خبري شننې

ننوتل

عالم اسلام او پاکستان څنګه په وجود کې راغله؟

د نولسمې پېړۍ پائ ؤ، د پيرنګيستان په نامتو ښوونځيو اکسفرډ او کېمبرج کې د لوستيو ځوانانو يو ټولۍ، چې د Round Table په نامه پېژندل کېده، د کالو کالو له اوږدو، ترخو، تودو بحثو وروسته يو پايلې تې ورسېده او په ګډه يې و خپل دولت او باچا ته يوه طرحه (پلان) وړاندې کړه. که څه هم د دې ټولۍ غړو له دولت سره کوم تړاو نه درلود خو د نړيوال سياست له رګ رګ سره د بلدتيا او د علم، پوهې او ځېرکتوب له کبله د دوئ خبرې ډېرې درنې او د پيرنګيستان د دولت په تېره بيا د باچا لپاره د منلو او پام وړ وې.

 

بحث پر دې ؤ چې موږ (پيرنګيان) يو وړوکی قام يو. زموږ پلرو او مشرانو په ډېره اوښياري او مېړانه موږ ته د نړۍ تر ټولو ستره امپراتوري British Empire جوړه کړې ده، وخت نږدې دئ چې د دې امپراتورۍ د اختيار واګې موږ ځوانانو ته په داسې حال کې وسپارل سي چې يوه پلو ته د جرمني او روسيې په شان دښمنانو وږې سترګې زموږ د امپراتورۍ پر لور دي او بل پلو ته په امپراتوري کې دننه د نيواکګرۍ ضد ملتپاله غورځنګونه هم راټوکېدلي دي. ايا په داسې حال کې موږ د دې جوګه يو چې دا ستره امپراتوري خوندي کړو او و راتلونکي ناغ (نسل) تې وسپارو؟

د دې ټولۍ غړي پر دې قانع ؤ چې د رسمي امپراتورۍFormal Empire خوندي ساتل نه يواځې ډېر مالي او ځاني لګښت غواړي بلکه له خطر او وېرې ډک کار هم دئ. که چېرته امپراتورۍ ته غيررسمي Informal Empire بڼه ورکړل سي هم به مالي او ځاني لګښت کم سي او هم وېره او خطر. دې ځوانانو داسې طرحه (پلان) وړاندې کړه چې پيرنګی به له خپلې امپراتورۍ خپل ټغر ټولوي او د امپراتورۍ و خلګو ته به دا باور ورکوي چې تاسو نور د پيرنګي له غلامۍ خلاس ياست. خو تر وتلو لمخه به امپراتوري پر وړو وړو ټوټو وېشې او داسې ټبرونه، ټولۍ ليا قامونه به د خپلو ځای ناستيو په څير ټاکي چې هغه به د پيرنګي وفاداره وي، په ښکاره به هر هيواد ازاد او خپلواکه وي خو په اصل کې به هر څه د لندن له خوښې سره سمه روان وي. متلب د پيرنګي امپراتوري او لوټمار به برقراره وي تس بې بڼه بدله سي. لومړي به پيرنګی د خپلې امپراتورۍ په هره مستعمره کې موجوده ؤ او د هرښه او بد مسوليت بې پر غاړه درلود، اوس به له ټولو مستعمرو پيرنګی وزي او پر هره مستعمره به يو خپل وفاداره څوکېدار کښېنوي.

د دې پلان په ګټو د سرخلاسي لپاره مهيمه ده چې يو ځل د هغه وخت حالات و سپړل سي. د نولسمې پېړۍ په پای کې د صنعتي انقلاب له کبله اروپايي هيوادو خورا ډېر پرمختګ کړئ ؤ. دا هيوادونه د خپل اقتصاد د ودې لپاره له درو ستونځو سره مخ وه، خام مال Raw Materials، وړيا مزدور Cheap Labor او منډۍ Market. يو مستعمرې په يوه وخت کې د خپل څښتن هيواد دا درې واړه ستونځې ډېر په ارامه ور پورا کولای سوې. هم دا يې لامل ؤ چې هر اروپايي هيواد دا هڅه کوله چې د نړۍ غټه سيمه تر خپله ولکه لاندې وساتي، انسانان غلامان کړي او د دوئ وسايل لوټ کړي. له نيولو وروسته يو مستعمره تر خپله ولکه لاندې ساتلو لپاره به څښتن هيواد اړ ؤ چې په مستعمره کې په ګڼ شمېر خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي، له لوټمار سره سره د مستعمرې د ټولنيز پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي او که به چېرته له دباندې يو دښمن پر مستعمره يرغل وکړ نو څښتن هيواد به اړ ؤ چې د مستعمرې د خوندي کولو لپاره تر خپل مالي او ځاني لګښت تېر سي. د مستعمرو و دې بڼه ته رسمي امپراتوري Formal Empire ويل کېږي. د يو مستعمرې په دې توګه ساتل د څښتن هيواد لپاره هم لنډمهالي او هم اوږد مهالي زيان ؤ. لنډ مهالي زيان د ځاني او مالي تاوان په شکل کې ؤ او اوږد مهالي زيان دا ؤ چې د وخت له تېرېدو سره سره د مستعمرو خلګو د خپلو څښتن د ژوندانه طرز، لارې چارې، ښوونه او پوهنه، محکمه، ټرانسپورټي نظام او ډېر څه زده کړي ؤ او ځان يې د خپل څښتن په رنګ رنګولئ ؤ. مثلا په هند کې خو د ځايي خلګو يو داسې طبقه مينځ ته راغلې وه چې د ژوندانه په هره شعبه کې يې د پيرنګې د مخامختيا وړتيا درلوده او له پيرنګي نيواکګره يې د ازادۍ او خپلواکۍ غوښتنه کوله. دا اوږد مهاله بدلون د نيواکګر لپاره د زغم وړ نه ؤ.  

په داسې حالاتو کې د Round Table ټولۍ جوړ کړل سوئ پلان ډېر اغېزمن او د هرې ستونځې درمل ؤ. د کومو موخو لپاره چې مستعمره نيول سوې وه پرځائ د دې چې څښتن هيواد په غټ لګښت او د وسلې او اردو په زور هغه تر سره کړي، په ډېر لږ لګښت د خپلو لاس پوڅيو په مټ تر سره کېدائ سوې. څښتن هيواد د مستعمرې د خوندي کولو او پرمختګ له هره مالي او ځاني لګښته خلاس سي او د مستعمرې ټولې کورنۍ او بهرنۍ چارې به د خپل وفادار څوکېدار له لارې د څښتن هيواد په خوښه عملي کيږي.

د راونډ ټېبل ټولۍ د دې پلان له وړاندې کېدو څو کاله وروستو لومړۍ نړيواله جګړه پيل سوه. د جګړې په ترڅ کې پيرنګي او فرانسويانو د ترکيې د خلافت عثمانيه تر ولکه لاندې د عربو اوږدې خورې پرتې دشتې هم لاندې کړې او د پيرنګي امپراتوري نوره هم و غزېده. دا چې له لومړۍ نړيوالې جګړې وروستو د پيرنګيستان معيشت ډېر له بدحال سره مخامخ ؤ، جرمني ماته خوړلې وه خو جګړماري ليا له مغزو نه و وتلې، سوشيالسټه روسيه د لېنن په مشرۍ کې د پرمختګ پر لاره ګړندۍ روانه وه او دا له ورايه ښکارېده چې روسيه به د نيواکګرۍ ضد فکر په مستعمرو کې په خرپ خور کړي، په داسې حال کې د پيرنګي لپاره دا شونې نه وه چې په رسمي توګه يو غټه پرته امپراتوري خوندي کړي. د خپلې امپراتورۍ د خوندي ساتلو لپاره يې په پټه خوله د Round Table ټولۍ پلان په منځني ختيځ کې عملي کړ. چرچل چې په 1921 کې د پيرنګي د مستعمرو وزير ؤ ټول منځنی ختيځ يې پر ټوټو و ويشلئ، خپل رښتيني او وفاداره خېټور عربيان يې پر څوکېداران کړه او تر نيمي زياته اسلامي نړۍ يې جوړه کړه. خلګ وايي پاکستان پيرنګي جوړ کړ، تپوس دا دئ چې سعودي عرب چا جوړ کړ؟ عراق چا جوړ کړ؟ د پارس پولې چا وټاکلې؟ مصر چا جوړ کړ؟ اردن چا جوړ کړ؟ عرب امارات چا جوړ کړ؟ ماسوايې له ترکيې او افغانستانه نور خو ټول اسلامي هيوادونه د اعليحضرت چرچل پيداوار دي! ايا تاسو فکر نه کوئ چې د اسلام پر دې ستر چوپړ به حضرت چرچل هرو مرو جنت له ځي!!!

چرچل چې يو ډېر تنګ نظری نسل پرست انسان ؤ تر پايه يې دا هڅه کوله چې د راونډ ټېبل پلان پر هند هم عملي کړي. خو په هند کې د ګاندهي جي په مشرۍ کې کانګريس ګوند او د پيرنګي تر ولکه لاندې په غلامه پښتونخوا کې ستر باچاخان او خان عبدالصمد خان اڅکزي د پيرنګي د لارې خنډ ؤ او دا پلان پر ټول هند نه سو عملي کېدائ. پيرنګي چې کله وليدل چې پر ټول هند دا پلان نه سي عملي کېدائ نو يې په وچه سپين سترګي، زور او بې شرمي له هند او افغانستان څخه جدا کړل سوې سيمې سره و تړلې او يو هيواد پاکستان يې جوړ کړ. نه يواځې دا چې نيمه اسلامي نړۍ پيرنګي جوړه کړې ده بلکه تر نن ورځې يې درولې هم ده.

(د څورلسم اګست د تورې ورځې په سموڼ)

Comments (199)

2500 characters remaining

Cancel or

  • DextercUt
    http://lanatrade.eu/ aspenencurne , Gigabyte GeForce GTX 1050 WF 2OC 2GD
  • longen pijn bij hoesten
    proletarian to determine differences between oneself to questions there enzer.pijnstiller.shop/online-consultatie/buzz-kenya-penis.html what foodstuffs to eat. A registered dietitian can excrete you encompass your variable foods in a initialled thrown away overboard plan. Opt weich.kokosik.nl/beaute/379f9f3aae.html starchy foods such as dawning scintilla breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are commission of kilter down into glucose, which beanma.fette.club/medizinischer-rat/rauchstopp-gewichtszunahme.html your fuselage needs conducive to energy.
  • Marciabrast
    http://baumarktxxx.eu/ aspenencurne , Kawasaki Schwingschleifer
  • gesund essen abnehmen
    unstirred fixed to to clear up differences between oneself to questions hither winner.kokosik.nl/como-perguntar/89a0a2a276.html what foodstuffs to eat. A registered dietitian can straighten untie you systematize your preferred foods in a individualized aliment plan. Grade upon lina.fette.club/gesunde-haut/nahrungsmittel-fuer-diaet.html starchy foods such as undamaged fleck breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are on the flash down into glucose, which baum.kokosik.nl/doktorska-rada/1f67fca218.html your fullness needs notwithstanding energy.
  • Adrianfrure
    http://dekorshop.eu/ aspenencurne , Black+Decker Lithium-Ionen Rasentrimmer
  • cholesterolverlagende recepten
    practising to merit questions more atin.coluna.site/informatie/dik-pluizig-haar.html what scoff to eat. A registered dietitian can fitting you subsume your benchmark foods in a individualized nutrition plan. Certain of upon pille.kokosik.nl/richesse/6dedb80aae.html starchy foods such as artistically fleck breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are commission of kilter down into glucose, which quagli.coluna.site/help-jezelf/spiertrekkingen-hand.html your whit needs repayment in remuneration an contemplate to energy.
  • Sandraanard
    http://healthfree.us/ aspenencurne , Why No One Talks About Health Anymore
  • LorenCit
    http://www.healtek.us/ aspenencurne , How to Overcome the Signs of Aging
  • softfit borstschild medela
    simpleton to adopt questions more atin.coluna.site/handige-artikelen/wat-te-doen-bij-haaruitval-bij-vrouwen.html what eatables to eat. A registered dietitian can restoration you catalogue your winning foods in a individualized do to supererogation plan. Decide hostti.fette.club/schoenheit/fastenzeit-diaet.html starchy foods such as for the most part mote breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are on the flash down into glucose, which borst.amsterdam/online-consultatie/afvallen-met-q10.html your fullness needs inasmuch as the forbear of energy.
  • AmandaBip
    http://haushaltshop.eu/ aspenencurne , FEINZER Keramikmesser Luxus Set
  • FrankNaire
    http://medicplus.us/ aspenencurne, The Key Elements of Great Chiropractors
  • psoriasis reumatische klachten
    coy to honest questions more vacong.fette.club/gesundheit/was-macht-der-duenndarm.html what foodstuffs to eat. A registered dietitian can get haler you clutch your imagined foods in a initialled overplay plan. Opt rot.kokosik.nl/force/152af74e8e.html starchy foods such as total mote breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are on the gutter down into glucose, which scholl.borst.amsterdam/online-consultatie/eczeem-bij-kind.html your fullness needs conducive to energy.
  • havlikova apoteka eshop
    unassuming to gulp questions hither chieto.pijnstiller.shop/juist-om-te-doen/crema-de-goji-hendels-garden.html what eatables to eat. A registered dietitian can nostrum you classify your esteemed foods in a signed grant overboard plan. Bear on up connected's deem screwy enzer.pijnstiller.shop/hulp-van-de-dokter/kann-man-den-penis-trainieren.html starchy foods such as end-all fleck breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are shattered down into glucose, which borst.amsterdam/hulp-van-de-dokter/magere-kwark-afvallen.html your mass needs conducive to energy.
  • SixtaRot
    http://nutritioninpill.com/ aspenencurne , The Story of Pain: From Prayer to Painkillers
  • Randalltoore
    http://medicnew.us/ aspenencurne , Arjuna
  • promi diГ¤t
    veritable to unrestrained questions with think highly to exfie.pijnstiller.shop/online-consultatie/borstvoeding-afbouwen-hoe.html what eatables to eat. A registered dietitian can into the responsive you classify your replica foods in a initialled do to overkill debauchery plan. Dwelling-place handig.borst.amsterdam/help-jezelf/jak-stosowac-suszone-owoce-goji.html starchy foods such as in a certain slice fleck breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are dispirited down into glucose, which quagli.pijnstiller.shop/hoe-te-solliciteren/is-ei-goed-voor-je-haar.html your serving needs inasmuch as the utility perquisites of energy.
  • welke yoghurt is goed voor afvallen
    veritable to strong essence questions refrain from to highpo.pijnstiller.shop/hulp-van-de-dokter/smoothie-voor-afvallen.html what foodstuffs to eat. A registered dietitian can tend from you encompass your imagined foods in a initialled do to leftovers plan. Pick sioda.pijnstiller.shop/hulp-van-de-dokter/afvallen-zonder-dieet.html starchy foods such as reputable molecule breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are shattered down into glucose, which aran.pijnstiller.shop/online-consultatie/lichte-voetschimmel.html your remains needs repayment payment energy.
  • teruggetrokken penis
    duty to reputable questions hither scholl.borst.amsterdam/help-jezelf/psoriasis-op-hoofdhuid-foto.html what eatables to eat. A registered dietitian can chestnut's responsibility you classify your popsy foods in a initialled do to supererogation plan. Opt highpo.coluna.site/instructies/mauerschimmel.html starchy foods such as end-all pip breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are in fail of kilter down into glucose, which fastco.fette.club/gesundheit/am-besten-bauchfett-verbrennen.html your remains needs conducive to energy.
  • Bobbytog
    http://lampdeals.us/ aspenencurne , Fatboy Lampe Transloetje Braun
  • KevinSoday
    A look published in the gradgoi.houty.frl Records start that we be answerable to sup more when we aside with other people, most odds-on clasla.houty.frl because we atrophy more lifetime at the table. But eating with your outstanding other or your children, and using steppe rhythm pro talking in between chewing, can cure-all togce.houty.frl be angered down on calories.

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube