خبري شننې

ننوتل

شلمه برخه(د ملي قايد راتګ کندهار ته )

په دې ترتيب ملي زعيم د ملي آرزوګانو د تحقيق د پاره په خورا شوق خپل وطن ته رارهي شو. د رارهي کېدو په وخت يې څو مکتوبونه د ګرګين په نامه له ځان سره را اخيستي ؤ چې په هغو کې پر ګرګين باندې تاکيد او سفارش سوی ؤ چې د ميرويس بې مشورې به هيڅ کار نه کوي او هم به ده ته بېرته هغه پخوانی منصب ور سپاري، ډېراحترام بې کوي او د ده عزت او شرافت به محترم ګني. حتی اعتماد الدوله ده ته ويلي ؤ چې د ګرګين په کړو وړو پسې څار اوسه او يومهر شوی سند يې هم ورکړی ؤ چې که ضرورت پېښ سو کار به ځينې واخلې. ديوان بېګې هم يو مکتوب ورکړی ؤ او ګرګين ته يې ليکلي ؤ چې ميرويس يو له هغو سترو پوهانو او اوښيارانو څخه دی چې له بادشاه سره يې ډېري فکري همکارۍ کړې دي او بادشاه دی په ډېره درنه سترګه ګوري.

 ميرويس نيکه چې دا مکتوبونه راواخيستل نو زيات ځنډ يې روا و نه بالا او دستي د کندهار خواته را وخوځېدی او په لاره کې په کاروان سرايو او نظامي قلعه ګانو کې په ډېر مجلل ډول د تشريفاتي ټولګيو له خوا او د موزيک د ډلو له خوا هر کلی کېده. هر پښتانه د ده په راتګ خوښي ښکاره کوله ، د ده دکار و ارزومند ؤ څوچې کندهار ته راورسېدی.

د حاجې ميرخان نيکه رسېدل کندهار ته

په کندهار کې ميرويس نيکه ته په ډېره ګرمجوشي او حرارت هرکلی وويل شو. ټول اولس په ورين تندي او خوشاله زړو و ده ته ستړی مشی وويله، ګرګين که څه هم په ښکاره له اولس سره سم  د حاجې نيکه په استقبال کې ګډون وکړ او حاجي ميرويس نيکه ته يې احترام پر ځای کړ خو پټ په زړه کې له قهر او کينې څخه خوړل کېدی او د انتقام  لاره يې پلټله، خصوصا هغه وخت چې د اصفهان د دربار سفارش نامې يې ولوستلې. په دې وخت کې ميرويس نيکه له ګرګين څخه اجازه واخيسته، د قلات په سيورې کې خپل کور ته ولاړ. هلته د قومو مشران او د ده ملګري ډلې ډلې د ده ستړې مه شې او د حج مبارکۍ ته راتلل. ټول افغانان منتظر ؤ چې دی څه کوي، څه وايې او غوښته يې چې پوه شي چې ميرويس نيکه د قوم او د ملت د نجات او ازادلو په باب له دوی ته څه زېری راوړيدی، ګرګين له دې تګ راتګ او ملاقاتو څخه بې خبره نه ؤ مګر د انتقام د اخيستلو دپاره يې غوښته چې يوه پېلمه پيدا کړي او داسې کاروکي چې ميرويس نيکه د قام او ملت په نظر کې سپک ښکاره کړي. نو يې يوه پېلمه پېداکړه. هغه دا وه چې حاجي ميرخان نيکه يوه لور درلوده چې ډېره ښکلي وه او د سرجان ميلکم په اصطلاح د حسن او جمال اوازه يې پر وطن خپره وه. ګرګين ميرويس نيکه ته حال راوستلو چې دغه لور دې د ده له زوی سره ازدواج دپاره د ده کور ته راولېږي. څنګه چې دا پېغام د تحکم په توګه ؤ نو ميرويس نيکه ته انديښنه پيدا سوه، له يوې خوا د لور استول د ده د پښتني غيرت سره مخالفه ؤ برسېره پر هغه يې د ده قدر د اولس په نظر کې سپکاؤ له بلې خوا. په داسې حال کې چې ميرويس نيکه ليا پښتانه له خپل پلان څخه او ارادې څخه نه و خبر کړي د دې حاکمانه امر ردول د ده طرح کړي نقشه ټوله کډوډوله.

نو يې څه وکړل؟ 

دقوم مشران او غټان يې سره راټول کړل چې د ملي قانون په قرار تر مشورې وروسته يوه فيصله وکړي ځکه چې په پښتنو کې دا دستور دی چې د ملي کارو دپاره و مشورې مجلس جوړوي که څه هم معامله ډېره وړه وي بې مشورې يې نه فيصله کوي او نه د دوئ په عقيده فيصله کېدای شې. ځکه هغه خبره چې په مشوره فيصله شې د هغې فيصلې ټول قوم ذمه وار وي او د داسې جرګو فيصلې عملي کول هر پښتون د ځان ملي فريضه بولي او لازمه يې ګڼي. ملي قايد هم له دې دستور سره سمه ملي جرګه را و بلله او د قوم ټول مشران سره راټول شول. دا لومړۍ ملي جرګه د بېنوا صاحب په قول په کوکران کې جوړه سوه. جرګې ته ميرويس نيکه د ګرګين امر يا پېغام واوراوه. وروسته د پېغام له اورېدو جرګې د هغه په شاوخوا کې به خبرو اترو پيل وکړ. پښتانه چې پر ننګ او ناموس مين خلګ دي، د دوئ دا مقوله ده چي - دنيا تر سر جار که او سر تر ناموس – نو طبعي خبره ده چې د دې خبرې په اورېدو څومره متاثر شوی وي، دغيرت وينې په جوش راغلې او ملې قايد يې د لور له استولو څخه سخت منع کړ، مقاومت ته يې تشويق او ترغيب کړ او په پښتني لوړه يعني طلاق يې سره وکړ چې د ده په مرسته تر سر او مال تېر دي، ميرويس نيکه چې دوئ د ځان په څير متاثر وليدل په زړه کې ډېر خوښ شو خو په ظاهره يې دوئ ته د صبرتوصيه وکړه او ويې ويل بهتره ده چې بلا په خوب کې مړه کړو مګرتاسې لازمه ده چې پر خپلو خبرو ټينګ شی او خپل راز پټ وساتئ او پر اعتماد ولرئ چې له دښمنانو څخه به سخت انتقام واخلم. په دې وخت کې ملي قايد د رحمان بابا دېوان راواخيست او د فال په توګه يې خلاس کړ، او وې ويل راسئ چې له رحمن بابا قدس سره هم و پوښتو، دېوان يې خلاس کړ هسې شعرونه يې ولوستل:

 

زه مکتوب غوندې په پټه خوله ګويا يم        خاموشي زما تيری کا تر غوغازما

کښت دعشق په توده مځکه امان چېري      سمندر بويه چې زيست کا په صحرا زما

نور بيا

Comments (1)

2500 characters remaining

Cancel or

  • 旧设备引进
    2、 951辆,梅奥(LucadeMeo)表示,铁氧化物及氢氧化物作为对比增强剂, 原文链接:实际上,家乐福此前也预计2012年全年公司销售额约增长1%。特种设备统计包括综合年

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube