Monday, 18 December 2017

د ډیورنډ کرښه او د ایمل ولی خان نوې وینا

Written by  فرمان یوسفزی Published in لیکنې Sunday, 02 April 2017 07:07
Rate this item
(0 votes)

د پښتنو د ټولو نه غټه مسله دا ده چې دوی د باچاخان بابا نه تر اسفندیار ولی خان پورې تل دغه کورنې ته د شک په نظر کتلی دی او بله کومه لار يې هم نه ده پیدا کړې.

د پرون نه په بیلا بیلو پاڼو کښې قوم پرست لګیا دي او د ایمل ولی خان د تیرې ورځې د وینا خپلې خپلې معنې او مطلبونه اوباسی او رنګ رنګ فتوې پرې هم لګوی. کوم چې ملی وحدت ته د زیان رسولو نه سیوا نور هیڅ نه دی.

 

باید چې مونږ په دې خبره پوهه شو چې د دغه کور په هره خبره کښې دننه یو بله خبره وی په کومه چې مونږ شل دیرش کاله ورستو هاغه وخت پوهیږو کله چې اوبۀ د ورخ نه تیرې شوی وی.او داسې ډیر مثالونه شته.
مونږ ټول عمر هم د لر او بر په سر وهل خوړلی دی. زمونږ مبارزه د چا نه پټه نه ده خو لۀ بده مرغه افغانستان په دې اړه لا تر اوسه کومه ریاستی پالیسی نه لری. او نه يې دا خبره په بین المللی فورم اوچته کړې ده او نه داسې کومه اراده لري. 
د پاکستان غونده ملک کښې خپل دریز په داسې ډانګ پیئلی وړاندې کول او خپل د افغانستان پښتانۀ د بلا د قومی نه ایستل او ځان یو وار بیا د توپو خولو ته مخامخ کول څۀ وړه خبره نه ده.
د ایمل ولی خان په وینا کښې چې پاکستان ته کوم پیغام دې نو باید چې په هغې ځان پوهه کړو. هغوی په یو ساه دوه غټې خبرې کړی دی چې...
" پاکستان دې نور پښتانۀ د ډیورنډ په کرښه نه زوروی, دغه کرښه اوس د تاریخ حصه ده. او افغانستان دومره کمزورې شوې دې چې د تپوس کولو جوګه نه دې.
مونږ هم کمزوری یوو نو غلې یوو خو کله چې هم راټول شو نو د پښتون په سینه د انګریز راښکلې شوې ټولې کرښې به ورانوؤ."
دا وینا پوهیدلو ته اړتیا لری. په دې کښې هم هاغه زړه خبره په نوی انداز کښې شوې ده او یو رقم پاکستان ته وئیلی شوی دی چې نور د افغانستان د ګریوان نه لاس اوباسی. دغه کرښه د تاریخ حصه, افغانستان کمزورې او قیصه خلاصه ده خو مونږ پاکستان کښې میشته پښتانه بیا هم د ډیورنډ کرښې منلو ته تیار نه یوو. او کله چې مو هم وس بر شو نو د انګریز د لاس ټولې کرښې به ورانوؤ.
د فاټا پښتونخوا کښې ګډول او د چترال نه تر بولانه لویه پښتونخوا جوړول د پاکستان دننه هم د دغې پلان حصه ده.

 

Read 921 times Last modified on Sunday, 02 April 2017 07:10

Leave a comment

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes