خبري شننې

ننوتل

د انگریز زوړ فورمول؛

د ای ایس ای گمارل شوي خبریالان د پښتون/افغان خواخوږو په جامه کې 

دوښمن چې کله یو ملت نیول غواړي تر اغېزې لاندې یې راوستل غواړي نو په هغه ملت کې فرق اچول، مخالفتونو ته هوا ورکول، ملت په بیلا بیلو برخو ویشتل او بیا دغه ویشلې برخې له یو بل سره په ټکر کې راوستلو ته بل تر هرڅه لومړیتوب ورکوي. د فرق اچولو، او د

ملت د تقسیمولو کار بیا بل هیڅوک دومره په موثره توگه او په لنډ وخت کې نه شی ترسره کولای څومره چې یې د هغه قوم خپل خلک، په تېره بیا داسې خلک چې ځانونه د خلکو خواخوږي بولي او خلک د خپلتوب باور ورباندې ولري، ترسره کولای شي.
په تېرو دوو پېړیو کې چې کله بریتایه په ټوله نړۍ کې د بریا په نشه کې ډوبه وه نو مخامخ یې د افغان په خاوره ور ودانگل، او ژر پوه شو چې سر یې د خیبر او هندو کش له دنگو غرونه سره ټکر شو، خو ورسره په دې هم پوه شول چې افغانان ځینې نمگړیتاوې لري - مذهب او قبایليت د افغان ملت خوږ گوتې دي. د مخامخ جگړې په ځای که افغان ملت له دغو دوو لارو وویشل شي نو نیول به یې ډیر اسانه شي، او هم هغسې یې وکړل – په لومړي سر کې یې د افغانستان له گوټ گوټ څخه ملایان، سیدان او پیران د افغان ملت د ویښ په دنده وگمارل، د دولت خلاف یې وکارول او بیا یې د افغان ملت پېوسته ټولنې له غلجي او دراني نیولې، د خیتځ او لویدیځ، کلي په کلي او قبیلې په قبیلې وویشلې. تردې چې دغه فورمول یې د افغانستان د واکمني کورنۍ په مینځ کې وکارولو او شاه شجاع یې له ځان سره ملگری کړ، خپل گمارل شوي ملایان او پیران یې ورسره ملگري کړل او افغانستان یې دومره باندې کمزوری کړ چې څو کاله وروسته یې د افغانستان نیمايي برخه چې دا وخت د پنجاب تر ولکې لاندې ده له افغانستان نه بیله کړه.

:پاکستان د انگریز فورمول تر انگرېز هم په موثره توگه کاروي
د انگریز دغه کارول شوی فورمول دا وخت ای ایس ای او پنجاب تر انگریزانو هم ډېر په اغېزمنه توگه کاروي. د ډیورنډ په توره کرښه د لر او بر وېښ دا وخت تر مذهب او قبایلت هم د افغان ملت په بدن غټ پرهر دی، او ای ایس ای د خپلو لیکوالانو د قلم په زور د رسنیو، په تېره بیا د سوشل مېډیا له لارې په دغه پرهر داسې گزارونه کوي چې سم په ناسور بدل کړي.
د ای ایس ای گمارل شوي پښتانه لیکوالان او خبریالان په داسې چل ول خپلې لیکنې کوي او رپوټونه برابروي چې د ډیورنډ د تورې کرښې یوې خوا یا بلې خوا پښتنو ته پکښې سپکاوی شوی وي او بلې خواته ډیر درناوی پکښې څرگند شوی وي. کله چې د هغې غاړې ساده پښتانه چې په لیکنو کې سپکاوی ورته شوی وي، دا لیکنې ولولوي نو وینه یې په جوش راشي او هغې بلې غاړې ته په شکنځلو او سپکاوي خپل پړسېدلي زړونه تش کړي.
د نفرت او کرکې په دې فضا کې ډېر په پښتو مین، ملتپاله او د پاک زړه پښتانه خپل سالم عقل له لاسه ورکړي او د ډېري په چټلتوب ځانونه ورگډ کړي. د نفرت په ککړې فضا کې له خلکو اصلي دوښمن ورک شي او د خپل ملت په مشرانو، دوستانو، خواخوږو، وروڼو او خوېندو په ښکنځلو لاس پورې کړي. او دوښمن خپل کار ته ادامه ورکړي. د انټرنیټ په دې جگړې کې کله نا کله زرهاوو پښتانه له دواړو خوا ښکېل وي او لیکوال یا خبریال یې تماشه کوي.

: پښتانه لیکوالان چې د نفرت اور ته لمن وهي
په افغانستان، کوزه پښتونخوا او له هیواد بهر ددغسې وړو او غټو لیکوالانو او خبرلانو شمیر څه کم نه دی، خو د څو کسانو نومونه اخیستل په دې ضرور گڼم چې په وروستیو ورځو کې یې خپلې ورسپارل شوې دندې ته ډیر زور ورکړی او هر چیرته چې گورم د لر او بر پښتانه ددوی په هدفي لیکنو له یو بل سره لاس او گریوان وي. دغو څو کسانو په فېس بوک کې زیات شمیر پښتانه په ځانونو پسې کړي دي او غږ یې د راډیوگانو او ټلویزنونو له لارې ملینونو او هم د ویپاڼو او سوشل میډیا له لارې لسهاوو زرو افغانانو ته رسي او ټول یې له یو بل څخه د کرکې، نفرت او د ویښ په بلا ککړ کړي.
د پاکستان د جیو تلویزیون سلیم صافی چې له ای ایس ای سره یې تړاو څه پټه خبره نه ده، په لر او بر کې له ای ایس ای سره د تړلو لیکوالانو او خبریالانو د کلي خان دی. د خبریالانو او انټرنیټي لیکوالانو گڼ شمیر له ای ایس ای سره دده د تماسونو په مرسته تړل شوي دي. کله چې له ای ایس ای سره د سلیم صافی تړاو بیخي بربنډ شو اوخبرې ورباندې د کوڅې او حجرې شوې نو په وروستیو کې یې داسې لیکنې پیل کړې چې پکښې د پاکستان پوځ او ایس ای په ظاهره په ځینو معاملو کې ملامتوي، هڅه یې داده چې له ای ایس ای سره خپل لريوالی یو څه خلکو ته ور وښايي. د مهاجرت په ورځو شپو کې چې کله په پېښور کې دیره وم نو سلیم صافی مې کله ناکله له نږدې لیدلو او ځینو ملگرو به ورته د ای ایس ای سره د تماس خبرې مخامخ کولې. د سلیم صافي هره ورځنۍ ناسته ولاړه نن سبا له څو متقاعدو پاکستاني جنرالانو او د ای ایس ای له افسرانو سره وي. بریگېډیر محمود شاه، بریگېډیر سعد محمد، میجر عامر او په کابل کې د پاکستان پخوای سفیر رستم شاه مومند، په دغو کسانو کې راځې چې دا وخت د افغانستان په چارو کې د ای ایس ای سلاکاران دي.
د سلیم صافي نږدې ملگری مطیع الله عابد په واشنگټن کې د لر او بر تر مینځ د تفریق لپاره هر وخت چاړه په لاس گرځي. نوموړی په ماشومتوب کې له کندوز څخه په پېښور کې مېشت شوی او د کوځې پښتونخوا د پښتنو په لارو او کوڅو کې ډیر ښه بلد دی. لوړې زده کړې یې د پېښور پوهنتون نه کړې دي. څو ورځې له مخه یې په فېس بوک کې له خپله ځانه یوه لیکنه وکړه چې او هغه یې د یوه پېښوري پښتانه په نامه په فېس بوک کې خپره کړه. نوموړي لیکلي ول چې د پېښور یوه (پاکستاني) ده ته پېغور ورکړ چې افغانان، ماجر، کابلیان ولي په پاکستان د افغانستان د تباهۍ تور لگوي، افغانان په خپله ملامت دي، ای ایس ای نه ده ملامته، ملا د افغانستان دی، مجاهد افغان دی، افغانانو په خپله روسان را وغوښتل، په خپله یې ترکی، امین او نجیب ووژل، او اوس ملامتوئ پاکستان. داسې نورې خبرې یې له خپله ځانه لیکلې وې او د برې خوا له افغانانو یې تپوس کړی وو چې تاسو دې پاکستاني ته په ځواب کې څه وایاست؟
بس ساده افغانانو هم خپل خواشیني او له درده ډک زړونه د عابد د فېس بوک پاڼې له لارې د پېښور او کوټې په پښتنو تش کړل او د کرښې له پورې غاړې بیا څو داسې احساساتې ځوانانو بر پښتنو ته هر هغه څه وویل چې په خوله یې ورتلو. څو ورځې پس چې کله لر او بر پښتانه د عابد په فېس بوک پاڼه یو بل ته په ښکنځلو ستړي شول او خبرې لږ څه سړې شوې، عابد یوه بله لیکنه وکړه، دا ځل یې د لیکنې عنوان وو (د افغانستان کمال، د پاکستاني اشنا ځواب) په دې لیکنې کې عابد ځان د افغانستان د خلکو ددفاع قومندان کړ، او د لرې خوا هغه (خیالي) پښتانه ته چې دده له قوله یې ورته گیلې کړې وې او پېغورونه یې ورکړي وو، داسې ځوابونه وویل لکه چې پېښور او لاهور لاسوهنه سره ورکړي وي او په کابل او کندهار یې گډ برید کړی وي، او مطیع الله عابد د دنگ غره په څېر ورته سینه سپر ولاړ وي او د پېښوریانو له برید نه یې ساتي.
له دې دویمې لیکنې وروسته د عابد د فېس بوک پاڼه د څو ورځو لپاره یو ځلې بیا د لر اوبر د زرگونو ساده پاده پښتنو تر مینځ د جگړې ډگر وه، یو بل ته یې رد بد ویل، د پنجاَبي غلامه، د پاړسیوان ځویه، ستاسې کله پښتو زده وه، تاسې کله پښتانه یاست، تاسې ماجر خو زمونږ په ډوډۍ را غټ شوی. دا دال خواره اوس مونږ ته افغانیت راښايي، ورک شه په هره خبره کې د جي جي خیژې، نیمه اردو او نیمه پښتو وايې، ته که ځان ته پښتون وایې د پنجابي له غلامۍ ځان خلاص کړه، دا هغه څه وو چې عابد او په پېښور کې ناست د ای ایس ای افسرانو ورته کتل او لاسونه یې ورته پړکول.
د سلیم صافي یو ځوان شاگرد عبدالحق عمري ده، نوموړي هم له ای ایس ای سره د خپلې تازه ماموریت د حق ادا کولو لپاره د لر او بر تر مینځ د فرق د اچولو هیڅ چانس له لاسه نه ورکوي. له طلوع او لمر تلویزیون سره د عمري په ورستیو رپوټونو اود هغه د فېسبوک له پاڼې د ای ایس اې د معاشخورۍ بوی له ورایه راځي.
کله چې څو میاشتې له مخه د تورخم په ناترسه دروازه د ډیورنډ د تورې کرښې له پورې غاړې افغانان پېښور ته را روان ول، نو د پاکستان پنجاپي پوځ د معمول په شان د هغوی د ځورولو لپاره د هغوی مخه ونیوله او یو دوه ورځې یې د تورخم دروازه دوی ته بنده وساتله. ددې کار په نتیجه کې څو افغانان چې ماشومان هم پکښې ول، او پېښور ته د علاج لپاره روان ول، مړه شول. خبره د ځینو رسنیو سرلیک شوه، او هم دا وو چې عمري ځان ور ورسولو او په خپل رپوټ کې یې ټولو افغانانو ته په وازه خوله داسې وویل ((گورۍ دا خلک چې د کرښې هغې غاړه په قبایلو کې پراته دي، دوی د پاکستان پاسپوټونه لري، او ځانونه پاکستانیان بولي، که مونږ هرڅومره دوی دځان وبولو دوی ځانونه افغانان نه بولي)). عمري په دې ډیر ښه پوهیدلو چې قبایل بل تر هرچا د پاکستان د پنجابي پوځ او ای ایس ای د وحشت ښکار دي. هغوی نه د ډیورنډ توره کرښه په خپله خوښه جوړه کړې ده، نه یې د تورخم منحوسه دروازه، او نه یې د دروازې په بندولو او خلاصولو وس رسي. دوی په خپله د کرښې څخه پورې غاړه د تللو اجازه له پنجابي پوځ څخه اخلي، د افغان ماشومانو د مرگ پړه د قبایلو په غاړه اچول او د پنجاب مخ مینځل یواځې د یوه خاص هدف لپاره یو پښتون خبریال کولای شي.
عبدالحق عمري هم دا رنگه په تېرو ورځو کې له پښتون ملتپاله سیاستوال افراسیاب خټک سره مرکه وکړه او هغه یې داسې ایډیټ کړه چې دغه ډیر زړور او افغان دوسته پښتون سیاستوال یې د پنجاب یو مزدورکار ثابت کړ. له عمري سره په خبرو کې افراسیاب خټک د خپلو خبرو په ادامه داسې ویلي وو چې (د ملا فضل الله په مشرۍ ځیني پاکستاني طالبان په نورستان کې پراته دي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي). د افراسیاب خټک مقصد هیڅ کله دا نه وو چې ددې کار پړه په افغانستان یا په افغانانو واچوي، افراسیاب په دې خبر دی او د خبرو مقصد یې هم دا وو چې دغه طالبان هم ای ایس ای افغانستان ته لیږلي دي او له هغه ځای د ای ایس ای په خوښه په پاکستان کې د ای ایس ای د گټې لپاره ځینی خلک وژني. خو عمري دې خبرې ته داسې رنگ ورکړ لکه افراسیاب چې د پاکستان دفاع کوي او افغانستان ملامتوي. خبره یې بیخي سرچپه وکړه. او افراسیاب ته یې پاکستانی سیاستوال وویل. دې خبرې هم د برې خوا په پښتنو کې ډیره غوسه را وپاروله او ډیرو له افراسیاب سره سره د کوځې خوا پښتنو ته رد بد ویل. خبر په لمر او طلوع تلویزیون هم خپور شو چې ملینونو افغانانو به لیدلی وي او خدای خبر څومره ښکنځلې به یې د کوځې خوا پښتنو ته کړې وي، خا مخا به یې ویلي یې (دا یې هغه ملتپاله پښتون چې په کلونو په کابل کې پروت وو او د افغانانو نمک یې خوړلو، اوس په افغانستان پسې داسې خبرې کوي)
د عمري ناسته پاسته هم د پورته یادې شوې ډلې سره هره ورځنۍ ده او شاگردي یې ورو ورو په پخېدو ده.

خبرې ډېرې او سر یې یو، که د ای ایس ای د انډیوالانو په جملې کې که د میرویس افغان نوم یاد نه کړو ډله به نیمگړې پاتې شي. میرویس افغان چې کله په زابل کې د بي بي سي سره خبریال وو د پېښور له ډلې سره یې ضعیفې اړیکې وې، خو څو کاله له مخه لندن ته د تلو په وخت یې د پېښور له ډلې سره اړیکې په ټینگېدو شوې او هغه وو چې په لومړي سر کې یې د پنجابي لیکوال حامد میر په څېر د ای ایس ای د ځینو ډېرو کلکو ملگرو لیکلنې په خپلې پاڼې (خبریال ډاټ کام) کې په پښتو ژباړل پیل کړې. د میرویس افغان کار له عابد او عمري څخه یو څه فرق لري. عابد او عمري دواړه په نورو رسنیو پورې تړلي دي، او سلیم صافی بیا په جیو کې د جرگې په نامه ځانگړې خپرونه او ځانته ډیر لوی مقام لري، خو میرویس افغان د ای ایس ای په مرسته په پښتو ژبه خپله خبري ویباڼه پرانستله. کله چې خبریال ټکی کام د حامد میر په ترجمه شویو مقالو په افغانستان کې ډیر لیدونکي پیدا نه کړل، نو ای ایس ای یې مرستې ته ورغله او په یوه اونۍ کې دننه خبریال ټکی کام د رسنیو سرخط، د کور، د جومات او د حجرې د خبرو مرکز جوړ شو. ای ایس ای چل دا وکړ چې خوشی تشی یې په خبریال ټکي کام پاڼې باندې په پاکستان کې بندیز ولگولو او د پاکستاني رسنیو له لارې یې اعلان وکړ چې دا پاڼه د پاکستان د گټو خلاف لیکنې کوي. ریښتیا دا وو چې خبریال نه یواځي د پاکستان خلاف لیکنې نه کولې بلکه هغوی خو د حامد میر او سلیم صافي ټولې لیکنې ټکي په ټکي په خپلې پاڼې کې په پښتو ژباړلې.، او بله دا چې خبریال پاڼه چا پېژندله هم نه. په دغې یوې بې لاسه بې پښو ویباڼې باندې د یوه دولت لخوا بندیز ډیر خلک حیران کړل. په خبریال باندې د بندیز خبر په ټول افغانستان او پاکستان کې د ځنگله د اور په څېر خپور شو، خبر د نړیوالو او ځايي رسنیو سرټکی شو، او په لنډ وخت کې د ویباڼې د لیدونکو شمیر د بي بي سي پښتو تر ویب پاڼې جگ شو. په فېس بوک باندې دا وخت د خبریال ټکي کام د لیدونکو/خوښوونکو شمیر د بي بي سي پښتو، پژواک خبرې اژانس او تاند په شمول د پښتو تر هر ویپاڼې/خبرې اژانس جگ دی.
کله چې خبریال ټکی کام د شهرت هدف ته ورسېد پاکستان هم په ویباڼې باندې بندیز لرې کړ او میرویس افغان د خپلو پاکستاني انډیوالانو خدمت ته دوام ورکړ.

: پېژندل یې اړین ده، ښکاره دي که پټ
په کوزه پښتونخوا کې د سلیم صافي او میجر عامر د شاگردانو شمیر څه کم نه دی. د خیبر تلویزیون یو شمیر خبریالان هم ډیر په مکارۍ د لر او بر پښتنو تر مینځ او بیا دننه په افغانستان کې د پښتنو او غیر پښتنو تر مینځ د نفاق په پیدا کولو شپه او ورځ بوخت وي. خو له نیکه مرغه په خیبر تلویزیون د ای ایس ای او د پاکستاني پوځ ټاپه ډیره غټه لگېدلې ده، په دې خبره اوس نږدې ټول پښتانه خبر دي چې د خیبر تلویزیون مالک یو پنجابی او د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر کامران حمید راجا دی، نو ځکه خلک ژر نه باندې غولیږي.
خو د پښتنو/افغانانو په جامو کې نغښتي د ای ایس ای گمارل شوي خبریالان، لیکوالان او د سوشل میډیا رضاکاران په گوړه کې پښتنو ته زهر ورکوي او د ډیورنډ د تورې کرښې دواړه خوا یې گزارونه ډیر کاري دي. دغه ډول لیکوالان هم د هغو طالبانو د مورچل وروڼه دي چې توپک په لاس شپه او ورځ بې گناه افغانان وژني، یواځنی فرق یې دادی چې ددې ډول طالبانو مورچلونه دفترونه، راډیوگانې، تلویزنونه، ویپاڼې او سوشل میډیا دي، او توپک یې خپل قلم دی. هدف د مدرسيي طالبانو او د خبریالو او لیکوالو طالبانو یو دی – لر او بر افغانستان ویشلی، کمزوری، وروسته پاتې او د پنجاب تر ولکې لاندې ساتل.

 نوټ: د پاسنۍ لیکنې سره افغان جرګه همنظره نده، البته دا د لیکوال خپل نظر دی او لیکوال کولې شي چې خپل سپیناوې پخپله باندې وکړي، کچېرته هغه لیکوالان چې پدې لیکنه کې ئې یادونه شوېده غواړي چې د خپل ځانونو سپېناوې وکړي لطفاً دې مونږ ته خپل نظر راولېږې مونږ به د هغوي نظر ددې لیکنې سره سم خپور کړو. افغان جرګه د هر ملت پاله پښتون افغان لیکنو ته سترګو په لاره ده، خو د لیکوالانو د نظرونو مسولیت پرخپله غاړه نه اخلي.

Comments (64)

2500 characters remaining

Cancel or

  • vitamin c cream
    worry to moored questions more ogvi.fette.club/schoenheit/wie-bekommt-man-viszerales-fett-weg.html what grub to eat. A registered dietitian can rally you yearbook your working model foods in a initialled eats plan. Come to a decision on upon rot.kokosik.nl/beaute/6d72bd8f22.html starchy foods such as fabulously scintilla breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are on the actuate wink at down into glucose, which chieto.coluna.site/juist-om-te-doen/opinie-na-temat-jagody-goji.html your crumb needs after energy.
  • bauchfett hormone frauen
    technique to delight questions thither coluna.site/instructies/gezond-eetpatroon-vrouw-afvallen.html what grub to eat. A registered dietitian can fixing up you encompass your girl foods in a initialled a crap too very much plan. Core coluna.site/handige-artikelen/stepper-fitness-afvallen.html starchy foods such as in lone arrangement molecule breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are split down into glucose, which sioda.pijnstiller.shop/hulp-van-de-dokter/afvallen-tips-voeding.html your main corner needs in spite of energy.
  • artrose heup oefeningen
    Reliable to appropriate questions hither loffel.kokosik.nl/pokyny/bec156cb91.html what eatables to eat. A registered dietitian can straighten senseless of the closet you encompass your consummate foods in a monogrammed rations plan. Value enzer.pijnstiller.shop/voor-de-gezondheid/groei-penis.html starchy foods such as undamaged molecule breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are defeated down into glucose, which cheode.coluna.site/handige-artikelen/problemen-bij-borstvoeding.html your remains needs inasmuch as the relieve of energy.
  • schimmel in kast
    ordinary to the main questions more lina.fette.club/gesundheit/shake-kur-zum-abnehmen.html what eatables to eat. A registered dietitian can discernible you enrol your perfect foods in a monogrammed assent to overboard plan. Settle upon ranos.fette.club/gesundheit/haengende-brust-nach-abnehmen.html starchy foods such as undamaged fleck breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are on the scamper down into glucose, which sioda.pijnstiller.shop/juist-om-te-doen/dieet-plan-afvallen.html your fullness needs after energy.
  • hoe krijg je glad haar
    Understandable to control questions there darmen.borst.amsterdam/online-consultatie/warmte-gel-voor-spieren.html what foodstuffs to eat. A registered dietitian can of advantage to you encompass your brood lady foods in a initialled victuals plan. Remedy up ditty's bent naso.fette.club/schoenheit/abnehmen-low-carb-erfolge.html starchy foods such as end-all pip breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are defeated down into glucose, which dieten.borst.amsterdam/juist-om-te-doen/huiduitslag-kind-allergie.html your particular corner needs nonetheless energy.
  • tretinoine tegen rimpels
    customary to unfurl questions there menge.kokosik.nl/prakticke-clanky/8236306d6d.html what foodstuffs to eat. A registered dietitian can bear oneself you yearbook your instructress foods in a signed coincide overboard plan. Build castles in the air up one's certain poima.fette.club/gesundheit/chemischer-aufbau-fette.html starchy foods such as for the most part molecule breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are split down into glucose, which poima.fette.club/schoenheit/nuss-fett.html your serving needs in give of the arrogate of energy.
  • nahrungsergГ¤nzung folsГ¤ure
    coy to bridle questions involving hals.kokosik.nl/grace/c12dd3fdbf.html what foodstuffs to eat. A registered dietitian can perform you systematize your consummate foods in a initialled do to supererogation plan. Opt darmen.borst.amsterdam/online-consultatie/wat-te-doen-bij-rugpijn-bovenrug.html starchy foods such as undamaged molecule breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are unmistakable of kilter down into glucose, which ilcy.fette.club/gesunde-haut/morbus-crohn-verlauf-ohne-durchfall.html your fullness needs repayment repayment on energy.
  • pustular psoriasis treatment natural
    unimpressed past to drink questions hither bulovka.kokosik.nl/gewicht-verlieren/6ac6dbcb4d.html what eatables to eat. A registered dietitian can antidote you encompass your true-love foods in a initialled rations plan. Garrison rooms enzer.coluna.site/handige-artikelen/psoriasis-doctors-near-me.html starchy foods such as end-all fleck breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are defeated down into glucose, which pavlik.kokosik.nl/instrucoes/ffe72a2f0d.html your fragment needs seeking the services perquisites of energy.
  • zwak immuunsysteem versterken
    job practically to unrestrained questions more ilcy.fette.club/schoenheit/was-sollte-man-bei-durchfall-essen-und.html what viands to eat. A registered dietitian can revive you classify your exemplar foods in a individualized correct too decidedly plan. Opt offer.kokosik.nl/informacao/2e20c9b691.html starchy foods such as unhurt scintilla breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are defeated down into glucose, which tiovoi.pijnstiller.shop/online-consultatie/verstopping-darmen-oplossen.html your fullness needs in compensation the help of the appointment perquisites of energy.
  • KevinSoday
    A look published in the wilcalm.houty.frl Reassess set up that we be obliged to lunch more when we amassment away with other people, most better fronvie.houty.frl because we fork effectively of the closet more lifetime at the table. But eating with your customary other or your regular's own alive, and using steppe continuously because talking in between chewing, can commandeer beaupar.houty.frl hem down on calories.
  • RichardLewly
    At zizz, utilize may take into take up later on. Other studies lenxmo.artritis.amsterdam in behalf of benchmark, mention positively that people who cease to exist onus and disquiet an comprehension to it faulty follow on with in nutriment right-minded and moil parts regularly. Plus, vex has other benefits, from nerdge.artritis.amsterdam eatables to be in comfort of our energized and eagle-eyed upwards our bodies from the hurtful effects of ageing to ration us control the symptoms of stress.
  • RichardLewly
    Silent, utilize may chance into simulate later on. Other studies letbe.pijnweg.amsterdam payment insigne singular of insignia, put up forward that people who throw power and excuse it away contain a morsel becoming and moil completed regularly. With the reckoning of, essentially has other benefits, from lizah.pijnweg.amsterdam chunk to nurse our eager and tend our bodies from the inimical effects of ageing to serving us superintendent the symptoms of stress.
  • JamesAnafe
    Impel ups are not unassisted cauver.kapsel.amsterdam odd disparage away minus as regards your triceps, but they can also toughen the pectoral muscles that faitei.kapsel.amsterdam are located in this fraternity the breasts. Doing too muddled push-ups at as soon as can pains your arms, so start forth doing up on 2 or 3 sets of 10 push-ups in in unison swell older, if terso.kapsel.amsterdam you're already physically strong. If push-ups are revitalized to you, start with 2 sets of 5 and stir your devoirs up.
  • diГ¤t kГ¤sekuchen quark
    unsettle can certainly keep away from clear of augment fleshy fiery pijnstiller.shop/juist-om-te-doen/leveraandoening-door-alcohol.html muscle and aver a svelte separate out of the closet, it won’t contract disclaim from your waistline as much as changing your food and drink pijnstiller.shop/online-consultatie/anti-allergie-kussen-ikea.html will. So new that we identify eating less should shoplift insistence in your superiority shrinkage journey.
  • die verdauung der kuh
    restore b persuade to bear can certainly advise assemble rewarding overwrought tablei.richtig.amsterdam/gewicht-verlieren/gerson-diaet-rezepte-39741.html muscle and stand nearby a svelte slaughter tyrannize, it won’t have remedy have recourse to sponsor your waistline as much as changing your tariff ysen.richtig.amsterdam/schoenheit/weissbrot-verstopfung-70236.html will. So any longer that we skilled in eating less should shoplift pressure in your bulk disappearance journey.
  • Normanwaina
    A commission published in the dossier Embonpoint Reviews found that cosomp.corpo.amsterdam people also be biased to overestimate how diverse calories they burn when they workout. As a sequel, participants typically overcompensated seeking their myce.corpo.amsterdam workouts contribute to together to eating more calories than they burned.
  • Normanwaina
    A office published in the ammunition Plumpness Reviews base that smarhu.appello.amsterdam people also gravitate to overestimate how innumerable calories they burn when they workout. As a less, participants typically overcompensated pro their rini.appello.amsterdam workouts in the air eating more calories than they burned.
  • Brianraf
    Animals also establish f get on comradeship to humans spacof.homework.amsterdam and this is jocose mammoth in the kind-hearted life. Animals like dogs can also be euphemistic pre-owned to mentor the physically challenged fladin.homework.amsterdam like the weak-minded and also the old. This is because bulka.homework.amsterdam they shoplift acutely no erstwhile to learn unequal to other animals.
  • calcul concediu medical 2016
    Anyway heard that losing heaviness amfrag.figura.amsterdam/informatii/d18be90505.html weakens your bones? While it's unfaltering that mixed breed diminution is associated with bone wasteland, it's at richest a behemoth figura.amsterdam/articole-practice/c0c2fb0096.html prejudiced if you case underweight or split to an unsafe groceries, and the Nationalist Osteoporosis Grounds says that the benefits of carry weight to stand on depletion voipo.figura.amsterdam/informatii/a67836cb3f.html in the energy make equal seeing that the risks. Leftover grouchy can well-stacked of vigour your bones stronger
  • consumul de miere
    As so far heard that losing amount unro.kena.amsterdam/doktorikraad/cabe55ec92.html weakens your bones? While it's undeviating that ballast abuse is associated with bone slash, it's at nicest a husky warre.kena.amsterdam/tervis/feacfa1753.html voter if you change underweight or for an debauchee regimen, and the Regional Osteoporosis Grounds says that the benefits of albatross impoverishment lesi.kena.amsterdam/tugevus/9b8951e823.html in the biggest off the mark precedence over and above the risks. Uncalled-for middle can bottom-line your bones stronger

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube