خبري شننې

ننوتل

د خپلواکۍ لمر څرک دیارلسمه برخه(ګرګين څوک ؤ او څنګه کندهار ته راغی؟ )

د دې سړي نوم اصلا وختنګ ؤ، په خټه ګرجي او د ګرجستان اوسېدونکی ؤ. په ګرجستان کې د پارس له پادشاه څخه ياغي شوڅو په پای کې ونيول شو او د اسلام دين يې و مانه او سلطان حسين يې هم تر ګناه ورتېر شو، و يې باخښه، د شهنواز لقب يې ورکړ او د کندهار په حکمرانۍ يې و ټاکه.

ګرګين يو عصبي مزاجه، تند خويه او بې رحمه سړی ؤ چې د پارس له ملت سره يې هيڅ علاقه نه درلوده. ډېر خونخواره انسان ؤ چې د همدې خونخواری په اثر د اصفهان دربار هغه وخت چې  مير سمندرخان بلوڅ په کندهار حمله وکړه او کندهار يې اشغال کړ نو ايرانيانو غوښته چې يو مقتدره او خونخوار سړی کندهار ته ولېږي. هغه ؤ چې ګرګين يې مقرر کړ. د ګرګين تر راتګ له مخه مير سمندر خان کندهار خوشی کړ بېرته بلوچستان ته ولاړ ګرګين يې له شل زره لشکر سره چې نور ډېر ګرجستانيان هم پکې ؤ د کندهار د بيګلر بيګي په نامه کندهار ته را وستاوه او هم بل غرض يې د ده په راوستلو کې دا ؤچې د هند د حکومت په مقابل کې يو ټېنګ سنګر ولري. خوګرګين يواځې د کندهار په حکمراني اکتفا و نکړه بلکه د سر جان ميلکم په قول چې وايې:

 کمینہ کشی پيشنهاد خود ساختہ قوام رياست دردوام سياست شناخت

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک دولسمه برخه (د ميرويس نيکه ازدواج)

ميرويس نيکه چې پلار يې له مقتدرو خانانو څخه ؤ يو بډاي زلمی ؤ. جعفر خان صدوزی چې په دغو وختو کې وفات شو، کونډې يې غوښت چې خپله لور داسې يو چا ته ورکړي چې د دې يتمان د هغه تر سيوري لاندې د ميراث خورو له تعرضه په امان شي. ميرويس نيکه چې به هميشه د خپلو کارو د اجرا لپاره کندهار ته تلی نوله ښهر صفا چې د سدوزو ټاټوبی ؤ تېرېدی راتېرېدی، د جعفر خان کونډې په دې تمه چې دا يو مقتدر خان دی بل زياته بډايي لري زما د اولاد ښتمنی ته تمه نه لري نو همدا سړی کېدائسي زما د اولاد د ټېکېدو سبب و ګرځي. نو يې د يو استازي په ذريعه زوم ګلوي ته را وبالا. ميرويس نيکه لکه په پخوا پښتنو کې چې رواج ؤ دا خبره د کور او قام مصلحت ته پېش کړه. کور او قام ټول په دې صلاح شوه په څو دليله يو د قوم د مشرانو د کورنيو په مينځ کې دوستي د دواړو خواوو د اولسونو په مينځ کې دوستي راولي، بل نو د ښالم خان له اولاده سره هم داسې ځای دوستي مناسبه وه. بله خوا ته د جعفرخان د لور د ښائست او نجابت اوازه تر هره ځايه خپره شوې وه، نو په اتفاق دا دوستي خوښه شوه مرکه ولاړه او د جعفرخان سدوزي لور يې چې خانزادۍ نومېده ميرويس خان ته و غوښته. دې دوستي د غرځو او ابداليانو په مينځ کې اړيکې صميمي کړې چې په وروسته واقعاتو کې ښه ترا ثابتې شوې چې ابداليانو هم لکه د غرځو په شان ميرويس نيکه د ځان خيرخوا او کالخوايه بالو.

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک لسمه برخه

سلطان ملخی چې يو غښتلی مشر و د لومړي ځل دپاره يې د غرزو يو رياست تشکيل کړ. له ګردېز غزني تر جلدکه د غرځو د رياست مشر وټاکل شو. سلطان ملخی ډېر تريالی مېړه ؤ چې د خپل قلمرو ساتنه يې په ښه توګه کوله. د ده رياست د هند د مغولو له خوا په رسميت پېژندل سوی ؤ او صفويانو هم په رسميت پېژاند. سلطان ملخی په يوه جګړه کې د انځرګي په سيمه چې د اومکی شمال او د ارغنداب جنوب ته واقع ده، د هزاره و د يوې يرغلګرې ډلې سره په جګړه کې مړ شو. د سلطان ملخي د حکومت تصديق مغولي اورنګزېب د يو فرمان په وسيله کړی ؤ. د سلطان ملخي له لويو کارنامو څخه يوه چې د  اودلو (ابداليانو) او غرځو تر مينځ يې د مځکو ويش وکړ چې د جلدک لوېديځه خوا په ابدالو او ختيځه خوا په غرځو اړه پيداکړه. د سلطان ملخي همعصر سلطان خدائيداد خان چې په سلطان خودکی مشهور ؤ، په ابداليانو کې د پوپل زو له ټبره ؤ او د ارغسان د ګواري د کلی اوسېدونکی ؤ. ده د ګوارې د کلي ختېځې خواته به سره غره کې د ګوارې پر تنګي يو بند تړلی دی چې په اوسنی زمانه کې هم بايد د انجنيري يو شاهکار ورته ووايو. خو اوس تر ډېرې اندازې خټو ډک کړی دی.

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک یوولسمه برخه ميرويس نيکه څوک ؤ او څه يې وکړو؟

د ميرويس نيکه په برخه کې مورخينو هر چاله خپلو معلوماتو سره سم هر څه ليکلي دي. خو له بده مرغه چا دا کوشش نه دی کړی چې د ده له اصلي ټاټوبي له خلګو او يا د ده له اولادې څخه څه معلومات لاس ته راوړي. حاجي ميرويس خان نيکه په يوولسمه پېړۍ هوتک بابا او په پنځلسمه پېړۍ غرځي بابا ته رسېږي. دا چې اکثره مورخينو هوتک او توخي وروڼه بللي دي، علت يې دا دی چې بابا هوتک او بابا ناصر ډېر کوچني ؤ چې پلار يې بابا درخی مړ شو. دوئ د اکا توخي بابا تر سرپرستی لاندې لوی شول او چې ځوانان شول د پلار نوم يې خلکو نه اخيست دوی هر يو دخپل مستقل نامه خاوند شو او خلګو د توخي نيکه وروڼه تصور کول. حال دا چې دوی د توخي نيکه ورېرونه وو.

د حاجي مير خان نيکه مور نازو انا د سلطان ملخي توخي لور وه. سلطان ملخی لکه مخ کې چې مو وويل د غرځو مستقل حکمران ؤ او د مغولي اورنګزيب او ايراني صفويانوله خوا په رسميت پېژندل شوی ؤ. له جلدکه تر غزني ټولو قومونو احترام ورته کاو او مستقله حکمراني يې درلوده. ده د نازو انا په علمي روزنه کې ډېر زيار وايسته. د وخت له سپين ږېرو علماو څخه يې ليک لوست او مروجه علوم ولوستل. که څه هم هغه وخت پښتنو د خپلو اولادو په علمي روزنه کې دونه

بشپړ متن ولولې....

نهمه برخه (ميرويس نيکه)

د دې غورځنګ اصلي قهرمان ميرويس نيکه ؤ. نو لومړی بايد ميرويس نيکه وپېژنو. ميرويس نيکه د ښالم خان زوی، د کرم خان لمسی، د اسمعيل کړوسی، اسمعيل د مندين زوی، مندين د عمرد جلال د قطب د ايساک د سفر د حسين د ملکيار د هوتک د درخي د بارو د توران د غرزي يا غرځي د شاه حسين غوري. هغه وخت چې د کسې په غره کې د خلقو شمېر زياته شو او مينه پر تنګه شوه نو غرځي د اوسني زابل، پکتيا، پکتيکا، غزني، کابل، ننګرهاراو کونړ په سيمو راوليږدېدو او دا سيمې يې اشغال کړې. په دغه زمانه کې چې دغه سيمې اشغالېدې د هوتکو سترمشر ملکيار نيکه ښودل شوی دی. هوتک په مرغه، اته غر او سيوري کې ميشته شول. د سيوري سيمه چې طبعي ځنګلونه يې درلودل د زراعت لپاره ښه مساعده و بلل شوه او ملکيار نيکه اولس د کارېز و کېندلو ته و ګمارل. د ملکيار نيکه د زمانې له کيندل شويو کارېزو څخه تقريبا پنځه شپېته کارېزونه اوس هم موجوده دي. ملکيار نيکه [1] له سيوري څخه يوه زراعتي سيمه جوړه کړه. اولس يې و کرهڼې ته تشويق کړل خو خلق له کوچيتوبه را وګرځېدل او په کرهڼه يې وګمارل. مځکې يې پر طايفو ووېشلې، د سيوري سيمه د تن زرو، عمرزو، شيخ زو، ملي زو، معروف زو،

بشپړ متن ولولې....

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube