خبري شننې

ننوتل

د خپلواکۍ لمر څرک درېمه برخه

د ميرويس نيکه مبارزه په تدبر، تعقل، آرامي، سنجش او تفکر ولاړه وه، د احساساتو په ځای يې د عقل
او تدبير لاره نيولې وه، له يوې خوا د قوم د مشر په توګه د ګرګين له ادارې سره نژدې څخه  په تماس کې ؤ او د و اکمنو ټولې خلاوي، نقاضتونه او نقايص ورته څرګندېدل، له بلې خوا يې د اصفهان دربار ته ځان په رسولو سره د خپل اولس غږ پاچا ته ورساوه او د هغه غوږونه يې خلاس کړل  او د عراقبو منلو ته يې چمتو کړ. له بلې خوا يې د تجارت او سياست له لارې د انقلاب او پاڅون له پاره ذهني شرايط چمتو کړل او د خپلې مبارزې د پاکو اوبو د تېرولو په وياله کې  يې ټول ورخونه پاخه وتړل. ده تر هر څه وړاندې د دې کار تر سره کولو له پاره داسې ايماندار ملګري و موندل چې د ګرګين تر ږيره لاندې يې کارکاوه خو يو يې هم داسې بې ايمانه او سست عنصره نه ؤ چې راز فاش او نهضت له منځه شنډ کړي. دوئ دومره ايمانداره وو چې پوره اته کاله دا راز سر بمهر پاتې شو او له يوه غوږ نه بل غوږ ته و نه رسيد.

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک دوهمه برخه

بحراني او غير عادي حالات که له يوې خواته ملتونو ته زيانونه اړوي او ورانې او ويجاړې ورپېښوي، له بلې
خواهمداسي حالات د ملي قهر مانانو  او اتلانو  د تبارز  او د ودې له پاره لاره هواروي او د ملي بهير د مخکښۍ په لاره کې ملي مشران او نوابغ رامينځ ته کوي.

شپاړسمه او اولسمه پېړۍ او د اتلسمې پېړۍ پيل د افغانستان په تاريخ کې د هم داسې بحراني او غير عادي حالاتو پېړۍ دي، په هم دې پېړيو کې زموږ په هيواد د استبداد او استعمار لړې خورې وې، د افغانستان ځايې او ملي خپلواکي له منځه تللې وه، زموږ پر حاکميت او ارضي تماميت تېری شوی ؤ، د هيواد شمالي سيمې د ماورالنهر شېبانيانو لاندې کړې وې، ختيځې برخې يې د هند د کورګانيانانو په لاس کې وې، او په لوېديځو برخو يې د ايران صفويانو خېټه اچولې وه، په دې توګه افغانستان وېشل شوی ؤ، خو اشغال شوی ځکه نشو ورته ويلای چې د هيواد په ګوټ ګوټ کې ملي غورځنګونه او د ازادۍ بهيرونه روان وو او افغانستان يوه زورګير ته هم اېل شوي نه وو.

بشپړ متن ولولې....

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube