Monday, 18 December 2017

کابل ته د پاکستاني پوځي چارواکو د سفر تر شا پټې موخې

Written by  لیک: رحمت الله نبیل Published in لیکنې Sunday, 30 April 2017 03:48
Rate this item
(0 votes)

د روانې میاشتې (اپریل) په ۲۶ نېټه د پاکستاني لوړپوړو پوځي چارواکو کابل ته په سفر راغلي هېئت څخه داسې څرګندېږي چې دغه سفر د بلخ د پېښې څخه د مخه پلان شوې ؤ. د دغه لوړپوړي پوځي چارواکو له سفر څخه وروستو به د پاکستان د لوي درستیز او د څارګرې ادارې نوي مشران هم کابل ته په راتلونکو څو ورځو کې سفر وکړي.

زه داسې انګېرم چې د افغان ملي اردو په روغتون او په ۲۰۹ لمبر قل اردو دوه حملې هغه څه دي چې د دې سفر په موخه پلان شوې وې ترڅو پاکستان کابل د خپل فشار لاندې راولي او د پاکستان خبرو ته غوږ کېږدي.

 په دغه سفر کې به پاکستان یو ځل بیا خپلې پخوانې غولوونکې وعدې تازه کړي چې دوي به طالبان د خبرو مېز ته راکش کړي او همدارنګه نورې داسې وعدې او خبرې به وکړي چې د کابل چارواکي به په احساساتو کې راولي لکه څنګه چې په کال ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کې د پاکستان پخواني لوي درستیز او څارګرې ادارې مشر کړې وې. په هغو کلونو کې پاکستان له کابل سره وعده کړې وه چې د طالبانو د پسرلني عملیاتو مخه به ونیسي او طالبان به د خبرو مېز ته راحاضر کړي، همدارنګه هغوي پخپلو غولوونکو خبرو او وعدو کې تر دې حده لرې لاړل چې د افغانستان دښمن ته يي‌ د پاکستان د دښمن خطاب وکړو، مګر په حقیقت کې هغه خبرې ټولې ناسمې ثابتې شوې او له هغه کړو وعدو را وروستو پاکستان له بل هر وخت څخه زیات د طالبانو په حمایت کولو لاس پورې کړو.

په راتلونکو کتنو او سفرونو کې به پاکستان له ملي یووالي حکومت څخه ځېنې داسې غوښتنې وکړي کومې چې به د افغانستان د ملي حاکمېت او د ملي ګټو پرضد وي. زما په اند د پاکستان دغه تاکتیکي اقدام په لاندې څلورو ذکر شوو نقطو په بنیاد دی.

1.                 د دغه تاکتیکي قدام په نتیجه کې پاکستان غواړي د امریکا دریځ نرم کړي، او د سیمې په اړه د امریکا هغه تګلاره چې د راتلونکې میاشتې په نیمايي که به تکمیله شي د دوي په خېر تمامه شي. له دغه ډول سفرونو څخه دوي داسې وښایي چې ګواکې د پاکستان حکومت له افغان حکومت سره ګډې همکارۍ ته دوام ورکوي. ورته سفر د ۲۰۱۴ کال په دېسمبر میاشت کې د پاکستان پخواني لوي درستیز راحیل شریف کړی ؤ چې له هغه سفر دوه ورځې وروستو بیا د امریکا په لوري ولاړ.

2.                 پاکستان په دغه سفر سره غواړي ثابته کړي چې طالب مکمل ددوي په ولکه کې دی او طالبان به همېشه دوي د خپلو تګلارو په موخه د یو مهمې الې په حیث کاره وي. نو له همدې امله پاکستان غواړي چې په راتلونکو ټولو سوله اییزو هلو ځلو کې دوي خپل رول لوبول لوي کړي او خپلو موخو ته پرې ځان ورسوي.

3.                 په دغه سفرونو سره به پاکستان د افغانستان ملي یووالي حکومت یو ځل بیا په کړو وعدو سره مصروف کړي، چې په ورته وخت کې به طالبان د لا نورو خونړېو پېښو لپاره تیارۍ ونیسي او ډېر امکان شته چې له اختر وروستو او د کوکنارو د کرکیلې په وخت کې د لازیاتو سیمو د خپلې ولکې لاندې د راوستلو هڅې وکړي. طالبانو د تېر کال راهیسې د جګړې تاکتیک بدل کړی دی، دوي اوس د دې لپاره هلې ځلې کوي ترڅو د حکومت څخه ډېرې سیمې لاندې او د خپل کنټرول لاندې راولي.

4.                 له بل پلوه به د افغانستان ملي یووالي حکومت ونه توانېږي چې د پاکستان غوښتنو ته غوڅ ځواب ووايي، نو له همدې امله به پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې خپله مداخله قانوني وګڼي. زه په لوي ګمان سره ویلی شم چې د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر اوسنې ویډیو هم د همدغو موخو په خاطر استعمالېږي.

پورتني نقطې هغه څه دي چې پاکستان همېش افغان چارواکي او نړېواله ټولنه پرې غولوي، په ځانګړي‌ ډول امریکا. د دوي تګلاره ډېره واضحه ده، دوي همېش په دغه ډول درواغجنو وعدو سره امریکا غولوي،  او د نړېوالې ټولنې خواخوږي ترلاسه کوي. پاکستان د افراطېت ضد جګړه کې خپله ټګي همېش وښودلې ده، او دا هغه څه دي چې ډېر شکونه زېږوي چې له پاکستان سره لاتراوسه ولې د دغه ډول ناوړه او متضرره تګلارو حساب نه کېږي؟ 

نوټ: دغه لیک د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل صیب د انګلیسي لیک د متن څخه پښتو ته راژباړل شوی. 

Read 1011 times Last modified on Sunday, 30 April 2017 03:52

Leave a comment

  • joomlapostcutnojs
    joomlapostcutnojs
    Saturday, 13 May 2017 10:29


    Тестовый прогона для проверки нового модам по новой баз
    прогон ведётся с "засвеченного" IP и с мылом на mail.ru
    маркер 2bo6sqQl6C
    дата прогона 9 мая 2017 годда.
    Рахмещено модам "ARTICLES & Joomla k2 by SwS"(версия от 05.05.201 7 г.)

    Report

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes