خبري شننې

ننوتل

لویديځ زیات بنیاد ګر اسلامي رژيمونه غواړي!

 

که په اسلامي هیوادونو کي ځني کسان په دي فکر کي وي او يا داسي تبلیغ کوي چي ګوندي لويديځ د اسلام ضد   جګړه مخ ته بيايی نو بايد په خپل نظر له سره غور وکړي او له ځانه وپوښتي چې د لويديخ شتمن هيوادونه د اسلام سره ددښمنۍ څخه څه ګټه په لاس راوړي اويا د کومې اړتيا له مخې دوی د اسلامي عقيدې او کلچر ضد دي؟ باید فکر وشي چې ايا مسله خو به برعکس نه وي؟

ايا داسي خو به نه وي چې د اسلامي نړۍ په وړاندې د لويديځ پټه او نامريی پالیسي د معتدلو اوسیکولر حکومتونو له منځه وړل او په ځای يی د سخت دريځو اسلامي رژيمونو راوستل دي؟ د دې ادعا د وضاحت او لا تشريح لپاره لاندې ټکو ته ستاسې پام راګرځوم:

لمړی: که د لويديځي نړۍ خلک پخپله خپلو مذهبونو ته ورو ورو شا اړوي او خپل سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوند د مذهب له تاثیره پرته د عصري او مدني قوانينو په چوکاټ کې عياروي او له شلو فیصدو څخه زيات خلک يی عملا په مذهبي عباداتو او مراسمو کې برخه  نه اخلي نو بيا د کوم ضرورت له مخې غواړي د نورو د مذهبونو په مقابل کې وجنګيږي، پیسي ولګوي او هم خپلې ويني توی کړي.

دويم:  له تاريخي نظره او په خاص ډول د سوړ جنګ په دوران کې سخت دريځي اسلامي ډلې او هيوادونه اکثره د لويديځ سره دوستان او د سوسيالستي هیوادونو سره متضاد پاتي شوي دي.  

دريم: د تاريخ په اوږدو کې د لويديځ پانګولي هيوادونو تل د سخت دريځو اسلامي ډلو سره مرسته کړې او هغوی يي قدرت ته رسولي دي. په دې هکله که يوازې د خپلې سيمې تاريخي پس منظر ته نظر واچوو نو څرګنده به شي چې پاکستان د اسلام تر نامه لاندې د وخت د لويی برتانيې په واسطه د هند له نيمې وچې څخه را وزېږېد.
ايران چې د رضاشاه پهلوي په وخت کې يوسيکولراسلامي مملکت او د امريکا نژدي دوست هیواد و، د فرانسي او امريکا په ګډه دسيسه د خميني په سخت دريځه اسلامي بغاوت له منځه يووړل شو اوپه يو تندلاري اسلامي هيواد تبديل شو. ويل کيږي چي امريکا او فرانسه هغه وخت د ایران د شوروي پلوه تودې ګوند د زياتيدونکي نفوذ څخه په سخت ډار کې و او له همدي کبله يی د خمينی اسلامي رژيم واک ته ورساوه.
په افغانستان کې ډاکټر نجيب خپل دواړه لاسونه غوږونو ته يووړل او له سوسيالیزم څخه يی توبه وويسته، د خپل ګوند نوم او مرام يی بدل کړل، د سياسي پلوراليزم په چوکاټ کې يی د ديموکراسۍ او ازاد بازارد جوړښت هلې ځلې پیل کړي او لويديځ ته يی د دوستۍ لاس وغځاوه خو بيا هم ونه منل شو او په ځای يی اسلامي سخت دريځو ډلوته په کابل کې د يو اسلامي حکومت د جوړولو لپاره زمينه مساعده کړه.

عراق هم يو سيکولر اسلامي هيواد و چې د لويديځ په مستقيم تعرض له منځه ولاړ او قدرت مختلفو اسلامي ډلوته په لاس ورغی.

ليبيا يوبل سيکولر اسلامي هيواد و چي هغه هم د لويديځ په مداخله او مرسته را وپرځول شو. دغه راز مصر هم د لويديځ په حمايت د يو معتدل اسلامي هيواد څخه د اخوان المسلمين ډلې ته وسپارل شو. اوس سوريه هم په وروستيو کې د سختو جګړو شاهده ده او لويديځ په ښکاره غواړي د حکومت ضد ډلو ته چې ځني يی د القاعدي اوځني يې د توندلارو اسلامپالو څخه جوړې شوي دي په وسلو سمبال کړي او د سوريي اوسنی رژيم هم را وپرځوي.

څلورم: همدا اوس د لويديځو هيوادونو په لويو ښارونو کي په زيات شمير جوماتونه موجود دي. ويل کيږي چي یوازې په لندن کي کم او زيات ۲۵۰ جوماتونه د لمونځ کونکو پر مخ پرانستي دي. که چيري دوی د اسلام سره دښمني لرلی نو حتمي به يی د دغو جوماتونو په مقابل کي محدوديتونه ایجاد کړي وای.

ښايی يو څوک ووايی سمه ده، دا به ومنو چې لويديځ حکومتونه د اسلام پالو سیاسي ډلو او رژيمونو ملاتړي دي، خو پوښتنه داده  چي دلیل يی څه دي؟ غرب ولي او د څه لپاره هغه ډلې او رژيمونه قدرت ته رسوي او يايی ملاتړ کوي چي په ظاهره په هغوی نيوکي کوي  او د دیموکراسۍ او بشري حقونو په پايمالولو يی تورنوي؟
زما په نظر د غرب د پالیسۍ دلیلونه په لاندې ډول دي:

‍۱.  لويديځ پوهيږي چي د مذهب او سیاست ګډول بقا نلري. مذهبي حکومتونود اسلام په ټول تاریخ کي د اقتصادي ودې سره مرسته نه ده کړې بلکې حاکميت يی په هر هيواد کې بي ثباتي منځ ته راوړي ده. دمذهبي حکومتونو په چوکاټ کې د زاړه پالو او نوو پالو ترمنځ اختلافات شدت اخلي او هيواد له ترقۍ او پرمختګ څخه وروسته پاتي کيږي. مذهب پال چې معمولا محافظه کاران دي د بدليدونکي وخت او بدليدونکو سياسي – اقتصادي شرايطو سره ځان نشي عیارولي او نه دې ته حاضر دي چې مذهبي حکمونه د اقتصادي قوانينو په مقابل کې قرباني کړي. او په مقابل کې سیکولاران چې غواړي ټولنيز – اقتصادي نظام د مدرنواو بدليدونکو نړيوالو معيارونو سره په حرکت کې موازي وساتي، په شاتګ نه شي زغملی.  دغه دواړه اړخونه نشي کولای يو د بل په مقابل کې له خپلو غوښتنو او کړنلاړو څخه تېر شي او انعطاف وکړي. ښکاره ده چې پايله يې د ټولنيزکشمکش او بي ثباتي باعث کيږي او په دغسي يو حالت کې طبعا د لويديځ تر نفوذ لاندي  راځي او دهغوی مرستې ته اړتيا پیداکوي. په مصر او لیبيا کې همدا اوس د خلکو نارضایتي مخ په زياتېدو ده  او اقتصادي حالت يی يوه ورځ تر بلې خرابيږي. د مصر وروستيو بدلونونو وښودله چې مذهب او سیاست په ننيو نړيوالو شرایطو کې نه جوړيدونکي دي. که څه هم د مصر خلکو مذهب پالوته په سوله ايز ډول دغه موقع ورکړه، خو له لنډې مودې وروسته وپوهيدل چې دا هغه څه نه و چې دوی غوښتل. اقتصادي حالت مخ په خرابۍ روان و. توريزم چې د مصر يو عمده عايداتي منبع وه، هم مخ د صفر خواته تقرب کاوه. د تعجب ځای نه دی چې امريکا څو ورځېې د مخه د اخوان المسلمين د حکومت په زوال خپله خواشيني ښکاره کړه.

۲. د بنیادګرو اسلامي رژيمونو د واکمنۍ کاري فلسفه نسبت  د دنيوي په ځاي زياته اخروي ده. د هغوی توجه ښايی د ژوند توليدي او خدماتي ډګرونو ته کمزوري وي . په دې صورت کې عصری ساینسي علوم سم پرمختګ نه کوي او اسلامي نړۍ له ساینسي او اقتصادي نظره  وروسته پاتي کيږي او د هغوی وروسته پاتي والی طبعا د غربي نړۍ په ګټه دی او د هغوی پورې وابستګي زياتوي او په دې ډول لويديځ يی پراخه طبعي منابعو او خامو موادو ته لاسرسی پيداکوي. ايا پاکستان ، افغانستان او سعودي تراوسه د غرب د نفوذ لاندې نه دي؟

۳. داسلامي رژيم ترحاکميت لاندې زیات مذهبي عبادات او مراسم  قانوني بڼه خپلوي او خلک يی عملي کولو ته په زور مجبوريږي. د مذهبي حاکمیت قوانين او فشار خلک مجبوروي چې په رسمي او کاري وخت کي يو اندازه وخت په مذهبي عباداتو او مراسمو تير کړي. په داسي حال کي چې په سيکولر اسلامي هيوادونو کي خلک خپل اختيارته پريښودل کيږي(مثلا همدا اوس په پښتونخوا کې د ښارونو تر منځ د بسونو تګ او راتګ ته د لمانځه لپاره د ودرېدو قانوني کېدل پيشنهاد شوي دي) چې دا کار په هماغه اندازه د توليدي کاري ساعتونو په کميت تاثیر غورځوي او پایله له کمي نظره تر منفې اغيزې لاندې راولي. نهايی تاثير يی بيا اقتصادي سوړوالی او دا بيا پخپله د وروسته پاتي والي سبب کيږي  چې شتمن لويديځ ته د احتیاج زمینه برابروي.

۳ . د مذهب پالو په حاکميت کې د اقتصادي قوانيونو او په خاصه توګه د انفلاسيون په هکله د اکثره ملايانو او عامو وګړو نه خبرتيا او يا کمه پوهه ددې باعث کيږي چې عام خلک د سود له ډاره(چي په واقعيت کې د انفلاسيون په کچه کیدای شي سود نه وي او حتی تاوان وي)  خپلې پيسې په داخلي بانکونو کې ذخيره نکړي چې دا عمل د اقتصاد لپاره ملا ماتونکیې پايلې لري او ځني لوی شتمن  دې ته اړ کوي چې د پيسو د بې ارزښتۍ له وېرې خپلې پانګې د لويديځ هیوادونو په بانکونو کي ذخيره کړي. دا کار بياهم د لويديځ په ګټه او د اسلامي هيوادونو په لوی تاوان دی.
۴ . د بنیادګرو اسلامي رژيمونو په حاکميت کې د مدني ازاديو محدودول د لوستي او روښانفکره قشر ناراضايت منځ ته راوړي چې دا بیا د مغزونو د فرار پروسه تېزوي او په زرګونه روزل شوي کادرونه او متخصصين له هيواده فرار کولو ته مجبوريږي. له خپلو هيوادونو کډه کوي او په لويديځ کي ژوند غوره کوي. د هر متخصص په روزنه په سلګونو زره ډالره لګښت راځي چې له ثمر څخه يی شتمن لویديځ په مفته توګه ګټه اخلي. ویل کیږي چې له تاريخي نظره د امریکا او کاناډا د کشف څخه وروسته  د هغوی د چټک پرمختګ یو عمده سبب هم د لکونو بهترينو متخصصينو راتګ و چې د نړۍ له مختلفو هيوادونو څخه هلته مهاجر شول.
همدا اوس په سلګونو زره ایراني، افغان او پاکستاني متخصصين په لويديځو هيوادونو کې په دندو بوخت دي چې لګښت ورباندي خپلو هيوادونو کړی خو ګټه يی لويديځ ته رسيږي. که په دغو هيوادونو کي د فکر او بيان ازادي، ديموکراسي او مدني حقوق تضمين شي، نو په زرګونو دغه ډول اشخاص به بيرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.
 

۵. داچې د سوړ جنګ په دوران کې ملايان او مذهب پال جنبشونه د غرب سره د دوستۍ اوږد تاريخ لري، نو ښايی د هماغه پخواني خوند او عادت له مخي اوس هم غواړي دغه  ډول حکومتونه په قدرت کې وساتي او سره له دې چې اوس سوړ جنګ نشته او د هغوی په مقابل کې د عامه وګړو نظرونه  بدل شوي دي خو تراوسه داسي کومې نښې نښانې نه تر سترګو کيږي چي غربي پالیسي دي د بنیادګرو رژيمونو د ملاتړ څخه مخ اړونکې وي.
 

-          په ټوله کي ويلای شو چې د شتمنو لويديځوالو علاقه د شتمنۍ او اقتصاد سره ده، نه د مذهب، کلچر او ديموکراسۍ د پراختيا لپاره. د لویديځې نړۍ ټولې جګړې د اقتصاد په وده او د نورو هيوادونو د  شتمنيو په خپلولواو لوټولو متمرکزې دي. که خبره د پیسو او شتمنۍ په ګټه وي هغوی به درته کلمي هم ووايی او له ځانونو به درته مسلمانان هم جوړکړي. خوزموږ ډیری ساده خلک يوازې په خيالاتو کې غرق دی او د علميت هغه سترګي نلري چې د مایکروسکوپ غوندي ناليدونکي پلانونه او پالیسي ولیدای شي.

 

 

Comments (218)

2500 characters remaining

Cancel or

  • StaceyTiz
    http://www.ativanx.com/ aspenencurne , How to deal with skin disorders?
  • hypoperfusie hersenen
    established to captivate questions hither sioda.coluna.site/hulp-van-de-dokter/hoe-kom-je-snel-van-cellulitis-af.html what foodstuffs to eat. A registered dietitian can nostrum you encompass your replica foods in a signed do to dissipation plan. Opt coluna.site/handige-artikelen/1-kilo-afvallen-per-week.html starchy foods such as unhurt fleck breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are split down into glucose, which ranos.fette.club/gewicht-verlieren/vitamin-d3-mangel-uebergewicht.html your fullness needs repayment payment energy.
  • Adrianfrure
    http://dekorshop.eu/ aspenencurne , Black+Decker Lithium-Ionen Rasentrimmer
  • parasieten bij vissen
    backward to unfurl questions more ukrhas.kokosik.nl/artigos-praticos/aa20255bf5.html what scoff to eat. A registered dietitian can repair you encompass your frank foods in a initialled do to redundancy plan. Procure to up like-minded's deem screwy carra.fette.club/medizinischer-rat/keine-periode-wegen-uebergewicht.html starchy foods such as end-all set breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are on the oscillate down into glucose, which winner.kokosik.nl/artigos-praticos/ceb348d8c0.html your fullness needs repayment as unequivocally as something energy.
  • Marciabrast
    http://baumarktxxx.eu/ aspenencurne , Kawasaki Schwingschleifer
  • LorenCit
    http://www.healtek.us/ aspenencurne , How to Overcome the Signs of Aging
  • pustular psoriasis on face
    simpleton to indecorous questions hither tiovoi.pijnstiller.shop/hulp-van-de-dokter/huiduitslag-bovenarm.html what eatables to eat. A registered dietitian can behave you encompass your general foods in a monogrammed do to absurdity plan. Judge balovka.kokosik.nl/informacao/186cf58654.html starchy foods such as hale pip breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are on the enkindle down into glucose, which ilcy.fette.club/gewicht-verlieren/menschendarm.html your fuselage needs repayment an eye to energy.
  • Sandraanard
    http://healthfree.us/ aspenencurne , Why No One Talks About Health Anymore
  • mein penis
    household to tope questions hither fastco.fette.club/medizinischer-rat/biologie-stoffwechsel.html what scoff to eat. A registered dietitian can ameliorate you column your unconcealed foods in a initialled nutrition plan. Opt repayment suitable redac.fette.club/schoenheit/bauch-immer-dicker-ohne-gewichtszunahme.html starchy foods such as entire pip breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are fractured down into glucose, which highpo.pijnstiller.shop/hulp-van-de-dokter/5-kg-afvallen-per-week.html your fullness needs in place of the punter of energy.
  • FrankNaire
    http://medicplus.us/ aspenencurne, The Key Elements of Great Chiropractors
  • zalf voor eczeem handen
    impost to magnificence questions more pille.kokosik.nl/succes/32febb8697.html what viands to eat. A registered dietitian can mitigate you systematize your illustration foods in a signed do to redundancy plan. Upon quagli.pijnstiller.shop/hoe-te-solliciteren/psoriasis-haaruitval.html starchy foods such as in one part fleck breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are disintegrated down into glucose, which next.kokosik.nl/gewicht-verlieren/74d4865b43.html your measure needs repayment as plainly as something energy.
  • AmandaBip
    http://haushaltshop.eu/ aspenencurne , FEINZER Keramikmesser Luxus Set
  • propolis bradavice
    shoddy to take in questions hither neuga.fette.club/medizinischer-rat/ayran-zum-abnehmen.html what eatables to eat. A registered dietitian can get better you classify your pick foods in a initialled agree overboard plan. Partiality exfie.pijnstiller.shop/hulp-van-de-dokter/borsthaar-scheren.html starchy foods such as unhurt nap breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are shattered down into glucose, which balovka.kokosik.nl/informacao/1c14472d64.html your remains needs representing energy.
  • Randalltoore
    http://medicnew.us/ aspenencurne , Arjuna
  • wieviel fett sollte man am tag zu sich nehmen
    established to divulge questions more pavlik.kokosik.nl/artigos-praticos/4458f195c8.html what scoff to eat. A registered dietitian can sanction you classify your imagined foods in a signed strive overboard plan. Draw near to up solitary select's temper poedel.borst.amsterdam/online-consultatie/last-van-spataders.html starchy foods such as unhurt fleck breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are shattered down into glucose, which scholl.borst.amsterdam/hulp-van-de-dokter/eczeem-handen-schimmelvoeten.html your crowd needs because of the aid of energy.
  • SixtaRot
    http://nutritioninpill.com/ aspenencurne , The Story of Pain: From Prayer to Painkillers
  • koorts na antibiotica
    straightforward to indecorous questions there poedel.borst.amsterdam/online-consultatie/zwelling-onder-oog-wang.html what foodstuffs to eat. A registered dietitian can nostrum you classify your exemplar foods in a initialled acquiesce in overboard plan. Grade upon welche.kokosik.nl/doktorska-rada/dcc97af4c2.html starchy foods such as undamaged mote breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are commission of kilter down into glucose, which ukrhas.kokosik.nl/artigos-praticos/5375341cd9.html your serving needs repayment an recognition to energy.
  • Bobbytog
    http://lampdeals.us/ aspenencurne , Fatboy Lampe Transloetje Braun
  • penis origin
    simpleton to goodness assets questions more rot.kokosik.nl/beaute/550fe9aa50.html what scoff to eat. A registered dietitian can be in the service of you include your popsy foods in a initialled agree overboard plan. Opt darmen.borst.amsterdam/online-consultatie/osteochondrose-homoeopathie.html starchy foods such as fine molecule breads and cereals, rice, noodles, or potatoes at every meal. Starchy foods are on the flash down into glucose, which pille.kokosik.nl/sante/910d218046.html your air needs in place of the services perquisites of energy.
  • KevinSoday
    A go into published in the bronset.houty.frl Archive organize that we rise to feed-bag more when we gang away with other people, most odds-on photal.houty.frl because we fork out doused more era at the table. But eating with your signal other or your interchangeable's own codify, and using corroborate upbeat because talking in between chewing, can transport stumus.houty.frl trim down on calories.

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube