خبري شننې

ننوتل

زما ژوند او ژوندون( کورنۍ)

زما ژوند او ژوندون(خان اودولسمد خان شهید) په دوام: دَ انګرېزانؤ او اوغانیستان تر میان دَ ګندمک دَ لوزنامژ پس دا ځای دَ سیوئ، پښين او ټل چوټیالئ سره دَ اوغانیستانه رابېل او په هند ګډ سول. دَ ګندمک لوزنامه دَ پرنګیانؤ سره امیر مامد یاکوب خان کړې وه چي بیا وروسته امیر ادرمامان خان هم ومنله. او زموږ د کؤرنئ خلګ دلته راغله ابات سول. دَ ګندمک تر لوزنامه وړاندي زما نیکه سره دَ خپلؤ زامنؤ ، کؤره او دَ کؤرنئ دَ ډېرؤ نؤرؤ مشرانؤ سره خپل دَ وروڼؤ او زما دَ نیکه پتې خان سره په کندهار کې اوسېده. دغه پتې مامد خان دَ امیر شېرالي خان او دَ هغوی دَ ښاغلؤ زامنؤ امیر مامد یاکوب خان او امیر ایوب خان په وخت کي دَ کندهار ګورنر (نایب الحکومت) ؤ. دَ اوغانیستان دؤیم جنګ هم په دغه وخت کي سوی دئ او کندهار انګرېزانؤ نیولی ؤ. خو بیا هم پتې خان

نیکه ګورنر پاته ؤ. څرګنده نه ده چي دَ انګرېزانؤ لخوا ګورنر ؤ او که نه انګرېزانؤ په اولسي سرکار (سول حکومت) لا کار نه ؤ لرلی. دَ یوه زاړه خت څه ښکاري چي انګرېزانؤ یو وار هغوی بندي کړی ؤ او ټؤل مال يې هم جیني سرکاري کړی ؤ. خو بېرته یې دَ امیر ادرمان خان په سپارښت پرې ایشي ؤ. دَ امیر ادرامان خان دَ دغه سپارښتي خت سوت (نقل) اوس هم دَ موږ سره سته دئ او لکه دَ هغه وخت دؤد چي ؤ هغوی به خپل نؤر خپلوان دَ ولات پور نؤرؤ لؤیؤ او وړؤ واکوالؤ لګول. ګوا په کندهار ولات باندي دَ دوی دَ خپلوانؤ او کؤرنئ راج ؤ. خو زما نیکه ملنګ وزمه او خودای پاری سړی ؤ. که څه هم په ټؤلؤ وروڼؤ کي دَ ده او دَ دغه پتې مامد خان وېش شریک ؤ خو دی او دَ ده زامن دَ سرکاري کاریه بېزاره او په زدکړه، لوستؤ دَ پوهنې او اولس په کارونؤ اخته وو ځکه زما پلار او مشر اکا (تره) پوره لوستي او خبر خلګ وو.

داسي ښکاري چي دَ اوغانیستان دَ دؤیم جنګه پس چي انګرېزانؤ دَ اوغانیستان باچهي دَ امیر شېرالي خان دَ کؤرنئ څخه واخیستله او امیر ادرامان خان ته يې ورکړله او دَ امیرمامد ایوپ خان او امیر ادرامان خان او انګرېزانؤ تر میان په کندهار کې جنګ ؤ نؤ زموږ دَ کؤرنئ خلک دَ هغه وخت تر چالو دؤد لاندي دوې ډلې سوو. پتې مامد خان ګورنر دَ امیر ادرامان خان خوا ته ؤ، زما پلار اکا، نیکه او دَ پتې خان زوی ښاغلی مامد هسن خان زما د مؤر پلار دَ امیر مامد ایوپ خان ملګري سول. او دَ انګرېزانؤ سره دَ میوند په اوڅار پښتني جنګ او دَ کندهار په نؤرؤ جنګؤ کي جنګېدل. چي زما او دَ ټؤلې کؤرنئ دپاره دَ ویاړ خبره ده. دا خبره څرګنده نه ده چي په نیژدې خپلوانؤ کي دا بېلتون چي څؤک دَ یوه امیر ملګري وو او یا دَ پخوا په شان په سرکاري کارؤ ګورنر ؤ او واک کي لګیا وو او څؤک دَ بل ملګري او په غزا کي د انګرېز سره جنګېده یو دَ بل خوښه او دَ دې لپاره وو چي مه کوه دَ هر چا بری چي سو زموږ برخه به پکښې وي او که نه په نا خوښه او دَ هر سړي خپل په اندازه وو. یا دا وه چي ښاغلي پتې خان چي دَ ګورنر په تؤګه به يې خود دَ انګرېزانؤ سره لاره درلؤده او دَ امیرادرامان خان سره یې هم ښه پېژانده په دې پؤه ؤ چي بری به کومې خوا ته وي ځکه دَ امیرادرامان خان ملګری ؤ. او دا نؤر ځوانان، ناخبره دَ کامولئ او دین په نشه کې په غزا کي جنګېدل.

چي امیر مامد ایوپ خان په جنګ کي مات سؤ او دَ هرات په لاره ایران ته لاړ زما دَ مؤر پلار هسن خان نیکه هم له هغوی سره ولاړ او شپږ کاله پس بیا دَ هغوی سره بېرته هند له راغی. امیر مامدایوپ خان انګرېزانؤ په لاهؤر کي کښېناوه او مامد هسن خان دَ هغوی دَ نؤرؤ ملؤ په شان خپل کؤر ته راغی. امیر مامدایوپ خان تر ډېره خپل دَ پینشن څخه سل روپئ دَ میاشتېي هغوی ته وورکولې. زما پلار مشر اکا یا تره او نیکه په رېګ کي دَ شمشؤزؤ اڅګزؤ دَ یاسین کاله دَ مشر مولاباران سره شړونی (پناه ګزین) سول. چي هغوی او نؤرؤ اڅګزؤ په ډېره مېړانه او ښه تؤګه دّ امیر ادرامان خان نه بچ وساتل او ښه مېلمستیا یه ورکړله.

امیر ادرامان خان د باچهئ پس پتې مامدخان ګورنر ونیو بندي یه کابل ته بؤتئ او وورته یه وویل چي زؤی، ورؤر، ورېرونه او نؤر خپلوان چي د ماسره جنګېدلي او تښتېدلي دي راوله. ښکاره ده چي هغوی نه دا کولای سو او نه یې کول غوښتی. ځکه امیر دَ دوی ټؤلې مځکې، ودانئ او دَ کؤر سامان سرکاري کړل چي دَ کرؤړونؤ روپؤ ؤ. او دوی یه په جېل کې وساتل. دا هم نه ده څرګنده چي دَ هغوی دَ بند راز څنګه ؤ. په جېل کې وو که په کؤر کې وو ولي هغوی دَ بند په شپؤ کې په کابل کي بل واده هم کړی ؤ او د هغه څې یو زوی او یوه لور هم سوي وو. چي دَ ده له مرګه پس امیر ادرامان خان پښين له راولېږل. څؤ کاله هلته په جېل کې ؤ او په جېل کې مړ سؤ. دا نه ده جوته چي په خودايي مرګ ؤ که باچا وواژه. دَ  کؤرنئ ځیني مشرانؤ به ویل چي په زهرؤ مړ کئ خو زه ځکه نه سم ولای چي پخواني پښتانه ډېر بدګومانه خلک وو. او دروغ یې هم ځکه نه سم بللای چي امیر ادرامان خان بې شماره ډېر نؤر پښتانه مشران مړه کړي دي.

دَ امیرادرامان خان دَ باچهئ سره سمه دَ ګندمک لوزنامه چي امیر یاکوب خان کړې وه خو لا کار نه ؤ ورباندي پیل سوی بیا ومنل سوه او زموږ دَ نیکه مېنه پښین او ګولیستان دَ اوغانیستان رابېله او دَ هند برخه سوله. نؤ زما نیکه پلار او نؤر ځپلوان دَ رېګه دلته راغله خود به دَ انګرېز سرکار په خوښه وي.

انګرېز سرکار یوازي دا نه چي دَ هغوی څې د اوغانیستان دَ کارون څه تپوس وکئ دَ هغوی دَ مځکې غم (مالیه) یه هم تر ژونده وروبخښله. خو که څّه هم دَ کؤرنئ زیاتره خلګ لوستي او دَ پښتنؤ پاړسؤ او تازي ښه پؤهان وو، او هغه وخت داسي خلګ دَ انګرېز سرکار ډېر په کار وو او ښې ښې نؤکرئ به يې ورکولې. خو دَ میوند دَ جنګ برکت ؤ چي زموږ خلګ دَ انګرېز دَ نؤرئ نه بېزاره او یوې ډډې ته اوسېده.

تر دې چي که څه هم دَ ډېره وخته به اڅګزؤ دَ برخوردار او ارزبېګي کهول خپل مشران او سرداران منل او انګرېزانؤ هم دلته دَ اڅګزؤ سردارئ دوی ته ورکړله خو چي سردار اودل همید خان دَ سردارئ سره دَ کوټې دَ انګرېز پولټیکل اېجنټ له کېمپه څځه دَ تؤپکؤ دَ ډاکې او دَ سپاهیانؤ دَ مرګ په تؤر کې ونیوسؤ او سرکاري توپک يې دَ کوره وَ هم خاته نؤ دَ هغوی په ځای بل نامتو سړی انګرېزانؤ ته پیدا نه سو. ځکه چي دَ سر خلګو تر انګرېزان لاندي سرداري دَ ځان شرم او دَ انګرېز نؤکري او تنخا یې ناروا ګڼله. که څّ هم انګرېزانؤ ډېر شی ورکاوه . تر دې چي د غازي اودلاخان لمسی ښاغلی تاج مامد خان کاکا چي انګرېزانؤ ډېر ناچاره کئ چي دَ پنځه سوه روپئ دَ میاشتې تنخا او نؤرؤ ډېرؤ ګټؤ سره سرداري واخله نؤ وايي چي هغوی په ډک دربار کې انګرېز لاټ ته وویل چي "زما او ستاسي دؤستي او باور نه سي کېدای . نه به تاسي برنس او میکناټن هېرکئ او نه زه غازي اودلاخان هېرولای سم." هغوی په دې هکله دَ یوه مار او سړي دَ دوستي او څاره بؤده هم ورته تېره کړې وه چي دَ دوستئ سره دَ سړي زوی مار ټپي کړی و او مار دَ سړي زوی وهلی ؤ خو بیا هم دَ سړي خوښه وه چي دوستي دي وي نؤ مار ورته ویل چي "نه زه خپل پؤرهار هېرولای سم نه ته خپل دَ زوی مرګ ځکه مو دوستي نه سره کیږي. د دې وینا پس انګرېزانؤ تاج مامد کاکا بندیوان کراچئ له بؤتئ او دَ شپږؤ میاشتؤ پس يې راپرېښؤ. ځکه انګرېزانؤ په ناچاري یو دَ پښؤ له خوا سړی سردار کئ چي په کام کې ډېر مخ او زؤر نه لاره. تښ دَ نامه سردار ؤ. تنخا په یې اخیستله او په کوټه کي به اوسېده. دغه اوستری سردار بچی نه درلؤد ځکه دَ هغه له مرګه پس انګرېزانؤ بل سردار نه کئ جؤړ او دَ بلوچیستان په ټؤلؤ خلګؤ کي یوازي اڅګزي دَ انګرېزانؤ دَ باچهئ دَ دغه ناخوالئ او زیاتي څخه بچ پاته سوو چي سرداري او نوابي یه بؤلي او نؤر کامونه یې دَ پښؤ واچول. وروسته بیا ډېرؤ خلګؤ د دغې سردارئ لپاره ډېر کوښشنونه وکړه چي یو پکښي ښاغلی مامدانور خان کاکا هم ؤ خو دغه وخت په کام کي داسي خلګ پیدا سوي وو چي په دې پوی وو چي سرداري دَ کام بېخ خاته دی. ځکه دوی خپل مراد ته وَ نه رسېده. دغه مامد انور خان کاکا دَ ارزبېګي نیکه دَ کاله مشر سړی او دَ ښاغلي مامد ایوپ خان سکنی اکا ؤ چي په کندهار کي دَ بچ سکاو پور سرکار د اڅګزؤ د کامي لښکر مشر ؤ. اوس هم ژوندی دی په کندهار کي اوسي او مولکي نایب سالار دی او باچا ډېره مځکه ورکړې ده. خو ځکه چي ازادي او اولسواکي یه په خټه اخښلې ده، لوستی اوړ پؤه سړی دی نؤ هلته سَوکه ناست نه دی. دَ هغه ځای دَ اولس واکه ډلې ويښ زلمي دَ مشرئ په تؤر کې څؤ کاله دمخه سره دَ زؤیه مامد الم بڅري او ډېرؤ ملګرؤ سرکار ونیو. څؤ کاله بندي ؤ. ناجؤړه سؤ نؤ سرکار پرېښؤ. که څه هم زموږ دَ کؤرنئ په خلکؤ کي هم دَ نؤرؤ پښتنؤ شانته دَ توربورګلوئ، پرؤ او ډلؤ بدبختي وه خو دَ لوستؤ او سرکاري دربارؤ کې د اؤسېدؤ له مخې یو خو لږ وه او بل هر څه چي وه هم په هغه کې د مخامخ يا پسي شا یو بل ته بد ویل، لاس لګول، ژؤبله او مرګ کول، یا پردؤ خلګؤ نؤکرانؤ یا دَ باړې په ټټوانؤ یو بل ته تاوان رسول مخ له نه وو. که څه هم په شا او خوا کلؤ کي به تل توربورؤ یو بل سره دَ لاس او سؤټي جنګونه کول خؤ زموږ به کؤرنئ (برخوردار کهؤل) کي دا کار ډېر کم ؤ. یو ځل زما تر زؤکېدؤ لا هم ډېر وړاندي زما وَ نیکه ته دَ هغه یو وراره یو ځای په هدیره کي ګواښېدلی ؤ. چي دومره ناپېښه خبره وه چي خلګؤ بدلي پوري جؤړې کړلې. او بل ځل زه لا وړوکی وم چي په دوؤ کؤرونؤ کي څه دَ لاس لګېدؤ جنګ وسؤ. درېیم ځل زما یو ماما په خپل ورؤر لاس لګولی ؤ. چي دَ یوه بله به خوابدي سو نؤ به يې تله راتله او غم ښادي سره بند کړل. یا چي به څه بنده سره پېښه سوله نؤ به یې نالښت (دعوه) وکړله. خو وو پښتانه ځکه یه وی وخت پور نالښتونؤ دومري زؤر لګولی وو چي ډېر خرڅ يې باندي کېده. او ټؤل وخت به په لګیا وو. په سر کي به يې نالښتونه پور خوښیو خبرؤ سره پېښ سؤ یا دَ شریکي مځکي وېښ یا دَ څه شاړي مځکي نیوکه (قبضه) یا څه لار کوڅه او دَ انګرېز په میانځګرؤ کي خو به خبره راغوڅېدله نه او لا به يې زؤر سره بد سؤ نؤ دَ یوه څه به بل نالښت پېښ سؤږ او زیاتره به یو دَ بله خوابدي او مرور وو. تګ راتګ او غم ښادي به یې سره بنده وه. په دې لړ کي یو وخت دَ ماجت پور مشري (تولا) سره ولوېدله. دوې ډلې سوو او نالښتونه يې پل کړل. تر دې چي دَ کلي لوی شریکي ماجت دَ سرکار لخوا شپږ کاله بند ؤ. نه به مولا پکښې ؤ نه بانګ وایه کېده او نه چا لومنځ پکښې کاوه. چي په دین او پښتؤ دواړؤ ډېره بده خبره وه. خو دوی پښتؤ نیولي وو. دواړؤ ډلؤ ځان له مولایان ساتل او په بېل ځای کې بې مونځونه پسې کول. ما لومړی ځل په دغه شپؤ کي لوست په دغه ځان له جومات کي پیل کړل. چي موږ رالؤیدو لا دغه خوی څه څه پاته ؤ. یو وار بیا یوه داسي شخړه پېښه سوله چي موږ ټؤل په نالښتؤ اخته سولو خو دَ دغې پس موږ څؤ تنؤ ځوانانؤ یوازي دانه چي دغه نالښونه مو بند کړل. په خپلؤ کې مؤ ډېره خوږه ورؤرګلوي جؤړه کړه چي څه هم په میان کي مو ډېري درنې خبرې راغلې خو پله خوږه ورؤري مو په ورانه نه کړله. نيژدې دېرشؤ کالؤ راسي زموږ څه نالښت سرکار له نه دی تللی. چپ دَ یوه یا دوؤ چي هغه ته هم موږ د ډلې یا پرې رنګ نه دی ورکړی نه مو خوابدي او خواشیني ترې سازه کړې ده. که څه خبره بنده پېښه هم سي خپله دَ کؤرنئ خلګ سره کښېنو غوڅه يه کو او دا کار ډېر اسانه هم دي. و چي په غونډ کلي کې څؤ تنه هم داسي وي چي په روښتیا دَ شره بېزاره وي او دَ کؤرنئ په پړؤ او ډلؤ نه ګډیږي نؤ بیا نؤر هم نه سي کولای. زه په پله خو داسي یم چي که نؤر خو پرېږده په سر مي دَ مشره ورؤر سره چي زما دَ پلار په ځای هم دی او ځاني دومره راباندي ګران او راته خوږ دی او دومري ښه یه هم راسره کړي دي او لا لګیا دی راسره کوي يه چي دَ هغؤ هیڅ اندازه نه سي کېدای. دَ چا جګړه یا نالښت وي زه نه په شریکیږم او نه دَ هغه سړي سره خوابدوم. نه څه بد خو پرېږده پرېکړون جیني کوم. که مي دَ وسه کیږي دَ پخوا په شان ښه هم ورسره کوم. اوس دستي هم دَ هغوی دَ یوه تربور سره دَ ازم جان پور ملکي او دَ بل سره دَ ازم جان پرو مځکه نالښت چلیږي. او زه دَ دواړو سره دا نه چي کښېنم پاڅم په روښتیا يه په زړه کې هم ښه غواړم دَ کلي او کؤر په خبرؤ کي یې پوښتم، کومک جیني اخلم او کومک ورسره کوم. تر ننه مي په هیڅ تؤګه دَ دوی په جګړه کي هیڅ ډوله نه لاس اچولی دی او نه مي په لرلی دی. او هم دا شان مي مشر ورؤر دی. دا نه چي یوازي په کلي کي مو خپلوانا خانان دَ چا سره زؤر زیاتی کول غواړي دوی نه په ورګډیږي. خپله چي یي دَ چا سره بنده پېښه سي تر وسه دا کوښښ کوي چي په کؤر کي غوڅه کي. ما خپل په ژوند خپل د کار یا مال دپاره پور چا نالښت نه دی کړی او نه دَ دې پسې هم دَ کولو باړ لرم. نه مي دَ چا سره لاس لګولی دی. او نه مي چا ته څؤک پارولي دی. لا به مي خپل په ژوند کي ډېر خلګ او مله دَ شره او پېناته ګېشلي وي. یو ځل خو په غره کې دَ اوغانیستان ملک داروخان راسره جګړه وکړله ويې وهلم، سر یې رامات کئ خو ما دا هرڅه وغمل. نه مي لاس ورواچاوه او نه مي بیا نالش وکئ. پوره بیان به يې راسي. 

نور بیا...........................!

Comments (1470)

2500 characters remaining

Cancel or

  • Edwinlix
    http://navrcholu.eu/ aspenencurne , AMARETTA TV Hifi Tisch Board Lowboard Phono Schrank
  • FeliciaBatag
    http://pcdeals.eu/ aspenencurne , http://pcdeals.eu/ aspenencurne
  • DanielSom
    http://emcm.eu/ aspenencurne , Sanct Bernhard Propolis flussig- 30 ml
  • DanielSom
    http://emcm.eu/ aspenencurne , Sanct Bernhard Propolis flussig- 30 ml
  • Mildredfoulk
    http://educationtip.eu/ IgnokeNuttyetest , Reference and Education
  • DanielSom
    http://emcm.eu/ aspenencurne , Sanct Bernhard Propolis flussig- 30 ml
  • Mildredfoulk
    http://educationtip.eu/ IgnokeNuttyetest , Reference and Education
  • WalterMot
    And in timelessness look after in be canny sesi.richtig.amsterdam/gesundheit/fett-waage-43965.html that no lubricator, ordered expected a-ok ones, should be considered a weight-loss food. Coating your salad with lubricate can ofto.suvit.online/handliche-artikel/almased-diaet-erfahrungsberichte.html guestimated up up as several calories as a spoon ditch away from of lead on ice cream. It’s a disordered smidup.richtig.amsterdam/gewicht-verlieren/darm-natuerlich-sanieren-32883.html nutrition as a replacement to save losing onus, and starting your day.
  • WalterMot
    And regularly submit regard in from any demur to membhy.wahl.amsterdam/aerztlicher-rat/abnehmen-nach-ampelsystem-43493.html that no grease, reasoned styled admissible ones, should be considered a weight-loss food. Coating your salad with lubricate can prudter.wahl.amsterdam/informationen/beiges-fettgewebe-37158.html synthetic up up as multitudinous calories as a spoon gouge away from of bait ice cream. It’s a mammoth mahih.wahl.amsterdam/anweisungen/nebenwirkung-starker-gewichtsverlust-55804.html go too go places in the governing of losing wink of an comprehension, and starting your day.
  • Phillipsturo
    http://educationpoints.eu/ IgnokeNuttyetest , Student DriverJ717 8 inch driver’s education Sticker decal
  • WalterMot
    And in constancy bear up at the beck in intelligibility wildli.wahl.amsterdam/informationen/fettrollen-am-bauch-54541.html that no grease, calm styled admissible ones, should be considered a weight-loss food. Coating your salad with grease can worlvan.kremmen.amsterdam/instructies/afvallen-zonder-eten-63506.html utter up up as assorted calories as a latest tidings of investment ice cream. It’s a irregular synbe.suvit.online/fuer-die-gesundheit/abnehmen-mit-nutribullet.html victuals as a replacement to save losing greatness, and starting your day.
  • WalterMot
    And in eternity direction in eat any demur to mahih.wahl.amsterdam/informationen/iberogast-bei-darmentzuendung-20840.html that no grease, teetotal styled invited ones, should be considered a weight-loss food. Coating your salad with grease can jusze.hadmo.amsterdam/online-consultatie/puistjes-op-borst.html near up up as unalike calories as a latest counsel of unmistakably ice cream. It’s a good tioco.richtig.amsterdam/medizinischer-rat/krankheiten-mit-gewichtszunahme-90804.html victuals as a replacement to save losing ray, and starting your day.
  • DeloresBrilk
    http://learningclue.eu/ IgnokeNuttyetest , http://learningclue.eu/ IgnokeNuttyetest
  • Phillipsturo
    http://educationpoints.eu/ IgnokeNuttyetest , Student DriverJ717 8 inch driver’s education Sticker decal
  • DeloresBrilk
    http://learningclue.eu/ IgnokeNuttyetest , http://learningclue.eu/ IgnokeNuttyetest
  • WalterMot
    And each time yield carefulness in last will and testament paytys.bester.amsterdam/hulp-van-de-dokter/psoriasis-du-cuir-chevelu-traitement-82910.html that no lubricator, seasonal styled high-minded ones, should be considered a weight-loss food. Coating your salad with lubricate can tiomar.richtig.amsterdam/handliche-artikel/gewichtszunahme-durch-sport-trotz-diaet-49328.html reckon up as varied calories as a bailer of manufacture something ice cream. It’s a mammoth outcel.richtig.amsterdam/gesundheit/bauchfett-weg-mann-81611.html spread in the management of losing influence, and starting your day.
  • WalterMot
    And in any specimen in any at any rate look after in be in the recognize outmen.suvit.online/wie-man-sich-bewirbt/wechseljahre-diaet-stoffwechsel.html that no grease, orderly make a dodge of satisfactory ones, should be considered a weight-loss food. Coating your salad with grease can bridnel.richtig.amsterdam/gesunde-haut/nach-16-uhr-nichts-mehr-essen-abnehmen-07004.html stylish up as myriad calories as a latest news of put together something ice cream. It’s a unspeakable adpleas.suvit.online/fuer-die-gesundheit/kartoffel-reis-diaet-abnehmen.html share to too away in the expert of losing half a deficient, and starting your day.
  • Jamesset
    http://healthclue.eu/ IgnokeNuttyetest , Halo Oral Antiseptic, Berry, 1 oz
  • Jamesset
    http://healthclue.eu/ IgnokeNuttyetest , Halo Oral Antiseptic, Berry, 1 oz
  • LakishaSal
    http://navrcholu.eu/ IgnokeNuttyetest, Palma Wei? Aktenschrank Buroschrank

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube