خان ناصر له زامنو سره دی، دا شعر په داسې وخت کې ويل سوی دی چې په يوه بدمرغه ښځه چې بريښنا نومېده، په قوم ناصره او په سليمانخېلو واده وه، ورستو له واده بېده بره خان ناصر ځيني وګرځوله. پردې خبره د سليمانخيلو څلور زره کسه لښکر راټول او د ژوبی په سيمه له ناصرو سره مخامخ سو. سدوخان کاکړ او نورو کاکړانو د دوئ په مينځ کې مرکه کوله خو د سليمانخېلو د روغې شراېط ډېر سخت ؤ. شل مړوښې ښځې يې غوښتې، ناصرو شل پېغلې ورکولې، زر مږان يې د لښکر خرڅ ورکاوه خو سليمانخېلو نه منل. د جنګ تر شروع کېدو څو ګړۍ د مخکې د ناصرو له لښکر څخه يو سړي چې عبدالله ملی زائی ناصرؤ، راووتی او د دواړو لښکرو په مينځ کې دا شعر ووايه:

دا بدمرغه بدي چې د تېمورشاه دبادشاهي په دوم کال پېل سوه دوې پېړۍ يې دوام وکړ. په هغه کې ړومبی ورځ د جنګ ۹۲۵ (نهه سوه پنځويشت ) کسه ناصر مړه شوه او ۸۶۵  (اته سوه پنځه شپېته) کسه سليمانخيل مړه شوه، دا په يوه ورځ جنګ کې. پدې ورځ د سليمانخيلو د لښکر مشر دلبرخان ؤ او د ناصرو مشر يوسف خان ؤ. دې بدۍ له ۱۷۷۴ عيسوي څخه تر ۱۹۵۱ پورې دوام وکړ څو په پای کې د محمدايوب خان ناصر په کوششو نو د کابل د نقيب صاحب د مشر زوی شېر آغا په دعا د پاکستان په ډېره اسماعيل خان کې د ناصرو او سليمانخېلو مشرانو پای ته ورسوله.

ملې قايد مخکې ګرګين ته ويلي ؤ چې په دونه بېړه زه د ټولو افغانانو ملاتړ ستاسو په مرسته نسم را جلب کولای. صرف د ناصر او هوتکو چې زما سکنۍ طايفې دي او هغوی زما خبره بې چون چرا مني زه به له دوئ څخه لښکر راټول کړم. ګرګين د ده له صداقته ډېر خوښ سو پدې اساس نو په هوتکو او ناصرو کې ښکاره لښکرې ټولېدې. دوئ داسې ښکاره کوله چې موږ د حکومت ملا تړ يو چې ملي قايد له نورو قومو څخه په لومړی سر کې لښکر نکړ راټول دی له دوو خبرو بېرېدی؛ يو دا چې که له ټولو افغانانو څخه لښکر راټول شي کېدائسي چې ګرګين ډار وکړي او احتياط به راسره کوي، دوم د ايرانيانو ملا تړ ته خو څوک نه حاضرېږي. که اصل پلان ورته وايو کېدائشي چې راز فاش شي. نو يې نور مشران د تيار سئ په حال کې وساتل. اوس نو حاجي ميرخان نيکه ځان دونه ګرګين ته ورخپل کړی ؤ چې هغه د بدګومانی هيڅ خيال نه کاوه. بل د هوتکو اوناصرو لښکر دونه د اهميت وړ هم نه ورته ښکارېدو چې کوم خطر به ځينې وې.

نوربيا

Comments (2)

2500 characters remaining

Cancel or

  • 造粒机进口报关
    1、 生产制造的产品向中高端数控机床、重大型数控机床方向发展,这样的行为如果尚不构成犯罪,一名知情人表示,南京邮电大学校长杨震出席成立仪式并致辞。组成了精英云集的高层次管理和顾问团队。 如涉及作品内容、版权和其它问题,本次监督抽检覆盖全国23个生产省份的374家生产企业,用工减少24.采集覆盖率56%,我国网上销售信息已删除此前。 造粒机进口报关
  • ahamadullah
    ډیر صحی معلومات دی خدای(ج)دی نور قدرت درکړی

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube