خبري شننې

ننوتل

اتمه برخه

انګرېزانو شهزاد خان ناصر وروغوښت. شهزادخان چې يو فقير مشربه مسلمان او يو متعصب پښتون ؤ، انګرېزانو ته ورتګ ګناه او بې عزتي ورته ښکارېده، له ورتګه او هم يې د ترڼی له ورکړې نه انکار وکړو. انګرېزانو ته يې وويل چې زه يو افغان او د افغانستان تبعه يم، دا ځای مي د ژمي طبيعي مينه ده، ژمی دلته يم پسرلی بېرته افغانستان ته ځم، زه له تاسې سره هيڅ کار نه لرم نه درځم.

د کالو خان په لمسونه انګرېزانو په شهزاد خان له شپې حمله وکړه، اوښې او مالونه يې ځيني بوتلو. خو په هغه جګړه کې چې پدغه شپه دانګرېزانو او ناصرانو تر مينځ وشوه کالو خان او څو نور کسه ټپيان پاته شول او ناصرانو بنديان کړو. په سهار چې انګرېزانو ته معلومه شوه چې موږ خو اوښې راوستې دی دوی سړي راڅخه بنديان کړي دي، بېرته يې مرکې شروع کړې. شهزاد خان ناصر ته يې پېشنهاد وکړ چې که موږ ته راشئ او له موږ سره دوست شئ تا او ستا قوم ته به تنخواوې او جاګېرونه درکړو.

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک اوومه برخه

په لوېديځ افغانستان کې د آزادۍ هلې ځلې 

  د دې تحريک باني زموږ ملي رهبر ميرويس نيکه دی. نو لومړی لازمه ده چې ميرويس نيکه و پېزنو چې څوک دی؟ غرزي چې اصلان د غور د غرج د سيمې اوسېدونکي دي خو بيا له هغه ځايه رالږدېدلي دي. يوه موده د کسی (کسې)  په غره کې ميشته شويدي دا چې له غرجه پر څه راليږدېدلي دي ښه نه ده معلومه. خو د کسې له غره د اولس د تراکم له کبله بېرته راوليږدېدل له خيبر، ننګرهار بيا ترکندهاره په دغو سيمو کې مېشته شول. ډېره ګوزاره يې په مالدارې تېروله بيا ورسته يې کرار کرار زراعت سره هم علاقه پيداشوه او د ننګرهار، لوګر، ګردېز، زرملې، ګوملې، شلګر، کټواز، مقر، ترنک ناوه، ارغنداب، لو ناوه، غونډان، غوړه مرغه، تګاؤ او د کابل شاوخوا دوئ اشغال وکړ، خو زيات شمېر يې لا اوس هم په کوچيتوب کې ژوند کوي لکه تره کی، ناصر، خروټی، احمدزی، اندړ، اکاخېل، مرياڼی، شېنورای او داسې نور چې لنډه شجره يې دا ده:

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک پنځمه برخه

امکان شته چې د دې دورې نورمهيم سندونه او اثار هم رامنځ ته شي او د دې رڼې دورې په باب نويې برسېرونه وشي، يو وخت چې ارواښاد استاد خليل په بغداد کې د افغانستان سفير ؤ هغه په بغداد کې د ميرويس نيکه او د زامنو سکې موندلې وې  چې په ژوندون مجله کې يې يوه مقاله پرې نشر کړه.

 ***                  ***                  ***     

تر دې لنډيز ورسته د الحاج امان الله خان هوتک دې اثر ته راورسېږو چې “د خپلواکۍ د لمر څرک” په نوم يې ليکلی دی. دی سر بېره پر دې چې د ميرويس نيکه د کورنۍ خلف الصدق دی، ښه عالم ، روڼ فکر او د ژورې او اوږدې مطالعې تښتن دی، دی د پښتنو له کلتور او فولکلور سره ژوره مينه لري او په دې برخه کې يې ابتکاري کارونه کړي دي. د هوتکو په باب د ده مطالعه ډېره اوږده او پخوانۍ ده، په دې برخه کې يې نوي ماخذونه موندلي او سره راغونډ کړي دي او دا اثر د ده د اوږدو مطالعو ثمر دی.

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک شپږمه برخه

لومړۍ څپرکی د ميرويس نيکه پاڅون

دا چې زه اوس د دې کتاب په ليکلو پيل کوم په يوې داسې زمانې پورې اړه لري چې زموږ پر ټول افغانستان د پردو د تسلط تيارې راخپرې وې. د افغانستان شرقي سيمې د هند د مغولي حکومت تر تسلط لاندې وې، غربي  ـ جنوب غرب سيمې د ايران د صفوي حکومت تر ادارې لاندې وې او شمالي سيمې د ماورالنهر تر ادارې لاندې وې. په دې وخت کې د افغانستان د تجزيې او وېش دوه نيمې پېړۍ تېرې شوې وې، په دې دوره کې د افغانستان د علم، فرهنګ او زراعت ترقي خو څه کوې چې د پردو لښکرکشيو جاه طلبيو، د تاخت و تاز ميدان ګرزېدلی او مخصوصا د [1]قندهار (کندهار) سيمه به کله د هند د جګړنو د آسونو تر سوو لاندې وه، کله به بيا ايرانيانو د خپلو جاه طلبيو تنده پرې ماتوله ځکه نو عام اولس پر يوه ټاټوبي ټېک نه سوای کولای، د اولس لويې برخې په کوچيتوب کې ژوند تېراوه او هم يې له خپله اصلي ټاټوبي څخه نورو سيمو ته مهاجرت کاوه. او که څه هم واړه واړه رياستونه تشکيل شوي او هغه به هم د خپلو مربوطو امپراتوريو تابعداره او فرمانبرداره او فقط د غاصب طاقت د ګټو د پاره به يې ژوند کاوه، د سېمې عايدات به د نورو جېبو ته لوېدل. زموږ اولس فقط په قوت لا يموت ژوند کاوه. زموږ د اولس کار او زحمت خولې تويول، د نورو د خوښۍ او آباد ۍ او هوساينې د پاره وو. فقط چې پرديو به ځينو ته يوه توره ور تر ملا کړه او پر اوږه به يې ټک واهه چې ځه ته يې

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک څلورمه برخه

دميرويس نيکه تر وفات ورستو عبدالعزيز پاچا شو او د ايران له دولت سره يې پټې اړيکې وساتلې خو کله چې د ايران له دولت سره د عزيز خان اړيکې افشا شوې او څرګنده شوه چې دی بېرته  تر لاسه شوې آزادي صفويانو ته سپاري نو همهغې جرګې چې د وطن آزادي يې اخيستې وه د ميرويس نيکه زوی شاه محمود هوتک ته سلا ورکړه چې عبدالعزيز ووژني او په دې وسيله د افغانانو آزادي له نوي خطر څخه وژغوري. ده همداسې وکړل، د عبدالعزيز تر وژل کېدو وروسته نه يواځې دا چې لاس ته راغلې آزادي وساتله شوه بلکه شاه محمود د ميرويس نيکه له وصيت سره سم وقايوي عمليات و کړل او د صفويانو د رانسکورولو له پاره يې لښکر کشي وکړه، تر اوږدو او خونړيو جګړو وروسته دی د اصفهان د تخت په نيولو بريالی شو او د ايران بې کفايته پاچا شاه حسين صفوي مجبور شو چې خپل تاج د ده په پښو کې کېږدي خو ده هغه وخت  دا تاج و مانه چې شاه حسين تاج پخپله راوړ او د ده پر سر يې ور کښېښود.

بشپړ متن ولولې....

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube