Thursday, 23 November 2017

سیمه، افغانستان او نامالوم راتلونکی (څلورمه برخه)

Written by  Published in لیکنې Thursday, 06 July 2017 03:58
Rate this item
(0 votes)

 ډېرو افغانانو د ټرمپ د ولسمشر کېدو هرکلی ځکه وکړو چې فکر يي کاوه چې ګواکې ولسمشر ټرمپ به د افغانستان مسله حل کړي او هغه خبرې چې د ولسمشر کېدو د مخه يي کولاې چې ګواکې د هرې مسلې حل پوځي نه دی نو همدارنګه افغانانو هم داسې انګېرله چې د ټرمپ ادارې اکثرا لوړپوړي چارواکي هغه پوځي مامورین دي چې په افغانستان کې يي ماموریت ترسره کړی دی او د مسلې له هر اړخ سره خورا بلدتیا لري. مګر اوس دا ټول وړاندوینې او فکرونه ناسم راخېژي.

 

په رسنېو کې هم د هرې ورځ سرلیک د سیمې او افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې ناتکمیل شوې بهرنۍ تګلاره ده، کومه چې اوس مالومه شوه. په درېیمه برخه کې مو په برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو او د امریکا د دفاع وزیر ترمېنځ د ناستې په اړه یادونه کړې وه چې مهم ټکي يي په افغانستان کې د امریکا او ناټو ماموریت به تر یو نامالومې نېټې پورې دوام ومومي او همدارنګه امریکا له ناټو غړو هېوادونو درې زره نوي سرتېري افغانستان ته د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو په خاطر هم غوښتنه کړې ده.

په هغه ناسته کې مونږ ته د افغانستان د کشالې د حل په موخه د ټرمپ ادارې د بهرنۍ تګلارې پته ولګېده چې دوي څومره د افغانستان په مسله کې سنجیده دي، مګر د موضوع په دواړو اړخونو مونږ د دې اوونۍ د امریکا د کانګریس دفاعي چارو کمېټه چې د جان مکین په مشرۍ اول پاکستان او بیا کابل ته سفر وکړو خورا ښه پوهېدلای شو. د کانګریس د دفاعي چارو کمېټۍ د پاکستان د لوي درستیز سره د وزیرستان په دوره هم ولاړل، هلته يي‌ د پاکستان د پوځيانو له کردار خوښي څرګنده کړه او همدارنګه په ډیورنډ کرښه د ازغن تار د لګولو يي هم ستاینه وکړه.

په کابل کې د ولسمشر غني سره د ناستۍ وروستو يي ولسمشر غني ته د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د پاکستاني-افغاني ځواکونو ګډ عملیاتو(Joint Border Operations) طرحه وړاندې کړه او ولسمشر غني هم ورسره ومنله. د ارګ په اعلامیه کې چې په ټویټر خپره شوې ده هم له دغې طرحې يي ملاتړ اعلان کړی دی او ددې ترڅنګ د ډیورنډ کرښې ته د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سرحد نوم ورکړل شوې دی، مګر نن ورځ يي د تېرې شپې ټول ټویټس ډیلیټ/ړنګ کړې دي.

مونږ له هرڅه د مخه د ملي یووالي حکومت له چارواکو یو څو پوښتنې کوو چې ایا ستاسې کامیابه بهرنۍ تګلاره او لابي په امریکا کې هم دا وه چې د ۲۰۱۴-۱۵ کال هماغه د (Border Management) معاهده مو د امریکا په خوله له پاکستان سره بیا د سره په یو نوي نوم ومنله؟

ایا تاسې د ملي یووالي حکومت ته دا پته نشته چې د پاکستان په نسبت ښه طالب(Good Taliban) اوس د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې نه بلکه په جنوبي پنجاب کې روزل کېږي او هلته يي کمپونه دي؟

ایا د ملي یووالي حکومت له یاده ووتل چې د بارډر منیجمینټ د معاهدې په اړه تېر ځل ولس کوم غبرګون ښودلی ؤ؟

ایا ملي یووالي حکومت په دې پوهېږي او که نه چې د ګډو عملیاتو په نوم چلبازي به پاکستان له نړېوالې ټولنې د فشار څخه وژغوري؟

ایا د ملي یووالي حکومت چارواکي په دې نه پوهېږي چې پاکستان د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو په اوږدو کې د ګډو عملیاتو په نوم د تروریزم د روزنۍ او د Cross-border terrorism  بوج له خپلو اوږو ښکته کوي او افغانستان ته يي په ور اوږه کوي؟

ایا د ملي یووالي حکومت په دې نه پوهېږي چې داسې هېڅ ضمانت وجود نه لري چې پاکستان به په ریښتینې ډول د ټولو تروریستانو روزنیز کمپونه له منځه یوسي او د ښه او بد تروریست ترمېنځ به فرق نه کوي؟

تر ټولو مهمه او د غور خبره خو دا ده چې ملي یووالي حکومت په خپله دوه-درې کلنه دوره کې یو ځل هم له امریکايي او لنګرګوټي دوستانو دا پوښتنه نه ده کړې چې ولې په حقایقو سترګې پټوې؟ ولې په مونږ جنګ راتپۍ؟ ولې راسره په صداقت دوستي نه کوې؟ مونږ خو د دوستۍ ټول شرایط پوره کړې دي مګر ستاسې له لوري له مونږ سره دښمنانه چلند کېږي او مونږ دې ته مجبوروۍ چې نور ستاسې له ښو او بدو واړو توبه وباسو.  

نور بیا.........

Read 3962 times

Leave a comment

  • JamesGlorm
    JamesGlorm
    Friday, 10 November 2017 03:16

    autocad request code
    autocad 2017
    autocad 2017 64 bit serial number and product key
    autocad 2017
    download autocad electrical 2013

    Report
  • KennethHeall
    KennethHeall
    Friday, 10 November 2017 00:27

    autocad lt upgrade path
    autocad 2018
    downloadable autocad
    autocad download
    autocad 2017 product serial number

    Report
  • Vovamelia
    Vovamelia
    Thursday, 09 November 2017 23:04

    look there cialis and diarrhea

    cheap cialis

    cialis cheap

    want to buy cialis

    Report
  • Wadimmelia
    Wadimmelia
    Thursday, 09 November 2017 18:26

    acheter viagra professionnel

    http://viagralkp.com/ - buy viagra

    buy generic viagra

    viagra ratiopharm kaufen.

    Report
  • Anthonyowexy
    Anthonyowexy
    Thursday, 09 November 2017 13:33

    buy levitra no prescription uk
    levitra prices
    levitra discount
    vardenafil
    order generic levitra online

    Report
  • Anthonyowexy
    Anthonyowexy
    Thursday, 09 November 2017 08:28

    cheap viagra cialis levitra
    levitra 20 mg
    levitra prix discount
    levitra 20 mg
    levitra sale canada

    Report
  • Sokowamelia
    Sokowamelia
    Thursday, 09 November 2017 07:22

    viagra y pastilla cialis

    buy viagra online

    viagra online

    cialis 5mg vs viagra 100mg

    Report
  • Dikunovamelia
    Dikunovamelia
    Thursday, 09 November 2017 04:49

    cheap cialis pillstore

    generic cialis online

    generic cialis online

    cialis holdbarhet

    Report
  • Dikunovamelia
    Dikunovamelia
    Thursday, 09 November 2017 02:56

    acheter cialis 50mg

    http://cialisnji.com/ - cialis cheap

    buy cialis

    cialis 20g

    Report
  • Josephdyete
    Josephdyete
    Wednesday, 08 November 2017 21:44

    purchase cheap levitra
    levitra coupon
    levitra cheap
    levitra prices
    discount generic levitra

    Report

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes