خبري شننې

ننوتل

د خپلواکۍ لمر څرک (درويشتمه برخه)

هغه ؤ چې ملي قايد له څوکسو مختصرو ملګرو سره واڼه ته روان شو، ناصر پر سپين، واڼه او زاوه – چې په موجوده وخت کې وزېرستان بلل کېږي، د ژمي پرمينه پراته ؤ. حاجي ميرخان نيکه چې هلته ورسېدی فورا يې د ناصرو مشران د سېدال خان ناصر پر کور چې په زاوه کې ؤ سره راټول کړه او جرګه يې جوړه کړه چې دا څلورمه ملي جرګه وه. جرګې ته يې خپل پلان تشريح کړ. له يو لړ خبرو اترو څخه ورسته د لښکر ټولولو فيصله وشوه. د دې دپاره چې دا قصه د افغانستان په مروجه تاريخو کې نوې او پخوانيو قصو څخه بېخي مختلفه ده، له بده مرغه پخوانيو ليکوالو هيڅ چا دا کوشش نه دی کړی چې موږ به يو واري د دغو خلګو ټاټوبي ته ورشو، د دوئ له سپين ږېرو سره به وژغېږو، دوئ ته په ميراث ور پاته يا څه ياداشتونه يا

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک (دوويشتمه برخه )

نقل که چې د خدای تعالی په قدرت په دغه ورځ پر آسمان اوريځ وه. حاجې ميرخان نيکه چې دا بيتونه لوستل په هغه ګړۍ لمر ښکاره شو. وريځ يې لمخه ايسته شوه. خلګو دغه هم  يود الهي مدد وګاڼه. بيانو جنت مکان ميرخان نيکه جرګې ته وويل دادی د خدای تعالی لطف او مهر هم زموږ مګری دی، اوس نو وخت دی چې تورې له تيکيو راوکاږو او ځانونه له دښمن څخه وژغورو. جرګه پای ته ورسېده. هر څوک خپلو خواو ته رهي شول. دبلوڅو، کاکړو او ترينانو مشران هم خپلو علاقو ته ولاړ او د جرګې له هدايت سره سم يې قومونه سره ټول د ماليې له ورکړې څخه يې انکار وکړ، د دې ښکاره بغاوت خبر چې کندهار ته راورسېد، دا لومړی ځل ؤ چې ګرګين له داسې ښکاره بغاوت او سرغړونې سره مخامخ شوی ؤ، ډېر په قهر شو او د خپلو مشراورينو جرګه يې دا وبلله چې ملي قايد هم پکې ؤ. ميرويس نيکه پر دې

بشپړ متن ولولې....

شلمه برخه(د ملي قايد راتګ کندهار ته )

په دې ترتيب ملي زعيم د ملي آرزوګانو د تحقيق د پاره په خورا شوق خپل وطن ته رارهي شو. د رارهي کېدو په وخت يې څو مکتوبونه د ګرګين په نامه له ځان سره را اخيستي ؤ چې په هغو کې پر ګرګين باندې تاکيد او سفارش سوی ؤ چې د ميرويس بې مشورې به هيڅ کار نه کوي او هم به ده ته بېرته هغه پخوانی منصب ور سپاري، ډېراحترام بې کوي او د ده عزت او شرافت به محترم ګني. حتی اعتماد الدوله ده ته ويلي ؤ چې د ګرګين په کړو وړو پسې څار اوسه او يومهر شوی سند يې هم ورکړی ؤ چې که ضرورت پېښ سو کار به ځينې واخلې. ديوان بېګې هم يو مکتوب ورکړی ؤ او ګرګين ته يې ليکلي ؤ چې ميرويس يو له هغو سترو پوهانو او اوښيارانو څخه دی چې له بادشاه سره يې ډېري فکري همکارۍ کړې دي او بادشاه دی په ډېره درنه سترګه ګوري.

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک (يوويشتمه برخه)

چې دغه بيتونه يې ولوستل هغه مغفور حاجې وويل چې د ظالمانو کار تمام دی، اما اوس دستي خاموشي بهتره ده ټوله به پټه خوله دا کوشش وکړو چې ظالمان ورک شې، چې مناسب وخت راشې نو به زه پرتاسې غږ وکړم. هغه وخت بايد ټول تيار يو اوظالمان باېد له وطنه ټول وباسو. د جرګې خبرې اترې تر ماښامه جارې وې څو په اخر کې دا فيصله وشوه چې ميرويس نيکه دې قطعا خپله لور نه ورکوي، مګر ددې دپاره چې ګرګين غافله وساتواو په حال خبر نه شې، بله نجلۍ د ميرويس د لور په عوض و استوله شېی څو چې د ګرګين د هلاکولو لپاره فرصت پيدا شې. تردې فيصلې ورسته ټولو په قران، توره، ډوډۍ قسم وکړ چې هرڅوک چې له خپلې خبرې واوړي ښځه پر طلاقه وي. د پښتنو په عقيده دا قسم اشد ترين د قسمو دی چې ميرويس نيکه ته يې دهغه په يادولو ډاډ ورکړ. تر هغه ورستو

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک (نولسمه برخه)

 زما په عقيده د دې سړي راتګ سياسي رنګ لري، چې دې خاورې ته را داخل شې ستاسې د قوې تر شعاع لاندې کېږي، نور به د دې قدرت او واک پيدا نکړای شي چې کومه فتنه او شخړه جوړه کړای شي، که تاسې له ده څخه د کومي شخړې او فتنې انتظار لرئ نو پرې يې ږدئ چې اقدام وکړي بيا تاسې کولاي سی چې محبس ته يې وسپارئ او په يوه جام يې کار ور تمام کړئ او که ده کوم داسې اقدام ونکړ تر څه مودې ورسته چې وخت يې پورا شې بېرته يې زار ته ورواستوئ. په دې صورت کې به د ده په حق کې لوی توهين شوی وي او خورا به سپک شي،ځکه چې دی د ياغيانو د پاڅولو او اوور بلولو دپاره رااستولی دی او ناکامه به ولاړشي. او له دې څخه هم بايد وبېرېږو چې که داسفيرپه دربار کې

بشپړ متن ولولې....

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube