Monday, 18 December 2017

سیمه، افغانستان او یو نامالوم راتلونکی (دوهمه برخه)

Written by  Published in لیکنې Saturday, 24 June 2017 10:55
Rate this item
(0 votes)

په تېره برخه کې مو د هند او امریکا له لوري د «ورېښو د نوې لار» ګډې پروژې په اړه یادونه وکړه او همدارنګه په اسیا کې د امریکا د واک توازن د رامنځته کولو (Rebalancing Asia)‌ په اړه هم یادونه وکړه او د هماغې لیکنې په دوام به په دې برخه کې لږ پسې نور وضاحت وکړم.

 

په نژدې وختونو کې مو ډول ډول ګنګوسي او خبرونه تر غوږو شوې دي‌ او له دغو ګنګوسیو بد بوي راځي، يانې په سیمه کې د نوو او زړو نیواکګرو ټکر. دوه اوونۍ د مخه مو د پینټاګون هغه راپور ولوستو چې د چین د پوځي قوت او په سیمه او نړۍ کې د چین د پوځي حضور په اړه پکې یادونې شوې وې. په هغه کې د سیمې لپاره تر ټولو مهم خبر په پاکستان کې د چین لخوا د پوځي اډو جوړولو یادونه شوې ده. که څه هم د چین بهرنېو چارو وزارت نوموړی راپور وغندلو او هغه يي بې بنیاده وګڼلو، مګر دلته شکونه شته دی. د چین له خوا د کمربند او لار په پروژه کې د هند د نه شاملیدو یو لوي‌ علت هم په پاکستان کې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز په سر دی. هندي رسنۍ وخت ناوخته په ګوادر ساحلي سیمه کې د چین د پوځي اډې د جوړولو په اړه راپورونه ورکوي. هند اندېښنه لري که چېرته دغسې یو کار وشي نو دا به د هند پوځي حرکات د چین او پاکستان د څارګریزو ادارو تر نظارت لاندې راولي. له بلې خوا بیا مو داسې خبرونه هم واورېدل چې امریکا په افغانستان کې د پوځیانو شمېر د زیاتولو په کوښښ کې ده، مګر دا چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د امریکا د اقتصاد بېرته رغولو لپاره ټولې هلې ځلې کوي نو داسې ګنګوسي د چین په اړه د پینټاګون د راپور نه یوه اوونۍ مخکې تر غوږو شول چې امریکا په دې کوښښ‌ کې ده چې هندي پوځيان افغانستان ته د امریکايي سرتېرو په ځای راوستوي. تر اوسه ددې خبر په اړه لا دقیق مالومات نشته، مګر په هغه صورت کې که چېرته چین په ریښتینې په پاکستان کې پوځي اډې ولري نو هند به په هر قیمت افغانستان کې د پوځي اډو لرلو لپاره خپل زور ووهي.

مونږ په سیمه کې د نوو لوبو په اړه او په ځانګړي ډول په افغانستان او بلوچستان کې د نوو رقابتونو په اړه د ملت پاله مشر افراسیاب خټک صیب وروستي تحلیلونه له پامه نه شو غورځولی کوم چې په سیمه کې د نوو رقابتونو څخه پرده اوچتوي. د مشر افراسیاب خټک په تحلیلونو کې یو تر ټولو ډېر د غور ټکې دا ؤ چې کچېرته پاکستان د تروریستانو روزنې ته دوام ورکوي او د پاکستان د واک لاندې سیمو څخه افغانستان، هند او ایران ته تروریستان ور اوړي نو لری نه ده چې دغه هېوادونه به د پاکستان ضد یو ایتلاف جوړ کړي د کوم په نتیجه کې به چې د بلوچستان د ازادۍ تحریک لاپسې ګړندی او پیاوړی شي او دغه هېواد به بلوچستان د لاسه ورکړي. هغه زیاتوي چې د بلوچستان د ازادۍ په اړه د هند وزیراعظم مودي په ښکاره د مرستې ټټر وهلی دی کچېرې پاکستان د هند پرضد تروریستانو روزلو ته دوام ورکړي.

د چین او هند لخوا د «لار او کمربند» او «ورېښمو نوی لار» پروژو دواړو کې افغانستان یو اساسي رول لوبوي. هند او امریکا غواړي چې د طبعي ګازو او انرژې بډایه د منځنۍ اسیا هېوادونو څخه د افغانستان له لارې پاکستان،هند او د جنوبي اسیا نورو هېوادونو ته چېرته چې د انرژې زیات ضرورت دی نل لیکې تېرې کړي او همدارنګه منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له ختیځې اسیا هېوادونه سره وصل کړي. چین هم غواړي چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان سره ځان وصل کړي‌ او افغانستان ددغو هېوادونو ترمینځ د وچې لارې د یو پل په حیث استعمال کړي. د دغو دواړو پروژو له برکته به افغانستان په یو ټرانزیټي هب بدل شي مګر یواځې په هغه صورت کې چې په سیمه کې د نوو او زړو نیواکګرو ترمینځ یو سالم رقابت وجود ولري، کوم چې روانو حالاتو ته په کتو سره ناشونې ښکاري.

هند په کوښښ کې دی چې د اسیا تر ټولو ځواکمن بحري قوت جوړ شي مګر دغه خوب يي‌ یواځې هغه مهال پوره کېدای شي چې امریکا په دغه پروژه کې ورسره مرسته او پانګونه وکړي. د هند لخوا د ساګارمالا پروژه کوم چې د هند د پخواني لومړي وزیر واچپايي په وخت کې وړاندې شوې وه اوس د مودي په حکومت کې پرې کار شروع شو. د ساګارمالا پروژه ۴۱۵ وړې او غټې پروژې دي چې تر ټولو مهم يي هند په یو بحري لاجسټیک هب بدلول، بحري بندرونو ته وده ورکول او همدارنګه د هېواد دننه غټ ښارونه د ریل او لویو لارو په ذریعه سره وصلول دي. ددغو پروژو په تکمیلیدو سره به هند په یو لوي اقتصادي ځواک بدل شي او ددې ترڅنګ به په یو لوي بحري ځواک هم. هند دا مهال لس کاله د مخه د چین په څېر یو موقف کې ځای لري.

ما په پخوانېو لیکنو کې هم په ختیځه اسیا کې د امریکا لخوا د ټي پي پي معاهدې په اړه یادونه کړې وه، کومه چې اوباما په ختیځه اسیا کې د چین د نفوذ د مخنیوي په خاطر کړی وه مګر د ټرمپ لخوا هغه معاهده رد شوه. د چین د نفوذ د مخنیوي په اړه د امریکا نوی تګلاره د امریکا د پخواني ملي امنیت مشاور بریژنیسکي تګلاره ګڼلې شو، ځکه چې د هغه د وفات نه یو څه وخت د مخه نوموړي په یو تینک-ټینک کې د امریکا حکومت ته مشوره څه داسې وه چې امریکا باید په هند پانګونه وکړي. په پاکستان کې د چین د پوځي اډې په اړه شک د بریژنیسکي په دغه خبره کې روښانه کېږي، ځکه چې د سړې جګړې په وخت هم د بریژنیسکې مشوره د امریکا حکومت ته دا وه چې په افغانستان کې داسې حالت باید برابر شي ترڅو د شوروي اتحاد افغانستان ته راننوځي او دغه اقرار بریژنیسکي په خپله یو مرکه کې وکړو. د بریژنیسکي د خبرو په رڼا کې مونږ ویلې شو چې د امریکا ټولې هلې ځلې د همدې لپاره دي ترڅو چین په سیمه کې پوځي حضور سره راڅرګند شي.

نور بیا..............

 

Read 5477 times

Leave a comment

  • Marisolagedo
    Marisolagedo
    Saturday, 09 December 2017 19:42

    http://lampenx.eu/ Bererolozend, Order Cheap Xanax Online

    Report
  • MarvinatTic
    MarvinatTic
    Saturday, 09 December 2017 17:10

    cialis by mail order
    buy cialis online
    discount coupon for cialis
    buy cialis online
    order cialis no prescription online

    Report
  • MarthaCow
    MarthaCow
    Saturday, 09 December 2017 15:51

    casino online
    slot games
    casino game
    real money casino

    Report
  • RobertAvame
    RobertAvame
    Saturday, 09 December 2017 14:51

    where to buy cialis in dubai
    buy cialis
    cialis discount australia
    cialis online
    cialis women sale

    Report
  • Donaldcog
    Donaldcog
    Saturday, 09 December 2017 09:02

    buy sildenafil citrate 50 mg
    cheap viagra
    how long does viagra 100 mg last
    viagra online
    can i cut a viagra pill

    Report
  • RobertMYCLE
    RobertMYCLE
    Saturday, 09 December 2017 03:39

    viagra generico em campinas
    viagra pills
    has best price viagra
    cheap viagra
    viagra for sale in america

    Report
  • JacobMop
    JacobMop
    Saturday, 09 December 2017 03:33

    barrow money
    no credit check loans
    new payday loans direct lenders
    payday loans for bad credit
    fast easy loans online

    Report
  • JacobMop
    JacobMop
    Saturday, 09 December 2017 02:50

    advance payday loans
    payday loans no credit
    easy personal loan
    cash loans no credit check
    single mother loans

    Report
  • MarthaCow
    MarthaCow
    Saturday, 09 December 2017 01:06

    free casino games
    free online casino games
    casino game
    slot games

    Report
  • MarthaCow
    MarthaCow
    Friday, 08 December 2017 18:44

    slot machines
    free online casino games
    online casino
    casino games

    Report

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes