خبري شننې

ننوتل

زما ژوند او ژوندون( کورنۍ څلورمه برخه)

په دې لړ کي دَ ډېره وخته دا رَو راچلېده چي دَ پښین او چمن مجسټرېټانؤ به په میاشت کي یو ځل ګډه (جاینټ) جرګه په ګولیستان کي کوله او خپل خپل دَ تړي دَ ځینؤ غټؤ غټؤ جرګه بازانؤ سره به راغله. څلؤر پنځه روزي به په ګولیستان کي ډېره وو او زموږ خلګؤ به سهار او ماښام ډېري درنې ډؤډئ او مېلمستیاوي وورکولې. دَ یوه یوه وخت په ډؤډئ بې په سوونؤ روپئ خرڅېدې او کړاو به لا بل وو. چي زه غټ سو نؤ مي دې خبرې ته پام سو چي زه یا زموږ مشران هم چي کله کوټي، پښین یا چمن له پېښ سو نؤ دغه جیرګه بازان او واکوالان موږ ته کله یو وخت هم مېلیمستیا نه راکوي. نؤ موږ يې ولي وورکوو. دا خو دوی ښه ځواني یا مېلمستیا نه ګڼي خوشامنده او مؤکی (رشوت) ګڼي. کنې نؤ پښتني مېلمستیا خو دا وي چي ته پېښ سوې زه به ډؤډئ درکوم او چي زه پېښ سم ته بې کوې. ورؤ ورؤ مي

پنه کؤرنئ کي دَ مشرانؤ او کشرانؤ سره دا خبره پېأل کړله او ژر مي ټؤل دَ ځان ملګري کړل. چي دا دؤد به پرېږدو او دا ځل به واکوالانؤ او جرګه بازانؤ له مېلمستیاوي نه کوو. چي دَ جرګې روز راغله واکوالان او جرګه بازان دَ پخوا په شان راغله خو دوی زموږ په دې نوې جؤړه خبرنه وو او ځان لې څه بندوبست هم نه وو کړی. بیا وروسته دَ هغه ځآی واکوالانؤ راته ویل چي تر ماځیګره یه هیڅ بندوبست نه وکئ او تپؤس بې کاوه چي چا مو ډؤډئ نه ده کړې؟ چي بې هیلې سوو او ځايي واکوالانؤ خبر کړل چي دا ځل ډؤډئ ګاني نسته نؤ يه څلؤر مږونه رانیول. شپه یه تېره کړله او سهار وختي واپس ولاړل. هغه روز او نن روز بیا په ګولیستان کي دغه جرګه نه ده سوې. چي دَ دې نه ښکاري چي دوی جرګې له نه راتله ډؤډؤ او مېلؤ له راتله. چي ډؤډئ بندي سوې بیا چا جرګې څه کولې. دَ هغه وخته زموږ او دَ دغه سرکاري خلګؤ مېلمستیا دا شان سوله چي چا ډؤډئ راکوله هغه له مو وورکوله او چي چا نه راکوله دَ هغه تپؤس مو نه کاوه.

ما خپل دَ کؤرنئ خبري ځکه څه اوږدې کړلې چي په سر کي دا خبري زما دَ ژوند او دَ بلؤچیستان دَ کامي (سیاسي) ژوند سره دَ شاګي (پس منظر) په تؤګه ډېره اړه (تعلق) لري. زموږ دَ کؤرنئ دَ انګرېزانؤ له باچهئ دَ هغؤ دَ نېزدېکته، نؤکرئ او خسمانې له دغي بېزارئ له مخي که څه هم زیاتره غړي يه لوستي او ځیني پکښې زیات پؤهه او بیا د ګولیستان میانځي ښؤونځي (مډل سکول) دَ ولات دَ لومړنؤ سکولؤ څځه یو وو چي په هغه کي زموږ دَ کؤرنئ ځوانانؤ لوست کول. په دغه لومړي وخت کي چي په ټؤل هند کي موسلمانان له انګرېزي ښؤونځؤ بېزراه او لري وو. زموږ مشرانؤ خپل په وړؤ یوازي په ګولیستان کي لا نه په کوټه کي انګرېزي ویله. خو هم په دې وخت کي چي ډېرؤ خلګؤ به دَ انګرېز نؤکري دَ ژوند پيلامه او مراد ګڼله دوی نه خپله سرکاري نؤکري کوله او نې خپل په بچؤ کوله. دغه وخت چي هسي لوستي خو مخوَر کاسن به انګرېزانؤ په ښه نؤکري کي اخیستل زموږ په کؤرنئ کي ډېر لوستي کسان وو خو دَ یوه یا دوؤ کؤرؤ چپ هیچا به نؤکري نه کوله. دَ لېویز نؤکري چي دَ سر رابرټ سمډېمن دَ دام تر ټؤلؤ بې ختا زېندئ (تېزندئ) وه او دَ بلؤچیستان زیاتره کامؤ مشران په کښې راګیر سوو زموږ خلګؤ وَ نه کړله، سېوا له یوه یا دوؤ کسانؤ. 

Comments (632)

2500 characters remaining

Cancel or

  • victoria secret london
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ څلورمه برخه) - افغان جرګه victoria secret london http://www.thegrapescafebar.co.uk/
  • kate spade outlet online
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ څلورمه برخه) - افغان جرګه kate spade outlet online http://www.houstonsoccertots.com/
  • uggs for cheap
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ څلورمه برخه) - افغان جرګه uggs for cheap http://www.roycestudios.co.uk/
  • cheap ugg boots
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ څلورمه برخه) - افغان جرګه cheap ugg boots http://www.drphilrodgers.com/
  • barbour outlet uk
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ څلورمه برخه) - افغان جرګه barbour outlet uk http://www.csdconstruction.co.uk/
  • discount north face
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ څلورمه برخه) - افغان جرګه discount north face http://www.primeviste.net/
  • victorias secret uk
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ څلورمه برخه) - افغان جرګه victorias secret uk http://www.a3booklets.co.uk/
  • victorias secret uk
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ څلورمه برخه) - افغان جرګه victorias secret uk http://www.victoriasecreteuk.co.uk/
  • swarovski sale uk
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ څلورمه برخه) - افغان جرګه swarovski sale uk http://www.advancelegaluk.org/
  • tiffany and co
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ څلورمه برخه) - افغان جرګه tiffany and co http://www.traceyrossoutloud.com/
  • victorias secret outlet online
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ څلورمه برخه) - افغان جرګه victorias secret outlet online http://www.statesocialstudies.com/
  • designer handbags uk
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ څلورمه برخه) - افغان جرګه designer handbags uk http://www.bagatidy.co.uk/

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube