Tuesday, 17 October 2017

د يو قوم د کلتور ژبې دود دستور په ژوندی ساتلو کې د هنرمندانو او سندر غاړو غټه برخه وي. پښتانه هنرمندان چې دلته د زدکړې کومه اکيډمي يا ځائ هم نلري خو دا ددوي د هنر او قام سره مينه ده چې په دې تيارو کې ډيوې بله وي.

رتن کمار یو اوږود ساه واخستو او د جهېل په تیاره کوټګۍ کښې یې دېوال ته ډډه ولګوله هغه په کوټګۍ کښې د ډېرې تیارې له وجې دا پته هم نه لګېده چې د هغې اوږودوالے اوپلنوالےڅومره دے یوه توره تیاره چپتیا اوتوره تیاره شپه که د چا په سترګو کښې څوک چخچي ورکوي نوپته یې نه لګي.البته د هغه دلاسو د هتکړو او د پښو د بېړود زورورزنځیرونوشړنګېدو سره به په دغه ډوبه چپتیا کښې خلل پېداکېدو.خودغه تریخ ساعت تېرو خوږو یادونو تریخ پرېنښوداوډېر خواږه خوندونه یې پکښې ډک کړل.

د راپورونو مطابق په مهمند ایجنسۍ کې د طالبانو او ترهګرو خلاف د عملیاتو په بهانه د پاکستان پوځیانو د ترهګرو سره د اړیکو په تور د ځائي خلکو ښځې بیايي‌.

ویل کېږي چې د مهمند ایجنسۍ د پنډیالي تحصیل دویزۍ په سیمه کې تېره ورځ د پاکستان پوځ پنځه ویشت د کور مېرمنې او پېغلې له ځان سره وړې دي. ویل کېږي چې په دغه ښځو کې یواځې یوه زړه ښځه ده چې د هغې زوي د احرار په نوم یو تروریستي ګروپ سره رابطه لري باقي نور ټولې پېغلې او نوې واده شوې انجونې دي. د نړۍ وال قوانینو مطابق هیڅوک هم د بل په ګناه نه نیول کېږي، او بیا د قبایلي روایاتو مطابق خو پردی او بېګانه کس له ښځې سره د خبرې کولو اجازه هم نه لري، نو د پنجاب پوځ په کوم دلیل او منطق دغه ښځې له ځان سره بیايي‌ او بیا يي‌ په یو داسې کیمپ کې بندیانې کوي چې هلته هیڅ د ښځو لپاره ځای ځایګې نه شته.

په وروستېو کې مونږ د هېواد د شمال برخو د نامنۍ شاهدان یو. د هېواد شمال چې په تېرو پنځلسو کالو کې تر ټولو پرامنه سیمې وې، له دوه زره پنځلسم کال له شروع څخه په شدت سره هلته تروریستان ځانونه د طالبانو او داعش په بڼه راڅرګندوي. همدارنګه په مرکزي اسیا هېوادونو کې هم نامني تر بل هر وخت زیاته شوې ده او په دې وروستېو کې نړېوالې ادارو او رسنېو د خبرونو له مخې په سوریه کې د مرکزي اسیا یو لوي شمېر وګړي د داعش په لیکو کې جګړه کوي.

څومره کرکه چې دا د لر او بر ځنې ناپوهان له يو بل سره لري فکر نه کوم يو پنجابې يې د افغانستان سره اولري يا د پروان يو غير پښتون يې د پښتونخوا پښتون سره اولري.

له تېرې یوې لسیزې هر کال په اخر او شروع کې دا خبرونه اورو چې پاکستان وايي چې نور مونږ افغان کډوال نه شو زعملی او دوي دې نور خپل هېواد ته ستانه شي. دا ټولو ته پته ده چې پاکستان د دغه ډول بیانونو څخه مطلب یواځې همدا دی چې د افغان کډوالو پر سر چنده راټوله کړي او دا دوي لپاره هر اړخیزې ګټې لري، خو په روان کال کې له هغه وروستو چې پاکستان په سیمه کې د یواځیتوب په لوري‌ رهي شوې دی نو اوس دوي د افغان کډوالو په تنګولو تر بل هر وخت زیات لاس پورې کړې دی او له دې لارې غواړي چې افغان حکومت تر فشار لاندې راولي.

په پښتونخوا کې د انصاف ګوند ګوډاګي حکومت د پاکستان مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې ده چې افغان کډوال دې بېرته خپل وطن ته ولېږلې شي. او نور دې ددوي وخت دلته زیات نه کړای شي.  دا خبر د مشرق ورځپاڼه کې خپور شوې دی.

د یادونې وړ ده چې د پنجاب حاکمانو په تورخم د لراوبر د اولسونو ترمنځه د تاو تریخوالي پیدا کولو له پاره اول د نوي ور جوړولو کوښښ وکړو چې له امله يي‌د دواړو ملکونو عسکرو په یو بل ډزې شروع کړی. او پس له هغې يي یوه غټه پروپیګنډه اوکړه چې ګوندې افغانستان په پاکستان حمله وکړه او ددې هرڅه تر شا هند لاس دی.

په محکومه پښتونخوا کې د عمران په مشرې حکومت دوه ورځې د مخه د محکومې پښتونخوا د کلنې بودیجې نه د درې میلونه ډالره حقانیه مدرسې ته د ورکولو منظوري ورکړه. د عمران خان په مشرۍ دغه اقدام په داسې وخت کې وشو چې له یوې خوا محکومه پښتونخوا د تاریخ د بدترینې نامنۍ نه زورول کېږی، همدارنګه هلته د ډېرو مکتبونو دروازې استادانو ته د میاشتینې معاش نه ورکولو له امله بند شوې دي.

زه لا پیدا شوې نه وم چې پلار مې روسانو بندي کړی ؤ او چې څلور کلن شوم نو پلار مې له زندان نه راخلاص شو. زه اکثر دا پوښتنه کوم چې پلار مې ولې روسانو بندي کړی ؤ، نو ځواب یواځې یو مخې ته راځي او هغه دا چې: پلار مې د هېواد لپاره مبارزه کوله او نه يي‌غوښتل چې هېواد مو د چا د استعمار لاندې راشي نو ځکه زمونږ په هېواد د روسانو له تېري وروستو روسانو هغه بندي کړو. زما اوسنې پوښتنه له تاسې دا ده چې ایا زه د مجاهدۍ حق لرم او که نه؟ ځکه چې پلار مې زما د پېدایښت له مخه روسانو بندي کړو او ماشومتوب مې لکه د نورو په لس ګونه ماشومانو په څېر په کړاونو، تکلیفونو او بې سرپرستۍ کې تېر شو او همدارنګه د پلار د زنداني کېدو جرم مې دا ؤ چې هغه د هېواد لپاره مبارزه کوله او یو مجاهد ؤ نو ځکه يي د پلچرخي زندان سختې ورځې شپې تېرې کړی.

کله چې لر او بر سره يو وو نو د افغانستان اقتصادي مرکز پيښور وو کابل نه. د کابل حيثيت د پيښور په وړاندې په تجارتي کچه دومره نه وو دا د سوئيلي او منځنئ ايشيا د تجارتونه غټ مرکز وو. همدغه رنګ د مغلو په دور کې هم پدې ښار کې به تجارتونه کيدل او په زرګونو کاله دا ښار يو تجارتي مرکز پاتې شوی دې. بيا تر څه وخته د افغان شاهي کورنئ پښتون دښمنه پالسۍ وې چې لر او بر يې سره نور لرې کول خو ددوي د اقتدار د نسکوريدو سره د ثور انقلاب او افغان جنګ بيا د لر او بر اولسونه سره نژدې کړل او تر نن ورځې پورې پيښور د لر او بر تجارتي مرکز وو
د بر دماغ شاهي کورنئ په پارسئ داسې اوده کړې وو چې د خپل پښتون خاوری ته به يې پردې نوم يادوو او د لر پښتون مطالعه پاکستان مدهوشه کړی وو او وئيل به يې دا خو کابليان دي. خير دا اوږد بحث يو اړخ ته .راځئ نن
د زړه په سترګو وګورئ چې پنجابي درسره څه اوکړل او کوي.

لر او بر پښتانه په خاصه توګه د کرښې دواړو اړخو ته ميشت پښتانه دې پدې اوپوهيږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه هره انښته به يوازې دوي ته تاوان رسوي. دلته نه پنجابې مري نه تاجک او نه هزاره.
د څو اونيو راهيسې په تورخم د تګ راتګ له پاره اول پاکستان او بيا افغان دولت سفري اسناد پاسپورټ او ويزه لرل لازمي ګرځولې دي. له ټولو اول په کلکو ټکو د دواړو هيوادونو د چارواکو غنده کوم چې خاوره زمونږ اختيار يې د بل.
اوس به د خيبر شينواري جلال اباد ته په ويزه ځي او ننګرهارې مومند به پيښور ته په ويزه راځي دا څومره د افسوز خبره ده. ولې چې په پښتو کې پولې نيشتې.

که پوهان ,ډاکټران ,هنرمندان,ساينسپوهان او سياست پوهه خلک خپل وطن پريږدي نو داسې وطن به څنګه جوړ شي.
ښاغلو او اغليو.
افغانستان په جوړيدو دې. دا وطن به جوړيږي. نن سبا غټې غټې پروژې د جوړيدو په حال کې دي او د هند په مرسته نن افغانستان د چا بهار ,سلمه بند او اوس د کنړ د بند د جوړولو تابيا کړې ده. دا وطن په روښانه کيدو دې. يو هيواد چې بريښنا اولري اقتصادي لارې اولري بيا يې د پرمختګ لاره څوک نشي نيولې.
پورته چې مې اوليکل نن همداسې خلک ستاسو وتن ته پکار دې. ملکونه يوازې په بهرنو مرستو نه چليږي تر څو اولس دې کار ته بډې رانښکي.. د سياسي اختلاف نه جنګ مه جوړوئ. سياست هغه ځائ کې کوئ چې څوک درسره اختلاف لري او په خپله پوهه او سياست هغه همغږ کائ. په تيرو څلويښتو کالو کې ښه شوي دي يا بد له دې تير شائ.
که غواړئ خپل هيواد د پرمختللي نړۍ سره سيال کړئ نو د ودانۍ او مبارزې کار ته بډې راښکئ.او د نوي افغانستان د ودانئ دپاره کار اوکړئ.

 

 پاکستان په خپل تاريخ کې داسې يوازې شوې او ناکامه شوې نه وو لکه نن چې دې.
پنجابيانو په پاکستان کې ټول قامونه د خپلو جايزو خقوقو نه مخرومه ساتل او دا يې خيال وو چې تل به باداري کوي چې دا خلک غلامان اوساتي. خو اوس ورته څوک ګيا نه اچوي. عربو خپلې پالسۍ او ګټې جدا کړې. هند خو پريږده افغانستان هم د خپلې کاميابې خارجه پالسۍ په وجه د تل له پاره د پاکستان نه مخه واړوله او د ايران پاکستان سره څه پاتې شو: ايران هم ښه په هوښيارتيا سره يو غټه تجارتي پروژه ترلاسه کړه

مونږ په یو داسې سټراټیجیکه جغرافیه کې موقعیت لرو چې د تاریخ په اوږدو کې مو جنوبي اسیا له مرکزي اسیا، چین او ختيځه اسیا مو له ایران، لویديځې اسیا او له منځني خیتځ سره وصل او د دوي ترمنځ مو د یو پول په حیث کردار ادا کړې دی او نن بیا هماغه وخت را رسېدلې دی چې افغانستان یو ځل بیا ددغو سیمو ترمنځ د وچې له لارې سره وصل کړي. په ځان متکي او پخپلو ولاړ افغانستان لپاره همدا تر ټولو غوره او طلائي موقعه ده چې ګټه ترې واخلي او په خپل ځان اتکا وکړي.

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes