Tuesday, 17 October 2017

مونږ ولې په قامي مسلو پاڅون نه کوو?
ولې يو والې نه راځي ولې په يو بل خفه کيږو نه? او داسې نور.
ګرانو پښتنو رونړو او خويندو.
د زړونو تړون مو ترمنځه نيشتې.
او دومره نفاق دې په مونږ کې چې په خپل کور کلي کې مو دا حال دې.
تاسو باور اوکاۍ که د اغيار پالسۍ ترې لرې هم کړې خو مونږ کې اتفاق نه راځي.
نو راځۍ چې هغه کمزورۍ لرې کړو
او د خپلو ټولنيزو ګټو له پاره د زړونو تړون راولو.
د بدا مرغه د پښتنو د اتفاق په نامه تر اوسه سياست شوې دې او کيږي.
ګنې زمونږ دا مشران په قامي مسلو ولې اتفاق نه کوي?
دوي هر يو د خپل سياسي بيرغ لاندې خپل سياستونه کوي او ورته وده ورکوي.
له بل اړخه ملا خپل دکان چلوي 

له هغه را وروستو چې ولسمشر غني د (RUSI ) ادارې لخوا د ترتیب شوې غونډې کې د ځینې کړېو لخوا يي سپکاوې وشو، په افغاني رسنیو او په تېره بیا په ټولنیزو رسنیو کې ورباندې ګرم بحثونه روان دي. د ګرمو دغه بحثونو په لړۍ کې تقریباً ټولو سیاسي شننونکو دغه کار وغندلو او دغه کار يي یواځې د ولسمشر سپکاوی نه بلکه د هېواد سپکاوی يي یاد کړو. د تېر په څېر دغه پېښې هم قومي رنګ اختیار کړو، یو شمېر خلکو دغه ته هم د پښتون او هزاره رنګ ورکړو. همدارنګه یو شمېر خلکو چې د ټولټاکنو پرمهال يي ولسمشر غني حمایه کولو، او اوس ورځینې خفه دي فکر کوي چې دا پېښه به ولسمشر لږ را ویښ کړي او شاید چې په نورو خلکو تکیه ونه کړي. د ځینې شناندو لخوا د ولسمشر غني سپکاوې د پاکستان د څارګرې ادارې ائی ایس ائی لخوا یو پلان شوې کار وګڼل شو چې په را سبا بیا د خلکو نظرونو هم ورسره بدلون وموندلو او دغه سپکاوې يي په ایراني او پاکستاني څارګرو ادارو دواړو ور واچولو.

زه به يو ځل بيا درياد کړم چې دا دنيا اوس د بدلون په لور روانه ده او د دې په شا هم بل څوک نه دي هغه پخوانے انکل سام دے چا چې اسلامي هيوادونه د کفر په نوم د کمونزم په وړاندې راپارولي وو او د خپلو سياسي غرضونو دپاره يې کارول۔ تاسو اوليدل چې د کوه قاف غرونو شاته کومې ازوزې مازوزې ابادې وې ، نوم نشان يې پاتې نشو او نن هغوۍ هم د ازاد مارکيټ برحه ګرزېدلي دي ګرچې اختلافات يې اوس هم ختم نه دي او اوس هم فکري تضادات لري۔ 

دا هغه خبرې دي چې نن د پنجاب ايجنټان يې د پښتنو په زړونو کې خوروي.
ددې شاته يې د استعمار ګټې خوندي کول او پښتون محکوم ساتل دي.
تاسو به د بو نوم اوريدلې وي
مونږ چې واړه وو نو خلکو به وړو ته د بو او بلاګي کيسې کولې 
د وخت په تيريدو سره مو بيا دا تپوسونه شورو کړل چې آخر ددې بو څهره څنګه ده?
دا څه شې دې چې دومره يره يې خوره کړې ده.
چې خبر شو بو هيڅ هم نه وو
هسې نوم يې وو.
زمونږ د مشرانو همدغه حال دې
دا قام په اعصابي او نفسياتي دباؤ د پنجابي غلامان ساتل غواړي

پښتو ژبه د پتيالو,ميړنو او انسان دوسته خلکو ژبه ده.
دا ژبه ددې منطقې د نورو ژبو نه ډيره بدله ده.
وئيل ,کول ,ليکل او لوستل يې خپله يو نيشنلزم دې
څوک چې په پښتو مئين وي هغه هرو مرو ملتپال او د قام مينوال هم وي
څوک چې ددې ژبې نه تير شي هغه پښتون نشي پاتې کيداۍ.
که يو غير پښتون يې هم زده کړي نو ددې کمالي ژبې دا کمال دې چې هغه ترې هم تيريدې نشي.
پښتو يوازې ژبه نه ده ژوند دې کلتور دې 

له ټولو اول درته دا وايم چې زه د کوم سياسي ګوند غړې نه يم خو د پښتنو په خاوره د استعمار سازشونه په ګوته کول خپل قامي فرض ګڼم.
پنجاب کله د ملا کله د ليګي کله د انصافي په نوم ستاسو د قامي پيژندګلو روکولوهسې کوي او کله درباندې کوم بل وظيفه خور کينوي. او د دلالانو په پښتونخوا وطن کې کمې نيشتې .او دلالان لکه د پرويز خټک ټيکدار داسې چې د بل قام دلال پرې هم شرميږي.
که تاسو ته څوک په سټيج اووايي چې مونږ پاکستانيان يو قوم جوړيدل غواړو نو آيا دا سهي وايي?
چورلټ غلط او سازش کوي

بختور:- د غسې که یو سړےد هندوتوب لوازمات پوره کوی هندو دے دغسې که یو مسلمان د مسلمانۍ لوازمات پوره کوی مسلمان دے . که یو هندو د خپلې عقیدې په رو سره د څه ګناه مرتکب کېږي نو هغه دې ته راضی دے  او یا نور هندوان دې ته رضا دي چې هغه له دې د هندومت د قوانینو مظابق سزا ورکړے شي او که مسلمان څه ګناه وکړی نو هغه دې د اسلامی شریعت مطابق سزا بیا مومی او مونږ دا نشو کولے چې یو هندو له دې د اسلامی شریعت مطابق سزا ورکړے شی او یا دې په یو مسلمان د هندومت قوا نین لاګو کړ ے شی. چې چرته هندوان دي د هغوی علاقائي او کلتوری مذهبی قوانین دې په هندو مت اډانه ولری. د مسلمانانو د ژوند ژواک د راپېښو ستونځو پرېکړې دې په اسلامی شریعت وکړے شی . او د غسې د نورو مذهبونو او عقیدو په رو دې د هغوی د پېروکارانو ګناهونه سپک کړے شي.او په لوړه پېمانه دې د ټولو لپاره داسې قوانین جوړکړے شی چې هغه د دنیا د هر وګړی او هرې عقیدې او هر مذهب خاوند ته یو شان قابل قبول وی. یعنې په دغه قوانینو کښې دې د هرمذهب او عقیدې هغه غوره قوانین راغونډ کړے شی چې ټول انسانیت پرې متفق وی.

تاريخ اوګورۍ پښتون چې کله ماتي خوړلې ده او وهلې شوې دې نو هم د خپلو پښتنو د غدارۍ د لاسه. که هغه د پرون د غلجي پښتنو په هند او ايران خکومت وو او يا له هغې روستو د ابداليانو واکمني وا. پښتون تل د بل پښتون پشا چاړه منډلې ده.
دا هغه قام دې چې د ايرانيانو په دربارونو کې به يې خذمتونه کول چې مرستې ترلاسه کړي او بل پښتون رالاندې کړي. د اکبر بادشاه په زمانه کې پښتنو دده په دربار کې هغه د شرم کارونه کړې دي چې داسې کارونه به کشميريانو نه کول.
دا تاسو ته دروغژن او چاپلوسان تاريخوانان اصل تاريخ نه ښائي او په صفتونو مو غلوي.
زه هم دغه رښتيا  پوره نه ليکم ځکه چې خوا بدي نشۍ خو لږ لږ يې درته وايم چې مونږ چې تر څو د خپل ځان اصلاح اونه کړو دا ظلمونه به راسره کيږي .

بختور:- زه فکر کوم که په جولا مونږ دا پابندی لګوؤ چې د نائی توب سپکاوے دې نه کوي نو د نائی توب او نائي په سپکاوی نه کولو د هغه جولا ګېری تنزل نه شی کولے او نه وده موندے شی.

تل ودان :- صحیخ فکردے.

بختور:- د غسې نائي توب ، شا خېلی او نور هنرونه هم دي.

تل ودان :- بیخي سمه ده.

بختور:- او په داسې کولو به کسب خېل کلے هم هغوی ته اجازت ورنه کړی.

 دا د ګل ورین سوات د یو روښانه او ژوندي سهار یوه ژوندې قېصه ده . په کال نولس سوه څلور نوي کښې ما او زما یو نژدې ملګري په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د یو سکول د پرانستو تابیا اوګړه .مونږ دواړو ملګرو به ‌‌‌‌‌‌ډېر زیار ویستو او د علم پوهې او تعلیم په جزبو مو زړونه سنبال اوذهنونه روښان وو .درسته ورځ به مو سکول کښې د مخکښې نه داخل شوي ماشومانو ته سبقونه وییل او سم د ماښامه به مو د نژدې ګاون‌‌‌‌‌‌ډ په حجرو او بهټکونو کښې خلکو ته د علم ،پوهې او دښوونې او روزنې په ارزښت خبرې کولې او ورسره ورسره به مو د خپل سکول په اړه معلومات شریک کول تر څو هغوي دې ته وهڅوو چې خپل ماشومان زمونږ په سکول کښې داخل کړي . دغه سلسلې به تیر ناوخته پورې دوام لرلو او بیا مو خوب ته یو څه وخت پېدا کړو . هر راتلونکي نوي سهار سره به دغه سلسله بیا پیل شوه .زه به چې په من‌‌‌‌‌‌ډه من‌‌‌‌‌‌ډه سکول ته لاړم اول به مې په خپلو لاسو ټول سکول جارو کړو .بیا به مې د سکول ټلۍ اووهله او دفتر ته به راغلم د پرنسپل په چوکۍبه کېناستم .

هغه مهال چې ملي مشر حامد کرزی ولس مشر ؤ نو د هېواد ازادي او استقلال له لس هاوو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان ؤ، نن که څه هم دې د ولسمشرۍ له چوکۍ څخه تقاعد شوې دی مګر بیا هم خپله ملي مبارزه پرمخ وړي او د هېواد ا استقلال لپاره ملي مبارزه کوي. مونږ او تاسې شاهدان یو چې کله ملي مشر ولسمشر ؤ نو هغه مهال امریکا او لنګرګوټي یارانو يي دانا روهرابکر د افغانستان د ویش او د افغانستان د لا کمزروي کولو لپاره په شا ټپولو. دانا روهرابکر او نورو ملګرو يي هغه مهال په برلېن کې له ځنې تش په نامه افغان سیاسینو سره ناستې ولاړې کولې او د افغانستان په شمال او جنوب د ویش نقشې يي په جیب کې ګرځولې. دانا روهرابکر د افغانستان په مسله کې خورا ډېر مهارت درلود او د افغانستان په بربادۍ او د جهاد په نوم افغان وژونکې او د افغانستان تبا کوونکي جګړې د طرحه کوونکو له ډلې څخه ؤ.

۱۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ د اروپائي رسنو نه مالومه شوه چې پاکستان اوس دمغرب په ځاۓ د چين ستراتيژکي ملګرے دے۔ 
۲۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ د پاکستان او امريکا اړيکې سړېچنې دي خو د پاکستان په بابله د امريکا د پاليسۍ سر نه دے مالوم
۳۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ افغانستان کې به جنګ روان وي، ترقياتي کارونه به روان وي، د ملي اردو روزنه، پالنه او پياوړتيا به روانه وي او تالبانو سره به فېصله په ميدان کې کيږي۔

دا نن ورځ ښه ده چې بيا هم پښتانه وينم خپل منځ کې لا څه نا څه د قوميت,وحدت او قامي پيژندګلو خبرې کوي. ډير پکې په خپله درنه ژبه ليک لوست هم کوي او يو مات ګوډ احساس لا ساه اخلي. وجه يې داده چې مونږ د پښتو د وخت د مشرانو يا خو بچي يو يا يې لمسي يا کړوسي يو. همدغه رنګ د هغه مشرانو مبارزه وا چې که څه نتيجه يې نه ده ورکړې خو يو غږ يې دې قام له د يو والي او بيدارۍ ورکړې وو چې نن څه نا څه اثر يې مونږ وينو. د وخت په تيريدو زه وينم چې دغه احساس روکيږي. ددې ډيرې وجې دي چې مونږ تاسو پرې اکثره بحثونه کوو
دلته ډير ملګري به داسې وي چې وايي به چې دا قامي پيژندګلو څيړل بيا بيا څه معنې لري
خو دا ډيره مهمه خبره ده ځکه چې دلته وخت داسې راغې چې پلار او ځوې له يو بل دپاره پردي کيږي يو احساس او نظر د پښتو په روکيدو دې

افغانستان کې پرله پسې جنګونو، د پښتنو منځي اختلافاتو، ناخوندګۍ، بډو رشوتونو او لالچ حرص پښتانه ډېر ځپلي او کمزوري کړي دي او اوس هم د دغو رنځونو نه په امان نه دي۔ افغانستان له هر پلوه د پښتنو وطن دے خو راج پکې د نورو نسلي ډلو دې هر څو که دغه ډلې په هره مانا کلک افغان پرسته ولې نه دي۔ پښتنو کې دا ناروغۍ د افغانستان تش په نوم پښتنو باچايانو پيدا کړې دي او د دويۍ په شا ناست سامراجي ځواکونو هم دا غوښتل چې پښتون سره دا عمل اوکړي۔ سدو زو بيا په تېره تېره بارکزو او ورپسې نادرزو د پيرنګيانو ښه په نره خدمتونه اوکړل او په انعام کې يې ورته خپل پښتون ورور رااوپرزلو، خپل وطن يې د پردو خلکو لاسو کې ورکړو او خپل وطن يې په پيرنګي خرڅ کړو۔ د ۱۸۹۳ نه پس د افغانستان د ملي بشپړتيا څو چانسونه په لاس ورغلل خو چا ترينه ګټه پورته نه کړه۔ ولې خان خپل کتاب کې ليکي چې د دويم لام په زمانه کې د برتانيه دولت غوښتل چې افغانستان خپلې زمکې بيرته واخلي خو چا پکې دلچسپي وانغسته۔ د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ جنګونو دوران کې د افغانستان تش په نوم واکداران د پنجابي حکومت په شا ولاړ وو۔ دا پرې لا د پاسه چې د پښتنو ملي ګوندونو راپرزولو دپاره به يې د مخالف ګوندونو مالي مرستې هم کولې۔ 

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes