Monday, 18 December 2017

د وروستيو بحثونو په اړوند د نبیل صیب نظر!

Written by  رحمت الله نبیل Published in لیکنې Wednesday, 05 April 2017 15:12
Rate this item
(0 votes)

هغه بحثونه، چې په دې وروستېو کې دد ډیورنډ د کرښې اړوند د هېواد د سیاسي کړېو تر منځ روان دي، پرته له دې چې قومونه سره جلا کړي او ملي مسله په یوه قومي شخړه بدله کړي او په پاېله کښې پاکستان ترې ناوړه گټه پورته کړي بل څه ګټه به زمونږ لپاره ونه لري .

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ډیورنډ د کرښې په څېر کړکېچونه شته، خو سره له دې هم، دغه هېوادونه هڅه کوي، چې خپلې ستونزې، په سوله ییزه بڼه هوارې کړي. حتی د یرغلګرو هېوادونو، انګلستان او هسپانیا ترمنځ هم له ۱۷۱۰ م کال راهیسې، د جبل الطارق پر سر تاوتریخوالی شته او همدا راز ټول د استعماري ښېكلاك څخه راوتلى هېوادونه له ورته ستونزو سره مخامخ دي.

 

د ډیورند د کرښې کړکېچ د افغانستان لپاره ملي کړکېچ او د انګلستان او ورپسې پاکستان استعماري میراث دی.

دا لانجه، یوازې د یوه قام یا سیاسي کړۍ اړوند نده، بلکې ددې لانجې لپاره باید داسې یوه حل لار وموندل شي، چې زمونږ د هېوادملي ګټې او د ډیورنډ د کرښې اخوا اوسېدونکو ملي ګټې هم تامین شي. د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو ددغه ډول کړکېچ لپاره له معاصرولارو چارو سره سم حل لارې پېدا کړېدي.

د پاکستان د یرغلګر سیاست پلوي کول او ددغه هېواد د پوځ غوښتنو ته ځان سپارل مناسبه حل لار نده.

په داسې یوه وضعېت او حالت کې، چې زمونږ هېواد د پاکستان د مستقیم یرغل له ګواښ سره مخ دی، باید له پاکستان څخه، د راپورته شوي تروریزم او دغه هېواد ته د تسلیمېدو د سیاست پر وړاندې مبارزه وشي.

هغه مسایل، چې د هېواد په سیاسي او امنیتي اجندا کې نشته، نه ښايي مطرح شي. او دا د عامه افکارو بې لارې کول، یا په بله معنی،زمونږ د هېواد د اساسي او اصلي قضیو څخه انحراف ېا په عبارت هوا ته هسې غشي ویشتل دي. چې له دې سره د هېواد د وګړو لیکې او ګډه جبهه او زمونږ د خاورې امنیتي او دفاعي ځواکونه زیانمن کېږي.

نو، د هېوادوالو تر منځ درز اچول او د یووالي د کمزوري کولو پر ځای به وړ دا وي، چې د هېواد له مسوولینو څخه وپوښتو:

۱- Merging FATA with KP چې کار یې اوس په عمل کې پېل شوی دی، څه معنی او په دې برخه کې د افغان حکومت رسمي دریځ څه دی؟

٢- د Standard Operations Procedure (SOP) په نامه سند چى له مودو راهیسې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ پرې خبرې کېږي او د پاکستان د حکومت د ادعا له مخې، دواړو حکومتونو لاسلیک کړېدی څه ډول دی او کوم مساېل په کې نغښتي دي؟

۳- د پاکستان رسنیو او سیاستوالو، په وار وار له Border Management System (BMS) یادونه کړیده، که داسې سند موجود وي، نو ددې سند محتویات او په هغه کې شوې هوکړې کومې دي؟

۴- له افغان حکومت څخه د پاکستان د حکومت هغه غوښتنې، چې په مختلفو، پټو او ښکاره ناستواو Non Paper په شمول، چې د ۲۰۱۵ م کال په سپټمبر میاشت کې، کابل ته د سرتاج عزیز د سفر پر مهال د هغه سیال ته وسپارل شو، څه دى؟

۵- ولې او کومو کسانو د خراسان د څانګې داعش ترورېستي ډله، چې ( په اصل کې د سوریې او عراق له داعش ډلې سره هېڅ تړاو نلري) بلکې د داعش تر بېرغ لاندې د پاکستان لخوا روزل شوی تروریستي ګروپ دی ، په پوهه یا ناپوهۍ داسې لوېه کړه، چې په پای کې په افغانستان کې د سیمې هېوادونو لاسوهنه مشروع وګڼل شي او په ښکاره د طالبانو د ملاتړ لامل شي؟

۶ - په داسې حساس وخت کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان او روسیې یو موټی کېدل، چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د حرکتونو د زیاتېدو لامل شوي او ورسره هممهاله، د قومي، ژبني او مذهبي بحثونو زیاتوالی او په ټول افغانستان کې د طالبانو د پوځي حرکتونو زیاتېدل څه معنی لرلی شي؟

۷- طالبان د افغانستان د دښمنانو د نیابتي ځواک په توګه پیاوړي شول، چې وکولای شي د افغانستان د خاورې پر شاوخوا پنځوس سلنې خاورې ولکه ټینګه کړي یا مونږ کمزوري شوي یو؟ اوکوم کسان هره ورځ مونږ د قوم، سمت ، ژبې او مذهب په نامه وېشي او ایا دا واتڼ د هېواد د دښمنانو د پیاوړي کېدو او زمونږ د کمزوري کېدو لامل شوی ندی؟

ددې پرځای چى د ناسم فکرو او تعصب شيندلو او د عامه افکارو د منحرف کولو بحثونه پیاوړى كړو، بيد په یو موټي کیدو سره د ملي اصلي ستونزې د هواری لپاره هڅه وشي او داسې لاره غوره شي چې په ریښتینې او اساسي توګه د افغانستان د خلکو خېر او فلاح په کې وي.

 نوټ: دغه لیکنه د ملي امنیت د پخواني رئیس ښاغلي نبیل صیب له فیسبوک وال څخه کاپي شوې ده.

Read 834 times

Leave a comment

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes