Tuesday, 17 October 2017

د کرزي او د ټرمپ خبره یوه ده

Written by  Published in لیکنې Saturday, 15 April 2017 11:15
Rate this item
(0 votes)

د امریکا ولسمشر ټرمپ پرون ورځ دا ومنله چې په افغانستان کې د  ایټمي بم څخه وروستو تر ټولو لوي بم چې د بمونو مور يي هم بولي د استعمال حکم يي د ټرمپ لخوا نه دی لاسلیک شوی بلکه هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د روانو عملیاتو اجازه يي په افغانستان کې د مېشتو امریکايي او ناټو پوځیانو قوماندان ته ورکړی ده چې د عملیاتو نګراني پخپله وکړي. د بلې خوا د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي بیا ددغه بم استعمال په کلکو ټکو وغندلو او دا يي په افغانستان کې د امریکایانو لخوا د خپلو وسلو د ازمایلو یوه بهانه وګڼله.

 

پخواني ولسمشر همدارنګه د دغه ډول لوي بم استعمال چې په وروستېو جګړو کې په یوځای کې هم نه دی استعمال شوې د افغانستان د مخیط زیست او طبعیت ته لوي ګواښ وګڼلو.

همدارنګه په ټولنیزو رسنېو یو بل خبر ډېر ګرم دی چې پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په زغرده ویلې دي چې د امریکایانو د ویستلو تکل يي کړی دی او نور نه غواړي چې امریکایان دې په افغانستان کې پاتې شي. لاتراوسه دغه خبر د پخواني ولسمشر کرزي په رسمي فیسبوک پاڼه او ټویټر نه دي نشر شوي او نه هم کومې بلې رسنۍ دغه خبر ورکړی دی مګر که بیا هم که ولسمشر کرزي دغه خبره کړی وي‌ یو پرځای او سم دریځ‌ دی، ځکه چې له یوې خوا د افغانستان په اړه د ټرمپ د هېڅ کومې تګلارې پته نه لګېږي نو په ورته وخت کې د افغانستان همسایه هېوادونو د افغانستان له مخالفینو سره لاس یو کړی او دلته خپلې مداخلې ته لارې چارې لټوي.

ولسمشر کرزي او افغانانو د ولسمشر ټرمپ ملاتړ او هرکلی په دې خاطر وکړو چې د تروریزم ضد جګړه نوره باید د افغانستان په کلو او بانډو کې نه بلکه د افغانستان له سرحدونو د باندې په هغو ځایونو کې وشي چېرته چې تروریستان تمویلېږي، روزل کېږي او هغوي افغانستان ته د جنګ لپاره رالېږل کېږي. همدارنګه د ولسمشر کرزي دغه پیغام د ټرمپ ادارې ته یو پاک دریځ دی چې افغانانو سره نور باید له چل ول څخه نه بلکه په حقیقي ماناوو کې دوستي وشي. مونږ او تاسې ټول په دې خبر یو او پوهېږو چې په افغانستان کې د داعش په نوم د پاکستان اجیرې ملېشې د چا په ملاتړ او د چا په سازش جګړه کوي؟ نو له همدې امله د کرزي دغه اقدام ځکه د ستایلو دی چې له دې سره به همسایه هېوادونه او په ځانګړي ډول چین او روس ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان خاوره به ددوي‌ پرضد استعمال نه شي البته تاسې هم هغه تېروتنې باید ترسره نه کړی او نه هم د افغانستان د جګړې په اوږدولو کې پانګونه وکړی.

د ښاغلي کرزي د دغه دریځ‌ په مقابل کې امریکا باید اوس پوه شي چې که د افغانانو دوستي غواړي نو باید په خپلو کړو ژمنو ودرېږي او د تروریزم ضد جګړه نوره په افغانستان کې نه بلکه د تروریزم د زېرمو او سرچینو په وچولو باندې وشي چې له یوې خوا به دوي همېش د افغانانو له دوستۍ برخمن او د هغه دوستۍ چې دوي يي وعده کړېده پوره کړي او له بلې خوا به دوي هم وکولای شي چې په دغه هېواد کې تر ډېره خپل شتون دوام ورکړي.  

 

Read 2046 times Last modified on Saturday, 15 April 2017 16:42

Leave a comment

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes