خبري شننې

ننوتل

پاکستان او طالبان‏

 پاکستان هم داسي نه چې ګوندي لاس په لاس، پښه په پښه اړولې ناست دې. د پاکستان پوځ د طالبانو ترهګرو په ضد عمليات کوي. دا بېله خبره چې د داسي عملياتو په پای کې پښتانه بې کوره شي او طالبان د کور مالکان شي. پښتانه کمزوري شي او طالبان زورور شي.

 په داسي پوځي عملياتو کې: د خدای قدرت دې، طالبان نه، عادي وګړي وژل کيږي. د طالبانو سنګر ټينګ شي د خوارانو کورونه ونړيږي.

کله چې دا بې کوره پښتانه، لوږه، ويره او وير را په مخه کړي، کډه په سر د پنجاب پولي ته راشي. پنجاب بيا ور ورته وتړي. څله چې دوی ته پښتون او ترهګر يو ښکاري. لا کيدی شي پښتون ورته د بل هيواد ښکاري (چې په رښتيا هم داسي ده). 

خوار پښتون، د پنجاب و ور (دروازه) ته ناست وي، ناهيله شي، بيرته ستون شي، په کيمپونو کې يې لوږي سپږي وخوري خو بيا يې هم ګمان دا وي چې پنجاب يې سکه ورور دې او پښتون ېې تربور دې. تربور خو دښمن وي.

کله چې د اسلام آباد واکمن د طالبانو د شريعت څخه انکار وکړي نو په طالبانو کې د دين جذبه بېخي په غورځنګونو شي. دا راپارونکي جذبې يې د پښتنو وينه بهولو ته هڅوي او بيا پښتونخوا په وينو رنګ شي.

"تحريک طالبان پاکستان" که څه هم د ټول پاکستان د پاره دې خو زيات نازولي يې پښتانه دي. د دوی مينه له پښتنو سره دومره ډېره ده چې تل يې ديوالونه رنګوي (د ويني رنګ خو هم ښکلې وي --- په ذهني ناروغی اخته خلګ يې ډېر خوښوي). دا پښتانه ورباندي دومره ګران دي چې بلې خوا ته يې پام نه اوړي. 

انګريز چې هند ونيوو نو بېخي لږ وو. د انګريزي پوځ لويه برخه د هند ځائي خلګ وو. دا ځائي خلګو به خپل وروڼه د انګريز د پاره ځپل، وهل او وژل. که دا خلګ سره يو شوي وو نو انګريز يې ښه په هوسائي د هيواده شړلی شو خو دا خبره يې په زړه او ذهن منلې نه وه. دا تګلاره اوس پنجاب خپله کړې. پوځ، ايف سي،  پوليس، طالب او سياسي کارکونکې (ورکر) ټول پښتانه دي، ټول په يو بل پسې دي، سره وژني، ډالر، تېل او ريال يې د پنجاب. د پښتون وينه په نړيوال مارکېټ کې ښه بيه لري خو ټولي روپۍ دلال وړي. پښتون مړ شي او پړ شي. 

خلګ وائي، او ښه وائي، چې د دې طالبانو سره يو غيبي قوت ملګرې دې. د پاکستان پوځ په هر ګام باندي يو چيک پوسټ جوړ کړې دې. پښتانه چې د څه ضرورت د پاره ښار، کلي او کور ته ځي راځي نو يې په هر ګام دروي، جامې يې ګوري چې څه وسله، بم، بارود يې نه وي را اخيستي. خو د طالبانو د بارودو ډکي لارۍ نه ويني. کله چې طالبانو د ديره اسماعيل خان زندان مات کړ نو روغه ورا وه چې په دې چيک پوسټونو تېرېدله. د خدای دې قدرت ته وګوره هيڅ يو پوځي و نه ليدل. داسي سليماني کميسونه يې اغوستي وو. 

د طالبانو دا سليماني کميسونه د دوی سره ډېره مرسته کوي. کله چې آزاد افغانستان ته ځي نو نه يواځي دا چې پاکستاني پوځيان يې نه ويني، ورسره وسله، روپۍ، ډوډۍ او جامې هم د پوځي چيک پوسټ څخه وړي. 

څه خلګ دا ګمان کوي چې پاکستاني پوځيان د اسلام او مسلمان ډېر خواخوږي دي نو ځکه د دين پتنګانو، طالبانو ته هره آسانتيا برابروي. د دوی به کيدی شي هېر وي چې هم دغه پاکستان دوی د خر په بيه په امريکا خرڅول.

طالبان يوه بله ګټه هم کړې. پښتانه وژني خو په پاکستان کې دومره خواخوږي د مړه شوي او ژوبل شوي پښتنو نشته لکه د طالبانو.

طالبان سياسي ګوندونه هم لري. د دوی د پاره په اولس کې تبليغات کوي. د پښتونخوا دا اوسنی حکومت خو يې سم ملګرې دې. دوترونه ورته خلاسوي. کله چې طالبان خلګ ووژني، پړه يې هم پغاړه واخلي خو بيا هم ايف آئ آر د نامالومو خلګو په ضد و ليکل شي. 

پاکستان په اوسني وخت کې دوې لوی برياوي تر لاسه کړي. يو د نړۍ اووم لوی پوځ او دويم د نړی تر ټولو د لوی ترهګر لښکر روزنه. دا ترهګر داسي ترهګر دي چې د پوځي جرنيل څخه ويريږي او اولس له دوی څخه ويريږي. چې کله دوی (جرنيلان او طالبان) په خپل منځ کې سره وران شي، بيا نو د پښتنو د مرګونو نندارې وي.

Comments (1020)

2500 characters remaining

Cancel or

  • Sherribox
    http://baumarktxxx.eu/ AmatRepttats , Metabo 600129700 Exzenterschleifer SXE 450 TurboTec
  • JamesHER
    http://buecherx.eu/ hemPeerourge, Fifty Shades of Grey – Geheimes Verlangen: Band 1 – Roman
  • Igorfealk
    Зима снег на туфлях Заходите в спорткомплекс одеваете бахилы и все чисто, не дорогие отличного качества бахилы смотрите тут ===> КАЧЕСТВЕННЫЕ НЕДОРОГИЕ БАХИЛЫ
  • Bonniebox
    http://baumarktx.eu/ Alles fur Heimwerken IncannaTita , Thomas Vaporo Buggy 792023
  • Clintapeni
    http://medabc.us/ buy xanax Bererolozend , What is generic Xanax?
  • HelenDaf
    http://sportelektronik.eu/ sport elektronik diusenceclache , Fitness Tracker VOEONS Fitness Armband
  • JaniceNom
    http://dekorshop.eu/ IncannaTita, Ryobi Elektro-Kettensage
  • Arnolderurn
    http://lanatrade.eu/ IncannaTita, Asus ROG STRIX GL753VD-GC043T
  • Effiegitte
    http://healthfree.us/ Poeboobimi, Is it possible to reduce the price of Valium medication?
  • PatrickJug
    http://www.healtek.us/ cheap tramadol IncannaTita , How do I buy Cialis online overnight delivery?
  • Cherylles
    http://nutritioninpill.com/ Buy valium AmatRepttats, How safe is Valium bought online?
  • WilliamAgriz
    http://medicplus.us/ IncannaTita , Where to Buy Cialis Online?
  • Rachelfaimi
    http://clomidxx.com/ Bererolozend Buy Ambien Online Overnight
  • Bonniegoate
    http://clomidrx.com/ Bererolozend What is generic Ambien?
  • Dorothypem
    http://dbaby.eu/ Untogegope Bio Baumwolle Neugeborene Handschuhe
  • LindsaySig
    http://handbagdeals.us/ Bererolozend What is generic Klonopin?
  • ShonnaVet
    http://fitnesdeals.us/ Bererolozend I ordered Xanax online
  • CherieBom
    http://bedroomdeals.us/ Bererolozend Purchasing Cialis online
  • ElvaNpt
    Hey guys!!! designs and builds specialty lines of lead oxide production equipment, material handling systems, battery related process machinery, parts, and accessories for the battery, pigment, glass, and chemical industries. http://techbasys.com offers technical application and engineering services to help the customer acheive maximum benefit from their equipment and manufacturing processes.
  • Lorettacub
    http://fitnesdeals.us/ Bererolozend How to get Valium prescribed online?

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube