Thursday, 23 November 2017

سیمه، افغانستان او نامالوم راتلونکی (درېیمه برخه)

Written by  Published in لیکنې Monday, 03 July 2017 10:28
Rate this item
(0 votes)

په دوهمه برخه کې مو په اسیا کې د امریکا د راتلونکی تګلارې په اړه یادونه وکړه او په‌ ځانګړي ډول د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور بریژنیسکي د ټرمپ ادارې ته د هغې مشورې چې د چین د نفوذ د مخنیوي او په اسیا کې د قدرت د موازنې لپاره باید څه وکړي.

د تېر زیارت په ورځ په برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو او د امریکا د دفاع وزیر ناسته درلوده. د ناستې مهم موضوعات د روس څخه د ناټو غړو هېوادونو ته ورپیښو امنیتي خطرونواو چلینجونه مخنیوی او همدارنګه د تروریزم ضد جګړه ول. کله چې هم د تروریزم ضد جګړې خبرې کېږي نو ډېر فوکس په افغانستان کېږي. د لویدیځو رسنېو او شننونکو مطابق دا د امریکا او ناټو غړو هېوادونو لپاره په تاریخ کې تر ټولو اوږده او ستونزمن عملیات او ماموریت ګڼل کېږي چې لاتراوسه نه دي توانېدلي چې د افغانستان مسله حل کړي.

 

مونږ او لویدیځ رسنۍ او شننونکي بیا په دې خبره کې سره د نظر اختلاف لرو. هغوي یواځې دا وايي چې لاتراوسه نه دي توانېدلي مګر د موضوع اصلي اړخ په اړه خبرې نه کوي چې نه دي توانېدلي نو علت يي څه دی؟ ایا د افغانستان مسله په ریښتینې ډېره پېچلې ده او که نه دلته د امریکا او د ناټو غړو هېوادونو حالات او سناریو داسې برابره کړې ده چې په افغانستان کې ددوي ماموریت یو څه ناکام او یو څه کامیاب وښايي؟ په هر حال مونږ به هغه د چا خبره چې مونږ به خپل کار کوو او هغوي به خپل کار.

د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو او د امریکا دفاع وزیر جنرال مټیس چې د لیوني سپي په نوم هم په لویدیځو رسنېو کې مشهور دی ناستې یو خبره روښانه کړه او هغه د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا جنجالي بهرنۍ تګلاره ده چې د ټرمپ د ولسمشرۍ چارو د سبمالولو څخه را وروستو هره ورځ په رسنېو کې ښکته او پورته کېږي او لاتراوسه دغه بهرنۍ تګلاره لا نه ده تکمیل شوې. د ناستې څخه وروستو جنرال مټیس د رسنېو سره په خبرو کې د افغانستان په اړه وویل: هغه نه غواړي چې د جنګ د خاتمې لپاره یوه نیټه وټاکي، ځکه چې د جنګ خاتمه نه اټکل کېدونکی خبره ده. د جنرال مټیس دغه خبرې شکونه په یقین بدلوي او هغه څه چې لاتراوسه مونږ يي زړه نا زړه وايو اوس په یقین سره ویلای شو چې د افغانستان مسله کې امریکا هېڅ سنجیده نه ده او نه غواړي چې دغه مسله هواره شي. دوهم تر ټولو مهمه خبره دا چې په افغانستان کې د امریکا جګړه په اصل کې ده له چا سره؟ ایا امریکا د پنځلس-شپاړس کلونو وروستو هم غواړي چې د تروریزم ضد جګړه د افغانانو په کلو کې وکړي او دغه جګړه په افغانانو ور وتپي او که دغه جګړه به د افغانستان د پولو د باندې کوي؟ د جنرال مټیس یو بله خبره دا وه چې هغوي د افغانستان څخه د انخلا او یا هم د وتلو لپاره کوم نیټه نه مالوموي بلکه غواړي‌ چې په افغانستان کې تر یو نامولوم اوږدمهاله مودې لپاره پاتې شي. دغه خبره بیا هغه څه دي چې زمونږ شکونه په یقین بدلوي. مونږ وایو چې بېشکه په افغانستان کې د اوږدی مودې لپاره پاتې شی مګر په هغو اصولو او شرایطو له مخې چې تاسې له مونږ سره د امنیتي تړون او د سټراټیجیکې دوستۍ د تړونونو له مخې کړې دي. کچېرې ستاسې موخه په افغانستان کې جګړۍ ته دوام ورکول وي او هغه وعدې چې تاسې له مونږ سره په تړونونو کې کړې دي او پوره کولای يي نشی او یا يي هم قصداً نه پوره کوی نو بېشکه هېڅ افغان دې ته نه دی تیار چې ستاسې شتون په افغانستان کې ومني.

د جنرال مټیس بله مهمه خبره د افغانستان په اړه د امریکايي سرتېرو د زیاتوالي په اړه وه. هغه وویل چې لاتراوسه يي د کره شمېرې د زیاتوالي په اړه نه ده کړی مګر که سم او پرځای مالومات ورته په لاس ورشي نو په هماغه ساعت به په افغانستان کې د کره شمېرې په اړه اعلان وکړي. مونږ بیا هم د جنرال مټیس ددې خبرې په اړه وایو چې که امریکا په افغانستان کې خپل د ځواکونو شمېر زیاتوي نو دوي يي‌ د کوم تړون له مخې دغه کار ترسره کوي؟ ایا تاسې په ريښتینې داسې ګڼې چې ګواکې په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر په زیاتوالي سره به دغه مسله حل شي او که څنګه؟

د ملي یووالي حکومت او ولسمشر اشرف غني سره مخالفتونه هم تر ډېره د همدې له وجې دي چې په دغو مسلو کې يي چوپتیا غوره کړې ده. په هېواد کې د امریکا او ناټو د هغه رول په اړه کله هم نه غږېږي کومه چې دوي له مونږ سره د تړونونو له مخې کړې ده.

نور بیا..............

Read 4302 times Last modified on Monday, 03 July 2017 10:32

Leave a comment

  • Ronaldgom
    Ronaldgom
    Saturday, 18 November 2017 07:24

    buy cheap cialis from india
    cialis without a prescription
    cialis buy cheap
    cialis without a doctor's prescription
    can you split cialis pills half

    Report
  • DennisNaf
    DennisNaf
    Saturday, 18 November 2017 04:01

    cheapest source cialis
    cialis without a doctor
    cheap cialis generic canada
    cialis without a prescription
    cheap cialis australia

    Report
  • JamesJuics
    JamesJuics
    Saturday, 18 November 2017 01:31

    buy cialis no prescription uk
    cialis without a doctor's prescription
    cialis sale montreal
    cialis without prescription
    pills that look like cialis

    Report
  • DennisNaf
    DennisNaf
    Saturday, 18 November 2017 00:02

    very nice site cheap cialis
    cialis without a prescription
    buy cheap viagra cialis
    cialis without a doctor's prescription
    how to take cialis pills

    Report
  • Waltertarve
    Waltertarve
    Friday, 17 November 2017 11:29

    buy viagra cialis uk
    cialis without a doctor prescription
    cialis sale manila
    cialis without a prescription
    cialis cheap usa

    Report
  • Willieges
    Willieges
    Friday, 17 November 2017 01:46

    where to order cialis online safe
    cialis without a doctor
    cialis tadalafil tablets
    cialis without a doctor prescription
    buy cialis no prescription in uk

    Report
  • CalvinBus
    CalvinBus
    Thursday, 16 November 2017 23:11

    cheapest cialis tablets
    cialis without a doctor's prescription
    buy cheap cialis link online
    cialis without doctor
    cheap cialis in usa

    Report
  • Willieges
    Willieges
    Thursday, 16 November 2017 22:18

    cheap generic viagra/cialis
    cialis without doctor
    cialis 20 mg for sale
    cialis without a doctor
    cialis sale antidoping

    Report
  • RandymoX
    RandymoX
    Thursday, 16 November 2017 05:45

    viagra pfizer buy
    cheap viagra
    viagra online zonder recept
    viagra buy
    how to buy viagra online uk

    Report
  • Maksmelia
    Maksmelia
    Thursday, 16 November 2017 05:40

    discount cialis by lilly

    buy cialis

    generic cialis online

    prix cialis soft

    Report

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes