Thursday, 23 November 2017

راتلونکې جګړه (افغانستان د ډانګ او پړانګ ترمېنځ) څلورمه برخه

Written by  Published in لیکنې Saturday, 20 May 2017 00:48
Rate this item
(0 votes)

            مونږ د یوویشتمې پېړۍ په داسې یو پړاو کې اوسېږو چېرته چې پخواني نیواکګر له لوي لړ اقتصادي ستونزو سره مخ دي‌ او د سړی جګړې را وروستو هغه حالت چې نړېوال نظام یواځې د یو هېواد لخوا اداره کېدو اوس داسې يو پړاو ته ننوتې چې نړېوال نظام به له یو قطبي سیستم (Unipolar System) څخه څو قطبي سیستم (Multipolar System) پر لوري ګامزن دی. د یوویشتمې پېړۍ په روان وخت کې د پخوانېو نیواکګرو برلاسیتوب (Hegemony) له خطر سره مخ ده، او نوي نیواکګر ځانونه چمتو کوي‌.

 

            په سیمه او نړۍ کې نوي‌ راټوکیدلي اقتصادي قوتونه که څه هم په اقتصادي او پوځي لحاظ سره متوازنه نه دي، مګر ټول د اقتصادي قوت ترڅنګ په پوځي او په سیمه کې د خپل برلاسیتوب په کوښښونو کې مصروف دي. د نړېوالو اړیکو او د ریالیزم فلسفې یو تر ټولو پېژندل شوې څېره پروفیسر میرشایمر یو ځل په یو کانفرانس کې د پخواني نیواکګر (امریکا) د بهرنې تګلارې په اړه وویل: امریکا یو محوري جدول لري، له سړی جګړې ترمخه د امریکا بهرنۍ تګلارې په محوري جدول کې لویدیځ (Western Hemishphere) په اوله درجه، اسیا په دوهمه او د پارس خلیج په دریم درجه بندۍ کې ؤ، مګر د سړی جګړې را وروستو او په ځانګړي ډول د چین اقتصاد په تېزۍ سره پرمختګ د امریکا دغه تګلاره بدله کړله. د امریکا بهرنۍ تګلاره کې اوس اسیا په لومړۍ درجه، د پارس خلیج په دوهمه او لویدیځ هېوادونه یا اروپايي ټولنه په درېیمه درجه بندۍ کې دي.

            امریکا په دې خاطر چې اوس په لویدیځ کې داسې کوم قوت نشته چې هغه د امریکا لپاره یو چلینج جوړ شي نو په دې خاطر له هغه ځایه يي تګلاره او پالیسي ټول د اسیا چېرته چې د نوي‌ راټوکېدلي اقتصادي قوتونه (چین، هند، روس او ترکیه) او د پارس خلیج چېرته چې د نړۍ د تیلو لویه برخه له همدغه لارې تېرېږي خپل لومړیتوبونه ګرځولې دي.

            اوباما د چین د نفوذي سیمې د مخنیوي او د امریکا د برلاسېتوب (Hegemony) د ساتلو په خاطر د ټي ټي پي(Trans-Pacific Partnership) یوه تګلاره جوړه کړه، مګر د ټرمپ په ولسمشر کېدو سره هغه لغوه شوه. کچېرې دغه تجارتي معاهده د ټرمپ لخوا نه وې لغوه شوې نو په حقیقت کې د چین د نفوذ د مخنیوي په لاره کې یو لوي‌ خنډ ؤ. په ورته وخت کې پخواني نیواکګر په جنوبي کوریا کې د (THAAD) د میزایل دفاعي سیسټم ولګولو چې دا یواځې د شمالي کوریا د حملې د خطر لپاره نه بلکه سیمه د خپل پوښښ لاندې راوستل او په ځانګړي ډول د چین د پوځي حرکات تر خپل نظارت لاندې نیول دي.

            د روانې میاشتې په څوارلسمه او پنځلسمه نېټه په چین کې د یو لار یو کمربند (OBOR/Belt and Road) په اړه یو نړېوال کانفرانس ترسره شو چې پکې د نړۍ اکثرا هېوادونو ولسمشرانو او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون وکړو. لکه څنګه چې به تاسې ته پته وي چې د یو لار یو کمربند د ۲۰۱۳ کال د چین د ولسمشر ښاغلي شي جین پینګ لخوا د پخوانۍ ورېښمو د لار بیا رغاونه اعلان شوه، چې د یو لار یو کمربند په دغه پروژه کې د پانګونې په موخه يي‌ د اسیا زیربنا او پانګونې بانک بنسټ هم کېښود. د دغه بانک د بنسټ ایښودل د ډېرو اقتصاد پوهانو او سیاست پوهانو لخوا د امریکايي برلاسیتوب، د نړېوال بانک او د اسیا پرمختیايي بانک لپاره د خطر زنګ وګڼل. په دغه بانک کې له امریکا او جاپان پرته نور تقریباً ټولو لویدیځو هېوادونو او د امریکا نژدې دوستو هېوادونو برخه واخیسته.

            د یو لار یو کمربند په مناسبت چین په مختلفو هېوادونو کې په لویه پیمانه پانګونې کړې دي‌ چې یوه يي‌ هم تر ټولو ډېره مهمه د چین-پاکستان اقتصادي دهیلیز پانګونه ګڼل کېږي. د یو لار یو کمربند په موخه چین په افغانستان کې د کونړ په سیند د اوبو او برق ډیم، د مس عینک د مسو استخراج، د ریل پټلۍ او د لوي لارې جوړولو په موخه پانګونه کوي. همدارنګه د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز کې یو مهم هېواد افغانستان دی ځکه چې چین به د دغه هېواد له لارې له منځنۍ اسیا سره تر ټولو نژدې لاره پیدا کوي.

            د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د پروژې په مخ کې د هند لخوا غبرګونونه وښودل شوې دي ځکه چې د کاشغر-ګوادر لویه لاره د کشیمر د لانجمنې سیمې څخه تېرېږي او هند له همدې امله د یو لار یو کمربند په کانفرانس کې برخه هم وانخیسته. چین او هند ددغې پروژې په اړه دواړه خپل نظرونه لري. چین وايي چې دغه پروژه یواځې د اقتصادي اړیکو د پراخوالي په خاطر ده مګر هند بیا وايي چې په راتلونکي کې به دلته د چین لخوا پوځي اډې جوړېږي او د پاکستان سنا مجلس د راپور مطابق به په ۲۰۴۸ کال کې په بلوچستان سیمه کې له ځايي خلکو زیات چینایان مېشت وي. خو مونږ به د هند او چین په مسلو نه غږېږو البته په هغه څه به وغږېږو چې افغانستان سره تړاو لري.

            تاسې به شاید د پاکستان حکومت لخوا د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز په اړه د تېرې اوونۍ راپور لوستی وي او یا نه، مګر د هغه د لوستلو وروستو ما سره ډېری پوښتنې راولاړی شوې. د راپور له لوستلو وروستو ما سره تر ټولو لویه پوښتنه په سیمه کې د لانجمنو سیمو او په ځانګړي ډول د ډیورنډ کرښې په اړه راولاړې شوې دي. ځکه چې که تاسې راپور ولولی نو دا به درته پته ولګېږي چې که په راتلونکي کې افغانستان یو ځل بیا پخپلو پښو ودرېږي نو د ډیورنډ کرښې او جیوپولیټیکل ګټې به څنګه شي؟ په ورته وخت کې د اروپايي پارلمان د مرستیال ویاند لخوا په اول ځل د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانستان په ګټه خبرې هم ماته د یو لوي او بل ناورین پېلامه ښکارېږي. که تاسې ۶۰ لسیزې ته ولاړ شئ او د ډیورنډ کرښې او د پښتونستان په اړه لږ ریسرچ وکړئ نو درته به پته ولګېږي چې د پښتونستان په جوړولو کې تر ټولو لوي خنډ امریکا، بریتانیا او د هغوي‌ نور اروپايي اتحادیان ول. هغه هم ځکه چې هغه مهال پاکستان له امریکا  سره د سټرټیجیکې دوستۍ معاهده لاسلیک کړې وه، په ورته وخت کې د افغانستان حمایت کوونکي د شوروي‌ اتحاد او چین ول. هغه مهال چین حکومت په ښکاره د ډیورنډ کرښې او یا د پښتونستان د حمایت په اړه خبرې نه کولې مګر د ډیپلوماټیکو سرچینو او خبرو اترو له لارې چین د افغانستان په حمایت کې ؤ. په ۶۰ لسیزه کې افغان حکومت په وار وار له چینايي رسنېو څخه هم غوښتنه کړی وه چې که په مستقیم ډول نه وي په رسنېو کې کولای شئ چې د افغان حکومت دعوه قانوني وګڼئ. اوس خبره برعکس شوې ده او هغه داسې چې امریکا او لویدیځ له افغانستان سره ولاړ دي‌ مګر چین بیا له پاکستان سره ولاړ دي. که تاسې د پاکستان د حکومت راپور د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز په اړه ولولئ نو تاسې ته سره به حتمي رنګارنګ پوښتنې راولاړې شي.

            همدارنګه د نوو راپورونو مطابق د امریکا ولسمشر لخوا افغانستان ته یو ځل بیا د ۵۰ زره عسکرو رالېږل هم یو لوي لړ شکونه زېږوي. افغان حکومت د دومره لوي شمېر د امریکايي‌ عسکرو په اړه هېڅ دریځ نه دی ښکاره کړی. ملي یووالي حکومت ددې مسلې په اړه ګونګ دی او هېڅ نه وايي چې دوي په دومره لوي شمېر عسکرو ته په کوم معاهده او یا هم د تړون له مخې اجازه ورکوي چې یو ځل بیا افغانستان ته راشي او بیا له کوم تړون له مخې دوي خپل پوځي ماموریت شروع کولای شي. تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې که د افغانستان د مسلې حل پوځي وای نو بیا خو باید د افغانستان مسله د اوباما په دوره کې حل شوې وای ځکه چې هغه مهال خو په افغانستان کې ۱۴۰ زره عسکر مېشت ول. د اروپايي ټولنې لخوا د ډیورنډ کرښې په اړه دریځ او د افغانستان ځنې حمایت، د یو لار یو کمربند په اړه نړېوال کانفرانس، په افغانستان کې د تروریستي حملو زیاتېدل، د ۵۰ زرو نورو نوو عسکر رالېږل افغانستان ته او همدارنګه د امریکا او ناټو راتلونکې ناسته چې بل سبا ته به ترسره شي هغه څه دي چې شکونه زېږوي.

له دغو پورته ذکر شوو حالاتو څخه په هېواد کې د جنګ د اوږدولو او د نورو کړاونو بوي راځي. پخواني نیواکګر غواړي چې په نوو بهانو سره په افغانستان کې د جنګ اور بل وساتي، د هغه اقتصادي سونامي مخه چې په اسیا کې راپورته شوې او د لویدیځې نړۍ او پخوانیو نیواکګرو ته به د پای ټکې کېږدي غواړي مخه يي ونیسي.

 

نور بیا .........

 

Read 3835 times

Leave a comment

  • buy cialis
    buy cialis
    Saturday, 11 November 2017 08:10

    generic cialis cheap
    buy cialis online
    buy cialis vs viagra
    generic cialis 2017
    buy cialis egypt

    Report
  • JeremyDialt
    JeremyDialt
    Saturday, 11 November 2017 04:02

    autodesk autocad 2013 student download
    autodesk autocad
    download of autocad 2017
    autodesk autocad
    autocad projects online

    Report
  • KennethHeall
    KennethHeall
    Friday, 10 November 2017 13:54

    autocad 2017 32 bit product key
    autocad 2017
    product key autocad 2017
    autocad download
    upgrade autocad 2011

    Report
  • JamesGlorm
    JamesGlorm
    Friday, 10 November 2017 10:15

    autocad architecture 2013 product key
    autocad 2015
    autocad 2011 license expired
    autocad 2017
    autocad for students mac

    Report
  • KennethHeall
    KennethHeall
    Friday, 10 November 2017 03:35

    autodesk autocad student download
    autocad
    price of autocad 2017
    auto cad
    corsi autocad online

    Report
  • KennethHeall
    KennethHeall
    Friday, 10 November 2017 00:48

    autocad 2017 download gratis
    autocad 2016
    autocad 2017 download 64 bit
    autocad 2016
    autodesk autocad 2017 software

    Report
  • JamesGlorm
    JamesGlorm
    Thursday, 09 November 2017 21:54

    upgrade to autocad 2017
    autodesk download
    autocad object download
    autocad 360
    autocad inventor 2011 download

    Report
  • JamesGlorm
    JamesGlorm
    Thursday, 09 November 2017 21:08

    software autocad gratis
    autocad 2018
    autocad electrical 2013 student version
    autocad 2014
    autocad student community

    Report
  • Anthonyowexy
    Anthonyowexy
    Thursday, 09 November 2017 13:20

    levitra online buy
    levitra 20 mg
    buy levitra cialis viagra
    levitra coupon
    levitra buy online no prescription

    Report
  • Dikunovamelia
    Dikunovamelia
    Wednesday, 08 November 2017 23:37

    potenzmittel cialis

    http://cialisnji.com/ - buy cialis

    generic cialis online

    cheap online sublingual cialis

    Report

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes