خبري شننې

ننوتل

د خپلواکۍ لمر څرک (يوويشتمه برخه)

چې دغه بيتونه يې ولوستل هغه مغفور حاجې وويل چې د ظالمانو کار تمام دی، اما اوس دستي خاموشي بهتره ده ټوله به پټه خوله دا کوشش وکړو چې ظالمان ورک شې، چې مناسب وخت راشې نو به زه پرتاسې غږ وکړم. هغه وخت بايد ټول تيار يو اوظالمان باېد له وطنه ټول وباسو. د جرګې خبرې اترې تر ماښامه جارې وې څو په اخر کې دا فيصله وشوه چې ميرويس نيکه دې قطعا خپله لور نه ورکوي، مګر ددې دپاره چې ګرګين غافله وساتواو په حال خبر نه شې، بله نجلۍ د ميرويس د لور په عوض و استوله شېی څو چې د ګرګين د هلاکولو لپاره فرصت پيدا شې. تردې فيصلې ورسته ټولو په قران، توره، ډوډۍ قسم وکړ چې هرڅوک چې له خپلې خبرې واوړي ښځه پر طلاقه وي. د پښتنو په عقيده دا قسم اشد ترين د قسمو دی چې ميرويس نيکه ته يې دهغه په يادولو ډاډ ورکړ. تر هغه ورستو

يې بله نجلۍ چې د ده په کور کې لويه سوې وه د خپلې لور په نامه د ګرګين کور ته واستوله  او هغې نجلۍ وويل چې زه د حاجې ميرخان لور يم په دې توګه د ګرګين هغه پلمه چې د انتقام اخيستلو دپاره يې جوړوله بې اثره پاته شوه او هم ګرګين وغولېده چې نور نو ميرويس په زړه کې څه نه لري او روغه غواړي. اوس نو د دغو غوښتنو دپاره زمينه مساعده ده، ځکه يې نور تر خپله وسه د ميرويس نيکه زړه ساته او په هر کار کې بې د ده د رائي مراعات کاوه. ملي قايد هم زيار ايستو چې داسې ښکاره کړي چې هغه ټولې صدمې او مظالم يې چې د ده قوم ته ګرګين رسولي هيرکړي دي اود خپلوۍ اظهار يې داسې حدته ورساوه چې ګرګين پر ده باندې کامل اعتبار پيدا کړ څو چې يوه مياشت وروسته يې د ګرګين د ورکولو دپاره دوهمه ملي جرګه جوړه کړه.

 

دوهمه ملي جرګه

يوه مياشت ورستو چې د ګرګين د ظلم اوور بيا په زور کې شو او لمبې يې هرې خواته خورې شوي د پښتنو مشران په ننګ شول بيا پر ميرويس نيکه سره راغونډشول او د ګرګين د ظلم څخه يې استغاثه وکړه. ميرويس نيکه دومه ملي جرګه راوبلله خو دا پله د کندهار دشرق خواته د مانجې پر مقام چې له کندهار څخه دېرش کيلوميټره فاصله، دا سيمه د پوپلزو استوګنځای او د کابل او کندهار پر لويه لاره واقع ده. غالبا دلته د جعفرخان سدوزي کور ؤچې  د ملي قايد خسر ؤ. دا جرګه هغه ورستۍ جرګه وه چې د قوم د ازادۍ وثيقه يې مهر کړه. څنګه چې رېدي خان مهمند په محمود نامه کې راوړي دي. په دې جرګه کې لاندې مشرانو او خوانين را غونډ شوي ؤ:

  1. سيدال خان ناصر: د هوتکو د دورې ډېر مهيم او معروف سپه سالار
  2. بابو جان بابی : په دېرو جګړو کې د لښکرو سرداري ور په غاړه وه
  3. بهادر خان اندړ: د اميرالامرا خطاب ورکړ شو، د شال، ږوب او ډېره جاتو د سيمو فاتح
  4. ملا پېر محمد مياجي: ستر علمي او روحاني شخصيت
  5. عزيز خان روحاني: د دل آرام په پهلوان مشهور
  6. يوسف خان هوتک: د هوتکو دسيوري د سيمې له خانانو څخه
  7. ګل خان بابړ
  8. نو رخان بړيڅی: دښوراوک له خانانو څخه
  9. نصروخان الکوزی: د جلدک له خانانو څخه

10. يحيی خان: د  ملي قايد ورور

11. حاجي نورمحمد خان: د يحيی خان زوی چې په ورستيو واقعاتو کې د حاجي ننګو په نامه شهرت درلود

12. يونس خان کاکړ: د ژوب له خانانو څخه

پدي جرګه کې د مير عبدالله خان بلوڅ حال نه دی معلوم چې د ده نمائنده څوک ؤ او هم دپښين د ترينانو او دشالکوټ د کاسيانو د مشرانو نومان تر اوسه نه دې معلوم او هم د هزاره مشرانو لکه سيدعلي خان او زبردست خان په جرګه کې نه معلوميږي. شايد وروسته به د جرګې له جريان څخه خبر کړای شوی وي. دې جرګې بيا پر قران ګوتې پورې کړې او د وفادارۍ لوړه يې وکړه. بيا نو ميرويس نيکه د اعتمادالدوله کاغذ دوئ ته وښود او ورته وې ويل چې د پارس حکومت له ده څخه خوښ ندی او ماته اجازه راکړای شوې ده چې ګرګين له مينځه ورک کړم او افغانان د ده له ظلمه وژغورم. دا په هغه وخت کې امکان لري چې تاسو په يوه زړه، يوه خوله او ټينګه اراده له ماسره ملګري شئ. ټولو د ده امر او اطاعت وعده وکړه او ده ته يې د خپلې ملګرۍ پوره اطمينان ورکړ. تر دې وروستو نو حاجې ميرخان نيکه خپل هغه پلان چې په ډېر دقت سنجول شوی ؤ، د جرګې ټولو غړو ته تشريح کړ. هغو ټولو پر هره برخه دقيق غور وکړ. په پای کې ټولو د ده عاقلانه او مدبرانه پلان خوښ او ويې مانه. د جرګې لخوا بلوڅو، کاکړو اوترينانو خانانو ته وظيفه ورکړه شوه چې د ماليې له ورکړې څخه انکار وکړي. نورو خانانو ته هر چاته وظيفه وټاکله شوه. جرګې ترماښامه دوام وکړ چې په پای کې ملي قايد بيا د رحمان بابا ديوان را واخيست او د فال په توګه يې خلاص کړ، چې دا بيتونه يې ولوستل:

چې اسمان يې مخ پټ کړی په سحاب ؤ      خدای و ماته ښکاره کړ هغه لمر بيا

چې رقيب راته تړلي په ځينځر ؤ         خپل حبيب راباندې پرانست هغه ور بيا

په وصال يې منت بار اوسه رحمانه       په صدف کې دخل نشته د ګوهر بيا

نوربيا

Comments (1)

2500 characters remaining

Cancel or

  • 成分含量检测
    3、 精度已经达到国际先进水平。文字报表可由客户指定抬头及LOGO; 3、 自动生成EXCEL,可以按客户仪器做修改; 若需详情请来电咨询...电话 QQ85380397近日在福州举行的第三届海峡两岸巴氏鲜奶发展论坛上,2010~2013年中国液态奶进口量分别为1.为四川白酒行业最高规格的半官方机构。上述情况无疑增加了成本,而新规定要求进口到欧盟市场的木制品必须获得森林管理委员会的认证,2亿kWh。 成分含量检测

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube