Thursday, 23 November 2017

ایا افغان حکومت د چین او هند ترمینځ‌ د اړیکو انډول ساتلې شي؟

Written by  Published in لیکنې Wednesday, 21 September 2016 04:03
Rate this item
(0 votes)

وروستي خبرونه او ګونګوسي داسې دي چې د هند او چین اړیکې له یو بل سره ترینګلې شوې دي. دواړه هېوادونه په یو بل وخت ناوخته تورونه لګوي. د دواړو هېوادونو د ترینګلو اړیکو حال مونږ د چین چې د پاکستان په پلوۍ يي د کشمیر د ازادۍ او د انساني حقوقو په نامه غږ پورته کول او هند بیا د بلوچستان د ازادۍ او د پاکستان لخوا د بلوچانو په حقوقو خېټه اچولو د حمایت غږ پورته کولو څخه ښه مالومولې شو. چین وايي چې هند زمونږ د لویو ګټو په مخ کې خنډونه اچوي، مګر هند بیا وايي‌ چې چین دې په متنازعه او جنجالي سیمو کې پانګونه نه کوي نو مونږ به کله هم د یو بل د ګټو پرمخ کې ونه درېږو. د ګوادر-کاشغر لویه لاره او د ګوادر د بندر باندې د چین لخوا د ۴۶ بیلینه ډالرو پانګونې څخه به ټول خبر یاست. چین کوښښ‌ کوي‌ چې د ګوادر-کاشعر لاره د پاکستان لخوا د اشغال شوي‌ کشمیر له لارې تېره کړي، مګر هند بیا په کلکه د دې لارې مخالفت کوي. که چېرې هند د ګوادر-کاشغر د لوي لارې منلو ته تیار شي نو مانا دا چې هند د کشمیر له مسلې هم تېر دی، مګر هند بیا هېڅکله هم دې مسلې ته نه تیارېږي چې له کشمیر څخه تېر شي. تېره ورځ د چینايي‌ یو حکومتي رسنۍ ګلوبل ټایمز کې هم ددې په اړه یو راپور کې راغلې ؤ او د جنوبي اسیا د چارو کارپوه پروفیسر هؤ خبرې يي راخیستې وې چې هند غواړي‌ چې د چین لخوا په بلوچستان کې د ۴۶ بیلین ډالرو پروژه ناکامه کړي.

 

له یوې خوا د چین د خپل اقتصاد د پرمختګ غم وړې دی، په هیڅ ډول د خپلې پانګونې څخه نه تېرېږي او په هر ډول چې وي په وچه کې ایسار شینجیانګ ولایت له اوبو سره ونښلوي، له بلې خوا بیا هند د کشمیر په ځمکه له هیچا سره په هیڅ ډول مفاهمت او مصالحت ته تیار نه دی. چین که له له یوې خوا د نړۍ دوهم لوي اقتصادي هېواد دی، نو له بلې خوا هند بیا د نړۍ تر ټولو په چټکۍ سره د پرمختګ په لور روان هېواد دی. مونږ له هند او چین دواړو سره تر ټولو ښې اړیکې لرو. هند او چین دواړو په لویه کچه مرستې له افغانستان سره کړې دي او دواړه په افغانستان کې لوي او سټرټیجیکې ګټې لري. اوس پوښتنه دا ده چې خدای مه کړه د دغه دواړو هېوادونو ترمینځ دغه روان حالت نور هم ترینګلې شي نو د افغان حکومت به په هغه مهال کې دریځ څه وي؟ ځکه دواړه هېوادونو به د یو بل سره د سیالۍ او رقابت له امله د سیمه ایزو هېوادونو د حمایت راجلبولو لپاره کوښښونه کوي، په هغه مهال به افغانستان د کوم هېواد ترڅنګ درېږي؟ ولې به درېږي؟ او که د یو هېواد خوا به هم نه نیسي؟ که د یو هېواد خوا نیسي نو حتمي به د بل هېواد سره دښمني پیلوي او که بې طرفه پاتې کېږي نو هم دواړو هېوادونو سره به يي‌ اړیکې خرابېږي.

فکر کوم افغان حکومت ته په کار دي‌ چې دغه ډول موضوعاتو او حالاتو ته په کتو سره پخپلو پالیسیو غور وکړي.

Read 725 times

Leave a comment

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes