خبري شننې

ننوتل

د خپلواکۍ لمر څرک (دوويشتمه برخه )

نقل که چې د خدای تعالی په قدرت په دغه ورځ پر آسمان اوريځ وه. حاجې ميرخان نيکه چې دا بيتونه لوستل په هغه ګړۍ لمر ښکاره شو. وريځ يې لمخه ايسته شوه. خلګو دغه هم  يود الهي مدد وګاڼه. بيانو جنت مکان ميرخان نيکه جرګې ته وويل دادی د خدای تعالی لطف او مهر هم زموږ مګری دی، اوس نو وخت دی چې تورې له تيکيو راوکاږو او ځانونه له دښمن څخه وژغورو. جرګه پای ته ورسېده. هر څوک خپلو خواو ته رهي شول. دبلوڅو، کاکړو او ترينانو مشران هم خپلو علاقو ته ولاړ او د جرګې له هدايت سره سم يې قومونه سره ټول د ماليې له ورکړې څخه يې انکار وکړ، د دې ښکاره بغاوت خبر چې کندهار ته راورسېد، دا لومړی ځل ؤ چې ګرګين له داسې ښکاره بغاوت او سرغړونې سره مخامخ شوی ؤ، ډېر په قهر شو او د خپلو مشراورينو جرګه يې دا وبلله چې ملي قايد هم پکې ؤ. ميرويس نيکه پر دې

ښکاره بغاوت او سرغړنه ډېر تاسف وکړ، بيا يې د ګرګين د جرګې وشاملينو ته داسې وويل:

داسې پېښېږي مګر موږ او تاسو ته پکار دئ چې په ډېره مړانه او ثبات د داسې پېښو مقابله وکړو. زه پخپله هر ډول فداکارۍ او قربانۍ ته حاضر يم چې ځان او قوم په دې لاره کې قرباني کړم.

 د ميرخان نيکه دې وينا ګرګين ته دېر دزړه ډاډ ورکړ نو يې داسې نقشه او پروګرام ترتيب کړچې هغه ګرجي جګړن چې د داسې پېښو دپاره ساتل شوي او روزل شوي فورا تيار او د بلوچستان پر خوا يې حرکت وکړ. حاجي ميرخان نيکه خپل وراره يارمحمد خان د يحيی خان زوی له يو شمېر هوتکو سره هم له ګرجي لښکرو سره ملګری کړو. يارمحمد خان ته د ګرګين او د ميرويس نيکه لخوا وظيفه ورکړه شوي وه چې په لومړی سرکې ته بايد ياغيان وجوړې روغي ته راوبولې څو له بغاوت څخه لاس واخلي. او که نه وې هم کوشش وکوی چې زموږ تر رسېدو له قطعي اقدام څخه ډډه کوی تر څو موږ در ورسېږو او هم ميرويس نيکه د مير عبدالله خان بلوڅ دپاره خصوصي پېغام ورکړی ؤ او هم يې هدايت ورکړی ؤ چې مير عبدالله خان بلوڅ له هر ډول جريان څخه باخبر ساته. يارمحمد خان له ګرجې لښکرو سره روان شو. خو لښکرې چې تر کوږک واويښتې پر دوو برخو وويشلې شوې، يوه ډله په پښين کې د ږوب او بورې وخواته روانه شوه بله ډله د مستونګ او شالکوټ خوا ته ولاړه. يارمحمد هم له هغې ډلې سره ولاړ چې د بلوڅو خوا ته ولاړه. دا ښه نه ده معلومه چې هغه ډله عسکر چې د کاکړو د سرکوبي دپاره ولاړل له پښتنو څخه څوک ورسره ؤ که نه. يار محمد خان چې مستنګ ته ورسېدی له بلوڅو سره يې جرګې او مرکې شروع کړې او ميرعبدالله خان ته يې د ميرويس نيکه خصوصي پېغام وسپاره او هم يې د کندهار له جريانه خبر کړ.

د ملي قايد پېغام مير عبدالله خان ته دا ؤ چې په هر قيمت چې کېږي ګرجي عسکر هلته تر ډېرو ټال کړئ. دا ګرجې او ايراني عسکر چې د ميرزا سندل تر مشري لاندې ؤ بلوڅو د امېد او نا امېدۍ په حال کې وساتل. خو بله ډله عسکر چې د کاکړو د ترتڼې دپاره کاکړستان ته تللي ؤ د کاکړو له خوا سخت و ترټل شول. يونس خان کاکړ ډېره سخته حمله پر وکړه، ډېر مرګ ژوبله يې ځينې وکړه، نور بېرته د شالکوټ لور ته وتښتېدل او له هغې بلې ډلې سره يو ځای شول. ايراني عسکرو ته ګرګين هدايت کړی ؤ چې زما تر راتګه له قطعي اقدام څخه ډډه کوئ. لهذه د دې شکست انتقام يې د ګرګين تر راتګه ټال کړ. په يونس خان پسې نور عسکر وا نه استول شول. د ګرجيانو دا سخته ماتې او د يونس خان بری د پښتنو لومړی بری ؤ چې د خپلواکۍ په لاره کې تر لاسه کړی ؤ. لکه رېدي خان مهمند چې په خپله محمودنامه کې وايې:

يونس کاکړ وکړ يرغل پر ګرګين          پښتنو جوړ کړ پر ګرجيانو ناورين

 ملي قايد ګرګين ته ويلي ؤ چې زه به د هوتکو او ناصرو لښکرې راټولې کړم بيا به نو تاته حال درکړم چې کوم ځای تاسو وټاکه هلته به سره يوشو. ملي قايد پخوا لا ټولو مشرانو ته د جرګې له فيصلې سره سم وظيفې ورکړې وې. چا په اعلانيه توګه لښکرې ټولې څوک د احتياط په توګه تيارسئ ساتلي شوي ؤ. بابوجان بابي ته د اتغر د سيمې د لښکر د ټولولو ماموريت ور کړ شوی ؤ. يحيی خان د ملي قايد ورور د مرغی لښکر سره راټولاوه، سېدال خان ته د ناصرو د لښکرو د راټولولو وظيفه ورکړه شوې وه خو سېدال خان حاجې ميرخان نيکه ته ويلي ؤ چې د ناصرو په ځينو طايفو زما ښه اعتبار نشته، ته پخپله ناصرو ته راسه ستا له خبرې هيڅ ناصر سر نه غړوي. هغه چې حاجي ميرخان نيکه پخوا  ګرګين ته ويلي ؤ چې ناصر د ژمي پر مينه پراته دي، زه پخپله د ناصرو د لښکرپه راوستو پسې واڼه ته ځم، ډېر ژر او په بېړه به ځان راورسوم، د ناصرو او د هوتکو د هر ډول مرستې او فداکارۍ اطمينان درکولای شم، ځکه چې دا دوې زما سکنی طايفې دي، دوئ زما له هيڅ قسم خبرې سر نه غړوي. نور پښتانه په دونه بېړه نه سم قانع کولای او دوئ دومره اسانه له موږ تاسو سره همکاري ته نه حاضرېږي.

نوربيا

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube