خبري شننې

ننوتل

د خپلواکۍ لمر څرک (اتلسمه برخه)

د دوئ سړی چې بېرته راغلی دوئ ته وويل چې دا سړی ارمني دی. کوم وخت چې دوئ دا خبره واورېدله ډېر متشوش سول. خصوصا چې دې سفير ويلي ؤ چې دی د ارمينيانو شهزاده دی. ځکه دوئ نه غوښتل چې يو ارمنې سړی د سفير په لقب هغه هم د سفير په نامه د اصفهان دربار ته راشې. له دې کبله يې د فرانسې سفير ميشل، چې د فرانس د څورلسم لويې له خوا د تجارتي چارو دپاره په اصفهان کې مقرر ؤ ته مراجعه وکړه او ځيني ويې غوښتل چې د دې سفير هويت ښه ورته څرګند کړي او دوئ ته دا معلوم کړي چې د روس دولت ته په څه نسبت معرفي شوی دی او څه قرابت ورسره لري. د فرانس سفير هم د دې سفير په راتګ خوښ نه ؤ ځکه دې سفير د ليوپولډ اعتمادنامه هم په لاس کې درلوده چې له فرانسويانوسره په جنګ اخته ؤ او هم يې اورېدلي ؤ چې اسرائيل اري خيال لري چې

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک (اولسمه برخه)

 د هر سوال په ځواب کې يې مثبت ځواب و موند. مګر ميلسون دا سوالونه بل ډول وايې:

۱ – ايا د هغو مسلمانانو د پاره چې په ديني چارو کې آزاد نه وي د تورې په زور آزادول روا دي؟

۲ – که د يو ملت مشران ناچاره شي، د يو بېدين بادشاه سره بيعت وکړي او هغه بادشاه د بيعت د لومړيو شرطو مراعات و نکړي آيا هغه ملت کولای شي خپل بيعت فسخ کړي؟

د دواړو پوښتنو په ځواب کې د –  بلا شک –  کلمه و موندله. بله خواته سر جان ميلکم فقط دومره ليکي –

کہ در مکہ فتاوی از علما اہل سنت گرفت کہ محاربہ با شیعہ و قلع قمع این طایفہ موافق قانون شرع شریف است

 په هر صورت کوم وخت چې حاجې ميرخان نيکه بېرته اصفهان ته راوګرزېدی د پارس د حکومت پر خلاف

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک (پنځلسمه برخه)

بله ورځ يې واورېدل چې د داخلي چارو او قضاياؤ د حل دپاره يو لوی دربار جوړېږي نو يې زيار وياستو چې دې مجلس ته لاره و مومي او لاره يې هم پيدا کړه. کوم وخت چې مجلس جوړ شو دی يې هم ور و بالا. د مجلس رئيس د استفسار په توګه له ميرويس څخه د ګرګين په باره کې پوښتنه وکړه. ميرويس نيکه د دې دپاره چې د مجلس نظريه ځان ته معلومه کړي د پورتنۍ پوښتنې په ځواب کې دګرګين خورا ډېر صفت وکړ او ويې ويل چې ګرګين د ورور په شان ګڼي او د زړورتوب او عدل او مساوات په باب کې يې د صفوي حکومت په باره کې د هغه د فرمانبردارۍ ښه نظريه ورکړه او زياته يې کړه چې دا رښتيا وه چې کوم وخت چې د مغل د نايب الحکومت په حيث د ده له مقررېدو خبر شول تر هر چا د مخه ما د ده له قوته کار واخيست او دګرګين بې استشارې مي د کندهار په ساتنه کې ورڅخه کار واخيست. په دې

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک (شپاړلسمه برخه)

له دې ورستو ميرويس نيکه هر ځای مقبول واقع کېده خصوصا د اعتماد الدوله پارټۍ د ده ډېر احترام کاؤ. دې پارټۍ نه يواځې د ده شفاعت بادشاه ته وکړ بلکه د ګرګين ظلمونه او نا حقی يې ټولې بادشاه ته بيان کړې او د پارس بادشاه يې له ميرويس نيکه څخه خوښ او راضي کړ او بادشاه د ميرويس نيکه قيد معاف کړ. پدې وخت کې که ملي قايد غوښتلای چې کندهار ته ولاړشي بېخي تلای سوای مګر دپارس
د دولت درهم برهم وضيعت د ده په سر کې نور خيالونه پيدا کړو چې په هغو کې نه يواځې د قوم د آزادۍ راز پټ ؤ بلکه د افغاني خاورې وسعت او ارت والی هم په نظر کې نيول شوي ؤ.
ميرويس نيکه دوې مهيمې قوې درلودې: لومړۍ قوه يې ثروت او بډايې وه دوهمه قوه يې قابليت او سياست مداري وه. له بلې خوا د اصفهان د دربار وضيعت د ده د کارواي دپاره ښه زمينه برابره کړې وه.

بشپړ متن ولولې....

د خپلواکۍ لمر څرک (څوارلسمه برخه)

 پدې وخت کې ميرويس نيکه هم په کندهار کې خپل کار پرېښود او د مرور په توګه خپلې سيمې سيوري ته ولاړ. ګرګين چې له يوې خوا د ملت ناراضيتوب وليد او له دې عريضې هم خبرشو او له بله پلوه ورته معلومه شوه چې د ميرويس نفوذ تر دولت خان هم ډېرشوی دی، نو يې له ګرجې مشرانوسره مشوره وکړه او چاره يې ځينې وغوښته. هغو ورته وويل چې –

اگر فرقہ غرجایی نیز مانند گروہ ابدالی قوی گرد د حاکم وقت از دست شان بجز بد حالی چیزی نخواہد دید

هغه ؤ چې ګرګين او نور ټول ګرجي مشران د ميرويس د کښې ايستلو په فکر کې شول چې کومه پېلمه ورته جوړه کړي او دی له اقتداره واچوي او محکوم يې کړي. د همدې اختلاف په اثر يې څه موده ورسته ميرويس د بادشاه په دښمني تورن کړ او له خپلو معتبرو ملګرو سره يې تحت الحفظ اصفهان ته ولېږو.

مګر د افغان او پارس د جنګ د کتاب ليکونکی ليکي چې ګرګين د ميرويس له اهميته خبر ؤ او د ده له اقتداره بېريدی. په ښکاره يې ده ته د بندي ګرت نوم نه واخيست او نه يې بندي کړ بلکه د تلبيس له

بشپړ متن ولولې....

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube