Saturday, 25 November 2017

ورځنئ انځور (5)

نن ورځ د ملي مشر او پخواني ولسمشر حامد کرزي د زوکړې ورځ ده. افغان جرګې ټیم پخواني ولسمشر ته د هغوي د زوکړې د ورځې په خاطر مبارکي وايي، او هغوي ته د اوږد، هوسا او نېکمرغه ژوند غوښتونکي دي. 

په محکومه پښتونخوا کې له پښتو کتابونو څخه د پښتني شخصیتونو نوم ویستنې ته تر ټولو غوره ځواب همدا دی. 

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د پښتو ژبې او ادب د ستر شاعر عبدالغنی خان د زیږیدنې د سلمې کالیزې د لمانځنې علمي سیمینار پرانیست.

د ولسمشرۍ ټاکنې

Written by Sunday, 06 April 2014 05:53

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی نن سهار وختي په اماني لېسې کې د رايې اچونې مرکز ته لاړ او په دغه مرکز کې يې د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې خپله رایه وکاروله.

جمهور رئيس حامد کرزي د خپلې رايې له کارونې وروسته د افغانستان خلکو ته په خپل پيغام کې نن ورځ د افغانستان لپاره حیاتي او برخلیک ټاکونکې وبلله.

جمهور رئيس زیاته کړه: نن موږ او د افغانستان خلکو ته د یوه حیاتي او ملي برخلیک ټاکونکي ګام د اوچتولو ورځ ده. موږ د افغانستان خلک باید د خپلې آزادې او شفافې رایې په کارولو سره خپل راتلونکی جمهور رئيس او د ولایتي شوراګانو غړي وټاکو. نن زه د یوه افغان او د دغه هېواد د یوه تبعه په توګه دغه کار په خوشحالۍ او افتخار سره ترسره کوم.

سي ائې ای+ائې ایس ائې=طالب

 

 

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes