Monday, 18 December 2017

د تیلو د ټیټو بیو له امله سعودي د بودیجې له لوي کمښت سره مخ دی. ددې لپاره چې دغه تشه راډکه کړي سعودي کوښښ کوي چې د حج کوونکو شمېره له دوه میلونو څخه تر ۲۰۲۰ پورې ۲.۷ میلونو ته زیاته کړي. د سیاحت او ټوریزم وزارت د یو خبر پاڼې له مخې د حج څخه د سعودي کلنې امدن ۲۲.۶ بیلینه ډالره کېږي او له عمرې څخه يي ۱۲ بیلینه ډالره دی.

بختور:- زما زړه دې راکنګال کړو. او که داسې وی نو ته څه فکر کوې چې یو به د خپل یولاس لپاره په ژمی کښې ګرم لستوڼے جوړوی او د بل لپاره یخ؟

تل ودان:- نه ! بېخی نه. سړے د خپل لاسونو ترمینځ څه رنګ دغه توپېر کولے شی. او که وکړی هم نو یخ لستوڼی والا لاس ته چې څومره سخته رسی دغه سخته به نېغ په نېغه د هغه وجود ته نه رسی؟. او چې د هغه نور وجود په سخته کښې وی نو ښکاره ده چې ګرم لستوڼی والا لاس به هم په سخته کښې وي.

تل ودان :- هم دغسې ده.

تل ودان:- هغوی ته به د داسې کولو هډو حاجت نه وي

بختور:- وس هم دغسې به بیا په پاکستان کښې د پښتونستان او یا سندهو دېش جوړولو اړتیا وی. که د پښتونستان ، پنجاب ، سندهو دېش او بلو چستان نه به یو کوټلے پاکستان جوړېږي.

تل ودان :- د دوي د وجود نه یو کوټلے او پائیدونکے پاکستان په وجود کښې راځي.

بختور:- ایا که په پاکستان کښې بیا یو هندو خپل هندو توب کوی او مسلمان خپله مسلمانی پاکستان ته به خطره وی؟

تل ودان:- نه بالکل نه!.

 پاکستان هم داسي نه چې ګوندي لاس په لاس، پښه په پښه اړولې ناست دې. د پاکستان پوځ د طالبانو ترهګرو په ضد عمليات کوي. دا بېله خبره چې د داسي عملياتو په پای کې پښتانه بې کوره شي او طالبان د کور مالکان شي. پښتانه کمزوري شي او طالبان زورور شي.

 په داسي پوځي عملياتو کې: د خدای قدرت دې، طالبان نه، عادي وګړي وژل کيږي. د طالبانو سنګر ټينګ شي د خوارانو کورونه ونړيږي.

کله چې دا بې کوره پښتانه، لوږه، ويره او وير را په مخه کړي، کډه په سر د پنجاب پولي ته راشي. پنجاب بيا ور ورته وتړي. څله چې دوی ته پښتون او ترهګر يو ښکاري. لا کيدی شي پښتون ورته د بل هيواد ښکاري (چې په رښتيا هم داسي ده). 

تل ودان :- د هغه په نامه او جولاګېرئ دغه کلی ته هیڅ خطره هم نشته.

بختور:- ډېر ښه ! خو که نائی جولا ته دهغه د نوم او کسب کولو اجازت نه ورکوی نو دا به ښه کوي؟.

تل ودان:- دا به د هغه او د ټولنې د حقوقو تروړلو هسې کوي.

بختور:- یعنې ستا مقصد دادے چې که ناېي ځان ته نائي وائي او نائي توب کوي نو د جولا هم دا حق دے چې هغه دې هم ځان ته جولا وائي او جولا ګېری دې کوي.

تل ودان:- هم د غسې ده.

د دنيا په اقتصادي او نظامي سياستونو کې ډېر بدلون راغلے دے او په دنيا کې د زبرځواکونو سياسي وړومبيتوبونه يکسر بدل شوي دي۔ په تېره دنيا کې چې کومه نظامي جګړه وه او دنيا په دو برخو کې سره وېشلې شوې وه نن نه هغه وېش پاتې دے او نه دوه زبر ځواکيزه دنيا پاتې ده۔ 
په تېره دنيا کې يو پلو ته کمونسټ هېوادونه ولاړ وو او بل پلو ته امريکا او د امريکا مرستيال ولاړ وو۔ د دغه تېرې دنيا جګړه هر څو که اقتصادي وه خو سامراجي ملکونو ورله ډېر په هنر سره د کفر او اسلام رنګ ورکړے وو۔ سامراجي هېوادونو د کمونزم په زد اسلامي دنيا د ځان سره اودرولې وه او د دويۍ په وسيله يې جهادي سياست په مخکې اوړلو۔

بختور:- که د دنیا په ننی حالاتو نظر واچوؤ نو ښه به پوهه شو چې دنیا ولې یوه انډوخه شوې ده.

تل ودان :- هغه څنګه؟

بختور:- نن صومالیه ته وګوره ! بوسنیا ، تاجکستان ، چیچنیا ، افغانستان او کشمیر ته اوګوره هر خواه دغه د مال، عزت ، شناخت او اختیاراتو د خوندی کولو او تروړلو له امله د دنیا د امن ګرېوان ريښې ریښې دے. او هغه لا لرې خبره ده دلته په پاکستان کښې د پنجابي ، پښتون ، سندهي ، بلوڅ ، سرائیکی او مهاجر شخړه هم لکه د اور د لمبې پورته کېږي.

خدايي خیزمتګار غورځنګ په افغان تاریخ یو داسي غورځنګ ؤ چي ساری یې نه لیدل کیږي. او دا ټؤل غورځنګ د ستر لارښؤد باچاخان له برکته بریا ته رسېدلی ؤ. دَ پښتنؤ ډېری ورسره مله ول او دَ پرنګي غوندي سیال سره یې په مړانه سیالي کوله. خو ارمان ارمان چي کله دَ ګټؤ د وېش ګړئ راوَرسېدله نؤ دا غورځنګ په تیاره کې تپېدلؤ او لؤری لؤدن ورڅخه ورک ؤ. دَ پښتونخوا خپلواکي او له بېرته له مؤرني هیواد ګران افغانیستان سره دَ یوځای کېدل دومره اسان ول چي بس تنها دَ باچاخان ږغ ته اړتیا وه چي پر پښتنؤ یې کړی وای. خو داسي یې وَ نه کول. اپوټه موسلیم لیګ د جینا ګوجراتي او کیوم کشمیري په لارښؤنه راپاڅېدلؤ او هغه خودايي خیزمتګاران یې دَ پښتونخوا په زړه کې په ډېره بې شرمئ ووژل کومؤ چي به له پرنګي سره ډغرې وهلې. نتیجه دا شوه چي پښتونخوا غولامي نؤره هم درنه او اوږده شوه او دا نن چي په افغانیستان کې کوم ټؤلوژنه روانه ده او لر او بر افغان چي لېوني سپي په مرګ وژل کیږي موږ به یې خامخا د باچا له ځایناستؤ پوښتنه کوو. پکار دا ده چي خپلې تېروتنې ومنو.

بابا هلته کښي ژوند څنګه دې؟

په هر څيز کښي ننداره د هغه مخ کړم ، چي له ډيري پيدائ يې نا پديد وم

بابا د مغلو چي منصب او بيا چي نه وؤ ، څه توپېر يې وؤ؟
چي منصب مي د مغل خوړ يو ملک وم، چي د افغان په ننګ مي وتړله توره، ننګيالی د زمانې خوشحال خټک شوم. ښه خو دا چي د چا نوم پکښي ياديږي، په فاني دنيا به نه وي ژوندی تل څوک

تاسو وئېل چي تور مصلي واې خو ځواني واې. داسي راته مالوميږي چي ځواني هم د کار څيز ده. هغه شاعر وئيل چي صفت يې خوږ دې ځکه خلګ ترې خاني ځاروي، ما ځواني مرګي څه ليدلي، ځواني څه پېژنم. غني وئېل ولاړه چي ځواني شي بيا هر وخت د ژړېدو دې وخت. دا ځواني به بيا څنګه راستانه شي؟

بختور:- ایله دې د کار پوښتنه وکړه. او زما زړه دې خوشحاله کړو.

تل ودان:- نو بیا دې د اختیار د اذادئ خبره واپس واخله.

بختور:- مونږ وړمبۍ د انسان د بنیادی حقوقو د تحفظ خبره کړېده او د دغې تحفظ لپاره قوانین لازمی دي. هر سړے به د مقرره کړے شوؤ قوانینو په دائیره کښې دننه کارکوي.

تل ودان :- که د چا د اختیاراتو لپاره قوانین جوړوې او د څه قوانینو پابند کوې یې نو دې ته خو د اختیاراتو اذادی نه شی وئیلے کېدائے بلکې د یو تن اختیارات او اذادي د قوانینو په ذریعه د هغه نه غصب کول دي.

يو زموږ د وياړه ډک تاريخ دې:

احمد شاه بابا وو، توره او د سيمي ستر ځواک، لوی او شمله ور افغان وو. خو يواځې توره نه وه، په پښتو يې د شعرونو ديوان هم پرېښود.

پير روښان چې له وراسته مغل ځواک سره په مبارزه بوخت وو نو هم د تورو توريالی وو هم د قلم ننګيالی وو.

خوشحال چې د افغان په ننګ وتړله توره نو د پښتو د مخ پلو يې هم هېر نه وو. پښتو يې ښائسته کړه.

 بيا وخت بدل شو. پيرنګ راغلی. د مبارزې نوي لوري روښانه شو. د پښتنو مشران دې مبارزې ته هم اوچت شو او د افغان شمله يې هم هغسې جګه وساتله.

بریښنا افغانستان جوړوي
بریښنا رڼا راولي
بریښنا پوهه راوړي
بریښنا غربت ته د پای ټکی ږدي
بریښنا کډوالې ختموي 
بریښنا کرنې ته وده ورکوي
بریښنا امنیت راولي 
بریښنا ابادي کوي
بریښنا تګ راتګ اسانه کوي
بریښنا فابریکې جوړوي
بریښنا هیواد پیاوړی کوي
بریښنا خواړه راته جوړوي
بریښنا په سړو کې ګرمې جوړوي
بریښنا په ګرمی کې ساړه جوړوي
بریښنا زمونږ صحت ښه کوي
بریښنا روغتون چلوي
بریښنا موټر چلوي
بریښنا ریل ګاډي چلوي
بریښنا خوشالي راولي
بریښنا چې نه وې زوند کول سخت دی

تل ودان:- هغه څنګه ؟

بختور:- که مونږ فکر وکړو مسلمان ته غوا حلاله ده او د غوا غوښه ډېره په مینه او خوند خوند خوری.لیکن یو هندو به د لوږې مړشي خو د غوا غوښه به ونه خوري بل اړخه ته هندو د خنزیر غوښه خوری خو د مسلمان لپاره د خنزېرغوښه پلیته ده. او مرداره څه چې حرامه ده.

تل ودان:- بیخی رښتیا دي.

لیکن سپے او انګرېز په دواړو ناراسته نه کوي که هغه د خنزیر غوښه وی او که د غوا. د دوی لپاره بنډاره ده.

تل ودان:- او!

خداۓ تبارک و تعالي پښتانه د ډېرو سترو او تاريخ ساز شحصيتونو سره نازولي دي او دغو سترو هستو داسې عظيم الشان تعليمات وړاندې کړي دي چې د دنيا خلک ورته نن هم ګوته په خله دي۔ زردښت چې بلخ افغانستان کې زيږدلے وو عظيم دانشور او فلسفي وو۔ هغه خپله د ژوند فلسفه د غواوو په دولس سوه څرمنو ليکلې وه چې دومره ډېر تحرير په نن زمانه کې هم اسان کار نه دے۔ هغه کوم پېغمبر نه وو ځکه چې په هغه زمانه کې د اسماني مذهبونو تصور لا مينځته نه وو راغلے او هغه هم دا کوشش نه وو کړے چې خپلو خيالاتو ته مذهبي رنګ ورکړي او د خلکو تجسس سېوا کړي۔ البته د زردښت تعليماتو کې داسې ډېرې خبرې موجود دي چې هغه په وروستو زمانو کې د ځنې مذهبونو بنياد اوګرزولے شو۔ د هغه تعليمات هر څو که غېر مذهبي وو خو د هغه د مرګ نه پس ورپسې زمانه کې ارياو(پښتنو) دغه تعليماتو ته د مذهب رنګ ورکړو۔ په دنيا کې نن هم د زردښت پېروکار شته او باقاعده د عبادت کولو يو طريقه هم لري۔ د عربو د يرغلونو په وجه يو طبقه خلک د اريانه (ايران، افغانستان) نه اوتښتېدل او هند کې يې پناه واغسته د دې دپاره چې خپله عقيده بچ اوساتي۔ د نوروز رسم مونږ ته د زردښت نه پاتې شوے دے۔