Monday, 18 December 2017

راتلونکې جګړه پنځمه برخه (د افغانستان جګړه قراردي کېږي)

Written by  Published in لیکنې Wednesday, 19 July 2017 10:58
Rate this item
(0 votes)

د امریکا سره د امنیتي تړون دا دې څه درې کاله پوره کېږي، مګرهغه ژمنې او وعدی چې له افغانستان سره شوې وې لاتراوسه په عمل کې نه دې ثابته شوي. ددې ترڅنګ د افغانستان راتلونکی او امنیتي ننګونې تر بل هروخت زیات تت لیدل کېږي. د داعش د نفوذ زیاتېدل، د طالبانو په حملو کې ورځ تر بل شدیدوالی، د ملي یووالي حکومت دننه د پوزیشن او اپوزېشن ناندرۍ او ګډوډۍ، نوي ائېتلافونه او د امریکايي لنګرګوټيانو لخوا په افغانستان راتپل شوې جګړه اوس قراردادي کول هغه څه دي چې د شته نظام لپاره تر ټولو لوي سردرد او ننګونه ده.

 

د افغانستان د مسلې د حل په اړه د لنګرګوټيانو بهرنۍ تګلاره هغه څه ؤ چې له ډېرې مودې راهیسې ورته ټول په انتظار ول. وړاندوینې داسې وې چې ولسمشر ټرمپ به دا ځل پاکستان د شدید فشار لاندې راولي ترڅو د تروریستانو د روزنې او حمایت څخه لاس په سر شي مګر مونږ ولیدل چې د امریکا لپاره اوس هم پاکستان تر ټولو زیات سټرټیجیک اهمیت لري. نه یواځې د زړو نیواکګرو لپاره بلکه په عموم کې د دواړو نوو او زړو نیواکګرو لپاره پاکستان مهم او سټرټیجیک دی. دواړه نوي او زاړه نیواکګر د پاکستان په راخپلولو کې له یو بل سره په مقابله کې دي، برعکس افغانستان یواځې د نوو او زړو نیواکګرو لپاره د لوبې ډګر دی نور هېڅ هم نه دي. دوه اوونۍ د مخه کله چې د امریکا د کانګریس د دفاعي چارو کمېټې د جان مکین په مشرۍ اول پاکستان او بیا افغانستان ته سفر وکړو مونږ ته د افغانستان په اړه د لنګرګوټيانو رویه، هغوي ته د افغانستان اهمیت او همدارنګه په تېرو پنځلس-شپاړس کلونو کې د لنګرګوټيانو په شتون کې د نامنۍ په دې راز پوه شولو چې دوي قصداً نه غواړي چې دغه هېواد دې د امن په فضا کې ساه واخلي.

ویل کېږي چې دوه ورځې د مخه د  (BlackWater) او (Dyncorp) شخصي امنیتي قراردادي کمپینو مشرانو له ولسمشر ټرمپ سره لیده کاته کړي دي. د The Atlantic  د یو راپور مطابق افغانستان ته نوي او تازه دمي راتلونکي امریکايي پوځيان نه بلکه د امنیتي قراردادي کمپنیو ځواکونه رالېږل کېږي. دغه شخصي امنیتي کمپنۍ هغه دي چې په ګرده نړۍ کې يي د هرچا لپاره د پیسو په مقابل خدمتونه کړې دي. ویل کېږي چې دغه امنیتي کمپنۍ د هر هغه چا لپاره چې تر ټولو زیات روپیو وړاندیز ورته وکړي خدمت کوي. څه موده مخکې چې کله په نایجیریا کې د بوکو حرام تروریستي ګروپ باندې د نایجیریا حکومت زور ونه رسېدو نو هغوي هم له دغو امنیتي کمپینو ته قراردادونه ورکړل چې بیا دغو قراردادیانو د نایجیریا لویه برخه ځمکه له بوکو حرام تروریستي ډلې ونیوله. همدارنګه دغه قراردادي کمپنېو د چین، روس او د نورو هېوادونو لپاره هم امنیتي خدمات ترسره کړي دي. ډېری وخت دغه امنیتي کمپنۍ د هېوادونو او لویو لويو باروړنکو شرکتونو لپاره هم خدمات ورکوي او د سمندري غلو په مقابل کې د مالونو د لېږد رالېږد امنیت ساتي. تر ټولو مهمه دا ده چې دغو امنیتي کمپینو د ډېرو تروریستي ګروپونو لپاره هم د پیسو په مقابل کې خدمات ترسره کړي دي.

هغه څه چې اوس زمونږ لپاره تر ټولو د غور وړ دي هغه دا دي چې که چېرې د افغانستان جګړه قراردادي کېږي نو زمونږ ګټه او تاوان به پکې څه وي؟ په دې خو د ټولو سر خلاص دی چې د افغانستان د مسلې حل د پوځیانو د شمېر په زیاتېدو کې نه دی او نه هم د افغانستان د مسلې حل د افغانستان دننه د افغانانو د کلو په بمبار، تلاشیو او خپلسرو عملیاتو کې دی بلکه ددې مسلې د حل لپاره باید د افغانستان د سرحدونو د باندې عملیات وکړل شي. همدارنګه بل تر ټولو مهم او د غور وړ ټکی دا دی چې دغه قراردادي کمپینو کارکوونکي اکثر جرمي ریکارډ لري او دوي به افغانستان ته په راتګ سره یو ځل بیا د ولس او حکومت ترمینځ واټن پسې لا زیات کړي. له دوي څخه ډېره ویره احساسېږي چې د کندهار په څېر نه هېرېدونکې بدې پیښې به تکرار کړي او ملکي وګړو ژوند ته به خطر پیښ شي. بل دغه امنیتي کمپنۍ د روپیو په مقابل کې خدمات ورکوي، نو په دې کې هېڅ شک نشته چې هغه هېوادونه چې همدا اوس په افغانستان کې لاسوهنه کوي، هغوي به دغو کمپنېو ته د پیسو د ورکولو په مقابل کې امنیت لاپسې ښه خراب کړي.

د ملي یووالي حکومت اوس باید امریکا او لنګرګوټیانو ته په ډاګه ووايي چې دوستي به پالو مګر په چل ول نه البته ریښتینې او صادقانه ملګرتیا به کوو. د افغانستان د مسلې حل پوځي او یا هم دغه جګړه قراردادي کولو کې نه دی. د ملي یووالي حکومتي چارواکي دې په یاد ولري چې افغانستان قراردادیانو ته ورسپارلو سره نور هېڅ هم نه بلکه په افغانستان کې یو بلې اوږدمهال جګړې ته لاره پرانیستل دي چې شاید څو لسیزې دوام ومومي.  

نور بیا.......

Follow Twitter: @BazwanJalal

Read 5443 times

Leave a comment

  • ClarkNes
    ClarkNes
    Tuesday, 12 December 2017 05:37

    Legitimate Canadian Mail Order Pharmacies
    canadian pharmacies
    cvs online pharmacy
    canadian pharmacies online
    Canadian Pharmacy

    Report
  • DesmondAbalf
    DesmondAbalf
    Monday, 11 December 2017 08:57

    buy viagra online uk next day delivery
    viagra cost
    quanto tempo dura o efeito do viagra 50mg
    viagra cost
    where to buy generic viagra in usa

    Report
  • Larryagemi
    Larryagemi
    Monday, 11 December 2017 07:04

    is generic viagra the same as viagra
    cost of viagra
    viagra in pakistan price
    cost of viagra
    where to buy pfizer viagra

    Report
  • Louislex
    Louislex
    Monday, 11 December 2017 05:51

    viagra ireland sale
    how much viagra does cost
    best online generic viagra site
    how much viagra does cost
    pfizer viagra vs generic

    Report
  • Danielsom
    Danielsom
    Sunday, 10 December 2017 22:56

    order cialis in canada
    cialas canada
    cialis for daily use (5 mg) sold in canada
    cialis .5
    ciallus canada

    Report
  • ScottDub
    ScottDub
    Sunday, 10 December 2017 12:33

    hvor mange mg viagra
    cost of viagra
    ordering viagra online in india
    how much viagra does cost
    order viagra using paypal

    Report
  • MarthaCow
    MarthaCow
    Sunday, 10 December 2017 08:44

    slot machines
    free slot games
    real money casino
    casino online

    Report
  • Marisolagedo
    Marisolagedo
    Saturday, 09 December 2017 16:39

    http://lampenx.eu/ Bererolozend, Order Cheap Xanax Online

    Report
  • MarvinatTic
    MarvinatTic
    Saturday, 09 December 2017 15:15

    order viagra cialis canada
    buy cialis
    cialis for sale no prescription
    buy cialis online
    buy cialis england

    Report
  • ClaytonOminc
    ClaytonOminc
    Saturday, 09 December 2017 14:08

    buy cialis legally canada
    cialis tablets
    cheapest genuine cialis
    cheap cialis
    cialis sale manila

    Report

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes