Tuesday, 17 October 2017

ارمانجن ارمان (افسانه)

Written by  Published in لیکنې Friday, 24 March 2017 04:36
Rate this item
(0 votes)

و قبر ته یې سناخڅې و درېدلې. ملا صیب یې هم د مغفرت اوږده دعا وغوښتله. ورسره له ناستو خلکو یې د مړه د حق بخښۍ خواست هم وکړ. دا یې ووییل، "د مړو لپاره زموږ دعا هرو مرو قبلیږي. موږ ټول به هم دې منزل ته راځو." ټول خلک د مړه تر مرګ د ملا صیب و خبرو ته لېوال وو. سرونه یې ځړولي وو او داسې ګمان کېده چې بېخي له ځانه تللي دي.

په دوی کې یو سړی داسې هم وو، چې هغه د ملا صیب خبرو ته ډېره توجه نه درلوده، مګر پر مخ یې د تفکر او حیرانتیا ژورې چمبې تیرېدلې. دې سړی د یو ملګري د ژوند احاطه کوله. داسې ژوند چې تر ملګرتیا زیاته یوه ګواهي ښکارېدله. دغه احاطه جاري وه او په همدې لمحه یوې پرېکړې ته هم را ورسېد.

دا سړی خلک د اقرارګل په نامه پېژني او د پېژندګلوۍ لومړی دلیل د هغه په ښه ملګرتیا شهرت دی. داسې ملګرتیا چې د څو څو جنمه خواږه پکې پراته دي او د څو څو زمانو کړاونه هم ورسره مله دي.

 

نن بیا هغه په هدیره کې د ډېرو خلکو د توجه مرکز وو، ولې چې نن د یو ملګري تر پتارۍ د بل ملګري اوښکې څڅېدلې. مګر د دعا په وخت ټول خلک ملا صیب ته توجه شول، او اقرارګل هسې په چورتونو کې ډوب وو.

د اقرارګل د تفکر دغه کیسه شپږ کاله لمخه پیېل کیږي. اقرارګل و سپین غر اولسوالۍ ته شپږ کاله لمخه د مزدورۍ په غرض راځي. د هغه په دې ښار کې له یو داسې سړي سره اړیکې جوړیږي چې راروان شپږ کاله دومره مزدوري وکړي چې د ژوند په ارزښت او بې ثباتۍ هغه د یو پوهاند غوندې وپوهیږي. د هغه دغه پوهه د یوې ښې ملګرتیا له زړي راسپړیږي.

د اقرارګل دغه ملګری چې بېخي ځوان ومري مګر  دی اقرارګل د ژوند له یوې اوږدې لارښودنې سره بلد کړي. او یوه سانحه هم ورته پرېږدي. دوی په لومړي تعلق کې څه داسې مکالمه و لري:

یو څوک له اقرارګل څخه پوښتنه کوي، "وروه! ته په اولسوالۍ کې پردی مالومیږې؟" 

اقرارګل، "هو! مګر موږ ټول انسانان وروڼه یو...."

سړی یې خبرې ته نه پرېږدي.....

"نه! موږ وروڼه نه یو، موږ انسانان یو خو وروڼه نه. موږ وخت او حالاتو دومره ځورولي، چې هر یو له خپله سیوري ویریږي."، دا سړی په منځ کې ورږغیږي.

د اقرارګل او دې سړي د ورورۍ له سوال ځوابه وروستو د وروڼو غوندې مینه سره پیدا شي او بیا یو وخت د مرګ بېلتون د دوی په مینځ کې جدایي راولي.

دا سړی ارمان نومېده. هغه چې کله دې نړۍ ته سترګې رڼې کړې، ښه ورځ یې نه وه لیدلې. ارمان په ژوند کې ډېرې خاطرې لرلې. بس چې پیدایښت پکې د هغه یوازینۍ کمزوري پاتې شوې، خو نور هغه پر هر څه زورور ورغلی. په سختو ورځو کې زېږېدلی، له نامه سره یې مخ شاته هیڅ نه وو، او داسې بې لوري لودنه راغلی چې مه پوښتی. ارمان له وخت سره خپل ارمانونه زیات کړي او دې پرېکړې ته رسېدلی وو چې ارمانونه یې په دې لږ تر لږه جنم کې نشي پوره کېدلی.

هغه ټول ژوندون لحظه لحظه له وخته کار اخیستی وو، بیا هم هغه ګڼل چې ډېر څه ورځینې پاتې وو.

له کوچنینې څخه یې روغتیا سمه نه وه، او کله یې هم د زیاته غریبۍ له کبله درملنې ته پام نه وو کړی. د هغه ژوند دومره په رفتار وو چې و غم ښادۍ ته کله هم اوزګار نشو. دېرش کاله یې د ځان ژوند جوړولی. کله چې له پورونو، پېغورونه خلاص شو د قام غم ورپیدا شو. سیاسي او ادبي حرکت یې وکړ، مګر په دې ډګر کښې له نورو زیاته ستونزو سره مخ شو.

ارمان له حالاتو څخه مسلسل زدکړه وکړه. هغه خپل ژوند د حالاتو په خوښه تېر کړ. ده به و اقرارګل ته همېش ویل، "سوالونه در څخه وکړم، که ځوابونه درته وښایم؟"

چې اقرارګل به لا خوښي نه وکښلې، ده به زر ورته وویلې، "ځه مړه! سوالونه ځوابونه له مرګه وروستو هم ډېر دي. دلې به داستانونه درته ووایم." بیا بې دومره کیسې ورته وکړې چې د اقرارګل به ښه ګزاره په کېدله. کله خو به اقرارګل د هغه کیسې دیومالایي وګڼلې. خو د هغه په کیسو کې تکرار نه وو، هره کیسه به یې یو تر بله نوې او ښایسته وه.

ارمان به ورته ویل، "ګوره اقرارګله! زه چې دې دنیا ته راغلی، زه همېش له ستونزو سره مخ اوسېدلی یم. کله مي ګمان پیدا شي چې دا ستونزې لما سره زېږدلې دي او لما سره به ختمیږي."

ارمان به په خندا شو، "له پیدایښته مي یوه اشنایي کړې، چې غریبي مي شناخته کړې. هر څه مي ګټلي او هغه هم د خپل ځان په استعداد، خو مدام دا احساسوم چې یو څه په رواني توګه بایلم هم. هغه ارزښتناکه څیز چې نوم یې د ژوند دی، مي له لاسه د ریت غوندې بهیږي. داسې مالومیږي لکه زه چې دلته د یو بل چا کار ترسره کوم؟ د هغې ټولنې کمی چې یو وګړی یې کله هم نشي رغولی؟ او که د هغو پلارونو او نیکونو چې غریبي یې زېږولې؟ ممکن داسې هم وي چې دا نړۍ په خپله پوره نه دي او زه یو څه ورته پوره کوم؟"

ارمان چې به کله سنجیده شو نو ویل به یې چې اقرارګله ټول ژوند مي د روزګار په خاطر ځان ناروغه کړی، هم د روزګار په خاطر مي دغه ناروغۍ له مور پلار او دنیا نه پټې ساتلې، هسې نه چې د روزګار لپاره خنډ وګرځي.

یو ورځ ارمان دا هم وویل، "لازم نه ګڼم چې د خپل ټاکلي هدف ترلاسه کولو دي ژوندی و اوسم، خو دا هم بې انصافي ګڼم چې تر خپله نېټه لمخه دي ومرم. ژوند زه محضې پیدا کړی یم نور خو ما تر دې دمه ځان پخپله ژوندی ساتلی."

یو وخت د اقرارګل په ژوره خاموشۍ خپه شو، او دا یې ورته وویل، "له شوره او زوره مه ویرېږه. خو له خاموشۍ او کمزورۍ وویرېږه. زه هم دا دی د مرګ په لور یم. په کلي کښې د خرابو اوبو له کبله د زېړي ناروغه شوم. د غریبې مړۍ په سبب د نس ناروغۍ راپیدا شوې. مطلب چې ټول اسباب د ناروغیو راته تصمیم شوي وو. خو یوه ناروغي مي غریبي او تنګلاسي وه. له دغې ناروغۍ سره دومره وجنګېدم چې دا نورې مي له پامه ووتلې.

ارمان به تل په دې هڅه کښې وو چې له هغه سره کومه پېښه شوې ده. خو هغه په دې هم پوهېده چې د لار نور هم ډېر څه ورسره پېښیدلی شي. د هغه ویره پر ځای وه چې بې نېټې به ومري. له اقرارګل سره یې د ملګرتیا پنځم کال وو چې کېفیت یې بدل شو. له کارونو او مجلسونو یې زړه په تنګېدو شو. هغه هم د نورو غوندې اخیري پناه د نشې تر شا واخیسته.

ارمان به و قرارګل ته همېش ویل چې وروره زما په هکله ستا اندېښنې سمې دي، خو اوس اندېښنې هیڅ ګټه نه کوي. بې شکه زه اوس تر رږدېدلې غریبۍ راوتلی یم، خو بیا هم د بایللو په بیه د روغتیا حاصلولو ته زړه نه ښکوم.

"ما له ژونده څو د پور ساګانې اخیستې خو قیمت مي زیاته ادا کړی. ما ته که ژوند څه راکړي نو یو ته یې ارزښتناک راکړی یې. ژوند یو دسیسه راسره وچلوله، چې ناپوهه یې پیدا کړم."، یو ورځ یې د اقرارګل په غرېونیولو هغه ته داسې وویل.

رښتیا خبره چې اقرارګل او ارمان د ارمان د ژوند په اخیري درې څلورو له سخت کړاو سره تېرېده. د دوی دواړو نړۍ په ړنګېدو وې.

قرار ګل په هدیره کښې داسې ناست وو چې ټول تفکر یې په دې نکته راغبرګ وو، چې ایا ارمان ژوندی وای ښه به وو او که اوس ښه شو؟ اقرارګل ډېر څه و سنجول خو کله چې به د ارمان د بېلېدلو اخیرې لمحې ته راغلی نو هر به یې له احساسه ووتل.

په دې وخت کې چې اقرارګل په خپل زړه د ارمان د مرګ حقیقت منلی ملا صیب او دا نور خلک له هدیرې په روانېدو وو. یو چا ږغ پر وکړ چې راځه موږ ستا په غم شریک یو. مه خپه کیږه، خدای دي صبر درکړي. ټول به مرو، تا ته به هم خدای درملګري کړي.

اقرارګل سر راپورته کړ، او په ژړا یې وویل، "خود به ځم! خو ارمان به چا ته پرېږدم، ما خو هغه په ارماني دنیا کښې هم یواځې نه پرېښود. خدای و ما ته په دنیا کښې تر اوسه بل یو څه نه دي راکړي نو ممکن صبر هم را نه کړي. ټول به مرو خو ټول ژوندي نه پاتې کیږي."

اقرارګل له غرونه غرونه غم سره له هدیرې رارهي شو. هغه حیران وو چې ارمان به له هغه څخه بېلېدل څنګه احساسوي. هغه حیران وو چې دې خلک په ارمان پسې کومه حق بخښي وکړه. هغه حیران وو چې د بل مړي و سر ته تر درېدلو لمخه بل وتیا ملا صیب د چا چا حق ووهي.

پای

Read 751 times

Leave a comment

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes