Thursday, 23 November 2017

سیمه، افغانستان او یو نامالومه راتلونکی (لومړۍ برخه)

Written by  Published in لیکنې Saturday, 27 May 2017 12:48
Rate this item
(0 votes)

            په هېواد کې د سیاسي او نامنۍ روان بهیر او په سیمه کې د نوو او زړو نیواکګرو رقابتونه مو په داسې یو کشمکش کې راګېروي چې د راتلونکي په اړه ویل راته خورا سختوي. د هېواد حالاتو: نامنۍ، بې روزګارۍ، د ولسي او نظامي مرګ ژوبلې ګراف ورځ تربلې لوړېدل مو اندېښنې لاپسې زیاتوي.

            د زړو نیواکګرو په موجودیت کې اوس تر بل هر وخت زیات ترهګر په افغانستان کې عملیات کوي. ویل کېږي چې په افغانستان کې شل تروریستي ډلې ټپلې دا مهال تروریستي بریدونه کوي، تروریستي ډلې کوښښ کوي چې دلته خپل پټنځایونه ولري او د ملي امنیت مشاور مطابق تروریستي ډلې ټپلې کوښښ کوي‌ چې د افغانستان د تاریاکو او مخداره موادو مارکېټ تر خپل کنټرول لاندې راولي ترڅو له دې لارې دوي خپل تروریستي اهدافو لپاره مالي ضروریات پوره کړي.

 

د ډیپلوماټ د تېر کال د یوی مقالې مطابق افغانستان کې دا مهال د نړۍ ۹۰ سلنه مخدره مواد تولېدېږي او ددې ترڅنګ د نورو کلونو په پرتله اوس په افغانستان کې ۴۰ سلنه د کوکنارو کرکیله نوره هم زیاته شوې ده. ویل کېږي چې د افغانستان د مخدره موادو څخه کلنې عاید ۶۸ بیلینه ډالره دی چې په دې کې ۴۰۰ میلینه ډالر یواځې د طالبانو جیبونو ته ځي. د کوکنارو کرکیله یواځې په هغو ولایاتو او سیمو کې کېږي چې د طالبانو او د نورو تروریستي ډلو د واک لاندې دي. له بلې خوا که د ملي امنیت مشاور خبرو او د مخدره موادو کاروبار تاریخ ته لږ نظر وکړو نو د سي ائی ای پخواني کارکوونکي او په انګولا هېواد کې د سي ائی ای د (Task Force) پخواني مشر (John Stockwell) پخپل کتاب (In Search of Enemies “A CIA story”) کتاب کې د مخداره موادو کاروبار د ویتنام په جګړه کې د سي آئی ای لخوا شروع شوی ؤ. دغه کاروبار د سي ائی ای لخوا پرمخ ځي او له دې لارې په میلونونو ډالر لاسته راوړي. په افغانستان کې هم ورته حالات کېدای شي. افغانستان ته د امریکایانو راتګ د ترورېزم ضد جګړې پرته یوه بله لویه وجه دمخدره موادو مخنېوی ؤ، مګر د امریکا په راتګ سره نه یواځې دا چې په دې هېواد کې تروریستانو ته ماتې ورنه کړل شوه، بلکه د مخدره موادو تولید تر بل هروخت زیات شوی دی.

له بلې خوا په سیمه کې د چین لخوا د یو لار یو کمربند په نوم د راشروع کړل شوې پروژه ده. په دغه پروژه کې یو سټراټیجیکه نقطه افغانستان دی، مګر په ورته وخت کې لوي خنډ هم د افغانستان روان حالات ګڼل کېږي. د روانې میاشتې په ۱۴ او ۱۵ تاریخ په بېجینګ کې د ۲۸ هېوادونو د مشرانو برسېره د نړۍ ګڼو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ګډون وکړو. د ټولو هېوادونو مشران له پخوا څخه راغوښتل شوې ؤ مګر د دغې لوي غونډې څخه یواځې دوه ورځ د مخه  افغانستان دې غونډې ته راوبلل شو چې په هغه غونډه کې د افغانستان استازیتوب په چین کې مېشت سفیر جانان موسی زي وکړو. پوښتنې دلته راولاړېږي کچېرې افغانستان په ریښتینې ددغې پروژه کې مهم رول لوبوي نو بیا ولې افغان ولسمشر او یا هم  اجرایه رئیس دغې غونډې ته لکه د نورو ۲۸ هېوادونو د مشرانو په څېر را ونه بلل شول؟ ایا د افغان او چین حکومتونه ترمینځ همغږي نه شته که څنګه؟ ایا چین لاتراوسه د افغانستان په مسله کې د امریکا او د ناټو د حضور له وجې نه غواړي‌ چې زیاته دلچسپي وښايي که نور څه وجوهات هم شته؟

زه نه پوهېږم چې څومره نورو سره به هم دا ډول ورته پوښتنې راولاړېږي او ددې په اړه به سوچ کوي، ځکه زه چې کله د یو لار یو کمربند پروژې ته ګورم او بیا په افغانستان کې ددغې پروژې په اړه د هېڅ مالوماتو او پلټنو نه شتون مې یو څه ګنګس کړي. ما چې کله په چین کې مېشت افغان سفیر نه ددې په اړه وپوښتل چې په افغان رسنېو او ځوانانو سره د دغې پروژې په اړه کافي مالومات ولې نه شته؟ نو هغه راته وویل، نه، بلکل کافي مالومات وجود لري، خو زما د پوښتنې اصلي مطلب دا دی چې ددغې پروژې ترشا ډېر سیاسی، جیوپولېټیکل، پوځي، اقتصادي او ډېر نور اهداف شته چې افغانان ددې په اړه مالومات نه لري.

له بلې خوا په هند کې د کلنۍ بودېجې پر مهال  « ورېښمو نوې لار» پروژه د هند او امریکا د ګډې همکارې په شروع کولو سره اعلان کړه. هندي رسنۍ وايي چې د ورېښمو نوې لار به د جنوبي اسیا هېوادونه له جنوبي ختېځو اسیايي هېوادونو سره ونښلوي چې په دې کې بیا هم افغانستان یو مهم او سټرټیجیک ځای دی. هندي رسنۍ وايي چې د ورېښمو نوې لار د چین د یو لار یو کمربند لار د مخنیوي په خاطر کوي. اوس دلته نوي پوښتنې راولاړېږي او هغه دا چې په سیمه کې د نوو او زړو نیواکګرو مقابله چې میدان به يي بیا هم افغانستان وي. مونږ په اصل کې د دواړو یو لار یو کمربند او د ورېښمو نوې لار هرکلی کوو، مګر په دې شرط چې یو سالم رقابت وي، مګر دا بېرته ناممکنه ښکاري او هغه ځکه چې امریکا د اسیا د (Rebalancing) یا د واک په توازن کولو په تکل کې ده. اوباما کوښښ وکړو چې ټي پي پي معاهدې له مخې د جنوب ختیځې اسیا نوې راټوکېدلي اقتصادي هېوادونو سره ازاد تجارتي اړیکې ولري او هلته د دغو هېوادونو په مرسته په سیمه کې د چین مخه ونیسي، مګر د ټرمپ لخوا هغه معاهدې څخه انکار د اوباما پالیسي ناکامه کړه، خو امریکا د ۲۰۱۱ کال سټراټیجي خپله کړه. دغه پالیسي د ۲۰۱۱ کال د هیلري کلینټن لخوا د هند په چنايي ښار کې وړاندې شوې وه چې د ورېښمو لار به بېرته رغوي.

نور بیا.....

د ټوېټر پته:  @BazwanJalal

Read 4832 times Last modified on Saturday, 27 May 2017 12:56

Leave a comment

  • Jerrycip
    Jerrycip
    Friday, 17 November 2017 15:36

    buy cialis online from canada
    cialis without prescription
    buy cialis online with no prescription
    cialis without prescription
    generic cialis cheap

    Report
  • Olegmelia
    Olegmelia
    Friday, 17 November 2017 06:37

    viagra prescribing information

    online viagra

    viagra online

    buying viagra free samples

    Report
  • Willieges
    Willieges
    Friday, 17 November 2017 03:34

    best place to buy generic cialis
    cialis without a doctor's prescription
    cialis buy thailand
    cialis without prescription
    cheapest 20 mg cialis

    Report
  • Olegmelia
    Olegmelia
    Thursday, 16 November 2017 23:44

    is it legal to sell viagra uk

    cheap viagra

    purchase viagra

    generic viagra canada cheap

    Report
  • Jerrycip
    Jerrycip
    Thursday, 16 November 2017 23:20

    buy cialis for daily use
    cialis without a doctor
    pills that look like cialis
    cialis without a prescription
    buy cialis canada no prescription

    Report
  • CalvinBus
    CalvinBus
    Thursday, 16 November 2017 22:42

    order cialis with prescription
    cialis without a prescription
    cialis cheap prices
    cialis without a doctor's prescription
    buy cialis genuine

    Report
  • DanielDiume
    DanielDiume
    Thursday, 16 November 2017 18:04

    safe to order viagra online
    viagra buy
    ehealthpill viagra
    viagra online
    cialis cheaper than viagra

    Report
  • DanielTus
    DanielTus
    Thursday, 16 November 2017 15:06

    can u buy viagra over the counter in canada
    cheap viagra
    global viagra sales
    cheap viagra
    how long does generic viagra last

    Report
  • DonnaldUttek
    DonnaldUttek
    Thursday, 16 November 2017 14:52

    http://phonexdeals.us/ Untogegope I ordered Xanax online I ordered Xanax online Bererolozend

    Report
  • ElvaFpm
    ElvaFpm
    Thursday, 16 November 2017 09:00

    Hey guys!!!
    designs and builds specialty lines of lead oxide production equipment, material handling systems, battery related process machinery, parts, and accessories for the battery, pigment, glass, and chemical industries. http://techbasys.com offers technical application and engineering services to help the customer acheive maximum benefit from their equipment and manufacturing processes.

    Report

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes