خبري شننې

ننوتل

زما ژوند او ژوندون(خان اودولسمد خان شهید)

 زوکړه او کور نئ

د مشرانو د خولې چي د کال ۱۹۰۷ د جولای په اوومه پیدا شوی یم. په خټه اڅګزی، همیدزی، جلېزی او د برخوردار خان د کاله یم. د کوټې په پلو (ضلع) کې د کولیستان د دتړې په ناتولا کارېز نومي کلي کې زېږېدلی او لوی سوی یم. ته ننه چي د کال ۱۹۵۹ د جولای دویمه ده او زه د مولتان په پلَو (ډسټرکټ) جېل کې دا کرښې لیک هورې اوسم. 

کورنئ: د مور نوم مي "دلبره" ؤ، دَ پلار نوم مي نورمامد خد دئ، نیکه مي سولتان مامد خان ؤ. دَ هغوی پلار ناتولا خان ؤ چي زموږ کلی يه په نامه دئ. د هغوی پلار بؤستان خان دَ برخوردار خان زوی ؤ چي زموږ د کهؤل د ټبر د هغوی په نامه یادیږي. پلار مي دوه وروڼه نؤر دلؤد یو مشر کنی میر امد خان او بل کشر

مېرنی غولامی دین خان. داوړه د هغوی په ژوند او زما تر پیداوښت وړاندي مړه دي او هیڅ بچي يه نه دي پاته سوي. د پلاره دوه وروڼه، زه او مشر ورؤر خان اودل سلام خان او دوې خوندې پاته سوو چي تر ننه ژوندي یو.

مور مي د پلار د سکني توربور لور وه . پلار یې مامد هسن خان او نیکه يه پتې مامد خان نومیدؤ. مور مي یو سکنی ورؤر درلؤد، مامد الي خان، چي یو زوی یه ژوندی دی. مامد ازم خان اوس په کامي (سیاسي) کار پسې اوغانیستان له تللی دی. هلته په کندهار کي اوسي او خپل کامي (سیاسي) کار کوي.

زموږ د کورنئ خلګ که څه هم دَ برخوردار خان دَ وخته راهیسي د پښتنو دَ کامي سرکار او دربار سره راغلي دي، او لوستي خلګ تېر سوي دي خو ژوند او مېنه یه دَ باچهانؤ او باچهیؤ سره بدله سوې ده، او داسي ښکاري چي تل په جنګونؤ او اتلپتل (انقلاب) کې راغلي دي. دَ ژوند څه لیکلی څیز یې په کورنئ کې پاته سوی نه دی. او نې دا ښکاري چي په سرکې له کمه ځایه راغلي دي او څنګه؟ خو ځکه چي دَ اڅګزو همیدزو پښه جلېزي او هم په تؤبه کې په ډَډ نومي ځای اوسي نؤ اندازه ده چي دوی به هم دَ هغه ځایه راغلي وي. دَ دربار او سرکار سره یې اړېکی په سر کې څنګه راغلی دا ښه روڼه نه ده. ويي چي برخوردار خان دَ امدشا بابا په شپؤ کې ؤ او دَ نؤرؤ کارؤ سره دَ کندهار ښار کلا د هغوی تر لاس لاندي جؤړه سوې وه.

دَ تورکیستان په جنګؤ کې هم نوم یادیږي. دا هم ویل کیږي چي یو نیکه مو په کشمیر کې هم ګورنر پاته سوی دی. دَ کندهار دَ ښار دباندي په زړه ادیره کې اوس هم یو څلی (قبر) پاته دئ چي دَ هغه پر شنخته (خازه) لیکلي دي "بؤستان خان اڅګزی فاتح تورکیستان). دا څلی دَ برخوردار خان دَ زوی دی.

اڅګزي او دَ پښین او کندهار نؤر خلګ تر ننه دَ برخوردار خان او ارزبېګي کهؤل یا کرونئ درنې او ارزمنې مني. دغه ارزبېګي نیکه دَ برخوردار خان وراره یادوي. دا نه ده جوَته چي ارزبېګي یه ځايي نوم ؤ که څه درباري ځای (منصب) . دَ دغه ارزبېګي یو لمسی ښاغلی اودلاخان نیکه چي دَ اوغانیستان دَ لومړي جنګه پس دَ نیولي سوي اوغانیستان بېرته وَ انګرېز ته دَ یاغي کېدؤ، ورسره جنګېدؤ او دَ هیواده څه دَ بېرته ایستلؤ دپاره دَ پښتنؤ دَ ویښولؤ، پاڅولؤ ، غونډولؤ او جنګولؤ پيلامه او مشر ؤ. غازي اودلاخان نیکه په خپل سر دَ هغوی یو ورؤر دوه زامن په دغه جنګ کې شهیدان سول. خو هله چي ټؤل پښتون کام وَ انګرېز ته ودرېدئ او غازي مامد اکبر خان دَ غازي اودلاخان د پاڅولي او جؤړکړي لښکر دَ مشري لپاره کابل ته ورسېدئ لارډ برنس او میکناټن انګرېزي مشران ووژل سول.

داسي ښکاري چي دَ دې کورنئ مشران له تؤبې نه کندهار او کابل له په سرکاري دربار پسې تللي وو. خو چي وس یي پیدا کئ نؤ يه خپلې مېني د کندهار او کابل په ځای بېرته هم دَ تؤبې د غره په خوا کې دَ لوَړ پښین په اباتؤ ناوؤ کې جؤړې کړلې. ناتولا خان نیکه هغه کارېز رانیو چي تر اوسه دَ دوی په نامه او زموږ مېنه ده. له دغه ځایه دَ کوتب (شمال) ډډې ته دَ سړک په لارې لس میله او نېغ په څړه واټه شپږ میله دیلسؤره او ژَړ نومي کارېزونه دَ اودلاخان کلا په نامه یادیږي او د هغوی کورنئ پکښې اوسي. او یو نیم میل سوهېل غاړې ته ګولیستان کارېز پرؤت دی چي دَ ارزبېګي نیکه دَ کاله نؤر غړي پکښې اؤسي. دا ویل کیږي چي ګولیستان دَ خانانؤ نؤکر ؤ او ځکه چي خانان يې دلې نه وو نؤ کلی دَ ده په نامه سؤ. خو کېرؤ پرنګي په خپل انګرېزي کیتاب "پښتانه" The Pathans کې لیکلي دي چي، دغه ګولیستان د شاشوجا په وخت کې دَ پېښور ګورنر ؤ. کېرؤ خپل د انګرېزي کیتاب "دي پټان" پور مخ نمبر ۲۷۱ لیکي، دَ اڅګزؤ  دورانؤ ملګ ګولیستان خان دَ چا په نوم چي دَ خواجمران په لمن کې دَ ګولیستان کلی یایږي دَ شاه زمان او شاه شوجا لپاره جنګېدؤ چي سر يې ورکئ. دغه ګولیستان خان خپل دَ پؤهې، بهادرئ او پت (وفادارئ) لپاره ډېر اوځار ؤ. او په پېښور کي یو وخت دَ شاه شوجا ګورنر ؤ. هلتې خلک تر اوسه یادوي. دا خبره راته ځکه روښتیا ښکاري چي دَ مامدزؤ په پاچيي کي هیجیري هم دَ ګولیستان دَ کاله سړی په دربار کې پور غټه نؤکري نه ښکاري. دَ دوی پرو ځای د برخوردار دَ کاله او دَ غازي اودلاخان دَ کاله سړي په وده کي وؤ. دا به هم ځکه وي چي دَ دوی نیکه دَ سدؤزؤ پؤپلزؤ له خوا دَ مامدزؤ او بارکزؤ سره جنګېدلی ؤ او دَ مامدزؤ له لاسه مړ ؤ. دوی تر دې انده دَ مامدزؤ له درباره شړلی سوي وو چي وخت دَ کؤرنئ په څه جګړه کې وايي چي دَ کرک (مړز) پور جنګ باندي دَ دوی یوه سړي دَ غازي اودلاخان نیکه ورؤر مړ کئ. نؤ غازي اودلا خان له کابله چېرته چي یې نوکړي وه، راسپؤر سؤ او سهار په تېره غونې نېغ دَ دوی کلي ته ورغی او څلؤر تنه یه په دوی کې مړه کړل. او بېرته خپلې نؤکرئ له ولاړ. دوی نه پښتني سرکار له ولاړ نه هغوی اودلاخان نیکه ته څه وویل. دوی ته اودلاخان نکیه په نېکه کې خپل دَ کاله هغه ټؤل څه پرېښوؤ کوم چي د هغوی د دوی په کارېز کي لاره. او هم له دې مخې چي څه وخت انګرېزان راغله نؤ دَ برخوردار دَ کاله او اودلاخان نیکه دَ کاله دَ لارې چپ چي د انګرېزانؤ سره په سرومال جنګېده، دَ ګولیستان دَ کاله خلک تل دَ انګرېزانو ملګري وو. که دلته وو که په کندهار کي. یو ځل خو چي کاکړؤ او بلؤڅؤ انګرېزان په کوټه کې کلابند کړي وو او نيژدې وه چي ماتې وکي او بلؤچستان او اوغانیستان ترې بچ سي، دَ دغه ګولیستان دَ کاله سردار سالوخان ته انګرېزانؤ شل زره روپئ ورکړې او هغه دَ اڅګزؤ او نؤرؤ پښتنؤ د لښکر سره پور کاکړؤ او بلؤڅؤ دَ شاپاله دَ شپې یرغل وکئ. دَ هغو څه کلابندي پاته سوله او خواره سوو. دا دَ اوغانیستان دَ دؤیم جنګ خبره ده. او هم دا پیلامه به وي چي دوی د شاشوجا دَ ډلې سړي وو او شاشوجا به پای کې دَ انګرېزانؤ تر لاس لاندي وو چي انګرېزانؤ دَ کوټې او پښين په ټؤلؤ دورانؤ، ترینانؤ او اڅګزؤ کې له دوی سره ډېر ښه کړي دي. دَ اڅګړؤ سرداري يه د دوه نیم زره کلدارې دَ میاشتې تنخا سره وَ اودلهمید کاکا او دَ هغه وَ دوؤ وروڼؤ ته ورکړې وه. چي هغه یه لیري کئ نؤ بیا یه وَ غولام همید کاکاک ته دَ پنځؤ سوؤ تنخا سره ورکړله. دَ کارېز غم (مالیه) یې دَ تل دپاره وربخښلی دئ. او په چمن او ګولیستان کې دَ لېویز وَ نؤکرئ هم ورکړې دي. او تنخاګانې هم . کېرو وړاندي پور مخ ۲۷۳ لیکي چي په کال ۱۸۰۲ کې شاشوجا دَ وزیر پتې خان نه دَ ډېرؤ ماتؤ خوړلؤ پس دَ تيرا څه دَ ږؤب پر لارې شالکؤټ (کوټې) ته ولاړ. او هلته یې دَ ملک ګولیستان او نؤرؤ په مړسته له چا سوداګر نه ډېرې پیسې پؤر کړې او کابل ته ورسېدؤ. هلته خلګ دمخه لا وماموت شا ته یاغي سوي وو او شاشوجا يې باچا کئ. ده شامامود وَ نیو بندي یې کئ او بیا یه هرات له ولېږه. شپږ کاله شاشوجا بېغمه باچا ؤ. چي بیا شاماموت دَ وزیر پتې خان په کومک مات کئ او له هیواده یې ویوست. نؤ ګولیستان خان به هم په دغه اوستریؤ جنګونؤ کې تر کال ۱۸۰۸ وروسته وژل سوی وي. ښاغلی مامدایوپ خان اڅګزی چي دَ دغه ګولیستان دَ کاله دی دَ دغه کلي څه دَ مامدازم خان او نؤرؤ ملګرؤ سره اوغانیستان له په کال ۱۹۵۰ کې په کامي کار پسې تللی دی چي تر اؤسه هورې دی او د دغه ډلې مشر دی، دغه هولکه پخوا د اوغانیستان برخه وه او اوس دَ پاکستان. 
نور بیا.........................!

Comments (22071)

2500 characters remaining

Cancel or

  • Normanwaina
    A inspect published in the ammunition Portliness Reviews routine up that voidram.corpo.amsterdam people also terminate tenure of tease of to overestimate how multifarious calories they desire when they workout. As a impact, participants typically overcompensated pro their sconar.corpo.amsterdam workouts as a consequence eating more calories than they burned.
  • StephenFew
    http://clomidrx.com/ aspenencurne , Viagra and Cialis and Their Generic Counterparts
  • Andreages
    http://educationpoints.eu/ aspenencurne , LEGO Education Large Building Plates
  • Andreages
    http://educationpoints.eu/ aspenencurne , LEGO Education Large Building Plates
  • Normanwaina
    A simpleton up published in the armoury Plumpness Reviews report in all directions that erper.amare.amsterdam people also fasten on possession of observe of to overestimate how various calories they fail to exploit when they workout. As a less, participants typically overcompensated in the direction of their xcelac.amare.amsterdam workouts bring together to eating more calories than they burned.
  • Andreages
    http://educationpoints.eu/ aspenencurne , LEGO Education Large Building Plates
  • Normanwaina
    A office published in the yearbook Embonpoint Reviews bring about that erper.amare.amsterdam people also fasten on possession of custody of to overestimate how multitudinous calories they impose upon when they workout. As a at bottom, participants typically overcompensated after their xcelac.amare.amsterdam workouts during eating more calories than they burned.
  • Henryslich
    http://clomidxx.com/ aspenencurne , Soma Colour Protect Shampoo
  • Henryslich
    http://clomidxx.com/ aspenencurne , Soma Colour Protect Shampoo
  • Henryslich
    http://clomidxx.com/ aspenencurne , Soma Colour Protect Shampoo
  • Diannakex
    http://dbaby.eu/ aspenencurne , inktastic Boxing Champ Fight Hard Infant Tutu Bodysuit
  • Diannakex
    http://dbaby.eu/ aspenencurne , inktastic Boxing Champ Fight Hard Infant Tutu Bodysuit
  • Diannakex
    http://dbaby.eu/ aspenencurne , inktastic Boxing Champ Fight Hard Infant Tutu Bodysuit
  • Thomasron
    http://fitnesdeals.us/ aspenencurne , Pearl Izumi Tri Fly V Damen Triathlon Schuhe
  • Thomasron
    http://fitnesdeals.us/ aspenencurne , Pearl Izumi Tri Fly V Damen Triathlon Schuhe
  • Thomasron
    http://fitnesdeals.us/ aspenencurne , Pearl Izumi Tri Fly V Damen Triathlon Schuhe
  • Thelmanaf
    http://schmuckx.eu/ aspenencurne Damen Kristall Strass Perlen Haarekammen
  • Thelmanaf
    http://schmuckx.eu/ aspenencurne Damen Kristall Strass Perlen Haarekammen
  • Thelmanaf
    http://schmuckx.eu/ aspenencurne Damen Kristall Strass Perlen Haarekammen
  • Brianraf
    Animals also send intimacy to humans blogyp.essay.amsterdam and this is remarkably pre-eminent in the anthropoid life. Animals like dogs can also be euphemistic pre-owned to hilt the physically challenged lowva.essay.amsterdam like the awning and also the old. This is because guegnos.essay.amsterdam they suffer acutely minuscule quondam to learn atypical other animals.

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube