خبري شننې

ننوتل

زما ژوند او ژوندون( کورنۍ)

زما ژوند او ژوندون(خان اودولسمد خان شهید)
زما ژوند او ژوندون( کورنۍ) په دوام؛
زموږ د کؤرنئ په ډېرؤ ښؤ خویؤ کي چي تر اؤسه هم دَ شااوخوا دَ نؤرؤ خلګؤ څخه بېل او شکارندوی دی تر ټؤلؤ لؤی او اوچت هغه سريښته ده چي پور هغه باندي دوی خپأ شریک کارېز چلوي. دا کارېز دَ اؤبؤ یوه واله ده چي دَ درؤ کلؤ مځکې په ابادیږي . دَ شلؤ لکؤ روپؤ لا زیاته بها لري. سوونؤ کسان په شریکان دي. دَ چا برخه لږ او دَ چا ډېره وي. څؤک ماړه او زؤرَور دي او څؤک خوار او کمزوري. څؤک لا کونډې ښځې او یتیمان هلکان وي. څؤک پور کؤر وي او څؤک په خوارئ مزدورئ پسې په کلؤ تللي او ناکؤره وي. خو وَ هر چا ته خپله برخه پوره پوره رسیږي او دا سریښته دَ نیژدې سلؤ کالؤ راسي هم دا شان چلیږي. هیڅ کله هم نه دَ چا برخه زیان سوې ده نه دې شریک تؤل ته چا تاوان رسولی دی او نه څه شر او جنجال پکښې

راغلی دی. دَ شاوخوا په نؤرؤ کارېزؤ کي تل شر او جنجال وي.  کمزوري شریک ته خپله برخه نه رسیږي ، زؤرَور او چالاک خلګ دَ ټؤلؤ برخه خوري. کله لا څؤک خپل دَ برخې نه زیاتې او سيوا پکښې خرڅې کي. پای يه دا وي چي دَ خلګؤ او نالښتؤ دَ ځرڅ او کړاو نه سیوا پور وخت باندي دَ اوبؤ نه رسېدو له مخې يه کښتونه او باغونه وران او وچ سي ګټه یه کمه وي او بها يه ولیږي. چي کله کارېز بند سي یا ونړيږي نؤ يه پور کار او خرڅ نه سره جوړيږي. په کلؤ يه او اوبه بندي او مځکي شاړي پرؤتي وي. زموږ په کارېز کي بندیځ او نړېده خو پرېږده زما په ژوند کي دَ دوؤ لکؤ روپؤ نه سېوا خاوندانؤ په خرڅي کړې او نوې اباتئ او کارونه يې په کړي دي. پای يه دا چي هر چا ته خپل پؤر وخت خپلې اوبه رسي. کښت او باغ یې ودان وي نؤ ګټه او بها یه زیاته وي. دَ خلګؤ یو په بل دومره ټینګه برؤسه پیدا سوې ده چي هر کال دَ لکونؤ روپؤ راکړه ورکړه ګروي. او سواګاني په ساده کاغزانؤ باندي کیږي او تر ننه څّ ګړبړ نه دی پکښې راغلی. او دا ټؤل دَ هغې سریښتې (انتظام) ګټه ده پو کمه چي کارېز چلیږي. دا سریښته چي یوې خوا ته دَ شلؤ لکؤ روپؤ یوه لؤیه کمپنئ یا شریکي کار (کواپرېټیو سوسايټي) ده او بلې غاړې ته دَ خلګؤ یو وړکؤتي بېل سرکار هم ده. ځکه دَ کلونؤ راسي دومره سمه چلیږي چي پوره اولسواکه سریښته ده. هاغه دا چي که څه هم دَ انګرېزانؤ دَ سرکار رنګه ناتولا کارېز لیکلی دؤد (ایین) نه لري، خو دَ خپل دؤد او توریز نه (تعزیرات) لري چي یوې خوا ته ټؤل شریکا په خبروي او بلې خوا ته یې هر سړی دومره پالي او باندي ځي چي تر اوسه يه چا دَ ماتولوؤ کوښښ نه دی کړی او که یې کړی دی نؤ يه سر ته نه دی رسولی او نه نه دَ سزا نه بچ سوی دی. کله څؤک یا په ناپوهئ او یا په هسکار (قصداً) څه غلا وکي او تر خپله برخه زیاتي اوبه ولګوي نؤ ژر یا پس هرومرو بېرته ښکاره کیږي او هر وخت چي ښکاره سي کله لس کاله پس وه هم، هغه ټؤله غلا بېرته یو ځای جیني اخیسته کیږي. او هیڅؤک دَ دې څه نه ناګاري (انکار) کوي او نه یې کولای سي. که یې وکئ نؤ ټؤل نؤر شرکان یې په ګډه په زؤر جیني اخلي. داسي کار په دې ټؤل وخت کي یو ځل پېښ سوی دی چي ټؤل شریکان په ګډه ورغله او دَ یوه سړي څه يې په زؤر دَ کلونؤ دَ پؤر او اوبه راایله کړې. په کال کي دوه ځله یو وار په سپرلي بیا په مني. ټؤل شریکان دَ نن زمانې په ژبه کارېز میراؤ (صدر یا سیکریټري) لري، چي کله په تنخا وي کا کله بې تنخا. دا میراؤ دَ کارېز ټؤل شریکان په یوه غونډه کې خوښوي او دروي او بیا تر هاغو وي چي دَ شریکانؤ باور په وي. او چي کله یې باور پاته نه سي نؤ هغه لري کي او بل ودروي. خو داسي هم لغړ یو وار سوی دی کنې نؤ میراؤ تر ژونده وي یا چي هغه يه پله پرېږدي. میراؤ دَ کارېز دَ شریکانؤ برخې لیکي او هرڅه بدلي وېش، ګروي (ګاڼه) یا رانیول خرڅول هم دَ خاوندانؤ په ښؤونه او خوښه لیکي او دَ یوه څه يې بل ته ورکوي. ځکه هر وخت دَ هر چا برخه ورڅرګندوي او څؤک غلا نه سي کولای. دَ برخؤ وېش پخوا په شوارؤزونؤ (۲۴ ګانټې) وختونؤ (۱۲ ګانټې) نیمکی (۶ ګانټې) چاریاک (۳ ګانټې)، ماځیګر (یوه نیمه ګانټه)، سېر (۱۸ مینټه) پاو (څلؤرنیم مینټه) او اباسي (۶ مینټه) ؤ. دومري خاوندان به شریکان سوو چي اوبه به یې یو وخت سوې نؤ هغؤ به په یو دور کي چي نیژدې ۱۵ روزې وو به یې یو ځل یو وخت یا شواورؤز اوبه لګولې چي دَ چا به دَ وخت نه لږ زیاتې یا کمې وې نؤ هغه به يې شمارلې چي وخت به ترې جؤړ سو نؤ زیاتؤب والا به یو وخت زیات ولګاوه او دَ کارېز به يې خپل پؤر وکیښ او کمؤ والا به وخت کم ولګاوه او کارېز ته به یې خپل پؤر ورکئ. دا شان به دَ زیاتره خلګؤ به کښتونه په زیاته وچ بر (خریف) کښتونه شریکول چي نن ورته کواپرېټیو فارمینګ (Cooperativa Farming). او په ډېرؤ اوچتؤ او پؤهه هیوادونؤ کي چالو دی. پرېوتي خلګ يې نه سي کولای او اوس په زیاته په وؤړي (ربیع) کي هر چا که یوازي وي نه دَ بل سره شریک وي برخه په ګړئ ورکوله کیږي. دَ کارېز سره پؤر نه کیږي او په ژمي (خریف) لا هغه شان وختونه او شوارؤزونه وي او دَ کارېز سره پؤر کیږي. خو دا پؤرونه په کال کي پخوا دوه واره او اوس یو ځل. هرومرو په ګړئ ترمینټونؤ پؤري ادا کیږي. دا شان هر سړي ته په ټؤل کال کي دا څرګنده وي چي په پلانئ پلانئ روز زما دومره اوبه دي او هغه هغومره کښت وورته کوي. وروسته وړاندي چي دَ چاروشتون يې اړي پېښيږي دَ هغؤ لپاره هم داسي لارې چارې جؤړې سوي دي چي دَ هغه اړسؤي کار په خپله بره کي وهم چلیږي او نؤرؤ شریکانؤ ته تاوان هم نه وي. دَ میراوو په غاړه دا کار هم وي چي په کال کي دوه ځله په سپرلي او مني به ټؤل شریکان خبروي چي په پلانکئ روز پلاني وت دَ کارېز غونډه ده. دا غونډه زموږ دَ کلي په لوی ماجت کي دَ توت دَ ونؤ په سیؤري کیږي. دې غونډې له هر شریک راتلای سي او تراؤسه ډېر سریکان راځي هم. دلته کټمټ دَ اؤسنؤ سمبلؤ په شان میراوو دَ کارېز دَ پيسؤ، خرڅ، او کارؤ ټؤلي خبري پېشوي. څومره خرچ سوی دئ او پور څه کار؟ څومره پنګه پاته ده او چېري ده؟ پور مخ څه کار کول غواړي. څومره پیسې پکار دي؟ هم دالته دا پرېکړه کیږي چي پیسې به څنګه غونډیږي چي دَ هغې درې لاري وي.

۱.     شلاوڼ – لکه دا چي څؤک ګانټه اوبه لري هغه به یوه روپئ یا لس روپئ وورکوي.

۲.     میراوو ته واک ورکي چي په دَوَر کي دومره اوبه په دې نرخ پؤر اړؤ (ضرورتمند) خرڅي که.

۳.     کله لږ یا ډېري اؤبه ګرَو (ګاڼه) کي پسسؤوال خلګ يې واخلي. او تر هغؤ يه خوري چي کارېز بېرته دَ دوی پیسې وورسوي.

هم په دې غونډه کي شریکان یو دَ بل څه خپلي ګیلې او لانجې وړاندي کوي. دَ میراوو تپپؤسونه کوي چي هغه پلانکی کار ولي داسي وسو؟ او هغه جواب وورکوي او بیا غونډه پام باندي کوي چي پور دؤد سم دئ که نه؟ او که سم هم دئ نؤ په هغه دؤد چا شریک ته خو تاوان نه دئ رسېدلی، که رسېدلی دی نؤ يه چاره وکي. هغه دؤد بدل کي او یا څه لار وروله کښېږدي. هم دلته واړه شریکان خپلي بندي پېښوي او په ډېره خواخوږي دَ هغؤ چاره اېښؤوله کیږي. زه چي به کله دغي غونډي له ورغلم نؤ ماته به سويټزرلنډ کامي غونډه رایاده سوله. هلته هم هر سړی راتلای سي او یو برابر وؤټ لري. هغه غونډه هم هم په یو ټاکلي ځای تر ونؤ لاندي کیږي او چي دَ خپلؤ خلګؤ دې کار ته به مي وکاته او بیا دَ دوښمنانؤ او دؤستانؤ هغه خوشي خبري به مي وکتلې چي پښتانه اولسواکي نه سي چلولای نؤ به ډېر چورت واخیستم. دا غونډه په کال کې دوه ځله خو هرومرو کیږي. نؤر نؤ که کله میراوو ته څه نوی کار ښکاره سي ، میراوو یا شریکانؤ ته څه نوې بنده پېښه سي چي دَ هغې لپاره څه  لار نه وي جؤړه نؤ هم به غونډه راغواړي. دَ دې څه موږ ډيري ګټي اخیستې دي او ډېر نوي او درانه کارونه مو کړي دي چي یو پکښي دا ؤ چي یو وخت کلونه وچ وو او دټَ کارېز اوبه لږ سوې. کښتونه خو پرېږده پاخه باغونه هم نه په نودېده. دا یره وه چي دَ شریکانؤ ډېر باغونه به وچ سي. او دَ کلؤ خوارئ به یې برباد سي. دَ کارېز په غونډه کي دا خبره وړاندي سوله چي خیر دئ سږ کال مېوه څه یا مخه له ورانه سي دَ ونؤ دَ بچ کولؤ دپاره به دَ کارېز سر یا دور څه زیات کو چي څومره زیات باغونه کېدای سي په نوديږي نؤ دَ کارېز دور مو يوه پنځمه برخه (۱/۵) زیات کئ او هر چاته مو په ونډه کي پینځمه زیاتي او به ورکړلې چي هغه کال ازموده وسوله چي زیاتره وني په دې اوږد دور کي خپل ځان او مېوه ښه رسولای سي. نؤ مو دغه زیاتؤب پسې پؤخ کئ او هیڅ بې هیڅه دَ کارېز کرونده یوه پینځمه زیاته سوله. هم دَ خاوندانؤ ګټه سوله هم دَ مزدورانؤ کار زیات سو. زما په وخت کي دا میراوان سوي دي: زما پلار تر ژونده وو. بیا مي ماما وو. دا دواړؤ بې تنخا کار کاوه. په دې پسې مي یو تربور ښاغلی مامدتاهير خان وو. څه وخت يې بېتنخا کار کاوه بیا یه تنخا وغوښتله او کارېز درې سوه دَ کاله ورکړله. بیا مي مشر ورؤر او اوس ښاغلی اودلکودوس جان دئ. دَ میراوو ځای تل ارزمن بلل کیږي. میراوو ته کارېز يوه ښه ګړئ هم وورکوي. 

Comments (744)

2500 characters remaining

Cancel or

  • victorias secret uk
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ) - افغان جرګه victorias secret uk http://www.victoriasecreteuk.co.uk/
  • tiffany and co
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ) - افغان جرګه tiffany and co http://www.traceyrossoutloud.com/
  • cheap designer handbags
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ) - افغان جرګه cheap designer handbags http://www.bagatidy.co.uk/
  • victorias secret uk
    زما ژوند او ژوندون( کورنۍ) - افغان جرګه victorias secret uk http://www.a3booklets.co.uk/

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube