خبري شننې

ننوتل

(Punctuation) ليکنښې

پېژند (تعريف)

په پښتو يې “ليکنښې”، پرنگي يې “Punctuation”، عربي يې “علامات الترقيم”، پاړسي يې “تنقيط، نقطه گذاري”، او اردو يې “ترقيم” بولي. دا د هغو پيلامو (سيمبولونو - يا - نښو) غونډ دى چې په يوه ژبه کې د ليکنې کابو ٧% جوړوي.

 د ليکنښو اړينتيا

په يوه ليکنه کې د ليکنښو بېلگه پر سړکونو د ترافيکي څراغونو په څېر ده چې موږ ته د مخگواښونو، ورو کېدو، تاوېدو، او تم کېدو لارښوونې کوي؛ او يا هم د هغو بخيو په شان ده چې لستوڼي د کميسه له نورو برخو سره نښلوي. داسې فکر وکړئ چې که دغه بخۍ وسپخول شي نو ايا هغه کميس به د اغوستلو وړ وي. کټ مټ لکه بخۍ چې د ټوکرانو له يو څو ټوټو څخه بشپړې جامې جوړوي، همداسې ليکنښې هم د ليکل شويو وييو له غونډ (مجموعې) څخه يوه بشپړه، لوستوړه ليکنه جوړوي.

 

د ليکنښو په مرسته لوستونکي پوهېږي چې يوه غونډله (جمله) له کومه ځايه پيل او چيرې پاى ته رسېږي؛ او که سمه کارونه يې وشي، نو ستاسې ليکنه لوستلو ته نوره هم اسانوي. که څه هم زياتره پښتو ليکوالان يې له پامه غورځوي، خو بيا هم په ليکنۍ پښتو کې د ليکنښو کارونه، د نورو سيالو ژبو په څېر، يو اړين کار دى. نه يوازې کارول، بلکې سمه کارونه خو يې تر هغه لا غټه خبره ده. د دې په ارزښت هله ښه پوهېداى شو چې کله په لاندې توگه د ليکنښو پرته له يوې ليکنې سره مخامخ شو:

 

د وټې اقتصاد پرنگي انډول economy د يوناني ژبې له oikonomos څخه بېلنگ اشتقاق موندلى چې د يوې کورنۍ سمبالوونکى مانا ورکوي دا يوناني پرنگي ويى که څه هم د خپلې وييزې لغوي مانا له مخې د يوې کورنۍ سمبالښت ادارې ته ځانگړى شوى خو که ښه ورته ځير شو نو يوه کورنۍ او اقتصاد يو بل ته ډېر ورته والى لري د سارې په ډول يوه کورنۍ له گڼشمېر پرېکړو سره مخامخېږي يانې يوه کورنۍ بايد دا پرېکړه وکړي چې کوم غړى دې کوم کارونه تر سره او په عوض کې به څه مومي پخلى به څوک کوي جامې به څوک وينځي چاى به څوک چمتو کوي لنډه دا چې يوه کورنۍ خپلې کم موندې سرچينې قحط منابع خپلو بېلابېلو غړيو ته د هغوى د توان وړتياوو هڅو هيلو او غوښتنو سره سم ځانگړې کوي

 

خو هماغه ليکنه به تر ليکنښولو وروسته په لاندې توگه وي:

 

د وټې (اقتصاد) پرنگي انډول (economy) د يوناني ژبې له (oikonomos) څخه بېلنگ (اشتقاق) موندلى چې “د يوې کورنۍ سمبالوونکى” مانا ورکوي. دا يوناني-پرنگي ويى، که څه هم د خپلې وييزې (لغوي) مانا له مخې د يوې کورنۍ سمبالښت (ادارې) ته ځانگړى شوى، خو که ښه ورته ځير شو نو “يوه کورنۍ” او “اقتصاد” يو بل ته ډېر ورته والى لري. د سارې په ډول، يوه کورنۍ له گڼشمېر پرېکړو سره مخامخېږي. يانې، يوه کورنۍ بايد دا پرېکړه وکړي چې کوم غړى دې کوم کارونه تر سره او په عوض کې به څه مومي. پخلى به څوک کوي؟ جامې به څوک وينځي؟ چاى به څوک چمتو کوي؟ لنډه دا چې يوه کورنۍ خپلې کم موندې سرچينې (قحط منابع) خپلو بېلابېلو غړيو ته، د هغوى د توان، وړتياوو، هڅو، هيلو او غوښتنو سره سم ځانگړې کوي.

 

اوس نو راشئ چې د ليکنښو د ارزښت په هکله يوه غمجنه کيسه ولولو:

کله چې د ښاغلي نظام الدين مدني، چې د کندهار ولايت يو شتمن سوداگر وو، پښې د گور پر غاړه وې نو خپل وصيت يې په لاندې توگه وليکى:

 

“زما تر مړينې وروسته دې زما ټوله شتمني وزير محمد گل خان مهمند ته ورکول شي.”

 

پورته وصيت د مدني صېب د يوه تکړه منشي مطيع الله زلال له خوا وليکل شو. کله چې ارواښاد مدني له دې تېرېدونکې نړۍ څخه د خپل ژوندانه جامې کت کړې، نو د مړينې په درېيمه ورځ يې درې کسان، چې يو يې وزير محمد، دويم يې گل خان، او درېيم يې مهمند نومېدى، راغلل او د ارواښاد د شتمنيو غوښتنه يې وکړه. د زلال زړه په دربېدا شو، خو که گوري چې په څلورمه ورځ درې نور کسان چې وزير، محمد گل، او خان مهمند نومېدل، د شتمنيو د ترلاسه کولو لپاره راغلل. په دې کې جگړې او جنجالونه رامنځته شول، د زلال خوارکي نيمه ږيره په لاسو کې سره وختل؛ او د نوموړي د يوې تېروتنې په لامل د اروښاد اروا په گور کې ناښاده شوه. تر ډېرو منډو ترنډو، څېړنو، او پلټنو وروسته دا جوته شوه چې د دې شتمنيو اصلي وارثين څلور کسان ول؛ او په څنگ کې د زلال جان هم خپلې تېروتنې ته پام شو چې لومړۍ ورځ يې وصيت بايد په لاندې توگه ليکلى واى:

 

“زما تر مړينې وروسته دې زما ټوله شتمني وزير، محمد گل، خان، او مهمند ته ورکول شي.”

 

خداى دې مدني ته جنت او زلال جان ته لارښوونه وکړي، آمين.

 

د ليکنښو د سمې کارونې اړوند بيا لاندې غونډلو (جملو) ته پام وکړئ:

 

-       حميد الله مصباح يو تکړه شاعر دى.

-       حميد الله مصباح يو تکړه شاعر دى؟

-       حميد الله مصباح يو تکړه شاعر دى!

 

v   لومړۍ غونډله د حميد الله مصباح په اړه مالومات ورکوي چې يو تکړه شاعر دى؛

v   دويمه غونډله بيا د حميد الله مصباح په هکله پوښتنه کوي چې ايا يو تکړه شاعر دى؛

v   او درېيمه غونډله بيا پر حميد الله مصباح، د يوه تکړه شاعر په توگه، د هېښتيا څرگندويي کوي.

 

خو خداى دې د شاعرۍ پر ځاى د حميد الله مصباح ليکنى ځواک ور پياوړى کړي، آمين.

 

د ليکنښو ارزښت ته په کتلو، موږ به هم دغه روزنيز پروگرام “د غوره ليکنې بنسټونه” تر سرليک لاندې له ليکنښو را پيل کړو.

 

ټکى [Period/Full Stop]

“ټکى” لاندې کارونځي (د استعمال موارد) لري:

 

  • ژبپوهنيز کارونځي
  • شمېر پوهنيز (رياضيکي) کارونځي
  • بېلابېل کارونځي

 

 

ژبپوهنيز کارونځي

الف:         “ټکى” د هرې هغې غونډلې (جملې) په پاى کې اېښودل کېږي چې بشپړه مانا ښندي، لکه په لاندې بېلگو کې:

 

-         کابل د افغانستان پلازمېنه ده.

-         لمر له ختيځه راخېژي.

-         عزيزه يوه ډېره ښکلې نجلۍ ده.

-         ټکور ادبي ټولنه گڼشمېر غړي لري.

-         ژرنده که د پلار ده، هم په وار ده.

-         حيات الله لاروى خپله کورنۍ دنده نه ترسره کوي.

 

خبرې اترې:

غونډله (جمله) څه ده؟

د يو څو داسې وييو ټولگه (مجموعه) چې بشپړه مانا ولري، غونډله بلل کېږي، لکه په لاندې بېلگه کې:

 

((عنايت الله آرمل يو ښکلى هلک دى.))

 

کومه غونډله بشپړه بللاى شو؟

يوه بشپړه غونډله بايد بشپړ جاج (مفهوم) څرگند کړي؛ او د پښوييز (گرامري) جوړښت له مخې بيا، ايښى او ايښونى (مبتدا او خبر) ولري.

 

غونډ (عبارت، فقره) هم د يو څو وييو ټولگه ده، نو له غونډلې څخه څه توپير لري؟

که څه هم غونډ د يو څو وييو ټولگه ده خو د غونډلې په شان بشپړه مانا نه څرگندوي، لکه په لاندې بېلگه کې:

 

((يوه تکړه غړى))

 

خو غونډونه بيا د غوڼدلې يوه داسې برخه ده چې په اساني سره په مانا لرونکو غونډلو اړول کېداى شي، لکه:

 

((نور محمد پښتونيار د ټکور ادبي ټولنې يو تکړه غړى دى.))

 

ايا غونډ (عبارت، فقره) ته “ټکى” ورکول کېداى شي؟

د خپلې نابشپړې مانا د څرگندونې پر بنسټ، غونډونو ته “ټکي” نه ورکول کېږي.

 

يادونه:

پښتو شعري ځېلونه لکه غزل، څلوريزې، لنډۍ او داسې نور د “ټکىو” پرته کښل کېږي.  خو که په نثري مواردو کې راشي، بيا نو “ټکى” غواړي، لکه په لاندې بېلگه کې:

 

((تر مېلمستيا وروسته هديه جانې په خندا را ته وويل چې مينه په تلو راتلو زياتېږي، کله راځه، کله به زه درځم مينه.))

 

ټول هغه پښتو متلونه، چې په خپل جوړښت کې ايښى او ايښونى (مبتدا او خبر) لري او يا هم بشپړ جاج څرگندوي، په پاى کې يې “ټکى” ايښودل کېږي، لکه په لاندې بېلگو کې:

 

-          خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا ده.

-          اوگره په تلوار نه سړېږي.

-          چې اوسې، په خوى به د هغو شې.

 

ب:           په لنډونونو (مخففاتو، abbreviations) کې د هر توري لپاره، لکه په لاندېنيو بېلگو کې:

-         ل.ل. ((يانې: لمريز لېږدي))

-         س.ل. ((يانې: سپوږميز لېږدي))

-         پوهاند م.ا. زيار ((يانې: پوهاند مجاور احمد زيار))

-         م.م.م. ((يانې: ملگرو ملتونو موسسه))

 

يادونه:

لنډونونه (مخففات) څو ډولونه لري. يو يې هغه ډول دى چې په هغه کې د يوه غونډ (عبارت) له هر ويي څخه لومړى تورى د لنډون لپاره را اخيستل کېږي؛ او هر تورى بېل بېل ويل کېږي، لکه:

 

م.م.م. ((يانې: ملگرو ملتونو موسسه))

د لنډون دغه ډول د هر توري لپاره يو “ټکى” غواړي.

 

بل يې بيا هغه ډول دى چې د يوه غونډ (عبارت) له هر ويي څخه لومړى تورى د لنډون لپاره را اخيستل کېږي خو دا بيا په پښتو کې گډ کښل کېږي؛ او د يوه ويي په څېر د تلفظ وړ وي، لکه:

 

هڅوب ((يانې: هغه څه چې ولسونه سره بېلوي))

[دا کلمه ارواښاد وزير صېب محمد گل خان مهمند جوړه کړې ده او د دې غونډ د کلمو د لومړيو توريو خلاصه ده: هغه څه چې ولسونه سره بېلوي. له دې څخه د وزير صېب موخه کلتور او ثقافت وو.]

د لنډون دغه ډول بيا“ټکى” نه غواړي.

 

کومه غونډله چې په لنډون سره پاى ته رسېږي، په پاى کې يې يوازې يو “ټکى” بسنه کوي، لکه:

 

((عبد الولي بريالي پوښتنه را څخه وکړه چې سږ کوم کال دى. ځواب کې مې ور ته وويل چې ١٣٩٢ ل.ل.))

 

خو که د غونډلې ډول استعجابيه او يا هم سواليه وي، نو د لنډون له “ټکي” سره سره پوښتنښه (؟) يا بلننښه (!) هم اړينه ده، لکه په لاندې بېلگه کې:

 

((عبد الولي بريالي پوښتنه را څخه وکړه چې سږ کوم کال دى. ځواب کې مې ور ته وويل چې ١٣٩٢ ل.ل. او هغه په اريانتيا خبره را غبرگه کړه چې ١٣٩٢ ل.ل.!))

 

پاملرنه:

-    د پوښتغونډلې (سواليه جملې) په پاى کې “ټکى” نه ايښودل کېږي، بلکې پر ځاى يې پوښتنښه (؟) راځي، لکه:

 

((هديه مشره ده که ناديه؟))

 

-    خو ناسيده (غير مستقيم) پوښتنې ته بيا “ټکى” ورکول کېږي، لکه په لاندې بېلگه کې:

 

((اسد الله اسد پوښتنه را څخه وکړه چې د هغې ښکلې نجلۍ نوم څه دى.))

 

-    د امريه او استعجابيه غونډلو په پاى کې “ټکى” نه ايښودل کېږي، بلکې پر ځاى يې بلننښه (!) راځي، لکه:

 

پر ما لورېينه وکړه! --- اې زما لويه خدايه!

 

-    کله چې يوه غونډله په “ټکي” سره پاى ته ورسېږي، نو تر هغې وروسته دې يوه تشه (فاصله، Space) هرو مرو کېښودل شي؛ او بيا دې نوې غونډله پيل شي. زياتره پښتو ليکوالان دې ته پاملرنه نه کوي.

-    د پرنگي او ځينو نورو ژبو پر خلاف، پښتو ژبه کې د اعشاريې لپاره د “ټکي” پر ځاى دمکۍ (کامه، Comma) کارول کېږي، لکه په لاندې بېلگه کې:

 

((٥٥،٦٠  --پېنځه پېنځوس اعشاريه شپېته))

 

 

بېلابېل کارونځي

الف:         په انټرنېټ پتو کې، لکه:

-          www.benawa.com

-          www.taand.com

-          www.tolafghan.com

 

 

ب:           په کمپيوټر کې د دوتنې (فايل) د شاتاړي (Extension) د مالومولو لپاره کارول کېږي، لکه:

 

((Puncutation.docx))

 

 

ج:             “ټکى - يا - پاى ټکى” د ليکنښي کارونځيو تر څنگ، نن سبا په خبرو اترو کې د يوې گړنې په توگه د “پاى ته رسولو” يا “ختمولو” په مانا هم کارول کېږي، لکه په لاندې بېلگه کې:

 

((افغانان دې خپلمنځي ژبني او ټبرني شخړو ته پاى ټکى کښېږدي.))

 

 

 

کړاوونه:

لاندې ليکنې ته اووه (٧) ټکي ورکړئ:

 

د “ازالة الاوهام” د کښلو پر مهال مولانا رحمت الله کېرانوي دومره ناروغ شو چې د ناستې، ولاړې، او مزله نه وو آن دا چې لمونځ به يې لا په اشاره سره کاوه؛ او خپلوان، ملگري، او شاگردان يې د ناروغۍ زياتېدا او خوارځواکۍ ته زښت خپه وه کله چې يې يوه ورځ د سهار تر لمانځه وروسته وژړل، نو دوستانو يې داسې و انگېرل چې مولانا له ژونده نهيلى دى هغوى غوښتل چې ډاډگيرنه ورکړي، نو مولانا ورته وويل: که څه هم د روغتيا کومه نښه نشته، خو انشاء الله خداى به مې روغ رمټ کړي د ژړا لامل مې دا وو چې تېره شپه مې رسول الله صلى الله عليه وسلم په خوب وليد چې حضرت ابو بکر صديق رضى الله عنه هم ورسره وو حضرت صديق را ته وويل چې اې ځوانه! د رسول الله صلى الله عليه وسلم زيرى ستا لپاره دا دى چې که د “ازالة الاوهام” کښنه ستا د ناروغۍ لامل ده، نو هماغه به دې د روغتيا لامل هم شي بيا مولانا وويل چې تر دې زيري وروسته زه هيڅ خواشيني او خپگان نه لرم، بلکې ډېر خوښ يم؛ او دا اوښکې مې هم له ډيرې خوشالۍ توى شوې

 

((له اظهار الحق څخه))

 

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube